د لوړ ولور آفتونه

د لوړ ولور لومړنی افت

څرقم چي ده فضيلته څخه ده نكاح معلومه سوه چي نكاح څومره فضيلت لري نونظروفضيلت ته ده نكاح انسان چي هرڅومره ژرنكاح وكړي نوډيربه ښه وي داځكه چي يوخوانسان خاوندده ډيروتأهلي فضائلوګرځي اوبل انسان ده كورني اوتأهلي ګناه څخه ژغورل كيږي،اوبل هم ده انسانه څخه دده اصلي دښمن شيطان خوابدي كيږي چي پدي كښي ده انسان دپاره ډيرلوي سعادت اونيك بختي ده؛ لكه څرقم چي رسول اكرمr فرمائي} اَيُّمَاشَابٍ تَزَوَّجَ فِيْ حِدَاثَةِ سِنِّهِ عَجَّ شَيطَانُهُ يَاوَيْلَهُ عَصَمَ مِنِّيْ دِينَهُ{ هرځوان چي په لومړني ځواني اوپه كم عمركي نكاح وكړي نودده شيطان چيغي كړي چي اي افسوسه ځمادي سړي خوځماڅخه خپل وساتي.يعني ماته موقع اوزمينه برابره نسوه چي زه په ده ګناه وكړم، هغه كه زناوي كه لواطت وي اوكه نوري غيري مشروع رابطي وي.

خوله بده مرغه اوس زموږپه زمانه كي ده مهراولګښت ده ډيروالي له وجهي ددي ښيګڼوڅخه ځوان اوپيغله دواړه محروم دي.اوبرسيره پردي ځوانان اوپيغليي نه تنهاداچي ددي فضيلت څخه بي برخي پاته سويدي بلكه په ډيرنارواكارونوباندي هم اخته سويدي چي ددي ګناه اصلي لامل اوذمه وارهغه خلګ دي چي ددوي ده كيدلوپه لاره كيه خنډجوړكړي وي چي يوده لوي مشكلاتواوخنډونوڅخه ډير،اولوړولوردي.

د ډير لوړ ولور دويم افت

اوبل آفت اوبلاچي ده مهراو ولور اودواده ده لګښت ده ډيروالي له وجهي زموږپرځوانانواوپيغليانوباندي راپيريوتي؛ ده بلوغ وروسته ډيروقت مجرده پاته كيدل دي چي نه تنهاځوانان اوپيغلياني يه ده ډيروورځني مشكلاتوسره لاس اوګريوان كړيدي بلكه ده ډيروجسمي اوروحي ناروغيواورنځونوښكارئي هم ګرځوليدي.اوبرسيره پردي ځوانان اوپيغليانو يه په هغه طبقي انسانانوكي داخل كړيدي چي ده هغوپه باره كي رسول اكرمr فرمايئ} شَرَارُكُمْ عَزَابُكُمْ وَاَرْزَلُ مَوْتَاكُمْ عَزَابُِكُمْ{ ترټولوبداوشريره ستاسوبي واده اومجردخلګ دي اوترټولوخراب اورزيل ده مړوستاسوهغه بي واده اومجردمړي دي.

يعني چاچي په ژوندكي واده نوي كړي اوده تجردپه حالت كي مړسوي وي.كڅه هم ظاهرًا داحديث عام دي خوبياهم ده علمآؤ په ويناددي حديث څخه هغه خلګ مراد دي چي پرواده توان ولري خوبياهم واده نكوي .ليكن بياهم په كل كي اومطلقازموږځوانان اوپيغلياني مجرد دي نوددي حديث سرزنش اوتره ټل وهغه خلګوته متوجه كيږي چي دوي سبب ده تجرد ده ځوانانواوپيغليانوګرځيدلي وي چي دا هغه خلګ دي چي فرهنګ ته ده ډيرولور اولوړولګښتونوتعميم اوترويج وركوي هغه كه هرڅوك وي كه اوليآء ده ښځووي اوكه نور…..

اوددي څخه علاوه هرڅوك چي خپل لورده بلوغ وروسته په كوركي وساتي اوميړه تئي نه وركوي په دغه وخت كي چي ښځه ده هري ګناه اوجرم مرتكبه سي تاوان اوذمه واري يه ده پلاراوياده نورواوليآؤپرغاړه ده لكه څرقم چي په لاندني حديث كي راځي} عَنْ عُمَرْبِنْ خَطَّابْt وَاَنَسْ بِنْ مَالِكْtعَنْ رَّسُولِ اللهِr قَالَ فِي التَّوْرَاةِ مَكْتُوبٌ مَنْ بَلَغَتْ اِبْنَتُهُ اِثْنَتَيْ عَشْرَةَ سَنَّةً وَلَمْ يُزَوِّجْهَافَاَصَابَتْ اِثْماًفَاِثْمُ ذَالِكَ عَلَيْهِ{.ده عمربن خطابt اوانس بن مالكtڅخه روايت دي ده رسول اكرمr څخه چي ده وفرمايل: په تورات كي ليكلي دي چي ده چالوردولسو كالوته ورسيږي اوده په نكاح نوي وركړي اوهغه ښځه مرتكبه ده ګناه سي نوګناه ئي ده پلارپرغاړه ده.

تنبيه:مراد ده دولسوكالوڅخه دادي چي ښځه بلوغ ته ورسيږي اودجماع شوق اواستعدادورته پيداسي.

اوداغه رقم ده هلك په باره كي هم حديث راغلي دي} مَنْ وُلِدَلَهُ فَيُحْسِنَ اِسْمَهُ وَاَدَّبَهُ فَاِذَابَلَغَ فَلْيُزَوِّجْهُ فَاِنْ بَلَغَ وَلَمْ يُزَوِّجْهُ فَاَصَابَ اِثْماًفَاِنَّمَااِثْمُهُ عَلي اَبِيْهِ{ هغه څوك چي ده هغه ځوي پيداسي نوښكلي نوم دي ورباندي كښيږدي اوښه ادب دي وركړي اوكله چي بلوغ ته ورسيږي نكاح دي ورته وكړي كچيري هغه بلوغ ته ورسيدي خوپلارورته نكاح ونكړه اودي مرتكب ده ګناه سونوګناه ئي ده پلارپه غاړه ده.اوكچيري ده هلك پلارهلي ځلي كوي خوده ډيرلوړولوراوډيرومصارفوله وجهي خپل ځوي ته نكاح نشي كولاي نوبياګناه ده هغه خلګوپرغاړه ده چي خپل ده نوړواولورانومهراوولورډيرږدي، ځكه ګناه كولوته ده ځوان اوپيغلي ده لاره اوراره كړيده اوعمل دده پردي دلالت كوي چي دي پداسي كارونوباندي خوشحاله دي كه خوشحاله نوي نودي يه مخنيوي كولاي شي(په كمولوسره ده مهر)ولي يه نكوي؟اوهغه دي ديه چي مابين كي ده مسلمانانوفحشآء اوبي حيائي ترويجول اوعامول غواړي پداسي حال كي چي خداي جل جلاله فرمائي} اِنَّ الَّذِيْنَ يُحِبُّونَ اَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ امَنُوْا لَهُمْ عَذَابٌ اَلِيْمٌ فِي الدُّنْيَاوَالاخِرَةِ{ هغه خلګ چي خوښ لري(اوزړه ئي غواړي)چي مابين كي ده مسلمانانوفحشآء شائع اوخوره شي ده هغودپاره به په دنيااوآخرت كي ډيرسخت عذاب وي.الله دي موده دغسي انسانانوڅخه نه ګرځوي.

د ډير لوړ ولور دريم ا فت

اوبل آفت ده ډيراولوړ ولورظلم دي پرهلك اوانجلي دواړوباندي كيږي.ځكه ده انجلي كورني خپله لورپه كوركي ډيروقت په تجردكي ساتي چي داده هغي دپاره ډيرسخت اوده پريشانيوڅخه ډك ناوړه حالت دي چي پدي حالت كي انجلي ته ډيرروحي عصبي ناآرامي اوناروغي پيداكيږي اوداسي هم پيښ سويدي چي ده ډيري مودي ده تيريدلو له وجه انجلي ده پلارپه كوركي استعدادده حمل اخستلواوبچي راوستلودلاسه وركړي وي نوكله چي يه واده وشي ده هغي هيڅ اولادي نكيږي چي داهم روحي مشكلات خلقه وي اوهم ده زوم دپاره لويه اقتصادي ضربه اونقصان دي ، ځكه هغه بيچاره يه ده بچي ده زيږولودپاره پرډاكټرانواوسيدانو،ملايانوګرځوي.

چي وروسته ترډيرومالي لګښتنوده تداوي اوتعويذونويويادوه بچي ورته وزيږوي.خوداسي لاهم پيښه سويده چي انجلي ده تل لپاره ده عقامت اوبي اولادي څخه زوريږي . چي داټوله پرانجلي باندي ښكاره ظلمونه دي .اوهمدارازده انجلي ده كورني له خوازوم ده ډيروسختواوشاقه كارونواوډيروليروسفرونوكولوته مجبوره كيږي ځكه هغه نشي كولاي چي ده هوسي اوبي تكليفه لاري اوده ورځني مزدوري له لاري دومره ډيرولورپه لږوخت كي برابركړي آن تردي چي دبعضوبيچاره ګانوخوده واده ارمان هم پوره نشي اوده ولورپيداكول ورته ده خواږه ژوندپه قيمت تمام شي اوپرنيمه لاراونيم ولورباندي سره ده ډيري ستړياده دنياڅخه په ډيرآرمان سترګي پوټي كړي اومړشي.

ترداسي اندازي چي بعضي زومان خوده ولورده پيداكولودپاره ناروالاروته لكه اختطاف،غلا،لاره نيول،سودكول،په سوداكي درغلي كول،ده بل مسلمان خطاايستل.اوداسي نور….مخه كړي چي بعضي پدي لاره كي خپل ژوندهم له لاسه وركړي چيدا واضحه اوښكاره ظلم دي.پداسي حال كي چي الله ده ظالم په باره كي فرمائي} وَمَالِلظَّالِمِيْنَ مِن نَّصِير{ نشته ده ظلم كونكي دپا ره هيڅ مرسته كونكي په ورځي ده قيامت كي.اوداغه رقم رسول اكرم r فرمائي} اِتَّقُوالظُّلْمَ فَاِنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيامَةِ الخ{ ده ظلمه څخه پرهيزوكي ځكه ظلم تاريكي دي(ده انسان دپاره)په ورځي ده قيامت كښي.

د ډير لوړ ولور څلورم افت

بل آفت ده ډيرولوردادي چي ډيرولورسبب ددي ګرځي چي ده زوم كورني دي اوپه ځني مواردوكي خپله زوم دي ده انجلي ده كورني اوځني وقت دي ده خپله انجلي څخه نفرت وكړي اوده هغوي په منځ كيدي ډيري دښمني اوناخوالي پيداسي.داځكه چي دوي ده انجلي په راوستلواو وده ولوكي ډيرتكاليف تحمل كړي وي چي وروسته ترواده يه ناپوهان ددي بي وزلي اوبي ګناه څخه ده خپل تكاليفوانتقام اخلي.

سره لدي چي په ولوركيه پلاراواوليآؤمزي اوچړچي وكړي خوزورئي تربيچاره انجلي كاږي.اوداسي هم راغلي دي چي انجلي ده واده وروسته ترډيره وخته ده خسرپه كوركي ده خوشحالي اوښه ژوندمخ هم نوي ليدلي،بياپه خاصه توګه چي ده انجلي اولادنكيږي اويايه اولادكيږي خوهلكان نه زيږوي بلكه لونړي زيږوي ځكه داخوددوي په فاسده اصطلاح كښي ده انجلي بدقسمتي وي.سره ددي چي پدي كاركي ده انجلي هيڅ ملامتيانسته اولادخوالله وركوي ښځه اونرئي هم دالله په اختياروي.آن تردي پوري چي په ځني اوقاتوكي خوداسي هم پيښ سويدي چي انجلي ده خسرپه كوركي ده ډيرخراب ژوندله كبله اوده ډيروپيغورونوله كبله‹ ددي په فكر› دځآن ده خلاصولودپاره ده ځان وژلوته مخ كي.ځان ياپه سوځولو،ياپه درازړولو،ياده نشه ايزوتوكوپه خوړلو،اوياهم په نوروشيانوباندي مړه كي.اوداسي نوري ناخوالي چي قلم ئي په ليكلوباندي ستړي كيږي.

پداسي حال كي چي الله جل جلاله دواړي كورني اوخپله هلك اوانجلي پدي باندي مكلف كړيدي چي هميشه ده خپل منځي اصلاح اودخپل اجتماعي معيشت ده سمون دپاره كوشش وكړي،اوهرهغه مشروع كارچي په هغه باندي ده خاونداوښځي ژوندته سمون اوښكلابخښل كيږي بايدئي وكړي؛ ده ښځي كورني زوم ته ده خپل اولادپه سترګه وګوري اوده هرقسم ظلم څخه ورباندي ځان وژغوري؛اوده خاوندكورني خپله مږورده خپل اولادپشان وبولي اوده هرډول تيري اونارواڅخه ورباندي ډډه وكړي،اوهميشه ئي په ژوندون كي ده مصلحت اوجوړجاړي كوښښ وكړي لكه څرقم چي خداي پاك فرماي} اِنَّمَالْمُؤْمِنُوْنَ اِخْوَةٌ فَاَصْلِحُوْا بَيْنَ اَخَوَيْكُمْ{ بيشكه مسلمانان سره وړونه دي نوتاسوكوښښ ده صلح وكړي په مابين كي ده خپلودوو وړونو.اوداغه رقم فرمائي} فَاتَّقُوا اللهَ وَاَصْلِحُوْا ذَاتَ بَيْنِكُمْ{ ده خداي څخه وه ويريږي اواصلاح راوړي په خپل مينځوكي.

اورسول اكرمe فرمائي} اَفْضَلُ الصَّدَقَةِ اِصْلاَحُ ذَاتِ الْبَينِ{ ډيره ښه صدقه خپل مينځي اصلاح ده.ترداسي اندازي چي خداي پاك ده اصلاح په نيت درواغوته هم جوازوركړيدي لكه رسول اكرمe چي فرمائي}لَيْسَ الْكَذَّابُ الَّذِيْ يُصْلِحُ بَيْنَ النَّاسِ فَيَنْمِيْ خَيْراً اَوْيَقُوْلُ خَيْراً{ ندي درواغجن هغه څوك چي صلح كوي په مابين كي ده خلګونونقل كوي(يوبل ته)ښه خبري اوياكوي ښه خبري.

اوله خبره داده چي ده هلك اوانجلي ده ښه ژوندلپاره چي دواړي كورني كم كوښښونه كوي پدي كښي مراعات كول ده صله رحمي دي چي مراعات كول ئي ده انسان رسمي،اوجداني دنده ده اوقطعه كول ئي ده انسان دپاره ناروادي لكه څرقم چي رسول اكرمeچي فرمائي}لاَيَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَاطِعٌ{ داخل به نشي وجنت ته قطعه كونكي ده صله رحمي.

اوداغه رقم فرمائي}يَااُمَّةَ مُحَمَّدٍوَّالَّذِيْ بَعَثَنِيْ بِالْحَقِّ لاَيَقْبَلُ اللهُ صَدَقَةً مِّنْ رَجُلٍ وَّلَهُ قُرَابَةٌ مُّحْتَاجُوْنَ اِلي صِلَتِهِ وَيَصْرِفُهَااِلي غَيْرِهِمْ وَالَّذِيْ نَفْسِيْ بِيَدِهِ لاَيَنْظُرُاللهُ اِلَيْهِ يَوْمَ الْقِيمَةِ{ اي امته ده محمدe ځمادي قسم وي په هغه ذات چي زه ئي راستولي يم په حقه سره نه قبلوي خداي پاك قدقه ده سړي څخه چي دده دپاره قريبان وي چي هغه دده صله رحمي ته محتاجه وي خودي ئي نورخلګوته وركوي اوځمادي قسم په هغه دات وي چي ځمانفس دده په لاس كيدي چي وبه نه ګوري الله وده ته په ورځ كي ده قيامت.الله دي مودداسي خلګوڅخه نه ګرځوي.

ده ډير لوړ وَلْوَرْ پنځم ٰافت

بل آفت ده ډيرولوردادي چي سړي په هيڅ صورت ده ښځي طلاق وركولوته زړه نه ښه كوي كه هرڅومره په طلاق كي هم فائدي اوګټي وي اودايقيني خبره ده چي ځني وقت ډيرغټ غټ مشكلات چي په جرګو اومركوباندي نه حل كيږي په طلاق باندي يه حل پوره ممكن وي.مثلاًكه په يوكوركي ده خاونداوميرمني ترمينځ اړيكي سمي نوي،پرښځي ظلم كيږي،اوياهم خاوندده خپلي ښځي سره جوړنوي؛اوهيڅ يوه لاره هم ددوي ترمابين په پخلاكولوكه مؤثره تمامه نشي.يواځني لاره چي دوي ده يوبل ده شره څخه خلاصوي هغه طلاق دي لكه خداي پاك چي فرمائي} وَاِن يَّتَفَرَّقَايُغْنِ اللهُ كُلاًًّمِّنْ سَعَتِهْ{ كه چيري دوي(خاونداوميرمن) سره جداسي خداي پاك به هريوددوي څخه مستغني اوبي پرواكي(ده هغه بله څخه ) په خپل فضل – اومهرباني.خوطلاق هلته ممكن وي چي ولورده ښځي لږوي ؛ سړي ورباندي تاوانونه نوي كړي اوسړي وكولاي سي چي بيابل واده وكړي .اوكه ده ښځي ولورډيروي،سړِيْ خپل ټوله ژوندورباندي سوداكړي اوختم كړي وي اوياهم ده ولورده ډيروالي له وجه بل واده نشي كولاي نوبياپه هيڅ صورت كي خاوندطلاق وركولوته غاړه نه ايږدي،اودغه تريخ ژوندته پرجداي اوطلاق ترجيح وركوي،چي په نتيجه كي دواړي كورني ده ډيروبدوعواقبوسره لاس اوګريوان كيږي حتي په ځني مواردوكي خبره ترجنګ اوانسان وژني پوري رسيږي.آن تردي چي په ځينومواردوكي خاوندخپلي ښځي ته ده جنګجا ل په وقت ده خپلي ښځي سره اوياهم ده بل چاسره طلاق مغلظه وركړَيْ وِيْ تردي چي په خپلوسترګومي سړي ليدلي چي خپل ښځي ته يه په كلماسره طلاق وركړي دي خوبياهم برسيره پردي هم دغه ښځه په خپل كوركي ده ځانه سره ساتي؛جماع هم ورسره كوي اوخپل ميرمن ئي هم بولي. اوس كه ولورلږوِي امكان ډيرسته چي داسړي دي دغه ښځه پسي پريږدي اوبله نكاح دي وكړي.خوكه ولورډيروي لكه اوس نوكلااوحاشا.

د ډيرلوړ ولور شپږم افت

بل آفت ده ډيرولوردادي چي په ډيرولورسره ده ښځي فطرتي اهميت اوانساني ارزش له منځه ځي ښځه په اسلام كي ډيرارزش لري اسلام ورته ټوله هغه حقوق چي ښځه ده هغواستعدادولري وركړيدي.حق ده مالكيت،حق ده ميراث،حق ده نكاح،حق ده اظهارده نظر.حق ده ښه تربيت ده خپل اولاد،حق ده نورمـال اوعادي ژوندپه خپلي كورني كي،حق ده استفادي ده ټولوموجوده اسبابواومادياتوڅخه كوم چي يه په كورني كي وجودولري،حق ده ځاني تعليم اوتربيه.اوداسي نور………خوكله چي ښځه په ډيرولورباندي وركړل سي نوغالباده په ټولومستحقه حقوقوكي ده يونه بل ده ترپښولاندي كيدلواحتمال اوګمان ډيروي.حق ده مالكيت خوئي ځكه سلبيږي چي مـال ده ولورئي پلاراويانوراولياءځني واخلي اوهغي ته هيڅ ونډه پكښي نه وركوي.سره ددي چي ولوركلاحق ده ښځي دي چي پدي هكله وروسته په تفصيل باندي خبره كيږي.اوحق ده ميراث خوبيخي ده بيخه څخه خلګوهيركيړيدي اوښځي ته هيڅ برخه په ميراث كي نه وركول كيږي سره ددي چي ښځه هم لكه نارينه پوره اومشخصه برخه لري په ميراث كښي.اوداده ميراث ده نه وركولواصطلاح ځكه عامه سويده چي اوس خلګ خپله لوراوياخورچاته په دوستي نه وركوي بلكه ده يوحيوان غوندي يه ورباندي پلوري نوچي كله ښځه ده خپل كوره څخه وباسي نورنودي ښځي ته ده دغه كورده غړي اوپدي كوركي ده برخه مني په سترګه اوحيثيت نه كتل كيږي ځكه دوي خويه ښه ډبل ولورخوړلي نوره يه توربلاورپسي.اوحق ده نكاح خويه ځكه ده بيچارګي څخه غصب كړيوي چي دابيچاره ګي ده خپل نكاح په هكله هيڅ هم نسي ويلي حتي ده ويلواجازه هم نه وركوي.ځكه پلاراوياولي خويه سرمايه داره اوبډاسړي ته وركوي دپاره ده ډيرولورنوكچيري ښځي ته حق ده نكاح اوانتخاب وركړي شايدهغه ده بډاپرځاي ده يومسكين اوناداره سره نكاح كولوته ترجيح وركړي.چي دابياپلاراوياولي ته تاوان ځكه دي چي مسكين خو ولورنسي برابره ولي اوكه يه برابرهم كړي نوشايد نقدنوي اوډيره مده وقت ونيسي.اوحق ده اظهارده نظرئي ځكه ځني اخستي دي چي كچيري ښځه ده ځان په هكله كوم شي ووائي نودا وښځي ته عيب اوپيغورځكه دي چي په دوي كوخواصطلاح پرشريعت حاكمه وي اوددوي په فاسدي اصطلاح كي دا كارده غيرت اوميړاني خلاف وي نوهررقم چي وي ښځه به ده ولي غوښتني اوانتخاب ته غاړه ايږدي كه خوشحاله وي اوكه نه وي.سره ددي چي په شريعت كي هيڅوك ښځه ددي ده نظرپه خلاف ازداوج ته نسي مجبوره كولي لكه په هدايه كي چي راځي}وَلاَيَجُوْزُلِلْوَلِيِّ اِجْبَارُالْبِكْرِالْبَالِغَةِ عَلَي النِّكَاحِ.{ نه رواكيږي دپاره ده سرپرست(هغه كه پلاروي كه بل څوك وي) مجبوره كول ده بالغي پيغلي پرنكاح كولوباندي.اوخپل اولادښه ځكه نسي تربيت كولي چي ددي خواركي خپله شخصي ژوندنوي سم اوپه مختلفوروحي اورواني مريضويومبتلاوي نوپداسي حـال كي به څه رقم دي خواركي ته د خپل اولاد ښه تربيت اسانه كاروي.اوده نورماله ژوندڅخه خوځكه محرومه وي چي ددي ډيرولورخوداده خوسرګني وكورته دښمنه ګرځوليده نوده دښمن په كوركي به څرقم عادي ژوندتيركړي؟.اوپه كوركي په خلاسه پښه ده كورده سامانونوڅخه ځكه استفاده نسي كولي چي دي ته خوددي ده كورني غړي ده ډيرولورله كبله ده يوبدمرغي په سترګه ګوري نوبدمرغي ته كله څوك خپل يوشي پلاس وركوي.اوتعليم اوتربيه خويه ځكه صفروي چي يوخويه ده پلارده بي توجهي ده وجهي اوتنهاولورته په نظركولوسره ده پلارپه كوركي په وړوكتوب كي شي نوي زده كړي.نويوخوده ميړه په كوركي ترخپل نيمه كاراووهلي ټكولونه تيريږي اوبل كله يه چي اولاد وسي ده خپل اولادترپاللونه تيريږي.اوددي ډيروتاوانونوبرسيره دغه ډيرولوردي چي ښځي ته يه ده يوحيوان اومبيع حيثيت وركړي ددي پرځاي چي خلګ ده ښځي اخلاق،تعليم،اوښه عادات په نظركي ونيسي ده ولروولږوالي ته يه ګوري اوددي پرځاي چي ده انجلي اوهلك اولياء ده خپلواولادونودپاره ده ښه ژوندپه هكله مشوره سره وكړي ده ولورپركمية اواندازي داوي سره وهي.اوددي پرځاي چي ده انجلي ولي دي ده خپل اولاددپاره ده يوښه ده ژوندده ملګري پلټنه وكړي ده سرمايه داراوپيسووالاپسي ګرځي هغه كڅه هم غل،ناروا،اوليوني،ياكم عقل وي.

ده ډير لوړ ولور اوم ٰافت

پدي خاطرچي ده ډيرولورله وجه ځوان اوپيغله ژر واده نشي كولاي اوهرانسان هم خلقتاًكه نروي كه ښځه وي جنسي غريزه لري اودهغي ده ارضاء وپوره كولوته محتاجه هم وي،چي يواځني مشروع لارده جنسي ارضاء ده پوره كولولپاره واده كول دي،چي ښځه په خاوندباندي اوخاوندپه خپلي ميرمني باندي خپله جنسي ارضاء پوره كوي،خوچي كله ځوان اوپيغلي ته ژر واده ونسي نوهغوي دپاره ده پوره كولوده خپل جنسي ارضاء نوري ناروا اوغيرمشروع اومضري لاري لټوي،لكه ده ځوان اوپيغلي لخواده نوروبيګانه انجونواوهلكانوسره ناروا اړيكي نيول،همجنس بازي ته مخه كول،(يعني ده هلكانوده هلكانوڅخه استفاده كول اوده انجونوده انجونوڅخه استفاده كول) اوياهم ده ارضاء ده پوره كولودپاره استمنآء(موټ)وهل،اوياهم ده نورومصنوعي الاتوڅخه استفاده كول،اوياهم اعتيادته مخه كول.چي داټول كارونه نه تنهاداچي ناروااوحرام بلكه ده ډاكترانوپه عقيده سبب ده ايجاداوانتقـال ده ډيروجسمي اوجنسي وژنكوامراضودي لكه ايدز،سوزاك((Gonorrhoeaنامردي(Impotence) جريان(Prostatorrhoea) سرعت انـزال (Prematur Ejaculation) ده تخم وركوالي (Aspermia)چي ددي ناروغي له وجه ده انسان اولاد هم نه كيږي. ده رحم جريان (Leucorhoea) ده مياشتني عادت په وخت كي درد (Dysmenoorrhoea) ده فـرج خارشت (Pruritus vulvae) دردناكه مقاربت(Dysparnia) ده دخول په وقت كي ويرونكي اوناڅاپي درد (Vaginismus).ده كارپوهانوپه نظرددي ټولونارواكارونوده بيخي وركولودپاره ترټولومؤثراومهم شي ژرواده كول دي خوژرواده كول هغه وخت ممكن وي چي ولورلږوي اوكه ولورډيروي هيڅ وخت ژرواده كولوته لاره نه اواريږي.نوداخبره معلومه سوه چي لوي عامل ده مخه كولوده ځوانانووه مخكنيوكارونوته ډيرولوردي.نوخداي پاك دي ټولومسلمانانوته توفيق وركړي چي ده ډيرولورده ايښوولوڅخه اورواجولوڅخه لاس واخلي.

د لوړ ولور اتم ٰافت

بل آفت ده ډيرولوردادي چي غالباً اواكثره اقات پلاراواوليآء ده ښځي مرتكب ده خوړلوده حرام ګرځي،داځكه چي مهرمكمل حق ده ښځي دي لكه پدي آيت كي چي خداي پاك فرمائي} وَاتُوا النِّسَآءَ صَدُقتِهِنَّ نِحْلَة{ وركړي ښځوته  ددوي مهرپه خوشحالي سره.اوپه بدائع الصنائع كي وروسته ترذكرددي آيت داسي ليكي} اَضَافَ الْمَهْرَاِلَيْهَافَدَلَّ اَنَّ الْمَهْرَحَقُّهَاوَمِلْكُهَا{ خداي پاك نسبت ده مهروكي وه ښځي ته نودغه پردي دلالت كوي چي مهرده ښځي حق اودهغي ملكيت دي.داغه رقم په نوروكتابوكي ذكردي چي مهركلاًده ښځي حق اودهغي ملكيت دي.خوپلاراو ورور اوياهم نوراولياءده ښځي پدي خاطرچي مهرخوډيري پيسي دي،ډيرشي په جوړيږي اوده ښځي تركوراوجهيزهم اضافه كيږي هغه خپلي كيډي ته وراچوي پرته لدينه چي مهرښځي ته پلاس وركړي ده هغي سرورخلاص كړي اوهغه پدي پوه كړي چي مهرستاپوره اوسل په سلوكي حق دي؛ سره ددي چي ترڅومهرده ښځي پلاس ورنكړي اوهغي ته ئي مطلقاًورتسليم نكړي بخښه ده مهرده طرفه څخه ده ښځي وهيچاته اعتبارنلري.ځكه خداي پاك په قران شريف كي فرمائي} فَاِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْئٍ فَكُلُوْهُ هَنِيْئًامَّرِيْئًا{ بياكچيري ښځوده خپل مهرڅخه يوشي تاسوته په خوشحالي سره ده نفس دركي نوپه خونداومزي يه وخوري.نوخوشحالي ده نفس شرط دي دپاره ده  بخښلوده مهر.نوكچيري ښځه ده كم علمي له وجه پدي نه پوهيدل چي مهربي قيدوشرطه ځماحق دي،اوياپوهيدل خوده اصطلاح ده حاكميت له وجه،كچيري مهرپلارته ياولي ته ونه بخښي نواده ودي ته عيب دي،ياده شرم له وجه مهرخپل پلاريابل ولي ته وبخښي نودابخښه هيڅ اعتبارنلري،پلاريابل ولي ته ددي ده مال خوړل ندي روا ځكه دابخښه په خوشحالي سره ده نفس نوي بلكه ده اجباراومجبوريت له وجه وي.لكه مفتي مولانامحمدشفيع(رح) په تفسرمعارف القران كښي په سلسلي كي ده تفسيرده مخكني آيت داسي ليكي‌‍[په آيت شريف كي چي كم قيدده طيب نفس لګول سويدي،چي كم ستاسوبيبيانوده مهرڅه حصه تاسي ته دركړي يائي ستاسي څخه ونه غواړي نوتاسي دغه خوړلاي سي.پدي كي ډيرلوي رازدي خبره داده چي ده شريعت دا اصول دي چي ده يوچاذره غوندي مال هم بل لره حلال ندي ترڅوچي ده طيب نفس په اجازت سره نوي په طورده قاعدي حضورr فرمايلي دي}اَلالاَتَظْلِمُوْا اَلاَلاَيَحِلُّ مَالُ امْرِإٍ اِلاَّبِطِيْبِ نَفْسٍ مِّنْهُ{خبردارظلم مكوي خبردارنه رواكيږي مال ده يوچا(بل چاته)مګرپه خوشحالي سره ده هغه ده نفس.دايوعظيم اصل دي اوتردي لاندي ډيرجزئيات راځي پدي حاضروخت كي چونكي ښځي داګڼي چي مهرنه ور رسيږي نوكه ئي وغواړم اومعاف ئي نكړم نوخفګان اوتاوان ورڅخه جوړيږي پدي وجه زړه يه نه غواړي خوبياهم معاف ئي كړي ددي معافي هيڅ اعتبارنسته](معارف القران پښتوجلد2 سورة النساء صفحه 198) نوكله چي مهرده ښځي حق سونوچي ولي ياسرپرست ئي په زوره ياپه فريب اوچم اوياده ښځي ده ناخبري له وجه خوري ؛ نومرتكب ده خوړلوده حرام سو.نومهركه لږوي كه ډيروي بايدده ښځي پلاس وركړل سي اوښځي ته وويل سي چي ته پدي نه ئي مكلفه چي خپل ولوربه خاماخاخپل پلارته بخښي،كه يه ورته ونه بخښي هم تاته كومه ګناه نده اوته ده خپل ولورپوره اوكامله احتيارلري هرچاته چي يه بخښي؛كچيري ښځه خپل ولورخپل وخاوندته وروبخښي هيڅوك ئي ممانعت نسي كولاي.خوكچيري مهرلږوي ددي خبري پوره اطمينان سته چي پلاراويانوراوليآء بئي مرتكب ده حرام ده خوړلونسي،ځكه ولوربه تنهادغونه سي چي ده ښځي دپاره جهيزاوكورسي،كڅه هم لازمه نده چي ده ښځي كوردي ده ښځي په ولوررانيول سي خوبياهم كچيري يه رانيسي نوترجهيزبه اضافه نسي اواوليآء به متحمل ده حراموده خوړلونسي.الله دي هرمسلمان ته ده حرام ده خوړلوڅخه نجات وركړي.

د لوړ ولور نهم ٰافت

ډيرولوربرسيره پردي چي بالفعله اوحالاډيرمنفي اثرات لري بلكه كچيري داغسي دوام وكړي نويورسم اوراوج به پاتيږي لكه اوس چي رسم اورواج ده هغه خلګوڅخه موږته پاته دي كوم چي زموږڅخه ده مخه تيرسويدي.اوچي كله رسم ورواج سي نوچي وروسته هرڅومره ناوړه عواقب ځني منځ ته راځي په مسئوليت اوګناه كي ورسره هغه خلګ شريكان دي كوم چي لومړي يه ډيرمهرايښي اوهغه يه رواج كړيدي،ځكه هرڅوك چي يوبدكاراوطريه كښيږدي هم وه دته ګناه ده اوهم ده هغه خلګوسره په ګناه شريك دي كوم چي دده وروسته ورباندي عمل كوي لكه پدي حديث كي چي راځي} مَنْ سَنَّ فِيْ الاِسْلاَمِ سُنَّةً حَسَنَةً فَلَهُ اَجْرُهَاوَاَجْرُمَنْ عَمِلَ بِهَامِنْ بَعْدِهِ مِنْ غَيْرِاَنْ يَّنْقُصَ مِنْ اُجُوْرِهِمْ شَيْئٌ وَمَنْ سَنَّ فِي الاِسْلاَمِ سُنَّةً سَيِّئَةً كَانَ عَلَيْهِ وِزْرُهَاوَوِزْرُمَنْ عَمِلَ بِهَامِنْ بَعْدِهِ مِنْ غَيْرِاَنْ يَّنْقُصَ مِنْ اَوْزَارِهِمْ شَيْئٌ{هرڅوك چي كښيږدي په اسلام كي ښه طريقه اودده دپاره به ددي ثواب وي اوهم ثواب ده هغه چاچي دده وروسته ورباندي عمل كوبغيرلدينه چي ددوي ده ثواب څخه كوم شي كم كړل سي اوهرڅوك چي كښيږدي په اسلام كي بده طريقه نودده دپاره به ددي ګناه وي اوګناه ده هغه چاچي دده وروسته په هغي باندي عمل كوي بغيرلدينه چي ددوي ده ګناه څخه دي كوم شي كم كړي سي.نوچي څوك بيخي ډيرمهرايږدي نه تنهاداچي اوس ورڅخه ډيرآفتونه اوبلاګاني پيداكيږي بلكه دايوقسم ناروا اوظالمانه اصطلاح ته ترقي وركول دي چي شرعاانسان ددي كاره څخه منع سويدي اوچي په راروانه زمانه كي هرڅونه آفتونه اوبلاګاني ځني پيداكيږي ددي مسئوليت ده هغه وخت ده خلګو اودده پرغاړه دي.

د لوړ ولور لسم ٰافت

بل آفت ده ډيرولوردادي چي ډيرولورايښوونكي اوده ولورخوړونكي ده جاهليت ده زماني سره مشابهت كوي اوهغه كارونه چي خداي پاك ده اسلام په راتګ سره ورك كړل بيرته اعاده اوراګوځول كيږي لكه مولانامحمدشفيع رحمه الله چي په خپل تفسيركي ليكي(افسوس دي چي ده جاهليت ده زماني داخبري په مسلمانانوكي اوس هم موجودي دي)اوده جاهليت په زماني كي پرښځوډيرظلمونه كيدل چي يوده ظلمونوڅخه دغه ظلم وي چي اوليآؤده ښځي به ده خاوندڅخه ده ښځي مهراخستي(لكه اوس)اوخپله به ئي استفاده ځني كوله ښځي ته بئي نه وركوي(لكه اوس) لكه په تفسيربحرالمحيط كي چي ده مخكني ايت په تفسيركي داسي ليكي} وَقِيْلَ اَلْخِطَابُ لاَوْلِيَآءِ النِّسَآءِ،وَكَانَتْ عَادَةُ بَعْضِ الْعَرَبِ اَنْ يَّأكُلَ وَلِيُّ اِمْرَأَةٍ مَهْرَهَافَرَفَعَ اللهُ ذَالِكَ بِالاِسْلاَمِ{ اوويل كړه سويدي چي پدي آيت كي خطاب وه اوليآؤته ده ښځودي،اوده بعضي عربوعادت وو چي ولي دښځي به مهرده ښځي په خپله خوړي(ښځي ته بئي نه وركوي)نوخداي پاك دغه رسم په اسلام باندي پورته كي.بحرالمحيط

اوپه تفسيربيضاوي كي واي:} وَقِيْلَ اَلْخِطَابُ لِلاَوَلِيَآءِ لاَنَّهُمْ كَانُوْايَأخُذُوْنَ مُهُوْرَمُوْلَيَاتِهِم ْ  {ويل كړه سويدي چي خطاب وه اوليآؤده ده ښځودي ځكه دوي مهرده خپلوښځي اخستي.تفسيربيضاوي، اوداغه رقم په نوروتفاسيروكي هم داسي راغلي دي.لكه روح المعاني،التحريروالتنوير،الوسيط،المحررالوجيز،السراج المنير،معاني القران للفراء.

ده يادولووړده چي ده شريعت لخوا مسلمان ته اجازت نسته چي ځان دي ده جاهليت ده زماني ده خلګوسره مشابه كړي اوهغه كارونه چي په هغه زمانه كي وه چي وروسته ده اسلام ده راتګ سره ټول له منځه لاړل بيرته له سره ژوندي سي خوچي څوك ډيرمهرايږدي اوبياهغه په خپله خوري ښځي ته ئي نه وركوي دغه سړي ځان ده جاهليت ده زماني ده خلګوسره مشابه كوي اوده هغوي وركي سوي منفوري اصطلاح ته ژونداوبياوده وركوي.خداي پاك دي هرمسلمان دداسي عمل څخه وساتي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب