د مصیبت او تاوان رسیدلو په وخت کې د غمګینۍ او پښیمانۍ خبرې مکوه!

وإن أصابك شيء فلا تقل : لو أني فعلت لكان كذا وكذا ولكن قل قدر الله وما شاء فعل فإن – اللو – تفتح عمل الشيطان. [مسند ابي يعلي6251]

ژباړه: که یو شئ در ورسیږی نوته داسی مه وایه چی کچیری می داسی کړی وائ نو داسی او داسی به سوی وائ بلکی ووایه د الله تقدیر وو هر کار چی الله یې وغواړی کوی یې ځکه چی لو(کچیری) عمل دشیطان را خلاصوی.
توضیح: یعنی کله چی د یومصیبت سره مخامخ کیږې نو داسی مه وایه چی کچیری می داسی کړیوائ او یا داسی سویوائ نو دغه مصیبت به نه را رسیدلائ ځکه چی دداسی خبرو کول انسان ته دروازې دشیطانی کارونو او باورونو خلاصوی چی هغه د الله پر قضاء او قدر پښیمانی او غمګینی ده او پر الهی تقدیر باندی یو قسم نیوکه او اعتراض دئ.
بس سړئ به داسی وایې: چی الله پاک په تقدیر کی همداسی لیکلی وه ارومرو دغه پیښه کیدل. او دالله پاک خپله خوښه ده چی کوم شئ وغواړی هغه کوی هیڅوک او هیڅ شئ یې مخه نسی نیولائ.

په بل حدیث کی راځی:اﺣﺮﺹ ﻋﻠﻰ ﻣﺎ ﻳﻨﻔﻌﻚ ﻭﻻ ﺗﻌﺠﺰ، ﻓﺈﻥ ﻏﻠﺒﻚ ﺃﻣﺮ ﻓﻘﻞ: ﻗﺪﺭ اﻟﻠﻪ ﻭﻣﺎ ﺷﺎء ﺻﻨﻊ، ﻭﺇﻳﺎﻙ ﻭاﻟﻠﻮ ﻓﺈﻥ اﻟﻠﻮ ﺗﻔﺘﺢ ﻋﻤﻞ اﻟﺸﻴﻄﺎﻥ. [مسند ابی یعلی6346] ژباړه: پرهغه شی باندی کوښښ وکړه چی تاته ګټه رسوی او مه ناتوانه کیږه که یوشئ درباندی غالبه سو نوداسی ووایه: د الله تقدیر دئ کوم شئ چی دالله خوښه هغه کوی او ځان دلو (کچیری) څخه وساته ځکه چی په هغه باندی دشیطان دکار دروازه خلاصیږی.

یعنی تل دځان لپاره د ګټی د لاسته را وړلو په هڅه کی وسه او ځان ناتوانه مه بوله خو که په یوکار کی ناکامه سوې او ستا ناخوښه حالت درباندی راغئ نو داسی ووایه چی دا دالله تقدیر دئ کوم شئ چی الله یې وغواړی هغه کوی.
او هیڅکله داسی مه وایه: کاشکی می فلانئ کار نوای کړئ او یا که می فلانئ کار نوائ کړئ نو داسی به نه کیدل. ځکه چی دداسی خبرو په کولو پر انسان د شیطانی کارونو او باورونو در وازې راخلاصیږی چی هغه د الله پاک پرتقدیر پښیمانی او غمګینی ده او یوقسم اعتراض دئ پر تقدیر باندی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب