په تلفون ورسره آشنا شوم، مینه… اوس څه وکړم؟

سرچينه: اسلام آنلاين

ژباړه: حزب الله ناصح

پوښتنه

زه شل كلن ځوان يم، له يوې پيغلې سره د تيليفون له لارې آشنا شوم او اوس ورسره كابو هره ورځ اړيكې ټينګوم، له ورځنیو پيښو څخه زه هغه خبروم او هغه ما خبروي، او ورځ تر بلې مو دا اړيكې لا پياوړې كيږي، او اوس د سختې مينې، بلكې د پاخه عشق پړاو ته رارسيدلي یو.

اوس نو په تيليفون كې تل د مينې خبرې اړوو راړوو.اړيكې مو له ډيرې مودې څخه را پيل شوي.تر اوسه مو دوه ځلې سره ليدلي دي، مونږ د “ليلى او مجنون” په څير شوي يو.

your ads

خو اوس له يوې ستونزې سره مخامخ شوي يو. هغه دا چې  مور او پلار یې هغه مجبوره کړې ده چې سږ کال بايد واده وکړي، خو هغه ما ته  ناخوښي څرګندوي او وايي چې زه اوس واده كول نه غواړم، هغه له ما سره سخته مينه لري، او په تيليفون كې ژاړي، ما ته يې يو ځل په تيليفون وويل چې زه دې ته چمتو يمه چې له تا سره هرځاى ته ولاړه شم ، كه  څه دوزخ ته وي .

زه  پخپله هم د واده لپاره كوچنى يم …نو ايا دا اړيكې ورسره روانې وساتم او كه نه ؟ سره لدې چې زما او د هغې د كورنيو په منځ كې څه تړاو نشته او نه يو بل سره پيژني، او زمونږ له اړيكو نه هم ندي خبر، او بله دا ډيره سخته خبره ده چې زه دې د داسې پيغلې مركې ته زړه ښه كړم چې زما كورنۍ يې د هيڅ شي په اړه معلومات نه لري .

نو زه څه وكړم الله تعالى دې تاسې ته اجر دركړي ؟

ځواب :

ځوانان كله نا كله په خپل خيال او عاطفې سره يوه ښائسته نړۍ جوړوي، خو لكن هغه مهال چې د واقعيت سره ټكر خوري نو بيا دا خيالي نړي له سره تر پايه د يخ د ماڼۍ په شان له منځه ځي، ځينې  ځوانان داسې دي چې له خپلې تجربې څخه ګټه اخلي او پخپله ښائسته نړۍ كې د خپلې عاطفې او عقل سره جونګړه جوړوي او  پدې سره سلامت او سعادتمند كيږي، خو ډيرى يې اكثره ماتيږي.

وروره ، ستا د تجربې په شان ډيرو ځوانانو همداسې كيسې درلودې چې له موږ سره يې اړيكه نيولې ده خو تقريبا د ټولو پايلې يو شان ته دي.

پدې ستونزو كې مشترك عامل دا دى چې پدې كې ښكيلو كسانو يوازې پخپله عاطفه باندې فكر كړى، د عقل پكې بيخي برخه نه وي ، او دا هم  يا د سن د خاموالي له امله او يا د كم تجربګۍ له امله .

او ته هم وروره د هغوى له ډلې نه يې چې  يوازې په عاطفې سره د فكر كړى، او په تيليفون دې اړيكې ټينګې كړې، لومړى به كيدى شي تا هسې لوبې ګڼلې او يا به د نفس د اطمينان او ګټې په لټه كې وې  خو تبر دې پر سر برابر شوى دى.

تا ځان د يوې پيغلې سره تړلى وګاڼه، حال دا چې د هغې سره ستا واده پدې سن او ظروفو كې ناشونى دى .

لاكن ته چې پدې نجلۍ پسې نښتى يې، سره لدې چې دا كارسخت هم دى ځكه ستا عمر كم دى نو كوښښ وكړه چې يوه پوه او هوښيارخپلوان ته دې دا خبره وكړې، كه دې د كور كومه مشره ښځه وي ډيره به ښه وي چې د دې نجلۍ كيسه ورته وكړه تر څو درس خلاص كړې او بيا واده وكړې، ستاسې د كور مشره ښځه به هغه وګوري او تا ته به يې هم په طبيعي ډول بيان وكړي ، او دا پيغله بايد ترخپل وس پورې د هغه چا مركه رد كړي چې ورته وړاندې كوي يې، او ته دا باور هم وكړه چې سره د دينه چې له  تا سره مينه لري خو ته يې سمه نه پيژنې، ځكه تيليفون خو اكثره احساسات رانقلوي ، طبيعتونه او اخلاق خونه را نقلوي، نو نيمايي حقيقتونه رانقلوي .

خو مخكې لدينه چې قدم پورته كړې له ځان سره دا سپينې خبرې مطرح كړه ايا دا ضروري ده چې ته دې له داسې پيغلې اړيكې ټينګې كړې چې په تيليفون دې ورسره پيژندلي؟ هيڅ كله پرې بد ګمان نه كوې؟ پدې ښه باور لرې لكه څنګه چې هغې له تا سره خبرې كړي داسې به يې له ډيرو نورو سره هم كړي وي؟

كه مو په توان كې نه وي چې دا نقشه عملي كړئ نو بايد ضرور سمدستي خپل منځ كې سره اړيكې ختمې كړئ ، ځكه ديته دوام وركول به تاسې نور هم د بد بختۍ او كړاوونو كندې ورټيل وهي .

ژوند يوازې په مينه نه ډكيږي

او وروره پدې هم پوه شه چې ژوند يوازې په مينه نه ډكيږي، دلته ډيرې داسې مهمې چارې شته چې كولى شو پكې برخه واخلو او ګټه ورسوو، لكه په ټولنيزو او فرهنګي خدمتونو كې برخه اخيستل او په نورو مختلفو ټولنيزو خيريه مؤسسو كې برخه اخيستل، پدې سره به زمونږ ليد پراخه شي او د چارو په اړه به مو نظرونه بدل شي ، نو پيل وكړه او كوښښ وكړه چې برخه پكې واخلې.

هيله ده چې د احساساتو تر څنګ له عقل نه هم پوره پوره مرسته واخلې

بريالى اوسې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب