په ښځوکې دتي دسرطان ناروغي

په ښځوکې دتي دسرطان ناروغي

داناروغي په ټوله نړۍ کې هرکال دزرګونوانسانانوژونداخلي چې په ښځواونارینه وودواړوکې منځته راتلای شي خوپه نارینه وو کې یی پیښي ډیري کمي لیدل کیږي خو دورسته پاتې هیوادونوپه پرتله یی په پرمختللوهیوادونوکې پیښي ډیري لیدل شویدي اما دمړیني پیښي یی بیا په بیوزله ټولنوکې ډیري دي ، خوله بده مرغه زموږپه هیوادکې یی پیښي دتیرو کلونو په پرتله زیاتي شویدي خوداچې ددي ناروغۍ دڅیړنې په موخه یوملي څیړنیزمرکزیا انسټیټیوټ نشته نوکره پیښي یی د اړوندواداروسره په لاس کې نشته خودکلینکي تجربو له مخي داسې ښکاري چې پدې وروستیولسوکلونوکې یی پیښي زیاتي شویدي چې په لاملونوبه یی وروسته خبري وکړو . دامریکادسرطان دڅیړنودملي انسټیټیوټ دشمیرو پر بنسټ په ۲۰۱۴ ز کال دامریکا په متحدوایالاتوکې نیږدي ۲۳۲۶۷۰ نوي پیښي په ښځوکې چې لدي شمیروڅخه یی ۴۰۰۰۰ د مړیني پیښي ، او ۲۳۶۰ نوي پیښي په نارینه وو کې چې ۴۳۰ دمړیني پیښي یی له ځانه سره لرلي ولیدل شوي ، اویوه بله څیړنه چې په ۲۰۱۲ ز کال کې شویده ښیی چې په ۲۰۱۲ ز کال په ټوله نړۍ کې نیږدي ۱.۶۸ میلیونه ښځي پدې ناروغۍاخته وي چې لدي ډلي یی ۵۲۲۰۰۰ د مړیني پیښي درلودي ، نوي څیړني څرګندوي چې په تور پوستوکې د تیونودسرطان پیښي دنورو نژادونوپه پرتله ډیروالی ښیی او دا ناروغي په ۵۵-۶۴ کلنوښځوکې ډیره لیدل شویده .

ددي ناروغۍ نښي نښاني !

۱- په تي کې دغوټي پیدا کیدل : د تي دسرطان له مهمو نښوڅخه شمیرل کیږي چي عموماٌ له درد سره یوځاي نه وي نو له همدي کبله ناروغ ډاکټرته دتګ اړتیا احساسوي خودغوټي د لمسولوپه مهال به داغوټه نا منظمه وي اوپه خوځولوسره به ګرځنده نه وي اوډیری وخت به له ټینګولو سره درد کوي نوځکه باید دمعا یني په مهال د ډاکټرلخوا دلاس پواسطه په ځیر سره معاینه اوټولي خواووي یی باید په ځیرسره لمس شي چي له دقیق تشخیص سره ډیره مرسته کولای شي .

۲- دتي د څوکي دنني خواته ننوتل : داهم دسیني دسرطان له مهمونښوڅخه شمیرل کیږې چي ډیری وخت ورسره دتي غټیدل اودتي له څوکي څخه دمایعاتوراتلل چي کله کله دشیدورنګه افرازاتوپه بڼه له تي څخه دباندي راوځي خوپه ډیر وصفي ډول کي دهمدي برخي پوستکی دنارنج دپوستکي په څیرژیړاو ګونځي وي چي دمعایني په مهال بایدپه پام کې ونیول شي .

۳- دتیونودګزکي کیدوپه څیرنښي : چې دې ډول ته یی Inflammatory Breast Cancer هم وایی چي ډیری وخت دسیني دابسي په څیرنښي لري یعني سینه ورسره ګرمه ، سره ، دردمنه اوښایی پړسیدلي وي اوکله کله خارښ اودتي دسر دننه خواته ننوتل هم لیدل کیږي خوپدي ډول کې په تي کې غوټه اکثره وخت نه وي اویا وروسته پیداکیږي اوپه پرمختللو حالاتوکې دتي دپوستکي ګونځي کیدل هم لیدل کیدای شي خوداډول په لومړنۍ مرحله کې نه تشخیصیږي ځکه ډاکټرفکر کوي چې دتي ابسي ده اوډیری ډاکټران د تي دابسي په لوحه کې داډول ناروغان تردرملني لاندي نیسي خوښه به داوي چې پدې ډول پیښوکې له ناروغ څخه دقیقه تاریخچه واخیستل شي اوهم دي دسیني سرطان له پامه نه غورځول کیږي .

۴- درد : دناروغې په تي یا سینه کې به دردشتون نلري خوډیرپه ندرت سره دردپه تي کې احساسیږي خودادرد ډیری وخت شدید نه وي اویوډول دروند درد دی خویواځي هغه مهال چي سرطان په پرمختللي حالت کې اویانوروګاونډیوغړوته یی میتاستازیاسرایت کړی وي کیدائ شي چې دردشدیداو کله کله درد دتخرګ ، غاړي اولاس خواته هم خپریږي چې په موقته توګه ددرد ضد درملوسره آرام اوبیا وروسته بیرته پیلیږي چې ځیني ناروغان په ژامه اوهماغه خوا مخ کې هم ددردا حساس لري اودناروغۍ له پرمختللو نښو نښانو څخه شمیرل کیږي خویواځي ددردشتون دتیونودسرطان په معنی نده اوهم دیادوني وړبولم چې دتي شدیددردونه ډیری وخت دتي په ابسي ، سیستونواویا نوروMasteopathies کې شتون لري چي بایدپه پام کې ونیول شی .

۵- ځینې نوري مغلقي نښي : دانښي په ټولیزه توګه دتیونودسرطان په پرمختللوپیښوکې لیدل شویدي چې د Paget’s disease of the breast پنامه هم یادیږي چي پکې دتي دڅوکې په شاوخوا دخارښت شتون ، سوروالی ، ددي برخي د پوستکي درنګ کمیدل ، دپوستکي ګونځي کیدل اوپه پرمختللو پیښوکې دتي شدیددردونه ، دسوځیدني احساس ، دتي حسا سیدل او له څوکي څخه یی د خیرنو اویاوینه لرونکوافرازاتوراوتل مهمي نښي جوړوي .

۶- نوري غیروصفي نښي : دانښي هغه مهال لیدل کیږي چي سرطاني حجري نورغړي اخته کړي اوپدي ډول دهماغو غړوپوري اړوندنښي منځته راځي چي ډیری وخت ورسره دوزن کموالی له ورایه لیدل کیدائ شي اوځیني نوري نښي لکه دسر اووروزود ویښتانورژیدل ، تبه ، لړزه ، دهډوکواوبندونودردونه ، ټوخی ، زیړی ، دعصبي سیستم پوري اړوندې ځینې نوري نښي نښاني چي ډیري نوري ناروغۍ یی هم تمثیلوي منځته راځي ؛ دیادوني وړده چي دتی سرطان عموماٌ هډوکو ، مغزو ، یني او سږوته تر ټولو ژر خپریږي .

ددي ناروغۍ لپاره مسا عدونکي لاملونه !

۱- هغه ښځي چې سګرټ څکوي اویا الکول خوري هغوي له ۳۵-۵۰٪ دتیونودسرطان له ګواښ سره مخ دي .

۲- دامیندوارۍ ضد درملوکارونه که هغه دخولي اویا دستنوله لاري وي په ځانګړي توګه هغه ښځي چي دسرطان کورنۍ تاریخچه ولري ؛ خودیوه ډاکټرپتوګه زه ټولوښځوته دامشوره ورکوم چي په زیږون کي دوقفي په موخه دي له درملو کارولوډیره ګته نه اخلي اوپدي موخه نوري بي ضرره لاري چاري شته چي باید ګټه تري واخیستل شي .

۳- سقطونه که هغه دروغتیایی ستونزواویا نوروموخولپاره وي په ښځوکې دتیونودسرطان خطرزیاتوي .

۴- هغه میندي چي ماشومانوته یی خپلي شیدي نه ورکوي دسیني دسرطان له ګواښ سره مخامخ دي اوهم باید زیاته کړم چي بي اولاده اویا هغه ښځي چي په ځنډ ودونه کوي داولادلرونکوپه پرتله ډیري دتي په سرطان اخته کیدلای شي .

۵- ارثیت اوکورنۍ تاریخچه یعني هغه ښځي چې دپلاراویا مورلخوایی په کورنیوکې دسرطان پیښه لیدل شوي وي باید له ډیراحتیاطه کارواخلي اووقایوي لاري چاري په پام کې ونیسي .

۶- ځني کیمیاوي مواد لکه عضوي محللونه ، تیزابونه ، کیمیاوي وړانګې ، Polycyclic aromatic hydrocarbons Polychlorinated biphenyls ، اوداسي انګیرني هم شتون لري چي په وروستیو۳۵ کلونوکي په ځانګړي توګه په افغانستان کې ښایی دتیونودسرطان دډیریدویولامل دوژونکووسلوکارول وي اوهم یوشمیرڅیړني ښیی چي دلمر ماورأ‌بنفش وړانګي هم دتیونود سرطان په منځته راتلو کې رول لري .

۷- دیوشمیرخوراکي توکو ډیره کارونه لکه غوړي ، تیارشوي یا کانسروخواړه اوځني رنګه شیرني یا شربتونه ، ترخه او مساله لرونکي پاکټي خواړه لکه پاپړاوداسي نوردسیني په سرطان کې رول لري .
۸- یوشمیرناروغۍ لکه شکر ، دنوروغړوسرطان اوچاغوالی هم دتیونودسرطان دمنځته راتلوخطرزیاتوي .

دتیونودسرطان پتالوجیکه څیړنه !

دښځوپه تیونوکې نیږدي ۸۰٪ دشیدوپه لیږدونکوقناتونوکې سرطان پیداکیږي چي دDuctal Carcinoma پنوم یادیږي اوپاتې ۲۰٪ یی دشیدوپه جوړونکوغدوکې منځته راځي چې د Lobular Carcinoma پنوم یادیږي اوبیا ورو ورو شاوخوانوروانساجو ته خپریږي اوسرطاني غوټه جوړوي ، اوداهغه وخت دی چې ناروغه پخپل تي کې غوټه احساسوي . په نورمال حالت کې دتي حجري داړتیا له مخي ویشل کیږي اوله نوروحجروسره نښلي اوپه نووحجرواوړي اودالړۍ ترهغه دوام کوي ترڅونسج منځته راشي چې بیا له یوي ټاکلي مودې وروسته داحجري مري اوکه ورته اړتیانه وي نود حجروي ویش اوډیریدودالړۍ ودریږي کمه او یا زیاتیږي چي داپروسه دانساني بدن داړتیاله مخي عیاریږي خوله بده مرغه په سرطاني پیښه کې دانورماله پروسه له منځه ځي اویومعکوس حالت غوره کوي خودانسان معافیتي سیستم داغیر نورماله پروسه نشي زغملائ اوددي حالت دلمنځه وړلولپاره یوشمیرعکس العملونه منځته راځي ترڅوجوړشوي سرطاني انساج لمنځه یوسي خوله بده مرغه دسرطاني حجروچټک ډیروالی معافیتي سیستم مغلوبوي اوپدي ډول سرطاني غوټه جوړیږي چي بیاورووروګاوندۍ حجري اولمفاوي سیستمونه تربریدلاندي نیسي اودبدن نوروغړوته هم خپریږي .

ددي ناروغي تشخیص !

دکلینیکي نښونښانوله مخي ددي ناروغۍ پیژندنه ستونزمنه نده خومهمه داده چي داناروغي باید په لومړۍ مرحله کې تشخیص شي ، په هرصورت دپورتنیونښونښانوپه ځانګړي توګه په تي کې دغوټې په منځته راتللوناروغ بایدژرترژره ډاکټرته ورشي اوهم یی دښه اودقیق تشخیص په موخه Mammography اودغوټي څخه دبایوپسې دمعاینې په مټ د نمونې اخیستنه چي په لابراتوارکې تر پتالوجیکوڅیړنولاندې نیول کیږې په دقیقه توګه دتیونودسرطان شتون ثابتوي اوهم په خطي پروب په دقیقه توګه دالټراساونډ ، اوMRI دمعا ینوپه مټ هم کولائ شودتیونودابسي ، سیستونواوکتلوترمنځ توپیر وکړوخوالټراساونډله تشخیص سره مرسته کولای اومشکوک ناروغ پیژندلی شي اوهم په هرځاي کې دلاسرسۍ وړدی .

ددي ناروغۍ درملنه !

له بده مرغه تراوسه ددي ناورغۍ دبشپړې لمنځه وړنې لپاره درمل ندي موندل شوي خوبیاهم دوړانګو ، جراحي اویوشمیردرملو پواسطه کولای شودسرطان له چټک پرمختګ څخه مخنیوی وکړواویایی لږترلږه پرینږدوچي نوروغړوته وغزیږي . دتي سرطان په څلورولاندینیوپلانونوکې تردرملني لاندې نیول کیږې چې دلوستونکودمعلوماتولپاره به ترې لنډه یادونه اړینه وي . ۱-Hormone Blocking Therapy : هغه سرطان چې استروجن هورمون یی دودې لامل ګرځي لدې ډول درملوګته اخیستل کیږې لکه Tamoxifen ، Anastrozoleاو Letrozole . ۲- Chemotherapy : په ځانګړي توګه هغه ناروغان چي د سرطاني غوټوپرمختګ یی له استروجن هورمون سره اړیکه نلري لدي ډول درملني څخه ګټه اخیستل کیږي اودوه درملیزرژیمونه لری چي یویی د AC پنوم یادیږي اوپکې Cyclophosphamide + Doxorubicin شامل دي ، اوبل درملیزرژیم یی د CAT پنوم یادیږي چې درې درمل پکې شامل دي چي کیدای شي له ۳-۶ میاشتو پورې وکارول شي لکه Cyclophosphamide+Methotrexate+Fluorouracil . ۳- Monoclonal antibodies : دادرملیزرژیم دانسان معافیتي سیستم پیاوړی کوي ترڅوپه چټکۍ سره پرمختلونکی سرطاني بهیر ودروي اوکولای شي له ۵-۱۵ کلونوپورې دناروغۍ مخنیوی وکړي چې ښه بیلګه یی د Trastuzumab درمل دي . ۴-Radiotherapy : دارژیم عموماْ له جراحي عملیی وروسته کارول کیږي اوکولای شي له ۵-۱۰ کلونوپوري په ۵۰-۶۶٪ ناروغانوکې دسرطاني غوټوله بیا پیداکیدواویانوروغړوته یی له غزیدومخنیوی وکړي .

دتي له سرطان څخه څنګه مخنیوی کیدای شي ؟

۱- هغه ښځي چې دسرطاني ناروغیوکورنۍ تاریخچه ولري باید دامیندوارۍ ضددرمل ونه کاروي ، ماشومانو ته دي خپلي شیدي ورکوي اوله سقطونوڅخه دې په کلکه ځانونه وساتي .

۲- دسګرټوله څکولواوالکولوله کارولودي جداْ ځانونه وساتي .

۳- ډیرغوړین خوراک دي نه کوي اوهم دي له کنسرو ، تندو اومساله لرونکوخوړوډډه وکړي اوله سبزیودي ډیره ګټه اخلي .

۴- ښځي باید دوزن له ډیریدوځان وساتي اوکه امکان ولري منظم دي دورځي یویا نیم ساعت ورزش کوي .

۵- که په تي کې دغوټي دشتون احساس وکړي بي له ځنډه دي ځان ډاکټرته ورسوي ځکه ژرتشخیص ښي پایلي لري .

۶- په غربي نړۍ کې ځیني ښځي چې دتي دسرطان کورنۍ تاریخچه لري مخکي لدي چې پدې ناروغۍ اخته شي دجراحي عملیی پواسطه خپل تي غوڅوي چې داهم دسرطان په مخنیوي کې غوښن رول لوبوي .

۷- هغه ښځي چې دتي دسرطان کورنۍ تاریخچه ولري باید لږترلږه په هروشپږومیاشتوکې ددي ناروغۍ لپاره اړین معاینات وکړي

۸- لکه څیړنوچې ښوولي ده دلمرماورأبنفش وړانګې دتیونودسرطان خطرزیاتوي نوښځي باید داسلامي حجاب ځانګړی خیال وساتي اوبایدیادونه وکړم چې په غربي نړۍ کې دتي دسرطان دډیروالي یولامل ګڼل کیږي .

۹- هغه ښخي چې پدي ناروغۍ اخته دي باید دخپل معالج ډاکټرله مشورې پرته هیڅ ډول درمل ونه کاروي اوتل دي دخپل معالج ډاکټردټیلیفون شمیره له ځانه سره ساتي اوله خپلسرودرملنودې په کلکه ځان وژغوري .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب