دخوشحال بابا په اشعارو کې اخلاق

وړاندې تردې چې زه دخوشحال خان باباپه اشعاروکې اخلاق وڅيړم لومړی به ووايم چې اخلاق څه شی دي؟

يوکامل مؤمن بايدڅرنګه اخلاق ولري؟ دې پوښتنوته زه غواړم چې په مفصله توګه ځوابونه ورکړم.

اخلاق څه ته وايي؟

د اخلاقو کلمه اصلاً د خُلق له کليمې څخه اخيستل شوي ده چې درفتار، ښې کړنې اوتګ لارې ته وايي، اوپه اصطلاح کې اخلاق عبارت دحقوقواداکول اورعايت کول دي.

ياپه بل عبارت سره اخلاق يولړمعيارونه، تګ لارې اوکړنې دي چې په ټولنه کې دوګړوله لوري منل شوي وي.

داخلاقوپه اړوند د تهران د پوهنتون استادحسن ((مظاهري)) وايي: (( رويه پسنديده رااخلاق ګويد)) يعنې يوې قبولې شوې اومنل شوې کړنې ته اخلاق وايي. اوترټولودروندشی دميزان په تله کې ښه اخلاق دي. نولومړنی کس چې مونږله هغه سره له حسنه اخلاقوکارواخلوهغه دالله تعالی واحدذات دی ولې؟ ځکه چې الله تعالی مونږته په زرګونونعمتونه وړياراکړي دي.

داسې ويل کيږي چې يوه ورځ له حضرت بي بي عايشه رضی الله عنها څخه چاپوښتنه وکړه چې درسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق څنګه ‌‌ؤ؟

هغې بي بي ورته وويل: درسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق له قران څخه اخيستل شوي. يعنې هغه څه چې قران بيان کړي ؤ منل يي اوهغه څه چې منع کړی ؤ هغه يي نه منل .

داؤداخلاقوپه اړوندلنډمعلومات چې وړاندې شو اوس به ورشودپښتودژبې دتورې اوقلم خاوندښاغلي خوشحال خان خټک په اشعاروکې به وڅيړوچې دخوشحال بابا له نظره اخلاق څه شی دي؟ اوانسان بايدڅرنګه اخلاق ولري؟

خوشحال باباهغه سړی چې ښه خوی لري په خپل شعرکې يي داسې انځورکړی دی:

ښـــــــــــــــه ســــــــــــړی د چاپه بدو نظرنه کا

که څوک بد ورسره کاندې دوی به ښه کا

په بارداره ونه تــل وريږي کاڼــــــــــــــــــــي

ورته ګوره چې بارداره ونه څـــــــــــــــــــه کا

يعنې ښه سړی هغه څوک دی که له هغه سره خلک بده کړنه کوي نونوموړی ورسره ښه کوي.

يعنې ښه سړی ډيروړاندې ګوري اوله خوراډيرې حوصلې څخه کاراخلي په معمولي خبروهيڅ غبرګون نه ښيي اودتل له پاره دمضبوطې ارادې خاوندوي. په دوهم بيت کې خوشحال بابا يوښه کرداره سړی له يوې بارداره ونې سره ورته بللی دی يعنې يوه ميوه لرونکې ونه باندې خلک تيږې اوروي ترڅوميوه ترلاسه کړي مګربارداره ونه دمعمول په شان کال ته هماغسې ميوه راوړي اوخلک ترينه ګټه اخلي، يعنې په ونه کې کوم بدلون نه رامنځ ته کيږي.

نوانسان هم بايددبارداره ونې په شان وي په عادي خبروخپله حوصله له لاسه ورنه کړي اوتل مسلمانانوسره ښه رويه وکړي. داوو دخوشحال له نظره ديوکس اخلاق چې يوکس بايددبدوپه وړاندې ښه رويه وکړي.

اوس به راشوچې داخبره داسلام سپيڅلی دين څرنګه ارزوي؟

داسلام په سپيڅلي دين کې داقانون په ډيره ښه توګه بيان شوی اوهغه داچې ځينې وخت څوک له چانه بدوويني، نواسلامي اخلاق داتقاضاکوي ترڅودنوموړوبدوځواب په بدۍ سره ورنه کړي. ځکه چې الله تعالی فرمايي: (( ادفع بالتی هی احسن فا‌‌‌ذاالذين بينك وبينه عداوة کانه ولی حميم )). الاية.

ژباړه: دبدوپه وړاندې په نيکه توګه عمل وکړه ترڅوهغه سړی چې له تاسره (ددغه علت په اساس) نوموړی کس به ستاډيرحميم اونږدې دوست وګرځي. نوداسلام له ډيرولوړواخلاقوڅخه ګڼل کيږي چې حتی ديوکافرپه هکله هم دغه روايت صدق کوي. دخوشحال بابا په يوشعرکې ديو ښه باراخلاق سړی يو لوی صفت چې هغه غوصه نه کول دی دارنګه توضيح کوي:

دجهان کينې غصې واړه ترشــــــــــاکا

که سړی په وخت دقهرمرګ ته زړه کا

يعنې بااخلاقه سړی هغه دی چې دجهان ټولو کينوته شاه کوي اودقهرپروخت کې مرګ ته زړه ښه کوي مګرقهرنه غواړي، په رښتياهم قهردانسان يوډيربدصفت دی. چې دانسان دناکامۍ سبب ګرځي.

له حضرت ابي هريره رض څخه روايت شوی چې يوکس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: ماته نصيحت وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: (( قهرمه کوه)) هغه سړي څوځله همداخبره تکرارکړه، او رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ورته همداخبره کوله.

همدارنګه په دې اړوند يوبل مبارک حديث شريف هم ددې خبرې مصداق کوی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (( هغه څوک ډيرپياوړی نه دی چې جانب مقابل ځمکې ته راوولي، بلکې قوي اودزورخاوندهغه څوک دی چې دغضب په وخت کې خپل ځان سمبال کړي.

خلق ورفق چې دچاښـــــــه وي

چې خوش بزم هــــم په زړه وي

خلق که زده کړې خوشحال ده

رفق که زده کړې دلـجويي ده

يعنې دچااخلاق چې ښه وي هغه ډيرښه خوږ مجلس اوناسته ولاړه کوي اوهر سړی دردناوۍ په سترکه ورته ګوري، اوکه کينه ولري نوخپل ځان اوبه کوي اوخلک به دنفرت په سترګه ورته ګوري. اوښه سړی دتل لپاره په ډيره نرمه لهجه خبرې کوي.

اول ښه دخلق خصــــــــــلت دی

چې په چاکې ويي نعــــمت دی

دايمـــــــــــــان قــــــــوت دده دی

چې پرې پوی شي ښه هغه دی

تند خويي بخيـــــــــــــــلي دواړه

دکافرڅخـــــــــــه دې غــــــــواړه

په پورتني بيت کې بخيل ته اشاره شوې چې بخل دانسان يوډيربداوزشت صفت دی چې دقيامت په ورځ دانسان دبدبدختۍ سبب ګرځي. له حضرت انس رض نه روايت دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له اصحابوکراموڅخه يوتن ووژل شو. يوسړي هغه ته دجنت زيری ورکړ. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: (( آيانه پوهيږې چې شايددغه کس دداسې موضوع په هکه څه ويلي وي چې نوموړې موضوع په هغه پورې اړوندنه وي. اوياهم دڅه شي په هکله يي بخل کړی وي چې دهغه لپاره کوم نقصان نه وي.

بل به دی صاحب انصاف وي

له هرچابه يي زړه صــــاف وي

بل عيبونه چې دچـــــــــــــــاوي

په هغـــــــه به نابيـــــــــــــــــناوي

خوشخال بابا په پورته بيت کې ديوه بااخلاقه انسان صفت ذکرکړی اوهغه دادی چې دانصاف خاوندبه وي اوله هرجانه به يي زړه صاف وي. اودخلکو پرعيبونوبه پرده غوړه وي. اودخلکوعيبونه به نه رسوا کوي، همدارنګه دخلکوعزت اوابروته به ډيره پاملرنه کوی.

ځکه چې ديومسلمان انسان ابروډيرارزښت لري، اوهيڅ څوک داحق نه لري چې په هره طريقه چې وي ديوچا آبروته زيان ورسوي اونوموړی کس دنوروپه وړاندې شرمنده اوخجالت کړي. رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپله ورستنۍ خطبه کې دمسلمانانولپاره وويل: ((کل مسلم علی مسلم حرام دمه ومال وعرضه)) الحديث.

ژباړه: ديومسلمان دوينی تويول، دمال او آبروله منځه وړل روا نه دی.

څــــــــــــــــــــه چې دی ملا يمــــــــــــــت دی

درست حکمت دی، درست حکمت دی

نه به څـــــــــــوک له تادلګيرشـــــــــــــــــــي

نه به ســـــــــــــــــــــــتا په بدڅوک خيرشي

په نرمۍ چې هغه کارشــــــــــــــــــــــــــــــي

هســـې کله په بل کارشـــــــــــــــــــــــــــــــي

ښه اخلاق هغه دي چې له هغوڅخه په ډيره نرمه توګه کارواخيستل شي اوکه څوک په نرمه لهجه خبرې، اوله ښواخلاقونه کاراخلي هرڅوک به ورسره ددوستۍ کوښښ کوي، اوهيڅوک به نه وي چې ورسره دښمي وکړي. اوبل داچې سړی هرکارپه مشوره اواحسنه طريقه سرته ورسوي نه په جنګ اودعوی باندې.

پايله: ددې ټولوخبروپايله داشوه چې مونږه د ژوندپه هرډګرکې چې کارکووبايدزمونږټول کارونه لکه: سياسي، فرهنګي، اجتماعي،اقتصادي، هنري اوداسې نورکارونه بايدداسلام دسپېڅلي دين دارشاداتوپه اساس رامنځ ته شي.

اوکله چې مونږشعروايوهغه بايد ديني، رزمي، اجتماعي له اسلام اووطن څخه ددفاع په هکله وي نه دخلکودغندنې لپاره.

ليكوال: اسدالله ((کاڼى))

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب