انترنټ مې بيلارې كوي، څه وكړم؟

ژباړه: نثار احمد اسلام مل

پوښتنه:

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

څه وخت کیږي چې د  ځينې کارونو لپاره امریکا ته راغلي یم نو د یو څو مودی لپاره به له خپلې کورنۍ نه لرې یم. زما د کار محیط داسې دی چې زه باید ډیر وخت له انټرنیټ سره یم. کله چې زه له انټرنیټ سره کار کوم نو ماته داسی وړې سوداګریزې خبرتیاوی راځي چې پکې اکثراً د ښځو نيمه بربنډ عکسونه وي. او بعضی وختونه خو داسې کیږي چې له ماته ځينې نجونې بلنه راكوي چې هغوى په انټرنیټي کمرو کې وګورم. زه له دې ټولو سایټونو نه د الله (ج) د ويرې له امله ځان ساتم، خو کله داسې شي چې زه بیا د شیطان د غلبي له وجی دا سایټونه وګورم. بیا ماته یو ځل احساس پيدا شي چې زه خو ښه کار نکوم او په ډیر بد کار بوخت یم. او کله هم داسې شي چې زه بیا د خپلي ښځي سره د جنسی اړیکو کلکه اړتیا پیدا کوم.نو پوښتنه دا ده چې آیا په داسي شرایطو کی استمناء روا ده؟ زما هدف دا دى چې استمناء به ما د لوڅو عکسونو له لیدو څخه منع کړي او  ما به د سترګو له زنا نه وساتي.

ځواب

وعلیکم السلام و رحمته الله

ګرانه وروره! د خداى د شكرانې ځاى دى چې تاسې له دومره ستونزو سره سره بيا هم د اللهي مراقبت احساس كوى او خپل ايمان مو پدې كارونو باندې ځوروي، يقينا  چې بدمرغي هغه وخت راځي چې دا احساس له منځه لاړ شي او نور د ګناه په كولو سره د پښيمانۍ روحيه نه وې موجوده.

ګرانه وروره ! متاسفانه چې نن شرايط داسې راغلي چې اكثره محيطونه د فساد زانګو ګانې جوړې شوې دي.  ستا د ستونزې په هكله بايد وويل شي چې دا يې لاره نده چې په استمنا سره دې حل شي. كه څه هم چې علما وو د زنا د احتمال په وخت كې د استمنا جواز لدې امله وركړى چې په دوو زيانمنو كارونو كې يې هغه كوچنى يو دى خو دا كار پخپله د انسان شهواني غريزه نوره هم توپاني كوي او لا سړى دې جال ته ور د ننه كوي. استمناء چې په کلکه باندې غندل شوېده، د بدو کارونو د مخنیوي لاره نده.

بلکه ډیره اسانه لار یې داده چې ته دا شان شیان ونه ګورې.

د حل لاره:

کله چې تاسو ته یو بد فکر به زړه کیږي باید څه وکړﺉ؟

•    له الله تعالی نه  بښنه وغواړى( استغفر الله)

•    د شیطان له شر نه خلاصون وغواړﺉ (اعوذ با الله من الشیطان الرجیم)

•    کوم کارونه چې تاسوته د بدو فکرونو د راتلو سبب ګرځي، هغه کار ژر پریږدﺉ( د مثال په ټوګه هغه صفحې چې پکې خراب تصویرونه دي هغه صفحی بندې کړﺉ)

•    بیا الله تعالی  ته د زړه له كومي شکر وباسئ چې تاسو ته یې د شر په مقابل کی توان درکړ (الحمد لِله). دا کار به شیطان نا هيلى کړي او ستاسو تصمیم ته به قوت وروبښي.

•    هر وخت مو چې لمونځ کولو، له الله تعالی نه د خپل ځان حفاظف وغواړﺉ. که ته د الله تعالی لور ته په صادقانه توګه لاړ شې هغه به ستا توبه قبوله کړي او تا به له دې ټولو ستونزو څخه خلاص کړي.

•    تل د لمانځه ، تلاوت او مسنونه اذكارو خيال ساته او اللهي مراقبت په ځان كې ژوندى ساته

•      تر څو چې دغلته يې نو كوښښ وكړه چې حتما پدغې ځاى كې له مسلمان دعوتګر سره اړيكه ټينګه كړې او وخت نا وخت ورسره وګورې.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب