د روژې مهم مسائل

۱ – دروژی لپاره نیت شرط دی خوپه ژبه څه ویلوته اړتیا نشته که یوازی په زړه کی دروژی نیت وکړای شي صحیح کیږي .

۲ –  دسهار داخلیدو نه  وروسته چا خوراک یا څښاک وکړل  روژه  یی ماته شوه قضابه هم راوړي  او کفاره به هم ورکوی .

۳ – په هیره څه خوړلو سره روژه نه ماتیږي خو که چاته په زوردخوراک لپاره څه ور کړل شول روژه ماتیږي قضاء یې واجب ده

۴ – پخپله قی ( استفراق) راتلو سره روژه نه ماتیږي که څوک ځان ته قی راولي روژه ماتوي .

۵ –  دسفر اندازه ( ۴۸ میله یا ۷۶کلو متره ) ده پدې کي دروژې نیولو یا نه نیولو اختیار دی که ونیول شي غوره ده .

۶- عطر یا نورو خوشبو یانو سره روژه نه ماتیږي او همدا راز په سترګو کي رانجه کولو سره هم روژه نه ماتیږي.

۷- ستن وهل (انجکشن) سره روژه نه ماتیږي غوښه کې وي که رګې .

۸- هغه حامله او شيدې ورکونکې ښځه چي دځان یا ماشوم ویره ورسره وي روژه دي نه نیسي بیا دي قضا راوړي .

۹- که چا دعذر (سفر ، مرض ، زوړ والي )له امله روژه ونه نیوله اوبیاورته دقضا راوړلو وخت پیداکیدو نه وړاندي وفات شو وارثان به یې دهري روژی پّه بدل کې کفاره (پاوکم دوه کلوغنم)ورکوی .

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب