د مد احکام او ډولونه | تجوید ۸ لوست

د مد احکام

مد په لغت کې کش کولو ته وايي او د تجويد په اصطلاح کې د مد د تورو صوت ته له طبعی اندازې زيات کش کولو ته مد وايي .

د مد توری دری دي (الف ،واو، ياء ) یعنی چی کله “الف” ساکن ماقبل حرف یې فتحه یا زور ولري لکه :قَال .

او چې کله “واو” ساکن ماقبل یا مخکینی حرف یې ضمه یا پیښ ولري لکه :يقُول

او چې کله “یا” ساکنه ما قبل حرف یې کسره یا زیر ولري لکه : قِيْل

هر کله چې له دغو دريو حروفو وروسته همزه يا سکون راشي د مد توري له طبعي اندازې زيات کش کول کيږي .

يعنې د مد سبب دوه څيزونه دي همزه – سکون .

قصر (لنډول ) قصر د مد ضد دی چی پدی حالت کی د مد حروف په طبعی ډول کش کول کيږي او زیادت نه پکې کیږي يعنی د يوه الف يا دوو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي دا ځکه چې د مد له حروفو وروسته د مد سبب (همزه اویا سکون) نه وي راغلي .

مد عموماً په دوه ډوله دی.

لومړي- اصلي (طبيعي) مد

دوهم- فرعي یا طویل مد

لومړی- اصلي يا طبيعي مد:

طبيعي مد هغه مد دی چې له مدي حروفو (الف، واو،ياء) وروسته همزه یا سکون نه وي راغلی چې د قصير يا اصلی مد په نامه هم ياديږي چی د يو الف يا دوه حرکتونو په اندازه کش کول کيږي .

دوهم- فرعي مد:

فرعي مد هغه مد دی چې له مدي حروفو وروسته سبب ( همزه او سکون) راغلی وي ،او دغه مد د طویل مد په نامه هم ياديږي.

د اصلي (طبيعي ) مد ډولونه :

طبعي يا اصلي مد په پنځه قسمه دی چې په لاندې ډول بيانيږي :

۱- مد بدل:

هغه مد دی چی په هغه کې دوی همزی متصل یو په بل پسی راغلی وي لومړۍ متحرکه او دوهمه یی ساکنه وي، دوهمه ساکنه همزه د مد په حرف یعنی “الف” او یا “ی” بدله شوي وي لکه: (آدَمَ) چی دا په حقیقت کی (اَاْدَمَ) وو چی پدې کې دوهمه همزه د مد په حرف یعنې الف باندې بدله شوې او (آدم) ترېنه جوړ شوی، یا لکه: (اِیْمَاناً) چې دا په حقیقت کې (اِاْماَناً) وو چی پدې کې هم دوهمه همزه د مد په حرف یعنې “ی” باندې بدله شوې او(ایمانا) ترېنه جوړ شوی.

د مد بدل کش کول د دوو حرکتونو په اندازه جايز دي چې ځينې علماء کرام یې د کش کولو اندازه تر دوو حرکتونو زياته ګڼې او په مد فرعي کې یې شماري (الميسر المفيد في علم التجويد ص ۷۷ ) .

۲- مد عوض:

کله چې په مفتوح یا زور لرونکي تنوین باندې وقف وشي نو زور لرونکی تنوین په الف باندی عوض کیږي چې په دې صورت کې د دوو حرکتونو په اندازه مد کول واجب دي لکه دغه قول د الله سبحانه وتعالی :[وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا] .

په « أَفْوَاجًا » چې کله وقف وشي « أَفْوَاجَا » لوستل کيږي او د دوو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي .

۳- اصلي حرفي مد: دا هغه مد دی چې د مقطعاتو په ځينو حروفو کې راغلی وي ، او دوه حرکته مد پکې کیږي لکه (حا، یا، طا، ها ، را) چې دا حروف د (حی طهر) په کلمه کې جمع شوی دي.

۴- مد صلهء صغرای یا صلهء قصیر:

کله چې د “ها” ضمير او “ها” اسم اشاره په يوه کلمه کې راغلی وي او له هغه څخه مخکې يا وروسته حرف متحرک وي نو د دوو حرکتونو په اندازه مد پکې ادا کيږي .

چې د پيښ په حالت کې د (واو ) په شان لوستل کيږي او د زير په حالت کې د (ی) په شان لوستل کيږي .

لکه دا قول د الله سبحانه وتعالی : وَامْرَأَتُهُ و حَمَّالَةَ الْحَطَبِ (المسد) .

او فرمايي : فَوَسَطْنَ بِهِ ی جَمْعًا (العاديات ) .

۵- مد تمکین: کله چې دوي “یا” ګانې یا دوه “واو” وونه په یوه کلمه کې راشي په داسې شکل چې اوله “ی” یا اول “واو” ساکن او دوهم متحرک وي نو په دی حالت کې هم دوه حرکته مد ادا کیږي چی دیته مد تمکين وايي او دری حالتونه لري :

الف : کله چې ساکن واو وي ماقبل حرف يې پيښ ولري او د ماقبل مخکې حرف زور ولري لکه : ءأمنوا وعملوا الصالحات }

يا کله چې د ساکن ياء څخه مخکې متحرکه ياء راشي لکه : { في يومين }.

ب ) : کله چې مدي واو د پيښ لرونکي واو وروسته راشی لکه : { يلوون }.

يا د زير لرونکي ياء څخه وروسته مدي ياء راشی لکه : {يحيي ويميت}.

ج ) : کله چې د زېر لرونکي مشددې ياء وروسته مدي ياء راشي لکه : { حُيِّيْتم ، النبيِّين ، الأميِّين }

په پورته دری واړو صورتونو کې تمکين مد ادا کيږي د دوو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي .

د فرعي مد ډولونه:

فرعي يا غير طبعي مد هغه مد ته وايی چې د مد تر حروفو وروسته سبب راغلی وي چی سبب یی همزه يا سکون دی له دوه حرکتونوڅخه زیات بیا تر شپږو حرکتونو پورې کش کول کیږي او فرعي مد په لاندې ډولو ويشل شویدی :

هغه مد چی سبب یی همزه وي  په دوه ډوله دی:

۱- مد متصل واجب

۲- مد منفصل جايز

هغه مد چی سبب یی سکون وي ، دا هم په دوه ډوله دی:

۱- اصلي سکون

۲- عارضي سکون

د اصلي سکون له کبله مد په څلور قسمه دی :

مثقل کلمي ، مخفف کلمې ، مثقل حرفي او مخفف حرفي .

د عارضي سکون له کبله مد په دوه ډوله دی :

مد عارض لسکون ، مد لين لازم

فرعي یا غیرطبعي مد په لاندی ډول په تفصیل سره ذکرکیږي.

۱- متصل مد :

کله چې د مد له تورو وروسته همزه راشي او د مد حرف او همزه دواړه په یوه کلمه کې وي ، پدغه صورت کې د مد حرف د شپږو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي ،د حفص په نزد څلور يا پنځو حرکتو په اندازه کش کول کيږي اوحکم يې واجب دی لکه  :

[شَآءَ – جَآء – ألْمَلآئکِة ] .

وينو چې په « شَآءَ » کې د الف چې د مد حرف دی وروسته همزه راغلي ده .

۲- منفصل مد :

کله چی د مد له حروفو وروسته همزه راشي او د مد حرف او همزه دواړه په یوه کلمه کې نه وي بلکي د مد حرف په يوه کلمه کې او همزه په بله کلمه کې راغلي وي منفصل (جلا) مد بلل کيږي ، چی د څلورو حرکتو نه تر پنځو حرکتونو پوري کش کول کیږي او حکم یی جايز دی لکه:

[مَآ أُنْزِل –  أِنَّآ أَوْحَیْنَآ إِلَیْکَ ]

۳- مثقل کلمي مد:

کله چی د مد حرف او سبب یی (سکون) دواړه په یوه کلمه کې راغلي وي او د مد سبب شد لرونکي توري وي يا د مد د حرف وروسته مشدد حرف راغلی وي د کلمي مثقل مد په نامه یادیږي لکه:

[ وَلاَ الضَّـالِّـينَ – الْحَـاقَّـةُ] ..

په « الضَّـالِّـينَ » کې د الف چې د مد توری وروسته مشدد حرف چې لام دی راغلی دی .

ددی مد حکم لازم دی یعنې د شپږو حرکتو پورې کش کول کیږي.

۴– مخفف کلمي مد :

کله چې د مد د حرف وروسته د مد سبب د سکون لازم په توګه په يوه کلمه کې راغلي وي او د مد سبب مشدد نه وي د کلمي مخفف په نوم ياديږي .

سکون لازم دا چې د وقف او وصل دواړو حالاتو کې سکون اصلي وي تغير نه کوي دا مد د قرآنکريم يوازې په يوه کلمه راغلی لکه :

ءالئن][

ددی مد حکم هم لازم دی د شپږو حرکتونو په اندازه کش کول کیږي.

۵- مثقل حرفی مد :

کله چی د مد حرف او سبب یې(سکون) په یو د مقطعاتو حروفو کې راشي او سبب یې شد لرونکي توري وي د مثقل حرفي مد په نامه یادیږي.  لکه : الـم  – طسم

د ياء څخه وروسته راغلی نون (السين ) په ميم مدغم شوي او يا باندې مد کول مثقل (دروند) مد ګرځيدلی دی .

پدې حروفو کې ځکه مد وي چې (لام ) يا (سين ) کې د مد حرف ساکن ماقبل یې له خپله جنسه یعنی “الف” ساکن ماقبل یی زور او”ی” ساکنه ماقبل یی زیر او وروسته یی مشدد حرف راغلی دی چی ددی مد حکم هم لازم دی یعنی (مثقل حرفي لازمي مد هم ورته وایی) او د پنځوڅخه ترشپږو حرکتو پورې کش کول کیږي.

۶– مخفف حرفي مد :

کله چې د مد له حرف څخه وروسته په یو د مقطعاتو حروفو کې سبب (سکون) راغلی وي  او مشدد نه وي د مخفف حرفي مد په نامه یادیږي. لکه :

[ ق وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِ – ص وَالْقُرْآنِ ذِي الذِّكْرِ- ن والقلم ومایسطرون] .

پدې حروفو کې ځکه مد وي چې (قاف ) يا (نون ) یا( صاد) کې د مد حرف ساکن ماقبل یې له خپله جنسه یعنی “الف” ساکن ماقبل یې زور او”و” ساکن ماقبل یې پیښ او وروسته یې سکون راغلی دی .

ددی مد حکم هم لازم دی تر شپږو حرکتونو پورې کش کول کیږي.

۷– مد عارض لسکون :

کله چی د مد له حروفوڅخه وروسته سکون راشي او دغه سکون اصلي سکون نه وي بلکه د وقف له کبله یو حرف ساکن شوی وي نو دیته عارضي سکون وایي او مد ته یې عارض لسکون مد وایي، چې دا هم د دوه حرکتونو، څلورو حرکتونو او شپږو حرکتونو په اندازه کش کول کیږي او ددې مد حکم هم جایز دی یعنی پدی کی طول ، توسط او قصر جواز لري لکه:

[رب العالمینْ ، الکافرونْ، ان الله شدیدالعذابْ]

۸– د لين لازم مد :

لين نرمۍ ته وايي چې دا صفت په دوو حروفو کې دی کله چی “واو” ساکن وي ماقبل يې زور لرونکی توری وي او یا “ي” ساکنه ماقبل يې زور لرونکی توری وي چی دغه “و” او “ی” ته د لین حروف وایې یعنې کله چی “و” او یا “ی” ساکن ماقبل یی زور لرونکی توری وي نو پدې حالت کې مد کیږي که ددی مد سبب(سکون) اصلی وي د( لین لازم ) په نامه یادیږي لکه: (کهیعص) چی د عین په حرف کی لین لازم دی اوحکم یی لازم دی یعنی طول یی د پنځوڅخه ترشپږو حرکتو اوتوسط یی تردونیموحرکتو پوری کش کول کیدای شي ، او که ددی مد سبب( سکون) عارضي یعنی د وقف له کبله وي د لین عارض لسکون په نامه یادیږي لکه : من خَوْفٍ – قریش  -البیت  چی ددی مد حکم جایزدی یعنی طول – توسط او قصر جواز لري.

د طبيعي او فرعي مدونو د ډولونو لنديز:

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب