له جنسي اړيکو وروسته دمېرمنو غوښتنې څه وي؟

يادونه:جنسي اړيکې هغه څه دي ،چې هر انسان ورسره نه شلېدونکې اړيکه لري او په دې مسايلو پوهېدل دژوند داړين کارونو څخه ده ،مونږ ښه وبلله ،چې دخلکو دپوهاوي لپاره داډول ليکنې نشر کړو تر څو په دې برخه کې په هغه څه پوه شي ،چې له امله ېې ستونزې راولاړيږي .(ژباړن)
په اروپا کې ديوې څېړنې په تر څ کې له څو ډلومېرمنو څخه پوښتنه وشوه ،چې دجنسي اړيکو وروسته کوم کارونه خوښوي.
په  دې څيړنه کې بېلابېلو مېرمنو خپل نظرونه ورکړي ،چې له يو بل سره توپير لري خو زيات ځوابونه په لاندې برخو کې ورکړل شوي وو.
۱ په غېږ کې نيول:تقريبا ټولې ښځې دا غواړي ،چې وروسته دجنسي اړيکو څخه دخپل خاوند له خوا په غيږ کې ونيول شي.په غيږه کې نيول ،لاس اچول او لوبې کول ښځو ته ډير ښه احساس ورکوي .مګر که ډېر ستړي ياست او ددې کارونو دکولو توان نه لری نوصرف دخپلې مېرمنې لاسونه تاو کړئ او څو خبرې په مينه ورته وکړئ او بيا اوده شئ.
۲يو شمېر مېرمنې داسې هم دي ،چې دجنسي اړيکو وروسته  هيڅ دول جسمي او عاطفي احساس نه لري .دغه مېرمنې وايي ،چې دمره تحريک شوې ،چې له هغې وروسته هر ډول تحريک ته ليوالتيا او امادګي نه لري ،دوی غواړې ،چې دجنسي اړيکو وروسته يوازې پرېښودل شي ،نولازمه ده دهغوی دغه غوښتنه درک کړئ.
له داډول ښځوڅخه دجنسي اړيکو وروسته وپوښتئ(حالت مو څنګه ده؟ کومه ستونزه خو به نه وي؟کوم څه ته به اړتيا نه لري؟او له دې وروسته ېې دنيم ساعت لپاره ارامه پرېږدئ تر څو نورمال حالت ته راشي .
۳ خبرې کول :ډير خلک دجنسي اړيکو وروسته ډير ستومانه شوي وي او دبل کار دسرته رسولو توان نلري،خو ځينې مېرمنې غواړي ،چې دجنسي اړيکو وروسته ورسره خبرې وشي .مېرمنو ته هغه خبرې په زړه پورې وي ،چې دجنسي اړيکو نيولو په وخت کې تېرې شوې وي  او ښه به داوي ،چې دمقابل لوري خبرو ته ډير غوږ ونيول شي .
ټول خلک دانزال وروسته داخوښوي وچې اوده شي ،دايوه طیيعي خبره ده.ولې مقابل لوري ته هم پاملرنه وکړئ ،چې ستاسو خواته  پريوځي ،تر څو ددې فکر ونکړي ،چې تاسو يوازې دځان په فکر کې ياست نه دهغو په فکر کې .
۴ ځينې وخت داهم امکان لري ،چې مېرمنې دجنسي اړيکو  څخه وروسته د دوهم ځل لپاره دهغې ليوالتيا راپورته شي نو هغې ته اجازه ورکړئ ،چې ستاسو سره ولوبيږي او ستاسو ليوالتيا هم راپورته کړي.
مګر  که چېرې مو دغمر زياتوالي او يانورو ستونزو له امله نه شی کولای د دوهم ځل لپاره جنسي اړيکه ونيسی نو لږ استراحت وکړئ او مقابل لوری په ډير هنر سره پوهه کړئ.

ژ/ ساحل منګل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب