سجده تلاوت

د تلاوت سجده څه شی دی؟

د تلاوت معنی ده لوستل د قرآنکريم په ځنو آيتونو په اوريدلو او لوستلو چې د تلاوت سجده واجبيږي دغه ته سجده تلاوت وايی .

حکم:

د سجدی د آیت په اوريدلو او لوستلو دواړه سجده تلاوت واجبيږي .
په قرآنکريم کې ټول څوارلس مقامونه دي چې په اوريدلو او لوستلو يې د تلاوت سجده واجبيږي دغه مقامونه په قرآنکريم په نښه شوی دی .

د سجده تلاوت وخت اوطريقه :

 که په لمانځه کې د سجدی کوم آيت ولوستل شي نو فوراً به الله اکبر ووايې سجده به وکړی الله اکبر به ووايې قيام ته به لاړ شي په کوم ځای کې يې چه قرأيت پريښی وي له همغه ځای نه به يې شروع کړی .که امام وي نو ټول مقديان به ورسره يو ځای سجده کوي
او که د لمانځه نه بهر تلاوت کوي دسجدی آيت ولولی بهتره خو داده چې فوراً سجده تلاوت وکړي خو که له ختم څخه ورسته وشي هم صحی ده ،که په ناستی سره د تلاوت سجده وشی هم روا ده
که پر يو ځل ټول ختم وشي بيا ټولی سجدی يو ځل وشی هم روا دي .
طريقه يې داده : بې دلاسونو پورته کولو الله اکبر ويل سجدې ته تلل دری ځله سبحان ربی الاعلی ويل ورسته الله اکبر ويل او پورته کيدل نه پکې قعده شته او د سلام ګرځول .
سجده تلاوت بدون له مکروهه وختونو نور هر وخت کول يې روا دي .

د سجده تلاوت شرط :

د لمانځه لپاره چې کوم شرطونه دي همغه شرطونه د تلاوت سجدی لپاره هم دي په هغه څه چې لمونځ فاسديږي په هغه سجده تلاوت هم فاسديږي .

مسائل :

۱– که د سجدی تلاوت يو آيت په واروار په ناستی ناستی يا ولاړه يا تلو راتلو لکه حافظان ولوستل شي يوازی يوه سجده واجبيږي خو که ځای او وخت بدل شي بيا بله بله سجده کول واجب دي .
۲- که مقتدی د سجدی آيت ولولی په هغه باندې نه واجبيږي په زړه کې ويلو او ليکلو باندې سجده نه واجبيږي .
۳- د سجدی له مقام څخه مخکې او ورسته ويل او دسجدی آيت پريښول مکروه دی .

۴- په خفيه لمانځه کې داسې سورت لوستل ندې پکار چې په هغه کې د تلاوت سجده وي او هم د جُمعی او اخترونو په غټو جماعت کې  لوستل په کار نه دي ځکه چې د ځنو مقتديانو د لمانځه د خلل سبب ګرځی (علم فقه ج ۲ ص ۱۸۱ ).

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب