ږیره د قرآن او سنت په رڼا کې

۱. ږیره څه ته وايي؟

ږیره دا نوم دی د هغه وېښتانو کوم چې په عذار، عارض او ذقن باندې راشنه شوي دي.

عذار : هغه وریښتان دي چې د غوږونو  د سوريانو سره چې کم  هډوکی دی د هغه څخه شروع کیږي بیا تر زامې پوري، علامه القلیوبي  فرمائي  چې د غوږونو او تندي سره یو سیده خط کش کړئ نو د غږونو سنګ ته او تر خط لاندي ځای ته عذار وايې

عارض:  د زامي په هډوکو چې کم  ورېښتان شنه شوي دي  د عذار څخه لاندي  بیا تر زني پوري  دېته عارض وایې

ذقن: د دواړو زامو یو ځای کېدلو ځای ته ذقن وايې او د دا درې واړه ځایو نو ورېښتانو ته په شریعت کې ږیره( لحیه) وایې.

د ږيري یادونه په څرګنده توګه او يا د اشارې په ډول د قرآن شریف په ایاتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ویناوو کې شوې ده.

 

۲.  ږیره د قرآن په رڼا کې:

اسلام د فطرت دين دی د کومو شیانو حکم چې په دین اسلام کې شوی دی  سالم فطرت لرونکی انسان دغه شیان ټول خوښوي او ږيره اوږدول،برېتونه  کمول  دا له فطرت څخه دي .

الله جل جلاله وایي:فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ[3].

ژباړه: په هماغه (اصلي) پيدايښت ټينګ اوسئ چې په هغه سره الله خلك پيدا كړي، د الله پيدا كړي جوړښت لره څه بدلېدل نشته، همدا سم برابر دين دى خو زياتره خلك نه پوهيږي .

امام شاه ولي الله محدث دهلوي رحمة الله علیه وایي:وقصها ای اللحية سنة المجوس ، وفيه تغيير خلق الله[4].

ژباړه:او پرې کول د ږيري  د مشرکانو طريقه ده او په دې (ږیره کمولو یا خرېیلو)کي د الله جل جلاله پيدا كړي جوړښت لره بدلول دي.

ږيره اوږدول او برېتونه  کمول  دا د انبیاء علیهم الصلوة والسلام سنت دی،هر نبي مبارک ږیره لرله یوه نبي هم ږیره خرېیلې یا کمه کړې نه ده په قرآن شریف الله جل جلاله د حضرت موسی علیه السلام او حضرت هارون علیه السلام په کیسه کې وایي چې کله حضرت موسی علی نبینا و علیه السلام په غصه شو او حضرت هارون علیه السلام یې تر سر او ږیري ونیوي نو حضرت هارون علیه السلام داسي ورته وویل :قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لَا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلَا بِرَأْسِي[5].

ژباړه: وېلې اې زما د مور زويه! مه مې له ګيرې نيسه او مه له سره.

په دې ایت  کريمه الله جل جلاله د ټولو انبیاء صورت مبارکه نقشه موږ ته راوښوله  او د دغو انبیاء د پيروي او د دوی تګ لارې د غوره کولو حکم موږ ته الله جل جلاله کړی دی: أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهِ[6].

ژباړه: دوى هغه خلك وو چې الله ورته هدايت كړى ؤ نو ته هم په هماغو پسې ځه.

او خصوصا د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت مبارک موږ ته د ژوند یو نمونه ده

الله جل جلاله وایي:لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ[7].

ژباړه : بې شكه ستاسې دپاره د رسول الله په وجود كې د يو غوره مشر تابه نمونه شته،

نو معلومه شوه چې ږیره درلودل  د انبیاء علیهم الصلوة والسلام سنت او په انبیاوو پسي اقتداء کول دي.

د الله جل جلاله سره د میني دعوه  کونکو ته  دا حکم دی چې که په وريشتا  د الله جل جلاله مینوال يې نو د هغه د رسول خبرې ومنئ:

قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ[8].

ژباړه: ورته وايه كه په رښتيا الله سره مينه كوي نو زما (خبره) منئ، الله به هم درسره مينه وكړي او ګناهونه به مو دروبخښي.

ځکه درسول الله صلی الله علیه وسلم  خبره منل د الله جل جلاله خبره منل دي الله جل جلاله وایي

مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ[9].

ژباړه: څوك چې د رسول حكم منى د الله حكم يې ومنلو.

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اقوالو او افعالو د عمل کولو حکم شوی دی،

الله جل جلاله وایي:وَمَا آَتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا[10].

ژباړه: او څه چې(د الله) رسول دركړي، هغه واخلئ او له څه مو چې ايساروي، ترې ايسار شئ.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم موږ ته ږیري  اوږدولو حکم او د کمولو څخه يې منع کړي یو.

شیطان چې کله قسم وخوړي د الله جل جلاله په وړاندي اوداسي يې وویل:وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَفْرُوضًا*وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الْأَنْعَامِ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ وَمَنْ يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُبِينًا[11].

ژباړه : او ده (شیطان)ويلي دي چې ستا له بندګانو به حتماً يوه ټاكلې برخه ترلاسه كوم*او بى لارې كوم به يې او په (باطلو) هيلوكې به يې اچوم او خامخا به امر ورته كوم نو د څارويو غوږونه به غوڅوي او حتماً به امر ورته كوم نو د الله د مخلوق جوړښت به بدلوي او څوك چې له الله پرته شيطان ملګرى نيسي نو په څرګنده تاوان سره تاواني شو.

حضرت مولنا اشرف علي تهانوي رحمة الله عليه وایي چې په  فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ  کې ږیره کمول یا خرېیل هم داخل دي.

[irp][irp][irp]

 ۳. ږیره د احادیثو په رڼا کې:

عن عائشة قالت قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:عشر من الفطرة قص الشارب وإعفاء اللحية والسواك واستنشاق الماء وقص الأظفار وغسل البراجم ونتف الإبط وحلق العانة وانتقاص الماء قال زكريا قال مصعب ونسيت العاشرة إلا أن تكون المضمضة زاد قتيبة قال وكيع انتقاص الماء يعني الاستنجاء[12].

ژباړه : د بي بي عائشې رضي الله عنها څخه رایت دی وایې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وویل : لس کړنې له فطرت څخه دي

(۱)برېتونه کم  کول (۲)ږیره اوږدول (۳) مسواک وهل (۴)پوزي ته اوبه اچول (۵)نوکان پرې کول (۶)د ګوتو د بندونو شا پرېمنځل (۷)تخرګونه کښل (۸)د نامه لاندي ورېښتان خرېیل (۹)استنجاء کول،حضرت زکریا وایي حضرت مصعب وویل چې لسم شی زماڅخه هیر شو خو(فکرکوم) (۱۰)خوله پرېمنځل وو .

عن ابن عمر عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:خالفوا المشركين وفروا اللحى وأحفوا الشوارب وَكَانَ ابْنُ عُمَرَ إِذَا حَجَّ أَوِ اعْتَمَرَ قَبَضَ عَلَى لِحْيَتِهِ فَمَا فَضَلَ أَخَذَهُ[13].

ژباړه: د حضرت (عبدالله) ابن عمر رضي الله عنه  څخه روایت دی وایې چې نبي صلى الله عليه وسلم وویل:د مشریکانو مخالفت کوئ،ږیري  پرېږدئ او برېتونه کم کړئ او حضرت (عبدالله) ابن عمر رضي الله عنه چې به حج یا عمره کوله نو خپله ږیره به یې په موټي  کې ونیوله نو کوم چې به زیاته شوه هغه به  یې پرې کړل.

عن ابن عمر:أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أمرنا بإحفاء الشوارب وإعفاء اللحى[14].

ژباړه : د حضرت (عبدالله) ابن عمر رضي الله عنه  څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته حکم وکړ د برېتو په کمولو او د ږيرو په اوږدولو باندي

عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:جزوا الشوارب وأرخوا اللحى خالفوا المجوس[15].

ژباړه :د حضرت ابي هریره رضي الله عنه  څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وویل : برېتونه پرې کړئ او ږیري  اږدې کړئ.

عن زيد بن أرقم : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : من لم يأخذ من شاربه فليس منا[16].

ژباړه :د حضرت  زيد بن أرقم رضي الله عنه  څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وویل :څوک چې برېتونه نه کموي نو هغه زموږ څخه نه دی.

عن جابر بن سمرة يقول كان رسول الله صلى الله عليه وسلم قد شمط مقدم رأسه ولحيته [17].

ژباړه: د حضرت  جابر بن سمرة رضي الله عنه  څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د سر او د ږيري  ورېښتان ږمنځول .

عَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ جَدِّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم « لاَ تَنْتِفُوا الشَّيْبَ مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَشِيبُ شَيْبَةً فِى الإِسْلاَمِ ». قَالَ عَنْ سُفْيَانَ « إِلاَّ كَانَتْ لَهُ نُورًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ». وَقَالَ فِى حَدِيثِ يَحْيَى « إِلاَّ كَتَبَ اللَّهُ لَهُ بِهَا حَسَنَةً وَحَطَّ عَنْهُ بِهَا خَطِيئَةً »[18].

ژباړه:حضرت عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ رضي الله عنه  د خپل پلارڅخه اوهغه د خپل نیکه څخه روایت کوي چې رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وویل: مه کاږئ سپین ورېښته ،نه دي له تاسو څخه  یو مسلمان چې د هغه  ږیره سپینه شي په اسلام کې (له سفیان څخه روایت دي)خو وي ده لره( دا سپین ورېښتان)رڼا  په ورځ د قیامت.او د یحیی په روایت کې دي:خو الله جل جلاله ده لره د هغه په بدل کې یوه نېکي ليکي او یوه تېروتنه ترې لري کوي.

عن ابن عباس قال:لعن رسول الله صلى الله عليه و سلم المتشبهات بالرجال من النساء والمتشبهين بالنساء من الرجال[19].

ژباړه:د حضرت (عبدالله) ابن عباس رضي الله عنه  څخه روایت دی وايې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم لعنت ووایي په هغه ښځو چې هغه ورتوالي کوي د نارینه وو سره او (لعنت یې ووایي) په هغه نارینه وو باندي چې هغه ورتوالي کوي د ښځو سره.

[irp][irp][irp]

عشر خصال عملها قوم لوط بها أهلكوا وتزيدها أمتي بخلة إتيان الرجال بعضهم بعضا ورميهم بالجلاهق والخذف ولعبهم بالحمام وضرب الدفوف، وشرب الخمور، وقص اللحية، وطول الشارب والصفير والتصفيق، ولباس الحرير، ويزيدها أمتي بخلة إتيان النساء بعضهن بعضا. “ابن عساكر عن الحسن” مرسلا[20].

ژباړه :لس خویونه  داسي دي چې هغه د لوط علیه السلام قوم کړي دي او زما امت به یو حصه پکي زیاته کړي . د نارینه وو یو تر بله بد کاري کول،په جلاهقو (یو قسم د خټو توپک دي چې ماشومان پرې لوبي کوي) سره ویشتل کول،په ګټو سره خلګ (د ځورولو لپاره)ویشتل،په کوترو باندي لوبي کول،ډولونه ټکول،شراب چیښل .او ږیره کوچنۍ کول، برېتونه اوږدول،شپېلۍ ږغول، چکچکې کول،د ورېښمو کالي اغوستل او زما امت به یو حصه پکي زیاته کړي (هغه دا چې )د ښځو یو تر بله بد کاري کول.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ النَّبِيُّ إِنَّ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى لَايَصْبُغُونَ فَخَالِفُوهُمْ[21].

ژباړه : د حضرت ابي هریره رضي الله عنه  څخه روایت دی وايې چې نبي الله صلى الله عليه وسلم وویل :یقینا یهودیان او عیسایان ږیري نه  رنګه وي  تاسو د دوی خلاف کوئ.

عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم « مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ »[22].

ژباړه : د حضرت (عبدالله) ابن عباس رضي الله عنه  څخه روایت دی وايې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وویل : څوک چې د یو قوم سره ورتوالی وکړي نو هغه به له هماغه قوم څخه ( د قیامت په ورځ) وي.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم« يَكُونُ قَوْمٌ يَخْضِبُونَ فِى آخِرِ الزَّمَانِ بِالسَّوَادِ كَحَوَاصِلِ الْحَمَامِ لاَ يَرِيحُونَ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ »[23].

ژباړه : د حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی وايې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وویل :وي به یو قوم په اخره زمانه کې  چې هغه به رنګوي ږيري  په تور رنګ سره لکه  د کوترو ججوري دوی به بوي نه کړي د جنت بوي.


[3] سورة الروم،۳۰.

[4] حجة الله الباالغة.ص۵۹۵/۱ط.دار ابن کثیر دمشق.

[5] سورة طه،۹۴.

[6] سورة الانعام،۹۰.

[7] سورة الاحزاب.۲۱.

[8] سورة آل عمران،۳۱.

[9] سورة النسآء،۸۰.

[10] سورة الحشر۷.

[11] سورة النسآء،۱۱۸/۱۱۹.

[12] ترمذی ر.۲۷۵۷/ص.۲۸۵/ج ۲ط.الطاف اينډ سنز کراچي.

[13] بخاری ر.۵۸۹۲/ص.۱۶۶۷ج.۲ ط.الطاف اينډ سنز کراچي.

[14] ترمذی.ر۲۷۶۴ص.۲۸۷.ج۲ ط.الطاف اينډ سنز کراچي.

[15] مسلم ر.۶۰۳/ص۱۲۵ط.دارالسلام رياض.

[16] ترمذی.ر۲۷۶۱ص.۲۸۶.ج۲ ط.الطاف اينډ سنز کراچي.

[17] مسلم ر.۶۰۸۴/ص۱۰۳۱ط.دارالسلام رياض.

[18] ابي داود.ر.۴۲۰۲ص.۶۵۸ط.دارالکتب العلمیة بیروت.

[19] ترمذي .ر.۲۷۸۴/ص.۲۹۱ج.۲ ط.الطاف اينډ سنز کراچي..

[20] كنزالعمال ج.۵. ص.۳۱۷.  ر.۱۳۰۱۴..

[21] بخاری.ر۵۸۹۹ص.۱۶۶۸ج.۲ ط.الطاف اينډ سنز کراچي.

[22] ابي داود.ر.۴۰۳۱ص.۶۳۵ط.دارالکتب العلمیة بیروت.

[23] ابي داود.ر.۴۲۱۲ص.۶۵۹ط.دارالکتب العلمیة بیروت.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب