د ټیلفوني خبرو اترو ځینې اداب:

۱- ټیلفون ته ژر ځواب ورکوئ، ځنډنی ځواب مقابل لوري ته ستاسې بې علاقه توب ښیي
۲- که داسې چا ته زنګ وروهئ، چې نه مو پېژني، تر هر څه مخکې ځان وروپېژنئ
۳- ټیلفون کې د خبرو پر مهال خوراک او څښاک مه کوئ
۴- مقابل لوري ته صرف د “هو” او “نه” کلیمو په ځواب ویلو ستاسې نالېوالتیا ښکاره کوي
۵- تر خپلو خبرو وروسته مقابل لوري ته په پاملرنه او جدیت غوږ شئ
۶- د خبرو پر مهال له نورو شاوخوا کسانو سره خبرې مه کوئ
۷- شخصي مسایل باید د خلکو مخ ته ټیلفون کې بیان نه شي
۸- که ټیلفون کوونکی له بل چا سره کار لري او غواړي خبرې ورسره وکړي، هېڅکله پوښتنه مه ترې کوئ، چې څه کار ورسره لرئ؟
۹- که مو اوږده بانډار ته نیت و، لومړی پوښتنه کوئ، چې هغه کس فرصت لري که نه.
۱۰- د خبرو پای کې له خدای پامانۍ پرته ټیلفون مه بندوئ.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب