د سرطان د رامنځته کيدو د علتونو په باب نوي نظريې

سره له دي چه اوس انسانان په پوره توګه د سرطان څخه نشي جوړيداي ، خو د سرطانونو د وقايې او علاج له حقايقو څخه څرګنديږي چه د سرطانونو په هکله د انسانانو پيژندنه ورځ په ورځ ژوريږي او د زياتو ډولونو سرطانونو د وقايې او علاج په ساحه کي اطمينان يي هم قوي کيږي ، له تجربو څخه ښکاري چه د پاتولوژي ميکروب لکه ويروس او ميکروب نه يوازي د ډول ډول ناروغيو د رامنځته کيدو اصلي سرچينه ده ، بلکي د سرطانونو د پيدايښت عمده علت هم دی . د نړۍ روغتيايي سازمان او د امريکي د سرطان څيړونکي ټولنې د وروستيو کلونو راهيسې په امريکا او نورو هيوادونو کي د سرطانونو په باب احصايې او څيړنې وکړې او د لومړي ځل دپاره يي دا نظر وړاندي کړ چه د ويروس او ميکروب عفونيت د سرطان د رامنځته کيدو يو مهم علت دی، خو دغه نظر پخوا د زياتې توجه وړ نه دی ګرزيدلی .

 

د نړۍ د روغتيايي سازمان د احصايې لمخې په نړۍ کې يو په دريمه برخه سرطانونه د سګريت څکلو له امله رامنځته کيږي چه نور دوه په دريمه برخه سرطانونه د ناوړې تغذيې ، چاغوالي ، کم ورزشي او عفونيت له امله راپيداکيږي چه عفونيت د ناوړي تغذيې ، چاغوالي او کم ورزشي په مقايسه ډير خطرناک علت بلل کيږي . تر اوسه پوري ثابته شويده چه په سلو کي اولس سرطانونه مثلا د جګر ، معدې او د رحم په غاړه سرطانونه د عفونيت له امله رامنځته کيږي . خو په پرمختللو او پرمختيايي هيوادونو کي د سرطان د پيدايښت تناسب بيل دی په بله ژبه په پرمختللي هيوادونو کي د ناروغيو د وقايې او د بدن د عمومي معاينې په ساحه کي لازم او پروخت تدبيرونه نيول کيږي ، نو د سرطانونو د رامنځته کيدو ميزان ټيټ دی . خو په

پرمختيايي هيوادونو کي عمومي معاينه په ټاکلي وخت کي نشي ترسره کيداي ، نو د سرطانونو پيژندنه هم پخپل وخت صورت نه مومي .

د معدې سرطان د څلورو خطرناکو سرطانونو څخه شميرل کيږي چه اوس ددې سرطان د رامنځته کيدو علت څرګند شويدی چه د ايچو پي په نامه مکروب لخوا رامنځته کيږي . نو اوس د معدي د سرطان د وقايې په هکله ګټورې تجربې راغونډې شويدي ،مثلا د معدي په سرطان له اخته کسانو څخه په سلو کي ديرش برخه نامعقول غذايي عادت لري يعني د اوږدې مودې دپاره مالګين ، کباب او خراب شوي خواړه خوري او يا له حده کم الياف لرونکي خواړه خوري . د احصايي لمخې په تيرو وروستيو کلونو کي په اروپا کي د معدې په سرطان اخته کسان په سلو کي پنځوس کم شويدي چه علت يي دا دی چه دوي کم کباب او مالګين شوي خواړه خوري او زياتې ميوې ، سبزې ، شيدې او لبنيات خوري چه په نتيجه کي د وينو د فشار او زړه ناروغان او د معدې په سرطان اخته کسان کم شويدي . بل علت يي دا دی چه په اروپا کي سګريت والا کم شويدي ځکه چه د سګريتو زيات څکل هم د معدي د سرطان د رامنځته کيدو سبب دی په تيره بيا د ډوډۍ خوړلو په وخت کي سګريت څکي .

د هغو معلوماتو لمخې چه د نړۍ د روغتيايي سازمان لخوا تازه وړاندي شوي، اوس په نړۍ کي څوارلس مليونه تنه په بيلا بيلو سرطانونو اخته دي او هر کال نهه مليونه داسي ناروغان رامنځته کيږي . له بده مرغه هر کال اوه مليونه تنه د سرطان ناروغان مړه کيږي او له مړه شويو ناروغانو څخه يو په لسمه برخه د سرطان ناروغان دي چه له دې جملې څخه په سلو کي شپيته کسان د سږي ، معدي ، جګر ، کولمو، تي

، خوله او رحم په سرطان اخته شويدي . په چين کي هر کال يو نيم مليون تنه په سرطانونو اخته کيږي او يو مليونه دوه لکه تنه داسي ناروغان مړه کيږي ، په بله ژبه په چين کي په يوه دقيقه دوه تنه د سرطان له امله له دنيا څخه ځي يعني هره ورځ دوه زره اته سوه تنه داسي ناروغان مړه کيږي يا هر کال د يو مليون تنه نفوس لرونکي ښار تباه کيږي . د امريکي د سرطان د ټولنې لخوا د وړاندي شوي راپور سره سم سږ کال به څوارلس مليونه تنه په سرطانونو اخته شي او په امريکا کي به پنځه لکه اويا زره تنه د سرطان اخته کسان رامځته شي او هره ورځ به يو زرو شپږ سوه تنه مړه شي .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب