په کورونو کې د لمانځه احکام

خلکو د کرونا وایرس باندې د نه اخته کیدو له ویرې وقایوی تدابیر نیولي دي او په کورونو کې پاتي کیږي، نو په موقت ډول لمنځونه په کورونو کې ترسره کوي، همداسې مکاتب او مدارس او نور دینی اجتماعات د کرونا وایرس د خپریدو له امله تړل شوی دي. د وبا د نه خپریدو په خاطر علماء کرامو په مختلقو هیوادنو کې فتوی ګانې صادره کړي دي چې لمونځو په خپلو کورنو کې ترسره کړئ.

نو په مختصر ډول هغو احکامو او مسائلو ته چې په کورنو کې دلمانځه اړوند کیږي اشاره کوم.

په کور کې لمونځ

څوک چې د جماعت د لمانځه پابند وي او زړه یې مسجد سره تړل شوی وي او همیشه لمنځونه په مسجد کې ترسره کوی، خو د څه مشکل او عذر په وجه ترې مسجد او جماعت پاتی شي نو پوره او کامل اجر به ورکول کیږي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ( اذا مرض العبد او سافر کتب له مثل ما کان یعمل مقیما صحیحا) رواه البخاری. یعنی که څو ک مریض شو او یا په سفر ولاړ نو هغه ته د مقیم او روغ سړی غوندې اجر لیکل کیږي. یعنی که څوک کوم شرعی عذر له امله له مسجد نه پاتی کیږی او په کور کې لمونځ ترسره کوي نو الله تعالی به هغه چا په شان اجر ورکوي لکه چې په مسجد کې یې ترسره کوي.

کرونا وبا هم یو شرعی عذر دی چې خلک مسجد ته تلو څخه منعه کوي او په کورونو کی لمونځونه ترسره کوي، نو پدی مطمئن اوسئ چې ستاسو لمنځونه په کورو کې داسی دي لکه تاسې یې چې په مسجد کې په جماعت سره ترسره کوئ.

نو پداسی حالاتو کې شریعت مونږ ته دا اجازه راکړی ده چی په کورونو کې لمنځونه ترسره کړو په کور کې یو مشخص ځای دلمانځه لپاره وټاکو او لمنځونه پکې ترسره کړو

جماعت

که چیرته دوه او یا ډیر سره یو ځای شوو نو لمونځ دي په جماعت سره ترسره شي، برابره ده که دوه سړي وی یا یو سړی او محرمه ښځه یا یو سړی اویو ماشوم، په دواړو حالاتو کې کولای شی چې په جماعت سره لمونځ ترسره کړئ.

په صفونو کې په ترتیب سره لومړی سړي، بیا کشران، او ورپسی ښځی اودریږئ. او که چیری دوه نفره ول نو یو دې امام شی اوبل دې ښی طرف ته ورسره څنګ کې اودریږي که سړی وی یا ماشوم.

که ښځه وغواړي په جماعت کې شرکت وکړی نو د سړی شاته دی اودریږي اګر که د محارمو څخه یی هم وي او د امام او سړیو سره یو ځای نشی دریدلی. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د انس رضی الله عنه سره جماعت لمونځ ترسره کاوه نو ام سلیم رضی الله عنها یی شاته ولاړه وه.

د ښځی لپاره جایز نده چی د سړیو امامت وکړی اګر که خپل خاوند، زوی یا بل کوم محرم یې هم وي.

دهر وخت لمونځ په خپل وخت سره ادا شی او بغیر د کوم عذر څخه ناوخته نشی.

د هر لمانځه لپاره باید اقامت وویل شی.

د هر لمانځه نه وروسته اذکار ویل سنت دی.

دهر لمانځه نه مخکی او ورسته رواتب سنتونه باید ادا شی.

ابو حنيفه اسلامي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب