پر مشنګ باندې د مندل تجربې

د مندل د برياليتوب لومړی پړاو د هغه ښه انتخاب يعنې مشنګ، و. مشنګ ژر وده او ګلان او ډېرې دانې کوي. له دې امله ې په ډېر کم وخت کې زيات نسلونه توليدېږي. مشنګ څو ځانګړتياوې لري چې هره يوه ې دوه حالته ښکاره کوي. دغه ځانګړتياوې په اسانۍ د ليدلو وړ دي او منځنی حد نه لري، مث ًلا: د ګلانو د پاڼو رنګ ې ارغواني يا سپين دی او د ګل پاېڼې په بل رنګ نه ليدل کېږي. د دانو شکل ې يا غونج وي او يا صاف، منځنی حد نه لري.

دا نبات د ځاني ګردې خپرونې (Self Pollination) توان لري. د سيلف پولېنېشن يا ځاني ګردې خپرونې لرونکي بوټي هغه بوټي دي چې تکثري دواړه جوړښتونه (نرينه اوښځينه( ولري. دا ډول نبات د خپلې ګردې ذرات په عين نبات کې موجوده تخمه القاح کوي او هغه ځانګړتيا، چې په نوي نسل کې ښکاره کېږي د مورني نبات په شان عين خواص لري. مندل په خپل کار کې لومړی د مشنګ بوټی په يو صفت کې خالص کړ. هغه چاپېريال داسې جوړ کړ چې يو نبات يوازې د خپلې ګردې خپرونې (سېلف پولېنېشن) له لارې د نسل توليد وکړي او دغه کار ې څو ځلې سر ته ورساوه، تر څو چې خالص نژاد منځته راغی، مثلا: يو بوټی چې ګل ې ارغواني رنګ درلود، انتخاب ې کړ او دې ګل دومره نسل توليد کړ ترڅو ې خالص نژاد منځته راوړ او په ټولو نسلونو کې ې ګل يوازې يو ارغواني رنګ درلود. يا په ساده عبارت د ارغواني ګل لرونکی يو خالص نبات همېشه د ارغواني ګل لرونکی نبات توليدوي. مشنګ نبات کولی شي په متقابل ډول (Cross Pollination( هم ګرده خپره کړي چې په دې ډول د يو نبات ګرده کولی شي د څو همنوغه نباتاتو تخمه القاح کړي. ددې عمل په نتيجه کې د متفاوتو ځانګړتياوو او خاصيتونو نبات توليدېږي.

ګرده خپرونه د باد، الوتونکو، حشرو او نورو حيواناتو؛ لکه: سپو او پيشو په واسطه سرته رسېدلی شي.

مندل په خپلو تجربو کې يوازې يوه ځانګړتيا (صفت( تر مطالعې لاندې نيوه او نورو ځانګړتياوو ته ې پاملرنه نه کوله، مثلا: د مشنګ په نبات کې د مندل انتخاب شوې مشخصه د ګل رنګ. په دې مشخصه کې دوه صفتونه ارغواني او سپين رنګ شامل دي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب