د نوې ځوانۍ د پړاو بنسټيزې اړتياوې

ارواپوهانو د بلوغ په پړاو كې د تنكيو ځوانانو د اړتیاو په اړه یو شمیر ټکو ته نغوته کړې ده چې موږ يې دلته څه مهم ټکي ترې را اخلو.

1.    روغ بدن او غوره روح ته اړتیا:

نوی ځوان د بدني قوت د زیاتوالي، د عضلاتو د بدلون او په ځان کې د هغه فعالیتونو لپاره د وړتیا پیدا کولو په موخه چې بدني حرکاتو ته اړتیا لري، خپل فزيكي حالت ته په جدي توګه پاملرنه کوي ډير ليواله وي تر څو د سپورت او ورزش له لارې خپل بدن روغ وساتي او خپلو جسمي مهارتونو ته وده ورکړي.
پدې اړه باید له نوي ځوان سره مرسته وکړو تر څو له روغ بدن او غوره روح څخه برخمن شي. دا موضوع په ځوان کې د وړتياوو د ودې سبب ګرځي، د ده په خوشحالۍ کې رغنده رول لوبوي او په هغه كې د برترۍ احساس را ژوندی کوي. د دغې دورې يوه مهمه ځانګړتيا جسمي قوت ته تر تير ژوند نه ډيره پاملرنه ده.

2.    عاطفي خپلواكۍ ته اړتیا:

له عاطفي آزادۍ نه موخه دا ده چې نوی ځوان بايد په تدريجي توګه د هغو ټينګو عاطفي اړیکو د کمولو لپاره هڅه وکړي چې له خپل پلار او مور سره تړلی دی او د هغې پر ځاى ورو ورو له خپلو همځولو سره د نویو اړیکو د رغولو په واسطه ځان ته یوه نوې نړۍ جوړه كړي.
نوی ځوان خپل وخت لکه د یوه ماشوم غوندې په کورکې نه تیروي، مکتب ته ځي او د خپلو انډیوالانو سره یو ځای د ځینو چارو په ترسره کولو کې ګډون کوي،چې پدې توګه یو نوی محیط د ده مخې ته راځي. د ځینو هغو ماشومانو لپاره چې د خپلو مور او پلار سره کلک تړلي دي د عاطفي ازادی لاسته راوړنه ستونزمن کار دی. بالاخره مستقل او ازاد ژوند ورته ستونزمن کیږي او دا د هغه د فردي او ټولنیزې نیکمرغی لپاره خنډ جوړوي.
د بلوغ په دوران کې له نوي ځوان نه د ازادی اخیستل د ده په زړه کې د قهر او دښمنۍ د رامنځته کیدو سبب ګرځي. هغه پلار او مور چې خپل اولادونه د ازاد ژوند کولو نه منع کوي، او نه یې پریږدي چې دوی پخپله تصميم ونيسي او په یوازې ځان یوکار ترسره کړي، په حقیقت کې د خپلو اولادونو په زړه کې د قهر او کینې بوټی کري. نوي ځوانان د استقلال هیله لري، هر څومره چې هڅه وکړو ترڅو دوی مستقل ژوند وکړي په همغه اندازه به د دوی په زړونو کې زموږ په وړاندې کینه او دښمني کمه وي.

3.    اقتصادي استقلال او حرفه اي روزنې ته اړتيا

د ذهني منطقي جوړښت د پیدا کیدو سره جوخت د استدلال، څېړنې او د ځوانی د سن د تجربو نه د علمي او منطقي پایلو د غوښتنو قوت هم زیاتیږي او د هنري استعدادونو یوه لویه برخه چې له ډول ډول خوندونو نه برخمنه ده اوس پیاوړې شوې ده.
پدې پړاو كې په نوي ځوان كې د فني او حرفه ای برانامو د درک سره يې مینه زیاته شوې او د هڅو او کار له نړۍ سره يې هغه يوې مطمېنې راتلونکې ته چمتو کړى.  له بلې خوا اقتصادي استقلال ده ته دا لار هواروي ترڅو د ورځنۍ لاسته راوړنې له مخې پانګه اچونه تمرین کړي البته د خپل پلار او مور د لارښونو په مرسته.

4.    په ټولنه کې په خپلو دندو او حقوقو باندې پوهیدو ته اړتیا:

نوی ځوان چې هر څومره کم وګڼل شي، په هماغه كچه پکښې د سرکشی او بغاوت روح پیاوړی کیږي، او د دې مسله د ثابتولو په موخه چې دی لوی شوی خپلې هڅې لا پیاوړې کوي چې منفي خوا ته يې کاږي. دی د استقلال د لاسته راوړنې په خاطر زیاتو فرصتونو ته اړتیا لري، پداسې حال کې چې د ده تجربې د غوڅ استقلال لپاره کمې دي او د ده سره مرسته نشي کولای. نوی ځوان یوازې په هڅو سره کولای شي چې ازادي لاسته راوړي.
موږ بايد پدې لاره کې هغه ته تجربي فرصتونه او زمینې برابرې کړو، ترڅو وکولای شي له يوې خوا په ټولنه کې ځانته ځای پیدا کړي او له بله پلوه د خپل ژوند د تکلیفونو او دندو سره بلدتیا ومومي او د مسؤلیتونو په قبلولو او د لارښونکي د لارښونې په مرسته اړینې تجربې لاس ته راوړي.
كه داسې ونه كړو نو سبا به داسې ځوان ترې جوړ شوی وي چې په خپل نفس به پوره باور نلري او خپل مسؤلیتونه او دندې به په ښه توګه نشي ترسره کولای، او ټولنیزو مسؤلیتونو ته به د ورننوتو تیاری نلري.

your ads

5.    د طبيعت او د هغه د قوانينو او علومو پيژندلو ته اړتيا:

انسان باید د طبیعت په نړۍ او هغه څه چې پدې نړۍ باندې حاکم دي ځان پوه کړي، د دې په څنګ کې د دې نړې د پیدایښت راز هم باید ورته معلوم وي، دغه معلومات سړی دې ته مجبوروي چې دی ښه اعمال ترسره کړي، همدارنګه د طبیعت په ساتنه کې مهم رول لوبوي، د طبیعت داسې پیژندنه چې ګواکي هغه د الله(ج) له نښو څخه دی، او د اسلامي ښونو پر بنسټ په هغې کې فکر کول، او د هغه قوانینو په نظم کې فکر کول کوم چې پر طبیعت باندې حاکم دي. بلاخره دا ټول څیزونه د الله(ج) په لویی او د هغه په ستاینه باندې ختمیږي.
په علومو کې فکر کول، او په ځان کې د علمي روحیې را ژوندی کول، د طبیعت د پوره والي او ښکلا پیژندل … دا ټول د نوموړو ټکو له مخې تر سره کیږي. نوی ځوان دغه ټولو معلوماتوته اړتیا لري تر څو پدې وپوهېږي چې په پیدایښت کې بېهودګي نامناسبه ده، او له هغې نه په ځای ګټه اخیستنه یوازې په قدرت، علم او په الله(ج) پورې دتړلې ارادې په مرسته تر لاسه کېږي. انسان داسې مخلوق دی چې الهی فطرت لري، د خپل ځان او ټولنې د وګړو په وړاندې مسؤل دی، ټول هغه څیزونه چې د ده دژوند په موخه د صحیح ګټې اخيستنې لپاره  ده ته ورکړی شوی یو الهی امانت دی. که چېرې دی خپل لیاقت او وړتیا وښیی، دالله(ج) خلیفه ګرځي او که چېرې و نه شي کولای او یا هم ونه غواړي، پرته له شکه چې د خپلو بد اعمالو سزا به ویني.

6.    اخلاقي روزنې ته اړتیا:

په کوچنوالي کې مو که له داسې موجود سره سروکار وي چې د رواني او اخلاقي بدلون له نظره د یوې بلې مرحله نه پیروي کوي، او نړی د ده په اند عبارت له هغه څیزونو نه ده چې دی یې ویني او حس کوي او د کورنی د لارښوونو په مرسته ژوند کوي. برعکس د ځوانی په وخت کې له یو بل موجود سره مخ یو، حالت پوره بدلون کړی، نوی ځوان د ځان روزنې او استقلال غوښتونکی دی. د ځان لپاره د ارزښت ټاکنې یو معیار ټاكي، په یوه ټولنیزه ډله پورې د تړلواحساس ورته پیدا کېږي، غواړي خپله آزادي وښيي. ځکه له دې نه چې ځان د داسې واقعیتونو سره جوړ کړي چې له وس نه لري وي، دی غواړي چې خپل ځان د لویانو پر وړاندې وځلوي، او تل په دې فکر کې وي چې د لویانو ټولنې ته ورننوځي، مګر باید له ځان سره د ژوند نقشه او د ټولنې د بلون او اصلاح لپاره غونډال ولري، او په هغه باندې کار وکړي. اوس په دغه ځای کې امکان لري چې ځوان له ډول ډول ستونزو اوشکونو سره مخ شي. دغه ستونزې او شکونه د دې باعث کېږي چې هغه اړیکې زیانمې ګړي کومې چې دی یې د خپلو دوستانوسره لري. یو نوی بالغ شوی ځوان په کلکه سره خپلو دوستانو ته چې له هر جنس څخه وي وفادار دي، د پلار او مور پواسطه د ده د دوستانو د ښوالي نه انکار کول هلک (نوی ځوان) ډیر په غوسه کوي. او سره له دې چې د ده ملګري به نیک خلک نه وي خو دی نور هم ورته نژدې کېږي.

7.    د هنري چارو ارزښت پېژندنې ته اړتیا:

هنر یوازې انسان ته ارزښت لري، د بشر د مغز روانې او جوړښتې فعالیتونه داسې روغول شوي چې هنر ده ته ارزښت مومي، د حیرانتیا ځای خو دا دی چې انسان سره له دغه ټولو ځانګړتیانو نه چې د هنر د پیدایښت او د هغې نه د ګټې اخیستلو لپاره یې لري، د انساني علومو مخکښانو په دې اړه فکر ندی کړی چې د بشر مغزي او رواني ځانګړتیاوې چې د هنر د منځته راتلواو د هغې د پیژندلو وسیله ده په ښه توګه درک کړي او  د ښوونې او روزنې له لارې د هغې د تقویې او ښه درک لپاره منطقي ګامونه پورته کړي.
ځوان د هنر په رشته ځان رغوي او نړۍ ته خپل هنر ښکاره کوي، د هغو سره باید مرسته وکړو تر څو د یوه هنرمند په توګه د هنر او ځوانی سره مخامخ شي. تر څو د بدلون پر دغه دوره کې دی د هغه شیطان نه روغ خلاص شي کوم چې د ده په کمین کې ناست دي، ځوان ښکلی وي ځکه هر څوک هڅه کوي چې دغه ښکلا لاسته راوړي. نو باید د ده هنري ژوند په هنري ډول سره وروزو، مګر یو ټکی باید له پامه ونه غورځو چې هنر باید د ده د روح د لوړوالی وسیله وي، نه د ناولتیا د ښودلو. هنر د ځوان د تعادل او هنري تقویت وسیله ده، که چېرې نیکه ګټه ترې واخستل شي ښې پایلې به ولري، که نه نو پرته له ځان ښودنې او ځان غوښتنې به بل څه نوي.

8.    د دیني او معنوي ارزښتونو پوهې ته اړتیا:

انسان د خپل ژوند په اوږدو کې ډول ډول اړتیاوې لري، د دیني اومعنوي ارزښتونو درک یو له بنسټیزو ټوکو څخه دی، دغه ارزښتونه تر بل هر چانه ځوان ته زیات اړین دي چې د خپل فکرپراخوالي ته ضرورت لري. ځوان هڅه کوي تر څو د کشف، منطق او استدلال له مخې هغه تر لاسه کړي. فطري اړتیا او په دیني مسایلو باندې د پوهیدو په موخه د یوه ځوان پوښتنو ته ځواب ورکول د دې سبب ګرځي چې دیني ارزښتونه د نوی ځوان په خټه کې ځای ونیسي، او دی د خپل ژوند په نورو فردي او ټولنیزو برخوکې یو متدین انسان معرفي کړي. که چېرې ځوان له دیني مسایلو سره بلدتیا حاصله نکړي نو دده په فکر او عقیده کې داسې نني او باندني عناصر پیدا کېږي چې هغه به دده د دیني آرونو(اصول) سره په ټکر کې وي، او د نوي ځوان د شخصیت بنسټ به ولرزوي.
د نوي ځوان مینه د دین سره په دوه بنسټونو ولاړه ده.
۱- د دین ښکلا او ریښتینوالی او داسې شخصیت کوم چې د یوه ځوان غوښتنه ده. په همدې موخه موږ باید دین په حقیقي او ښکلايیزه بڼه پرته له خرافاتو نه ځوان ته وروپېژنو.
۲- کیدای شي د یوه ټولنیز شخصیت د کموالي له مخې منځ ته راشي، یعنې یو انسان هغه وخت د کموالي احساس کوي کله چې دی دیوې کلکې او آرام ورکوونکې مبدأ سره په ارتباط کې نه وي، او په ټولنه کې دی د داسې څېز په لټه کې دی چې ده ته خوشحالي، اطمینان او هوساینه وروبښي، دا سې نوي ځوان ته چې زیاتې پوښتنې کوي اوغواړي چې دهر څه په حقیقت ځان پوه کړي باید لارښودنه وشي او دده پوښتنې باید ځواب ومومي، دده په ځواب کې ځنډ و نشي او یا هم باید بې ځوابه پرې نښودل شي، تر څودښمنان دده پاک ذهن له شکونو ډک نکړي.

9.    د کورنۍ په ارزښټ پوهیدو ته اړتیا:

کورنی باید د ټولنې د بنسټ په توګه وپیژندل شي، کورنی ژوند د بالغو ځوانانو لپاره زیات ارزښت لري، ماشوم د خپلې مور د ګرمې غیږې او پلار د مهربانی تږی دی، نو لدغه مینې نه محرومیت د دې سبب ګرځي تر څو وروسته بیا د ده په ژوند کې ستونزې او غیر طبیعي حرکات رامنځ ته شي، هغه ځوان چې له کورنی او ټولنې نه تښتي هغه دغه چار یوازې پدې موخه نه ترسره کوي چې ګواکي دی غواړي مستقل ژوند وکړي بلکه دی په پټه خوله سره د خپل مور او پلار نه سرټکوي او هغوی د خپل شخصیت په رغونه کې ملامت بولی، هغه مور او پلار چې خپل ماشوم ته پوره مینه ورنکړي نو دوی به په راتلونکې که د داسې ځوان زوی خاوندان وي چې هغه به بې تفاوته، بیکاره او د ټولنې سره په ټکر کې وي. خو مهربانه مور او پلار به خپل زوی هوښیار، ارام او داسې وروزي چې هغه به د ټولنې سره ښه چلند کوي. نوی ځوان باید د کورنی محیط د امن ځای وګڼي ترڅو د هغې په ساتنه خپلې راتلونکې ته خشباوره وي.

10.    د وخت د تنظيم زده كړې ته اړتيا

ویل کیږي چې د ځوانی دوران د سرګردانی دوران وي. پدې موده کې د ټولنې سره د ځان برابرول ستونزمن چار دی، ځوان د خپل شخصیت د ښودنې په حال کې دی، نو سره لدې چې د ژوند بنسټیز فرصتونه له لاسه ورکوي پدې نه پوهیږي چې زیا وخت چیرته او څنګه تیر کړي (انا فروید) پدې اړه وایی: د ځوان لپاره دا طبيعي ده چې په بې ثباتی او داسې توګه رفتار وکړي چې د وړاندوینې امکان ونلري. کله د خپل فکر سره جنګیږي او کله يې قبلوي، د خپل مور او پلار سره هم مینه لري او هم ترې نفرت، کله یوازې په کوڅو کې او کله هم د ځوانانو ډلې ته ورځي او خپل وخت هلته په خندا او د تیرو یادونو په یادولو… سره تیروي او فکر کوي چې د ژوند خوند همدا دی مګر کله چې د سن بل پوړ ته ورننوځي او خپل تیر وختونه په یاد راوړي له هغې نه سر ټکوي، که چیرې یو ځوان د نورو په مرسته د ځان لپاره یوه برنامه ورغوي نو کولای شي چې خپل هغه وخت چې په هغې کې دی کار نلري په سمه توګه وکاروي.
هغه وختونه چې سړی په هغې کې بیکاره پاتې کیږي تر بل هر چا نه يې ځوان زیات ضایع کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب