په ټولنه کې د کسب او کار ارزښت

که موږ غواړو د یوې ټولنې د پرمختګ او وروسته والی معلوم کړو نو باید وګورو چې په هغه ټولنه کې خلک کار کوي او که نه؟ اوکه کوي یې نو څه قسم کار ؟

همدا کسب او کار دی چې انسان ته قوت وربخښي او انسان مخکې بوځي او د ژوند اړتیا یې پوره کوي او که کوم کس برعکس کار نکوي نو هغه کس ضعیف، وروسته یا پاتي بلل کیږي.

لیکنه: کامران ملک، د پوهنتون استاد

بې کاره ژوند داسې دی لکه یو انسان چې بې اوبو ژوند کوي، ایا بې اوبو ژوند کول ممکن دي؟
که د اسلام مبارک دین ته راشو نو اسلام هم کسب ګر او کارګر ته ډیر اهمیت ورکړی او هغه یې د خدای جل جلاله دوست ګڼلی. خو بیا دا هم مهمه ده چې ایا یاد کس د کوم کار توانایي لري؟ یا په بله اصطلاح د پوهې سطحه یې په کوم کار کې لوړه ده او یا یې کوم کار ته بدني جوړښت برابر دی؟

کیدای شي ووایو چې یو شخص کم بدني قوت لري او یواځې کولای شي چې د ښوونکي دنده پرمخ بوځي کوم چې یې خلک ډير قدر کوي اما بل شخص بیا داسې کار کوي چې فزیکي جوړښت یې ورته اماده وي او یاد کار په اسانه توګه ترسره کولای شي.

یوه ټولنه راز راز کارونو ته اړتیا لري دچا ذهني قوت که زیات وي نو هغه یو علمي کار مخ ته وړي په بل طرف که څوک په فزیکي لحاظ قوي وي کیدای شي نور کسبونه غوره کړي لکه دوکانداري، مستري توب، ساعت، مبایل جوړول، کلالي او داسې نور…

خو مهمه خبره دا ده چې د ټولنې یوه برخه وګړي لکه څرنګه چې په ځنې ټولنو کې عامه ده باید کسب ګرو ته په بده سترګه ونه ګوري او برعکس یې مختلف کسبونو ته وهڅوي.

دلته چې څومره د کار خبره مهمه ده، هومره د کار څرنګوالی هم تریو حده مهم دی، ځکه په ټولنه کې یو قسم کارونه ډیره ګټه لري خو په بل طرف کم زیار پکې شامل وي، دا ډول کارونه اکثره د ټولنې په بد اخلاقه کولو کې مهم رول لوبوي.

سود، قیمار، د شرابو، چرسو، نشه یی توکو، د انسانانو په غیر قانوني توګه قاچاق، د ښځو، غیراخلاقي فلمونو او د پردي بد فرهنګ ښودونکي فلمونو او لباسونو کاروبارونه هغه څه دي چې زموږ د ځوانانو او ماشومانو د بې لارۍ او بداخلاقه کولو باعث ګرځی. د ټولنې تجاران دا مسؤلیت لري ترڅو دداسې کار کولو پرځای یوې ټولنې ته د مثبت شیانو د تولیدولو، صادرولو او یا له بل هیواده واردولو فکر وکړي لکه قلم، کتابچه، علمي کتابونه، علمي مجلې، علمي او دیني سریالونه او داسې نور.

هغه تجاران چې د پوډرو، شرابو یا نور ناوړه کار کوي نو لمړی یې خپل اولاد په یاد مرض اخته کیږي او بیا د ټولنې د ځوانانو په بربادۍ کې مهم رول لوبوي، کسبګر یا تجار چې کوم شی ځان ته او خپل اولاد ته نه خوښوي نورو ته یې هم باید خوښ نکړي.
د یو کار په شروع کولو یا کولو کې نورې ځنې نقطې چې قدرمن کسبګران یې باید په ذهن کې ونیسي دا دي:
1. صداقت او ریښتینولي او له درواغو ځان ژغورل
2. له ډیر قسم خوړلو ځان ساتل
3. درواغ ویل یا د جنس عیب پټول
4. حلال او شرعي لحاظه رواء کار یا کسب
5. د سود نه خالي کاروبار: ځکه سودخور سره خدای د جنګ اعلان کړی
6. په کار کې له شک او شبهی ځان ساتل
7. له دوکې، چل او فریب نه ځان ساتل
8. د غلی او خوراکي موادو ترډیره ذخیره کول ترڅو قیمت یې لوړ شي او بیا خرڅ کړای شي
دا ټول هغه شیان دي چې کسبګر، کارګر او تجار باید ترې ځانونه وساتي، ترڅو ټولنه په ښه طرف لاړه شي نه دا چې دوی یې یاده ټولنه د زوال طرف ته بوزي.

که چرته یو تجار او کارګر په واقعي توګه وګوري او پورته نقطې له یاده ونباسي نو دده کار یا تجارت عبادت ګڼل کیږي او د حدیث په وینا: صادق او امین تجار د نیکانو او شهیدانو سره د قیامت په ورځ راپاڅیږي. ددی ترڅنګ صادق تجار او کارګر کولای شي ټولنه او د ټولنې زیات وګړي له شر، جنګ او بیکارۍ وژغوري او په کار او روزګار یې کړي او دعاء یې واخلي.

د هر هیواد دولت دا مسؤلیت لري چې کارګرو ته د کار پیداکولو زمینی مساعدې کړي ترڅو خلک له بدو کارونو او جنګونو نه د حلال رزق په ګټلو بوخت شي او بیا د دولت دا هم مسؤلیت جوړیږي چې کارګرو او تجارانو ته سهولتونه اماده کړي ترڅو خلک د کاروبار شروع کولو او کار کولو طرف ته تشویق شي نه دا چې دولت د تجارت شروع کولو پروسه دومره سخته کړي چې د تجارانو ترې زړه تور شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب