مسلمان ځوان په لسو حديثونو کې

 ١-((يعجب ربک من الشباب ليست له صبوة))[رواه أحمد].
ژباړه: ستا رب هغه ځوان ته په تعجب کې دى چې د حق لارې څخه مخ نه اړوي.

 ٢-((سبعة يظلهم الله في ظله يوم لا ظل إلا ظله إمام عادل و شاب نشأ في طاعته الله و رجل قلبه معلق بالمسجد و رجلان تحابا في الله اجتمعا عليه و تفرقا، و رجل دعته امرأة ذات منصب و جمال، فقال إني إخاف الله، و رجل تصدق بصدقة فأخفاها حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه، و رجل ذکر الله خاليا ففاضت عيناه))[رواه البخاري و مسلم].
ژباړه: اوه کسان دي چې د الله تعالى په بې کيف سيوري کې به په هغه ورځ چې هېڅ سيورى نه وي مګر يوازې د هم دغه الله تعالى سيورى وي:
١-عادل امام دى.
٢-هغه ځوان چې د الله تعالى په طاعت کې لوى شوى وي.
٣-هغه سړى چې زړه يې په مسجد پورې تړلى وي.
٤-هغه دوه کسان چې د الله تعالى له پاره محبت سره کوي او د الله تعالى له پاره سره يو ځاى کيږي او جلا کيږي.
٥-هغه سړى چې يوه د جمال او منصب خاونده ښځه ورته بلنه(د نژدې والي) ورکړي او دى وايي زه د الله تعالى څخه ويريږم.
٦-هغه سړى چې صدقه او خيرات داسې پټ ورکوي چې د هغه چپ لاس پوه نه شي چې راسته لاس څه صدقه وکړه.
٧-هغه سړى چې الله په خالي مهال يادوي او سترګې يې د ژړا ډکې شي.

 ٣-((الحسن و الحسين سيدا شباب أهل الجنة))[رواه الترمذي].
ژباړه: حسن او حسين رضي الله عنهما د جنت د ځوانانو سالاران دي.

 ٤-((يقال لأهل الجنة إن لکم أن تشبوا فلا تهرموا أبدا))[رواه مسلم].
ژباړه: د جنت اهل ته به وويل شي چې په تحقيق سره تاسو لره ده چې تاسو ځوانان شئ نو هېڅ کله مه بوډا کيږئ.

 ٦-((قال ابوبکر و عنده عمر بن الخطاب لزيد بن ثابت رضي الله عنه: ((إنک رجل شاب عاقل لا نتهمک و کنت تکتب الوحي لرسول الله صلى الله عليه وسلم فتتبع القرﺁن فاجمعه))[الحديث رواه البخاري].
ژباړه: ابوبکر رضي الله عنه-چې عمر رضي الله عنه-هم حضور درلود و زيد بن ثابت رضي الله عنه ته وويل: ((ته خو ځوان او پوه سړى يي موږ تا نه متهم وو او تا رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وحي ليکلې نو قران تعقيب کړه او جمع يې کړه)).

your ads

 ٧-((دخل النبي صلى الله عليه وسلم على شاب وهو في سياق الموت فقال له ((کيف تجدک)) قال أرجو الله يا رسول الله و أخاف ذنوبي فقال النبي صلى الله عليه وسلم: ((لا يجتمعان في قلب عبد في مثل هذا الموطن إلا أعطاه الله ما يرجوه وأمنه مما يخافه))[رواه ابن ماجه].
ژباړه: نبي اکرم صلى الله عليه وسلم يو صحابي ته چې د مرګ په حال کې و تشريف يوړ نو ورته و يې فرمايل: ((څه حال دي دى؟)) و يې ويل: الله تعالى ته اميد لرم يا رسول الله صلى الله عليه وسلم او د خپلو ګناهونو څخه ويريږم، نو نبي اکرم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (( نه جمع کيږي (ويره او اميد) د بنده په زړه کې په داسې ځاى کې (يانې د مرګ په حالت کې) مګر ورکوي يې د ته الله تعالى هغه څه چې اميد يې کوي او امن د الله تعالى دى د هغه څه څخه چې ويريږي ورڅخه دى.

 ٨-وعن ابن مسعود رضي الله عنه قال: ((کنا نغزو مع النبي صلى الله عليه وسلم و نحن شباب))[رواه أحمد].
ژباړه: د ابن مسعود رضي الله څخه روايت دى فرمايي: (( موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم غزا کوله او موږ ځوانان وو.

 ٩-عن علقمة أحد أصحاب ابن مسعود رضي الله عنه قال:((کنت أمشي مع عبدالله بمنى فلقيه عثمان رضي الله عنه فقام معه يحدثه فقال له عثمان يا أبا عبدالرحمن، ألا نزوجک شابة لعلها تذکرک بعض ما مضى من زمانک. فقال عبدالله: لئن قلت ذلک لقد قال لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم((يا معشر الشباب من استطاع منکم الباءة فليتزوج فإنه أغض للبصر وأحصن للفرج و من لم يسطع فعليه بالصوم فإنه له وجاء))[رواه البخاري و مسلم].
ژباړه: د علقمة څخه روايت دى چې يو له ملګرو څخه د ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: (( زه د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه سره په منى کې روان وم چې عثمان رضي الله عنه سره مخ شو، نو د هغه سره ودريد او خبرې يې پيل کړې، نو عثمان رضي الله ورته وويل: يا ابا عبدالرحمن! ﺁيا د ځوانې سره واده درته و نه کړم ښايي تاسو ته به يادونه کوي د هغه څه چې تېر شوي دي ستاسو له زمانې څخه؟ نو عبدالله وويل: (( که چېري ته دا وايي په تحقيق سره ويلي دي موږ ته رسول الله صلى الله عليه وسلم: (( اى د ځوانانو ټولۍ! څوک چې ستاسو د نکاح (واده) ځواک ولري نو نکاح (واده) دي وکړي، ځکه هم دغه نکاح (واده) ښه ټيټوالى دى د نظر او ساتونکى د فرج (شرمګاه) او هغه څوک چې طاقت نه لري نو پر ده باندې روژه ده، ځکه چې هم دا روژه د لره وقايه ده)).

 ١٠-عن مالک بن الحوريث رضي الله قال: ((أتينا إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم و نحن شبيبة متقاربون فأقمنا عنده عشرين يوما و ليلة و کان رسول الله صلى الله عليه وسلم رحيما رفيقا فلما ظن أنا قد اشتقنا أهلنا سألنا عمن ترکنا بعدنا فأخبرناه، فقال صلى الله عليه وسلم: ((رجعوا إلى أهليکم فأقيموا فيهم و علموهم ومروهم و ذکر أشياء وصلوا کما رأيتموني أصلي فإذا حضرت الصلاة فليؤذن لکم أحدکم و ليؤمکم أکبرکم))[رواه البخاري].
ژباړه: د مالک بن الحوريث رضي الله عنه څخه روايت دى فرمايي: ((موږ رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راتګ وکړ او موږ سره برابر ځوانانو وو، نو موږ شل ورځې او شپې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره تېرې کړې او رسول الله صلى الله عليه وسلم مهربان او رفيق و، نو کله چې يې ګمان وکړ چې زه د خپل کهول څخه جلا شوى يم، نو پوښته يې را څخه وکړه د هغه څه چې موږ تر شا پرې اېښي دي، موږ هغه صلى الله عليه وسلم خبر کړ، نو و يې فرمايل: ((وګرځيږئ خپل کهول ته او لمونځ ورباندې قائم کړئ، تعليم ورکړئ او امر يې کړئ او نور شيان يې ياد کړل، او لمونځ وکړئ داسې لکه چې ما وينى چې لمونځ کوم، کله چې د لمانځه وخت راشي نو يو دي له تاسو څخه تاسو لره اذان وکړي او ستاسو څخه مشر دي ستاسو امامت وکړي)).


عبدالنصير مرستيال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب