د روژې حکمونه ۱

هغه چي روژي ته زيان نه رسوي:

* په سهاركي دجنابت غسل كول :په حديث شريف كي راځي : عن عائشة أن النبي صلى الله عليه وسلم: “كان يدركه الفجر وهو جنب من أهله ثم يغتسل ويصوم” (متفق عليه) .
ياني : عايشه رضلي الله عنهاوايي چي پيغمبرصلي الله عليه وسلم به ځيني مهال په شپه كي ورباندي اوښتي  غسل په سهاركي كاوه .
* مسواك وهل :مسواك وهل دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له مباركوسنتونوڅخه دي مبارك عليه الصلاة والسلام فرمايي: “لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم بالسواك عند كل وضوء ” (متفق عليه.)

ياني : كه مي پرامت ددرنيدلوانديښنه نه واي نوبه مي تاسوله هراوداسه سره په مسواك وهلوامركړي واست په دغه مبارك حديث كي دروژاتي اوناروژاتي يادونه نسته ، ځكه نوپه روژه كي دمسواك وهلوكوم خاص ممانع نسته خوپه دي شرط چي مسواك خاشي ايستونكي نه وي چي دتيريدوويره يي وي اوياداسي مسواك نه وي چي خوږ خوندولري كه داسي وي نوبيايي وهل مكروه دي .

دپزي اوخولي پريولل : پيغمبر صلى الله عليه وسلم به دروژي په حالت كي هم په خوله اوپزه اوبه رغړولي خوروژاتى يي په دي كي له زياتي مبالغي څخه منع كړي ،پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: “وبالغ في الاستنشاق إلا أن تكون صائماً” (صحيح أبي داود)

په پزه پريولوكي ښه ډيره مبالغه كوه مګركه روژاتى وي .
* دغاښ كښل : روژه نه ماتوي خوكه دكښلوپرمهال پيچكاري لګولوته اړتياوي اوياددرملوتيرولوته بيا بايدوكتل سي كه هغسي پيچكارۍ وه چي نس اويادماغ ته وصل كيږي نوروژه ماتوي اوكه نه پروانلري، خواوسمهال دغاښونودكښلوپرمهال له يوډول سپرې څخه كاراخيستل كيږي چي دغاښ شاوخوابي حسه كوي اوله امله يي نس ته څه نه ننوزي په دي صورت كي پروانلري.
* دخوراكي شي څكل:كه دخوړوخالي څكه وسي اوحلق نننوزي روژه نه ماتوي خومكروه ده ، مګرهغه ميرمن چي نارينه يي بدطبيعته وي اودمالګي په ډيريدواوكميدوورسره جنجال كوي اوهغه مورچي خپل ماشوم ته ډوډۍ ژويي اوپه خوله كي يي وركوي كولاي سي دخوړوڅكه وكړي اوياډوډۍ وژويي خوپه دي شرط چي حلق ته ولاړنه سي اوكه ولاړسي روژه ماتيږي ، همداډول په غاښوكي خاشه وهل هم پروانلري خوپه دي شرط په غاښ كي بندشي تيرنسي ، دحضرت عبدالله بن عباس  رضي الله عنهما روايت دى : “لا باس أن يذوق الخل أو الشيء ما لم يدخل حلقه وهو صائم” (رواه البخاري.)
ياني : دسركې اويابل شي څكل پروانلري ترهغوچي حلق ته نه ننوزي.
* دسترګوتورول اوپكښي څانكي تويول : هغه رانجه اوڅاڅكي چي ځان حلق اويانس ته نه رسوي روژه نه ماتوي خوكه يي تاثيرتلي نوبيانه ده ښه ، خوپه هرصورت په روژه كي ورڅخه ډډه كول ښه كاردى.

روژه مات:

* په روژه مات كي تلواركول سنت دى ،او په دي سره ديهودواونصاراوسره مخالف راځي ،ځكه هغوي به دستوريوترڅرګندتياپوري روژه مات نه كاوه ، پيغمبر-صلى الله عليه وسلم-فرمايي : “لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر” (متفق عليه) . ترهغوپوري به داخلګ په خيروي ترڅوچي په روژه مات كي تلواركوي .
همدارازپيغمبر – صلى الله عليه وسلم-فرمايي: “لا تزال أمتي على سنتي ما لم تنتظر بفطرها النجوم” (صحيح ابن حبان)

ياني : ترهغوپوري زماامت زماپرسنتوولاړوي ترڅوچي په روژه مات كي دستوروانتظارونه كړي.

* دماښام ترلمانځه مخكي دروژي ماتول:د أنس رضي الله عنه روايت دى وايي : “كان رسول الله -صلى الله عليه وسلم- يفطر قبل أن يصلي” (حسن رواه أبو داود) . ياني : پيغمبرصلي الله عليه وسلم به ترلمانځه مخكي روژه ماتول.

* په څشي بايدروژه ماته سي ؟ د أنس بن مالك رضي الله عنه څخه روايت فرمايي : “كان النبي – صلى الله عليه وسلم – يفطر على رطبات قبل أن يصلي، فإن لم يكن رطبات فتمرات، فإن لم يكن تمرات حسا حسوات من ماء” ( صحيح أبي داود (.
ياني: پيغمبرصلي الله عليه وسلم به ترلمانځه مخكي په لندوخرماووروژه ماتول اوكه به هغه نه وي نوبيابه يي تمر(لږ وچه خرما) خوړل اوكه به هغه هم نه وه بيابه يي داوبوڅوغوړپه وكړل .
* دروژي ماتولوپرمهال بايدڅه وويل سي ؟ دروژي ماتولوپرمهال بايدلوي څښتن ته دوعاوي وسي ، ځكه داهغه مهال دي چي بنده دخپل خالق دامرپرځاي كولوپه ډول تراوږده انتظاروروسته خوله خلاصوي  پيغمبر – صلى الله عليه وسلم- فرمايي: “للصائم عند فطره دعوة لا ترد” (صحيح ابن ماجه) . ياني : دروژي ماتولوپرمهال دروژاتي دوعانه رديږي.

پيغمبر-صلى الله عليه وسلم- به دروژه مات پرمهال دادوعاويل : “ذهب الظمأ وابتلت العروق، وثبت الأجر إن شاء الله” (صحيح أبي داود) .ياني :لوږي ختمه سول ، رګونه لانده سول اومزدوري ثابته سول كه دالله خوښه وه.

روژه نيول او لمونځ نه كول:

* كه څوك روژه نيسي اولمونځ نه كوي نوګواكي داسلام له اركانوڅخه يي يومهم ركن پري ايښي اوترهغوچي لمونځ نه كوي روژه يي هم ګټه نه رسوي ، ځكه دلمانځ نه كونكى فاسق اوياكافرګڼل كيږي اودكافرهيڅ يوعمل نه قبليږي ، پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي : (الصلاة عمادالدين ، من اقامهافقداقام الدين ومن انهدمهافقدانهمدالدين … )) ياني : لمونځ ددين ستن ده نوكه چالمونځ كاوه دين بشپړقايم كړي اوكه چاداستن ونړول نوګواكي دين يي ونړاوه .
همدا راز پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي: “العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة، فمن تركها فقد كفر” (صحيح رواه الإمام أحمد).
ياني : دمومنانواوكافرانوترمنځ توپيرپه لمانځه سره دى ، كه چالمونځ پريښودنوكافرسو.

د شپي ولاړه ( د تراويح لمونځ)

رسوالله  -صلى الله عليه وسلم-  درمضان په مياشت كي دشپي له پلوه په جماعت سره دنفلوترسره كول سنت ګرځولي ، هغه صلي الله عليه وسلم پخپله څوشپي داكاركړي اوبيايي له دي ويري چي پرامت يي فرض نسي بيرته پري ايښي دي ، پيغمبرصلي الله عيله وسلم له وتروماسيوا اته ركعته تراويح كړي چي ټولټال يوولس ركعته كيږي ، څنګه چي حضت عائشة رضي الله عنها فرمايي: “ما كان النبي -صلى الله عليه وسلم- يزيد في رمضان ولا في غيره على إحدى عشرة ركعة” (متفق عليه).
ياني : پيغمبرصلي الله عليه وسلم په روژه اوغيرروژه كي تر۱۱ ركعتونوزياتوب نه دي كړي .
كله چي وروسته داسلام دويم خليفه حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه دغه نبوي سنت بيرته راژوندي كاوه نويي دوتروسره درويشت ركعته كړچي ټول يي په جماعت سره اداكول.
خويوبدعت چي نن ورځ په دغه لمانځه كي رادودسوي ، دنورولمنځونوخلاف دقراءت ، ركوع ، سجدي اوناستوچابكوالي دى چي ترډيره دلمانځه دخشوع اوخضوع سره سرنه خوري، مازي دسرپورته اوكښته كول وي نه پكښي دقران تدبرراځي اونه هم په ترتيل سره دقران كريم تلاوت ، ځيني امامان ددي لپاره چي خپله باټه چاغه كړي خلګ دختم له تراووڅخه راګرځوي اودي ته يي هڅوي چي په ده پسي چابكي دالم تركيف تراويح وكړي .
لوي خداي دي زموږ وامامانوته هدايت وكړي ترڅودخداي عبادت دخداي په خوښه وكړي نه دخلګواومقتديانوپه خوښه .
سوال : دتراویح لمونځ سنت دی که نفل؟

ځواب : دتراویح لمونځ پرنارینه اوښځوباندی لازم دی ،سنت مؤکددی ، په جماعت باندی یی کول کفایی سنت دی نعنی چې ځینی یی وکړی دنوروغاړی ورباندی خلاصیږی ، دبیلګی په توګه دکلی په جومات کی تراویح په جماعت کیږی خویوکس یی په خپل کورکی یوازی کوی غاړی یی نه دی بندی ، خوکه دکلی ټول خلګ دتراویح جماعت پریږدی نوټول ګنهکارګڼل کیږی .

سوال : دتراویح لمانځه وخت کوم دی؟

ځواب : دماخوستن له لمانځه وروسته بیادسهارترڅرګندیدوپوری دتراویح لمانځه وخت دی ، دوترلمانځه وړاندی هم تراویح کیدای سی اووروسته هم ، په دی معنی چې که له چاڅخه دتراویح لمانځه څورکعته تیروی اوله امام سره یی ترورترووروسته وکړی پروانلری .
سوال : دتراویح لمانځه دکمیت اوکیفیت په اړه معلومات راکړئ؟

ځواب : شل رکعته په لسوسلامونو، مطلب داچې هرځل ددوورکعتونوپه نیت سره اوبیاسلام سنت دی ، همدارازدهرودووترویحویعنی څلورورکعتونووروسته یوه داستراحت ناسته مستحب ده .

سوال : په كومه اندازه چې دترويحوپه منځ كي ارام كښيني ،چپه خوله اوكه به يوشي وايي ؟
ځواب: اختيارلري ، كه خاموش كښيني اوكه كرار كراردقرآن كريم تلاوت كوي ، ياتسبيحات وايي اويايوازي نفلي لمونځ كوي خوښه داده چې لمونځ ونه كړي اوتلاوت ياعام تسبيحات ولولي .
سوا ل:په تراويح لمانځه كي دقرآن كريم ختم څه ډول دي ؟
ځواب : درمضان په مياشت كي يووار دقرآن كريم ختم سنت دي ، دوه ځلي اودري ځلي ترهغه هم غوره دي ، خو دوه اودري واره ختم يوازي په هغه صورت كي ښه دي چې دمقتديانولپاره ګران نه وي ، البته ښه دادي چې په تراويح لمانځه كي يووار قرآن كريم هرومرو ختم سي اوپه دي كي دي دمقتديانو سستي اولټي ته اهميت نه وركول كيږي .

زموږ دكندهارخلك ډيرى دالم تركيف پرتراويح اكتفاكوي ، امامان هم له دي خاطره چي خپله يي قرآن كريم يادنه وي اوداهم نه غواړي چې دسرسايي او دتراويح دختم له كاليو اوپيسوبي برخي سي ، نه غواړي چې په مسجد كي دي يي ختم وسي ، اومقتديان هم چې ددنياكاروباراودشپي له پلوه بانډارونو اومجلسونو پرسراخيستي له خدايه پلمه غواړي اوپه يوه اوبله پلمه دختم له تراويح څخه ځانونه باسي .

ځيني ځايونه چې دختم تراويح هم كيږي ، حافظان صاحبان چې ډيرى يي جاهلان اوكم علمه كسان وي ، دخلكو دخوشالولو، نوم ايستلو اوځان ژرخلاصولوپه نيت دونه چټكي تراويح كوي چې هادچاخبره نه خپله ورباندي پوهيږي چي څه مي وويل اونه يي هم سامعين توري اوكلمات درك كولاي سي .
دقرآن كريم ددي فرمان پراساس چې : ورتل القرآن ترتيلا، قرآن كريم بايد په ارامه تلاوت سي ، اوپه لمانځهن كي دتدبر، دقران په مفاهيموكي دفكركولو اودلمانځه لپاره دخشوع اوخضوع غوښتنه خوداده چې په تراويح كي قرآن په خورا ارامه اوسنګينه لهجه تلاوت سي ، ترڅو هم دلمانځه اداب پرځاي سي اوهم دقران كريم دتلاوت .

سوال : په ناستي تراويح لمونځ څنګه دي ؟
ځواب : كه څوك په ولاړه پرلمانځه قدرت لري په ناستي دتراويح لمونځ كول له دي سره سره چي روادي خو كراهت لري .
سوال :ځيني كسان دركعت په پيل كي له امام سره نه يوځاي كيږي اوكله چې امام ركوع ته ولاړسي بيادوي ژرنيت وكړي او په لمانځه كي داخل سي داكارڅنګه دي ؟
ځواب : داكار مكروه دي ، دلمانځه له پيله بايد ورسره شريك سي .
لمونځ دخداي دعبادت اودالله پاك دياد او نمانځني په موخه كيږي اوله همدي امله خشوع اوخضوع پكښي ډيره مهمه ده اوداهله كيداي سي چي څودلمانځه پروخت نوري ټولي دنيوي چاري شاته وغورځوي .
سوال : كه كوم څوك له امام سره فرض ونه نيسي ، يوازي فرض وكړي اوبيا په امام پسي دتراويح نيت وكړي ، روادي كه نه ؟
جوا ب: بلي روادي ، خو ښه دادي چې څوك پروخت مسجد ته ځان ورسوي ، له امام سره يوځاي فرض په جماعت اداكړي اوبياتراويح لمونځ وكړي ، ځكه دجماعت لمونځ دامام ابوحنيفه رحمت الله عليه وپه نيزد مؤكد سنت دي او دفرضي لمانځه درجي ورباندي لوړيږي ، آن ځيني امامان لكه امام شافعي رحمت الله عليه خويي بيخي واجب ګڼي ..

فرزان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب