د قبض له منځه وړلو لپاره لاندې ارزانې نسخې وازمويئ

که چیرې سبزیجاتو خوړلو سره ځانګړې علاقه نه لرئ او غوښه مو خوښیږي نو دغه عادت مو د قبض په ناروغۍ اخته کولی شي.

په یوې امریکايۍ څیړنې کې ثابته شوې چې هغه خواړه چې زیاته اندازه پروټین لري انسان د قبض په ناروغۍ اخته کوي. هیره دې نه وي چې د قبض ناروغي انسان په یو شمیر نورو مهلکو ناروغیو اخته کوي.

د څیړوونکو په وینا غوښه، هګۍ او زیات غوړ لروونکي خوړو کې نباتي فایبر شتون نه لري او که چیرې انسان د سبزیجاتو او میوو خوړل پریږدي نو زیات پورټین لروونکي خواړه د قبض ناروغي نور هم زیاتوي.

د څیړوونکو په وینا کاربوهایډریټ لروونکي خواړه د هاضمې سیسټم لپاره له ټولو خوړو څخه غوره وي خو باید له خوږو خوړو او سپین اوړو څخه ترلاسه شوو خوړو څخه ځان وساتل شي.

د دغې ترسره شوې څیړنې پر بنسټ په ورځنی ډول یوه ځانګړې اندازه میوه او یا هم سبزیجاتو استعمال انسان د قبض له ناروغۍ څخه ژغورلی شي.

د لندن په امپریل کالج کې ترسره شوې څیړنې ثابته کړې چې له پنیر څخه لاسته راغلي خواړه هم انسان د قبض په ناروغۍ اخته کوي. په څیړنې کې ویل شوی چې پنیر د هاضمې سیسټم لپاره په کافي اندازه ستونزې پیدا کوي چې تر ټولو ستره ستونزه يي د قبض ناروغي ده.

ټول هغه خواړه چې خپل ترکیب کې زیاته اندازه فایبر نومې ګټور مواد لري هم د هاضمې نظام غښتلی کولو سره انسان د قبض له ناروغۍ څخه ژغوري.

که غواړئ د قبض له ناروغۍ څخه ځان وژغورئ نو له زیات پروټین او یا پنیر لروونکو خوړو څخه ځان وژغورئ او پر ځای يي میوه، سبزیجات او فایبر او کاربوهایډریټ لروونکي خواړه استعمال کړئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب