ځوانانو! څه ډول مېرمن انتخابوئ؟

د استاد العریفي څخه چا پوښتنه وکړه چې: څه ډول به د ځان لپاره یوه ښه مېرمن انتخابوم؟

استاد عریفي په یوه ویډیوي کلیپ د دې پوښتنې په ځواب کې هغو ځوانانو ته چې غواړي واده وکړي وویل:
تر هر څه د مخه باید روغ نیت ولرو او د ځان لپاره یوه داسې کورنۍ انتخاب کړو چې نجونې پکې حجاب ته په درنه سترګه وګوري، او دین او دیانت ورته ډېر ارزښت ولري.

خو نن سبا له بده مرغه ځینې داسې رومانټیکه نجونې وینو چې حجاب ته چندان ارزښت نه ورکوي، بلکه زمونږ انتخاب باید هغه فاضله کورنۍ وي چې تل اخلاقي ارزښتونه په پام کې نیسي، او په اخلاقي ډګر کې تر نورو مخکښه وي.

ځوانان مخکې له واده څخه د خپلې راتلونکې مېرمنې په اخلاقو او عاداتو باندې د پوهیدلو په موخه باید د هغې کورنۍ سیستم مطالعه کړي، دا په دې معنا چې دهغې د مور اخلاق ــــ او د پلار سره ئې چارچلند دې په پام کې ونیسي.

ځیني پوهان په دې اړه وائي : ( اذا أردت أن تعرف أخلاق البنات، فانظر الی تعامل أمها مع أبیها) .

your ads

(( که غواړۍ چې د یوې نجلۍ د اخلاقو او د هغې د امتزاج په اړه معلومات تر لاسه کړۍ، نو لومړۍ د هغې د مور او پلار اخلاقو ته وګوره، دا ځکه چې عموما لورګانې د خپلو میندو څخه تقلید کوي، او لکه څرنګه چې يې مور وي ــ هماغسې به يې لور وي، او دوالدینو اخلاق په خپل اولاد کې حتمي ده چې تر ډېره حده پورې سرایت کوي، او به هغوي رغنده اغیزه لري.

ځوانان وروڼه او خویندې باید خپل پرورګار ته دعاء وکړي تر څو په راتلونکي کې ورته د ژوند یوه ښه شریکه پیدا شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب