ځینې ټولنیز نزاکتونه
1. تر دوه ځله زياد تيلفون يوکس ته مه کوه ،داسي فکر وکړه چه هغه په بل مهم کار اخته دی.
2.هغه پيسي چه تا پور کړيدي بيرته يي خاوند ته ورکړه دمخه تر دي چه هغه یی غوښتنه وکړي ، دا ستا رښتينوالی او شخصيت ښکاره کوي.
3. کله چه په يوهوټل کي د يوه دوست لخوا د ډوډی خوړلو ته دعوت یی نو قيمت ترينه غذا مه راغواړه.
4. بيځايه پوښتني مه کوه مثلآ تا تراوسه واده نه دی کړي؟ يا ته ماشومان نلري؟ ولي يو کور نه اخلي؟ يا ولي موټر نه اخلي؟ دا ستا ستونزي نه دي.
5.هميشه دروازه د هغه چا لپاره خلاصه کړه چه ستا ترشا را روان دي ، دامهمه نه ده چه هغه تر تا لوړ ياکښته دی ،نر دی که ښځه، ته به په دي کم نه سي.
6. که ديوه ملګري سره په ټکسي کي سپور یی اوهغه پيسي ورکړي ،بل وخت بيا ته پيسي ورکړه.
7. د نورو نظرياتو ته احترام وکړه.
8. کله چه څوک خبري کوي دهغه په خبرو کي مه لويږه، پريږده چه هغه خبره پوره کړي .
9. هغه چانه مننه وکړه چه ستاسره یی مرسته کړيده.
10.په عامه د نورو په مخ کي د يوچا ستاينه وکړه اما تنقيد په خصوصي ډول وکړه.
11. هيڅ وخت ديو چا په چاغښت يا قد باندي څه مه وايه.
12.که يو څوک يو تصوير تاته ښيي نو ته پر موبايل ګوته يوي اوبلي خواته مه کشوه چه نورڅه وويني .
13. که يو ملګری درته ووایی چه ډاکتر ته ځم، پوښتنه مه کوه چه دڅه لپاره صرف دعا ورته وکه ، هغه بايد مجبوره نه سي چه د خپلي شخصي ناروغی په هکله تاته ووايي .
14. د دفتر صفاکار يا پياده ته په هغه اندازه احترام وکړه کوم چه د دفتر مشر ته یی کوي.
15. که يوڅوک تاته خبري کوي نو مناسبه نه ده چه ته په موبايل باندي مصروفه يي .
16.که يو چا سره مخ سي د تنخوا او عمر په هکله پوښتنه مه کوه .
17.کله چه چاسره خبري کوي نو توري عينکي له سترګو ليري کړه ، او که دچا سره روغبړ کوي نو دستکشي له لاسه ليري کړه.