ټولنیز اداب

1: د لاس وریجې بېرته په کاسه کې مه اچوئ!
2: د خوراک په وخت کې، ويښتان او نور وجود مه گروئ!
3:  د دسترخوان پر سر مه گرځئ!
4: د چا په سوریو جورابو، کالیو او څپلیو پورې مهٔ خاندئ!
5:  له چا د سپینو او توی شویو ويښتانو په اړه پوښتنه مه کوئ!
6: له مزدور د معاش پوښتنه مه کوئ!
7: که چېرې له ادارې لرې شوې، مننه ترې وکړه او په خپله مخه لاړ شه!
8: ملگری مهٔ پرېږده چې تل ستا کرایه او د هوټل ډوډۍ پېسې ورکړي!
9: پر سړک، بازار، موټر، دفتر او شفاخانه کې؛ په لؤړ اواز په تلیفون کې مه غږېږئ!
10: کله چې له ماشومانو سره لوبې کوې، پرېږده چې هغوی یې وگــټي!
11: که چېرې یو چا درته ډېر کوچنی کار هم وکړو، مننه ترې وکړئ!
12: کله چې د مقابل جانب خبرې خلاصې شوې، تهٔ دې خپله خبره ورته پېل کړه!
13: داسې عطر یا سپرې مهٔ استمالوه چې نور خلک ترې په تکلیف شي!
14: چې چا بللی نه وې، ډوډیو پسې کور په کور مه گرځه!
15: که چېرې خفه وې نو ماشومانو باندې خپل زړه مه تشوه!
16: کله چې له چا سره ستړی مه شي کوي، خپلې تورې عېنکې مو له سترگو لیرې کړئ!
17: هر وخت گیلي مه کوه!
18: یو ښه انسان د پلار او نیکه په اشتباه مه نیسه!
19: چې په کوم څه نه پوهېږې، نظر پرې مه ورکوه!
20: یو مسلک ونیسه او په هغې کې پرمختگ وکړه!
21: هر وخت ځان خفه او غصه مه ښایه!
22: دخلکو په مخکى پزه کى ګوتى مه وهئ!
23: دخلکو په مخکى پزه مه سوڼ کوئ!
24: څه وخت چه قضا حاجت ته ځئ اودس هم هلته وچ کړى دخلکو په مخکى پرتوغاښ مه تړئ!
25: د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دچا مخې ته لاس مه وهئ!
26: دلارى دتللو په وخت کې مشرانو ته لومړيتوب حق ورکړئ!
27-دمعزرو اشخاصو پوره خيال ساتئ!
28: دبې وسه او ناچار مخکې خپل د پيسو او کاروبار يادونه مه کوئ!
29: په سلام کې تر هر چا لومړيتوب کوئ ولو که مقابل جانب ستاسو څخه په عمر او رتبه کې ټيټ وي!
30: يوکس که ويده وي په زوره خبرې مه کوئ چه هغه دخوبه نه ویښ نه شى!
31: څه وخت چه دسفر نه ستنيږئ مخ، لاس او پښي مو پريمنځي!
32: کوشش کوئ چه غسل زر زر وکړئ بعضى اوقات دبدن نه دخولو بوى ځي!
33: د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دبل چا حق مه تلفوئ!
34: په مجلس کى پوس پوسک مه کوئ يعني پټې خبرې مه کوئ!
35: چا ته مه وایاست چې په څه نه پوهېږئ!

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب