ځواني، ځوانان او ځوانانو ډولونه!
د ځوانۍ مرحله کله شروع کیږي؟
د ځوانۍ مرحله د ماشوم د بلوغت سره شروع کیږي، لکه څنکه چې الله عزوجل په خپل کتاب کې فرمایي )و اذا بلغ الاطفال منكم الحلم فليستاذنوا كما استاذن الذين من قبلهم) نور ۵۹
ژباړه: او کله چې ورسیدل واړه هلکان ستاسې حد د (بلوغ) عقل ته پس اجازه دې وغواړی (د ننوتلو) له تاسو نه لکه ځنګه چې اجازه غوښتله (د ننوتلو) هغو کسانو (چه بالغان وو) مخکې له دوی څخه.
او د علی ابن ابی طالب رضی الله عنه نه روایت دی چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
“رفع القلم عن ثلاثة: عن النائم حتى يستيقظ، و عن الصبي حتى يشب، وعن المعتوه حتى يعقل ”
ژباړه: د دریو کسانو نه قلم او چت کړی شوی دی (یعنی دوی معاف دي) کله چې یو انسان ویده وي او تر څو د خوب نه نوی پاڅیدلی، ماشوم تر څو چې ځوانۍ نه ته نه وي رسیدلی، او لیونی چې تر څو په حال شوی نه وی. ترمذي
که پاسني ایات او حدیث ته وګورو نو دا وینو چې الله عز وجل هغه کس ته چې د بلوغ مرحلې ته نه وي رسیدلی د ماشوم خطاب کړی او همدا رقم رسول الله علیه افضل الصلاة وسلام هم ځواني د بلوغ نه پس ښودلې ده.
نو پدې اساس د ځوانۍ مرحله د یوه انسان د بالغیدو نه وروسته شروع کیږي او تر څلویښت کلنی پورې دوام لري.
ولx تر څلویښت کلنۍ پورې!
دا ځکه چې کله انسان بالغ شي نو د هغه بدن وده او پرمختګ شروع کړي او تر څلویښت کلنۍ پورې دا وده دوام کوي.انسان چې کله څلویښت کلن شي نو د نورو کلونو په لحاظ ډیر طاقتور او هوښیار وی.
کله چې انسان څلویښت کلن شي نو عقل یې پوخ شي، دلیل یې د الله تبارک وتعالی دا قول دی:
(حتى اذا بلغ اشده و بلغ اربعين سنة)ژباړه: تر هغه پورې چې ورسیده دی قوت (د هوښیارۍ) خپلې ته او څلویښت کلنۍ ته ورسیده.
د ځوانۍ د دورې اهمیت
دا هغه دور دی چې انسان د تکلیفونو او مشکلاتو سره مخامخ کیږي، ځکه حدیث مبارک دی چې علی ابن ابی طالب رضی الله عنه روایت کړی دی چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام فرمایلي: د دریو کسانو نه قلم او چت کړی شوی دی (یعنی دوی معاف دي) کله چې یو انسان ویده وي او تر څو د خوب نه نوی پاڅیدلی، ماشوم تر څو چې ځوانۍ نه ته نه وي رسیدلی، او لیونی چې تر څو په حال شوی نه وی. ترمذي
دا هغه دور دی چې انسان پکې د ښه علم او عمل کولو طاقت لري.
دا د طاقت او زغم عمر دی
خو دا طاقت او زغم ورسره تر اخر ه نه پاتې کیږي څومره چې د انسان عمر زیاتیږي نو طاقت حوصله او زغم یې هم کمیږي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:(و من نعمره ننكسه في الخلق افلا يعقلون)
ژباړه: او چا ته چې اوږد عمر ورکړو نو نسکور به کړو هغه په پیدایښت کې. ایا دوی عقل نه کوی؟
مطلب دا چې: ایا تاسو نه ګوری او فکر نه کوی څنکه یو روغ او رمټ انسان کله چې سپین ږیری او زوړ شي څرنګه د اوریدلو، لیدلو، او تللو نه داسې معذوریږی لکه څنګه چې په ماشوم والي کې د نورو د کمک او مرستې او لاس نیولو ته محتاجه وي او کله چې سپین ږیری شي نو همغه د ماشوموالي عادتونه له سره شروع کیږي.
او د الله سبحانه و تعالی دا قول چې فرمایي:(الله الذي خلقكم من ضعف ثم جعل من بعد ضعف قوة ثم جطعل من بعد قوة ضعفا وشيبة يخلق ما يشاء وهو العليم القدير) روم ۵۴
ژباړه: الله عز وجل هغه (مطلق قادر) دی چې پیدا کړي یې تاسی له کمزوري (شي څخه چې نطفه ده) او بیا یې درکړی دی وروسته له بل ضعف (چې ماشومتوب دی) قوت (د ځوانۍ) بیا یې درکړی وروسته له قوت (د ځلمیتوب نه) ضعف او کمزوري او د ویښتو سپین والی، او الله هر هغه شی پیدا کوي چې اراده یې وکړي او هغه عالم او قادر دی.
امام ابن جوزی رحمة الله علیه فرمایي:یعنې د ماشوموالي د کمزورۍ نه یې وروسته د ځوانۍ طاقت درکړ او د ځوانۍ د طاقت نه یې وروسته د سپین ږیري توب کمزوري.
د انسان د عمر د ټولو نه لویه او اوږده مرحله ځواني ده
که چیرته د یوانسان عمر د شپیتو نه واخله تر او یاوو پورې وي نو د ځوانۍ مرحله په ټولو کې اوږده مرحله راځي.
د ابو هریرة رضی الله عنه نه رورایت دی چې رسو ل الله علیه افضل الصلاة وسلم فرمایلي چې زما د امت عمر د شپیتو او اویاوو کالو ترمنځ دی او کم خلک به داسې وي چې عمر یې د دې نه تجاوز وکړي یا زیات وي. ترمذي.
پدې وخت کې انسان ډیر فعال وي.
که پر تاریخ نظر واچوو نو دا به ووینو چې ځوانانو په هر ځای او هر وخت کې ډیرمهم او نه هیریدونکی رول لوبولی دی. الله عز وجل فرمایي: (انهم فتيـة امنوا بربهم وزدناهم هدى)
ژباړه: بیشکه دوی داسې ځلمیان وو چې ایمان یې راوړ پخپل رب باندې او مونږ ورته هدایت زیات کړ. سورة کهف.
ځوانان د ملتونو ستنې دي.
بې له څه شکه او شبهې ځوانان د یوه ملت او ټولنې ستن یا د ملا تیرونه دي، دغه ځوانان دي چې لویې لویې کارنامې یې کړې او ویده قومونه یې راویښ کړي دي. ډیر احادیث شته چې د ځوانانو ذکر پکې راغلی لکه: د ابي هریرة رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله علیه الصلام وسلام فرمایلي ( : اهل الجنة شباب جرد، مرد كحل، لاتبلى ثيابهم، و لايفني شبابهم )امام مسلم بل ځای کې رسول الله علیه سلام فرمایي: سبعة يظلهم الله بظله يوم لاظل الا ظله: امام عادل و شاب نشا في طاعة الله و رجل قلبه معلق بالمسجد…
اوه کسان داسې دي چې الله تعالی به یې د محشر په ورځ د خپل سيوري د لاندې ځای ورکړي چې په هغه ورځ به د ده مهربان او رحیم رب د سيوري نه بغیر بل سيورۍ نه وي، چې په هغوی کې یو عادل امام، او دوهم هغه ځوان دی چې ځواني یې د الله عزوجل په طاعت او عبادت کې تیره کړی وي او دریم هغه کس چې زړه یې د جومات سره تړلی وي او د حدیث تر پایه. صحیح بخاری
او رسول الله علیه وسلم فرمایي: يعجب ربك من الشاب ليست له صبوة. امام احمدداسې ډیر احادیث شته چې د ځوانۍ په باره کې راغلي دي.
د ځوانانو ډولونه:
که چیرته ځوانانو ته په ښه دقت نظر وکړو نو وبه وینو چې ځوانان په دری ډوله دي.
۱- صالح او نیک ځوانان.
۲- شکي ځوانان
۳- بې لارې ځوانان
صالح او نیک ځوانان:
– دا هغه ډله ده چې یو ټولنه او ملت پرې فخر کوي او د خوشحالۍ، کامیابۍ او پرمختګ سمبول یې وي. د الله عز وجل نه دعا کوو چې داسی ځوانان نور هم زیات کړي تر څو زمونږ تولنو ته خدمت وکړي.
– دا هغه ځوانان دي چې: د خپل دین سره بی انتهاء زیاته مینه لري او د دین لپاره خدمت کوي.
– دا هغه ځوانان چې: د الله عزوجل پوره اطاعت او عبادت کوي.
– دا هغه ځوانان دي چې: د رسول الله علیه صلاة والسلام په قول او عمل باندې پابند دي او اطاعت یې کوي.
- دا هغه ځوانان دي چه: پدی ایمان لری چې الله دټول کون خالق او مالک دی او دهغه په قدرتون کې فکر کوی.
– دا هغه ځوانان دي چې: د الله عزوجل په ملایکو ایمان لري.
– دا هغه ځوانان دي چې: د الله په کتابونو او نازلو شوو صحیفو ایمان لري. دا هغه ځوانان دي چې: لمونځ کوي روژه نیسي او پرې پابند وي.
– دا هغه ځوانان دي چې: امر بالمعروف و نهی عن المنکر کوي.
– دا هغه ځوانان دي چې: ریښتیا وایي او ريښتیا اوري.
– دا هغه ځوانان دي چې: د هر مسلمان ښه غواړي او د هغوی په درد دردیږي.
– دا هغه ځوانان دي چې: ښه اخلاق، سلوک، په اسلامی احکاماتو پابند، نرم، زړه سواند، بردبار، صبر کوونکي، صلح خوښونکی، د غټې سینی او حوصلی خاوندان وي.
– دا هغه ځوانان دي چې: د هر هغه عمل نه یې نفرت او کرکه وي چې په اسلام کې یې ممانعت وي.
– دا هغه ځوانان دي چې: په خپل وخت پابند وي او له هغې نه ښه استفاده کوي.
شکي ځوانان:
دا هغه ځوانان دي چې اکثره په شک کې وي چې کومه لار صحیح ده او کومه غلطه، ځکه دوی په یوه داسې چاپیریال کې وخت تیر کړی وي چې د هرې خوا نه د شر دروازې خلاصې وي.
دا هغه ځوانان دي چې: په عقیده کې شکمن وي.
دا هغه ځوانان دي چې: سلوک او چلن یې کله یو رقم وي او کله بل رقم.
دا هغه ځوانان دي چې: په اسلامي شعایرو پابند نه وي، کله یې کوي او کله نه.
دا هغه ځوانان دي چې: کله چې یو کار کوي شکمن وي چې دا صحیح دی او که خطا.
دا داسی ځوانان دي چې روژه به یې نیولی وي خو لمونځ به نه کوي او یا به لمونځ کوي خو په ورځ کې یو وخت یا دوه وخته.
دا هغه ځوانان دي چې زمونږ په نننۍ تولنه کې ډیر زیات شوي یا د خرابو ملګرو سره د ناستې په وجه یا په یو داسې ځای کې د درس ویلو له امله چې د اسلام نه ناخبره وي.
بې لارې ځوانان:
دا هغه ځوانان دي چې پیدا شوي په یوه مسلمانه کورنۍ کې دي خو دا ځوانان په یوه داسې تولنه کې لوی شوي وي چې د اسلام نه ډیر لرې او ناخبره وي.
دا رقم ځوانان د خپل ځان او ټولنی لپاره یو ډیر بد او خراب شګون وي او دا کوشش کوي چې خپله ټولنه څنګه نوره هم ټيټه او خرابه کړي چې دا داسې انسانان وي چې علاج یې ډیر مشکل وي، بغیر د الله د رحم نه بله لار نه وي چې نیکې لارې ته راشي.
داسې ځوانان وي چې په بدو کارونو کې مصروف وي او ښې خبرې او ښه کار ته هیڅ غاړه نه ږدي.
دا داسی ځوانان وي چې د دې هیڅ پروا نه کوي چې د الله او د هغه د بندګانو حقوق پایمال کړي.
په خپلو اعمالو اقوالو، فکر او سلوک کې غیر منظم وي.
په خپله رایه قایم وي، د بل خبره نه اوري، داسې فکر لري چې دی څه وایې هغه صحیح دي او بل چې څه وایي هغه دروغ او غلط دي او که څوک یې د کوم قول یا فعل مخالف وي نو هغه یې هر وخت بد راځي.
د ښې لارې نه لرې او خپل دین نه لرې وي او هر بد او د شرعې خلاف عمل ورته ښه ښکاري.
ای مسلمانه او قدر وړ وروره!
راځه لږ فکر وکړو چې دا لمر د زوال په وخت څرنګه رنګ بدلوي او ګرموالۍ یې هغومره نه وي لکه د غرمې په وخت کې چې وي. ایا دې سپوږمی ته دې لږ سوچ کړی چې د میاشتې په اخري ورځو کې یې څنګه رڼا ختمه شي، همدا حال زمونږه هم دی، اول ماشومان وو، بیا ځوانان شو، بیا به بوډاګان شو، بیا مړه، بيا را ژوندي او بیا په حساب او کتاب وي او ټول انسانان پدې دنیا کې مسافر دي.
نو ای ګرانه وروره!
ته څه کوې؟ څه دې کړي او کومې خوا ته روان یی؟ او زما او ستا څه شی انتظار کوي.
ګرانه ښه سوچ وکړه!
ګرانه ښه سوچ وکړه چې څومره خلک دې دنیا ته راغلل او څومره ترینه لاړل. دا دنیا مالدارواو غریبو خلکو دواړو پریښې او ترینه خالي لاسونه تللي. نو وروره! زمونږ ټولو همدا لار ده، ایا مونږ د هغې ابدی ژوند لپاره څه نیک عمل کړی او که کړی مو دی نو څومره؟
ایا د نبي علیه افضل الصلاة والسلام نه یې خبر چې: د شپی به یې دومره عبادت کاوه چې پښې مبارکې به یې وپړسیدې او عایشې رضی الله عنها ورته ویلې وه چې یا رسول الله! تا ته خو الله عزوجل مخکیني او وروستني ګناهونه ټول معاف کړي. نو هغه صلی الله علیه و اله وسلم ورته وفرمایل: افلا اکون عبد ا شکورا.
دا دنیا هیڅ بقا نلري، فاني ده او الله عز وجل ته به اخر ورځو یا به مو جنت ځای وي یا جهنم (الله مو دې د جهنم د اوره په امان کې وساتی) هغه ژوندون دایمي ژوندون دی او هیڅ فنا نلري. الله عزوجل فرمایي:
(يا ايها الناس ان وعد الله حق فلا تغرنكم الحيـاة الدنيا و لايغـرنكم بالله الغـرور) سورة فاطر
الله دې راته د نیک عمل توفیق راکړي او د رټل شوي شطان نه مو دې په امان کې وساتي.
هغه شاعر څه ښه ویلي:
انظر الى من حوى الدنيا با جمعهــا
هل راح منها بغير الحنط والكفن
لیکنه: احمد بن صالح بن فهد الخلیف
ژباړه: هدایت الله حميدي