پښتو لنډۍ ۳۰- پیل په پ

پۀ پسرلي غونډۍ له خېژو ~ داتڼ منځ کې يې ګلان کرلي دينه
پۀ پښوچالاکه اوښه ګوډ شې ~ ديارديدن بۀ مې کاوۀ تېره دې کړمه
پۀ پورې کلي کې مين يم ~ ملک يې څوک دی ننواتې ورلېږمه
پۀ تا بۀ کوم مجلس روښان وي ~ زۀ شوم پتڼ درپسې شمعې لټومه
پۀ تاترو راشه جانانه ~ دخيبرلارې اپریدو نيولې دينه
پۀ تاکېدۀ پۀ مادې وکړۀ ~ پۀ نازولې لوردې وشه فسادونه
پۀ تروږمۍ کې رڼا راغله ~ ليلا پۀ تور اوربل کې غاټول ټومبلي دينه
پۀ تش کتودې لېونی کړم ~ جانانه مخ راواړوه چې صبرشمه
پۀ تش ديدن دې خوشالېږم ~ کۀ مې نصيب شوې بيا بۀ نۀ کړم ارمانونه
پۀ تصورمې زړګی شين شو ~ څودليدو مهال راځي خاورې بۀ يمه
پۀ تنارۀ ولاړې پېغلې ~ ډوډۍ دې نۀ خورم دديدن وږی ديمه
پۀ تورپيکي دې لېونی کړم ~ يايې غيچي کړه يايې غوټه کړه سرونه
پۀ توراوربل ګټلی مايې ~ اوس دې دبل غاړه کې واچول لاسونه
پۀ تورټوپک ويشتلی راشې ~ دبې ننګۍ احوال دې مه راځه مينه
پۀ تورټوپک مې وله ياره ~ داسې خومه وايه چې خولۀ نۀ درکومه
پۀ تورټوپک ويشتلی جوړشو ~ دسپينې خولې ويشتلی وينې تويوينه
پۀ تورټوپک ويشتلی نۀ يې ~ لۀ دې نريوچړومه ګرځه مينه
پۀ توردکن مې جانان ګل دی ~ زړۀ مې بلبل دی توردکن لره ورځينه
پۀ تورلحدکې بۀ نارې کړم ~ ټوټې ټوټې دخپل جانان لۀلاسه يمه
پۀ تورلحدکې بۀ نارې کړم ~ زۀ ارمانجن دسپينې خولې راغلی يمه
پۀ توروخاوروکې بندي شوې ~ قدرت مې نشته اوس دعادرته کومه
پۀ توروزلفوکې يې بندکړم ~ خلاصی مې نشته دافسوس ژړاکومه
په توروزلفوبۀ يې بندکړم ~ پۀ لونګين بۀ يې وهم ارام بۍ کړمه
پۀ توروسترګواشارت کړه ~ دخولې خبرې غمازان راته کوينه
پۀ توروسترګومې ړنده کړې ~ چې جانان نشته زۀ يې ولې تورومه
پۀ تومت مه شرمېږه ياره ~ تومت وسله ده ښۀ ځوانان يې ګرځوينه
پۀ تومتومې مه شرمېږه ~ پۀ ښوځوانانوپسې تل وي تومتونه
پۀ ټوکوټوکومې ګڼله ~ دجانان کډه پۀ رښتيالۀ کلي ځينه
پۀ جدايي سره جدا شوو ~ جانانه کله بۀ ديدن سره کوونه
پۀ جدايي دې لمبه نۀ شوم ~ اوښکې باران پرې وروم تن پرې ساتمه
پۀ جرمني ټوپک مې وله ~ زماپۀ زخمي زړګوتي مۀ وهه لاسونه
پۀ جګوغروکې دې مرګی شه ~ چې جنازه دې پۀ بروخووتړمه
پۀ جنازه کې مې ګل کېږده ~ چې دلاس نښه دې پۀ ګورکې وساتمه
پۀ جنکوکې لوړه راغله ~ لکه پۀ ونوکې خرماولاړه وينه
پۀ جوارۍ مې جانان بايلو ~ خالي لاسونه لۀ سپېرۀ ميدانه ځمه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب