ځوانان باید له ۳۰ کلنۍ وړاندې لاندې شل درسونه هرومرو زده کړي

ځوانان باید ۳۰ کلنۍ وړاندې لاندې شل درسونه هرومرو زده کړي ؛ تر څو خپلو هیلو او امیدونو ته ورسیږي …!!!

(ژباړل شوي مهم درسونه تر پایه ولولئ ، تر څو ژوند کې مو مثبت بدلون او بریا لوړ پوړیو ته ورسیږئ).
موږ ټول په ژوند کې بریا ته د رسېدو لپاره باید لارې چارې زده کوو، د ژوند مهارتونه هغه وړتیاوې دي چې د ژوند په اوږدو کې په تکرارولو او تمرین زده کیږي او انسان د ستونزو سره د مخ کېدو په وخت کې له روحي، رواني او ټولنیز اړخه د هغو حل کولو ته تیاروي.

– اول: ژوند ډېر مخکې پیل شوی :


ستاسو تصمیمات ستاسو راتلونکی ټاکي او د بیرته ګرځېدو او تصحیح لپاره یې لار نشته.

– دویم: د ټولنیزو شبکو ډيري ملګري مو واقعي ملګري ندي :


له بده مرغه دا حقیقت لري ، موږ ټول په ټولنیزو رسنیو کې هغه ملګري لرو چې اصلاً یې نه پیژنو او زموږ ستونزې ته هیڅ اهمیت نه ورکوي او یا دا چې د اړتیا پر مهال لاسرسی نه ورته لرو.

– دریم: هر مینه انجام ته نه رسیږي :

دې ته چمتو اوسئ چې زړه مو ماتیږي، که څه هم دا تریخ حقیقت او ترخه خبره ده خو واقعیت دی.

– څلورم: د دپیلوم په اخیستلو زده کړې پای ته نه رسیږي :

په نننۍ نړۍ کې پوهه د پرمختګ لومړنۍ سرټکی دی ، که غواړئ له نورو څخه شا ته پاتې نشئ، نو زده کړو ته مو دوام ورکړئ.

– پنځم: د کورنۍ غړي مو د ژوند ارزښمتند کسان دي :

دا یوازیني کسان دي چې تاسو ته اهمیت درکوي، له دوی سره ښه رویه او رفتار ولرئ او له حمایت او مرستې څخه یې منندوی اوسئ.

– شپږم : ستاسو د ضعف ټکي ارزښت نه لري :

د خپل ضعف ټکي مو وپیژنئ؛ خو اندېښنه مه ورته کوئ، یوازینی شی چې ارزښت لري هغه ستاسو د قوت ټکي دي، په هغه فکر وکړئ او د غښتلتیا لپاره یې زیار وباسئ.

– اووم: هر ارزښتمند کار وخت نیسي:

دا هیله مه لرئ چې ډېر ژر مو موخو ته ورسیږئ، هیلو ته رسېدل له هغه ډیر وخت غواړي چې تاسو فکر کوئ.

– اتم: د پرمختګ ټول فرصتونه د آرامتیا له حدودو څخه بهر پراته دي :

باید دا حقیقت ومنئ او دې ته تیار اوسئ چې د خپلې آرامتیا له حدودو څخه د باندې لاړ شئ او زیار وباسئ تر څو بریا تجربه کړئ.

– نهم: متزلزله اړیکي د ساتلو ارزښت نه لري :

وخت مو په هغه څه مه تیروئ چې نه شئ کولئ په هغه کې تغیر راولئ، له څنګ څخه یې تیر شئ او خپلې لارې ته دوام ورکړئ.

– لسم: نړۍ له بي عدالتۍ څخه ډکه ده :

په ژوند کې به مو په وار – وار له بي عدالتۍ سره مخ شئ، پوره چمتوالی ورته ولرئ.

– یوولسم: چانس د زیارکښو کسانو لوري ته ورځي :

چانس هیڅ وخت د هغو کسانو نه برخه کیږي چې لاس تر زنې ناست دي او له اسمانه د راغورځیدو په تمه دي، زیار او سخت کار د چانس تر لاسه کولو لومړني شرطونه دي.

– دولسم: د ښه پیل لپاره ځانګړې ورځ او وخت نشته:

که غواړئ چې کوم کار پیل کړئ، همدا نن یې پیل کړئ، د ښه وخت په تمه مه اوسئ، هغه وخت به هیڅکله رانشي.

– دریالسم: تاسو نشئ کولی هر ځای شتون ولرئ او نه شئ کولی هر څه ولرئ :

دا زده کړئ چې سم تصمیمونه ونیسئ او هغه څه ته متعهد اوسئ او تعقیب یې کړئ چې تاسو ته ارزښت لري.

– څلورلسم : باید له هغو ټولو کسانو مننه وکړئ چې ژوند کې مو دي: ستاسو په پرمختګ کې د خلکو او د هغوی د تاثیر په اړه بي تفاوته مه پاتي کیږئ او مننه ترې وکړئ.

– پنځلسم : احساسات او تجربه ستاسو غوره پانګونه ده :

د بریا سنتي معیارونه، کور او نوی ماډل موټر نوره مانا نه لري، احساسات، خاطرات، تجربې او پوهه ارزښت لري او د پرمختګ اصلي معیار ټاکي.

– شپاړلسم : وروسته کلمه معمولا د هیڅکله په مانا دی:

هیڅ کار بلې ورځې ته مه پریږدئ په همدې شېبه کې ژوند وکړئ.

– اوولسم : بریا له زیار سره مترادف ټکی دی:

هیڅکله مه ناهیلې کیږئ، خپلې هیلې تعقیب کړئ، د هغوی لاسته راوړل ډېر ستونزمن دي؛ خو بیا هم د زیار او کوښښ ارزښت لري.

– اتلسم : د ورزش مسلسل تمرینات اړین دی :

خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړئ، هره ورځ ورزش وکړئ او د خپل اندام تناسب ساتلو ته لومړیتوب ورکړئ.

– نولسم : ماتې هیڅ ارزښت نه لري :

یوازې بریا ارزښت لري؛ نو له ماتې څخه مه ویریږئ.

– شلم : هیڅوک به تاسو سره مرسته ونکړي:

یوازې تاسو کولی شئ خپل ځان سره مرسته وکړئ؛ نو په الله تکیه او په خپل نفس باندې اعتماد پیاوړی کړئ.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب