ځوانان د هيواد د پرمختګ او نيکمرغۍ وسيله

د هيواد د پرمختګ او نيکمرغۍ وسيله د هغه هېواد ځوانان دي.

ځواني دانسان دې دژوند يوه ډيره خوږه دوره ده هغه چې انسان دخپل ژوند مهمې پريکړي په کې نيسي او دخپل ژوند اوپه ځينو برخوکې خوبيا آن دې تاريخ چورليزټاکې اويا يې لږترلږمتاثروې.په ځوانۍ کې ډيرې داسې فکري او جسمي ځواکمنتياوې شته چې يوځوان دې په يوه هيواد کې دې يوه مسووليت جوګه شې دتاريخ په اوږدو کې چې کومې مهمي پيښې اوکارنامې تر سرشوي ديوه يا ديوي ډلې ځوانانو نوم ورسره تړلي وي.

ديوه ملت دروښانه راتلونکې وړاندوينه دهغه ملت دځوانانودوضعيت له رويه کيداي شي داچې هغه هيوا د دنيکمرغي اوکه دې بدبختۍ اويا داچې هغه هيواد دپرمختګ پرلور روان ده اوکه وروسته پاته ده داټولې پوښتنې ديوه هيواد دځوان توکم وضعيت ته په کتومعلوميدي شې ديوه هيواددځوانانووضعيت ته يوځغلنده غوندې نظر موږ ته دارامعلومه ولي شې چې هغه هيواد به نيکمرغه راتلوکنکې ولرې اوکه به يې ونه لرې.

حقيقت خوداده چې ديوه هيواد دپرمختګ او نيکمرغۍ وسيله دهغه هيواد ځوان توکم ده.

يوبا احساسه ځوان کولي شې چې دخپل هيواد ستونزې ربړونه اوغوښتنې درک کړې اوپه مسوولانه ډول دهغو ستونزواوربړونوپه له منځه وړلوکې کوښښ وکړې په خواشينۍ سره او وايم چې په افغانستان کې جګړو اوتاوتريخوالي ځوانانو ته ډيره کمه موقعه برابره کړې چې خپل تصميم ونيسې اوپه خپلواکه ډول خپل دريځ څرګند کړې.زموږ له ځوانانو څخه سرله دې چې ډير کړاونه او ناخوالې يې ليدلي هيله کيږې چې دهيواد ابادولو ته مټې راونغاړې زيارورته وباسې اوله نورې نړۍ سره يې سيال کړې زموږد هيوادافعانستان سترګې ځوانانو ته اوړې او کيداي شې چې ځوانان به په يوه تازه فکر اوځواکمنتيا وران او کنډواله هيواد ته څه ورکړې کوم چې هيوادې يې تمه ترې لرې. دځوانانو ترمينځ بايدتفاهم رامنځ ته کړاې شي دځوانانو تر مينځ تاوتيريخوالې له ميځه يو وړل شي،زده کړې ته يې وهڅول شي دښونې اوروزنې لارې په هغه اندازه چې توان لرې ورته هوارې کړې ځوانانو ته ملې اواسلامې روحيه ورکړې.سولې ملي پخلاينې اودځوانانو تر مينځ دملي يوالې او پيوستون دروحې رامينځ ته کول او هغو ته وده ورکول اودنفاق او ځان ځانۍ له مينځه وړل او دهغو تر مينځ دورورلې،متقابلې همکارۍ،دبيوزلوسره مرستې او لاس نيوې ،عاطفې،صله رحمۍ اويوبل ته ددرناوي دروحې پيداکول دکلتور هڅوملاتړ او هغوته وده ورکول سالمو اقتصادې فعاليتونو ته دځوانانو هڅول او…داټول اوداسې نور هغه څه دې چې ځوانان بايددخپلوموخوپه سرکې ورته ځاي ورکړې اوريښتينې ورته پاتې شي.

your ads

خوشخال باباواييL( لافې دې هغه څوک وهي،چې دولت لري ياښه تکړه ځوانان لري،که دايې نه وي،هسې لافې دې نه وهي.)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب