څلویښت قدمه، د ځوانۍ راز

نوې څیړنې ثابته کړې چې د ۴۰ قدمه وهلو عادت د نورو ډیرو روغتیايي گټو سربیره انسان ځوان، روغ او غښتلی ساتي.

د دغې څيړنې پر اساس هره ورځ ۴۰ قدمه وهل د ورزش په موخه انسان روغ، ځوان او غښتلی ساتي. ډیر عمر لرونکي کسان چې دغه عادت يي خپل کړی په ۷۰ کلنی کې هم د غښتلتیا احساس کوي.

څلویښت قدمه وهلو عادت نورې ډیرې زیاتې گټې لري او انسان له ډیرو مختلفو ناروغیو ژغوري خو د امریکا په کولوراډو پوهنتون کې شوې دغه نوی څیړنه ښيي چې څلویښت قدمه وهلو عادت د ډیر عمر لرونکي کسانو په عمر زیاتولو کې ډیره مهمه ونډه لري او په هغوي کې د ضعف احساس کموي.

څلویښت قدمه وهونکي سپین ږیري به د ځوانۍ او غښتلتیا احساس کوي.

د څیړنې پر بنسټ کوم سپین ږیري چې د څلویښت قدمه وهلو عادت خپل کړی نسبت هغو سپین ږیرو ته چې دغه ورزش نه کوي ډیر غښتلی وي او د ناروغیو په مقابل کې يي د بدن مقاومت هم زیات وي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب