ځیني اداب او عادتونه چې باید مراعت شي

① د لاس وریجې بېرته په کاسه کې مه اچوئ!

②د خوراک په وخت کې، ويښتان او نور وجود مه گروئ!

③ د دسترخوان پر سر مه گرځئ!

④د چا په سوریو جورابو، کالیو او څپلیو پورې مهٔ خاندئ!

⑤ له چا د سپینو: او توی شویو ويښتانو په اړه ترې پوښتنه مه کوئ!

⑥ له مزدور د معاش پوښتنه مه کوئ!

⑦ که چېرې له ادارې لرې شوې، مننه ترې وکړه او په خپله مخه لاړ شه!

⑧ ملگری مهٔ پرېږده چې تل ستا کرایه او د هوټل ډوډۍ پېسې ورکړي!

⑨ پر سړک، بازار، موټر، دفتر او شفاخانه کې؛ په لؤړ اواز په تلیفون کې مه غږېږئ!

10:کله چې له ماشومانو سره لوبې کوې، پرېږده چې هغوی یې وگــټي!

11: که چېرې یو چا درته ډېر کوچنی کار هم وکړو، مننه ترې وکړئ!

12: کله چې د مقابل جانب خبرې خلاصې شوې، تهٔ دې خپله خبره ورته پېل کړه!

13: داسې عطر یا سپرې مهٔ استمالوه چې نور خلک ترې په تکلیف شي!

14: چې چا بللی نه وې، ډوډیو پسې کور په کور مه گرځه!

15: که چېرې خفه وې نو ماشومانو باندې خپل زړه مه تشوه!

16: کله چې له چا سره ستړی مه شي کوي، خپلې تورې عېنکې مو له سترگو لیرې کړئ!

17: هر وخت گیلي مه کوه!

18: یو ښه انسان د پلار او نیکه په اشتباه مه نیسه!

19: چې په کوم څه نه پوهېږې، نظر پرې مه ورکوه!

20: یو مسلک ونیسه او په هغې کې پرمختگ وکړه!

21- هر وخت ځان خفه او غصه مه ښایه!

22-دخلکو په مخکى پزه کى ګوتى مه وهئ!

23-دخلکو په مخکى پزه مه سوڼ کوئ!

24-څه وخت چه قضا حاجت ته ځئ اودس هم هلته وچ کړى دخلکو په مخکى پرتوغاښ مه تړئ!

25-د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دچا مخى ته لاس مه وهئ!

26-دلارى دتللو په وخت کى مشرانو ته لومړيتوب حق ورکړى!

27-دمعزرو اشخاصو پوره خيال ساتئ!

28-دبى وسه او ناچار مخکى خپل د پيسو او کاروبار يادونه مه کوئ!

29-په سلام کى تر هر چا لومړيتوب کوئ ولو که مقابل جانب ستاسو څخه په عمر او رتبه کى ټيټ وى!

30-يوکس که ويده وى په زوره خبرى مه کوئ چه هغه دخوبه نه ویښ نه شى!

31-څه وخت چه دسفر نه ستنيږئ مخ، لاس او پښي مو پريمنځي!

32-کوشش کوئ چه غسل زر زر وکړى بعضى اوقات دبدن نه دخولو بوى ځي!

33-د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دبل چا حق مه تلفوئ!

34-په مجلس کى پوس پوسک مه کوئ يعني پټي خبرى مه کوئ!

35- چا ته مه وایاست چې په څه نه پوهېږئ!

دغه يو څو ټولنیز اداب دي دا باید په ژوند کې عملي کړو.

لیکنه: مقدس حسن مل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب