د لاس نه کار اخیستل یا استمناء تاوانونه

هوښیار انسان تل په دې لټه کې وي ترڅو له تاوانونو او زیانونو څخه ځان لرې وساتي، او د ګټې وټې په کارونو همیشه والی وښيي. او دغه بت کرغیړن کار خو له څو طرفونونه زیان رسوونکی دی:
1. شریعت حرام او ناروا ګڼلۍ
2. جسم ته زیان رسوي.
3. عقل کمزوری کوي.
4. نفس سپک کوي.
5. انساني وړتیا اوځواک له منځه وړي.

1 د لاس نه کار اخیستل شریعت حرام ګڼلۍ:

په کولو یې انسان له خدایه لرې کیږي او شیطان ته نیږدې کیږي، پرته له شکه چې دا یو ډیر لوی زیان دی، پاک خدای وايي:)یاایهاالذین آمنوا لاتتبعوا خطوات الشیطان، ومن یتبع خطوات الشیطان فانه یأمربالفحشاء والمنکر(النور ۲۱)اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړئ! د شیطان په پله پل مه ږدئ، او چا چې د شیطان په تللې لاره تګ وکړ، نو)پوه دې شي( چې بې شکه شیطان امر کوي، )خپلو ملګروته( په فحشاء او منکرسره(لکه څرنګه چې وړاندې وویل شول چې دغه کار لویه ګناه ده، او په ګناه کې خو تل ضررونه وي، ځکه ګناه کول د خدای د قهر اوغوصې لامل ګرځي.

2 جسم ته زیان رسوي:

دغه کار جسم ته ډیر زیانونه رسوي، چې په پرله پسې توګه د بت عادت ترسره کول، انسان ورو ورو کمزوری کوي، په چټکۍ یې له زړخ سره مخ کوي.ځینې جسمي ضررونه یې دادي:
1. جنسي کمزوتیا، سرعت انزال ، د آلت نه دریدل اود شهوت نشتوالی:ډیری طبي پوهان د جنسي کمزورتیا لامل بت عادت یا په لاس سره د شهوت ماتول بولي، چې په پایله کې یې کمزورتیا رامنځته کیږي، نارینه شرم ځای نه خوځي، په سرعت سره انزالصورت نیسي،

 

لاس نه کار اخیستل زیانونه
لاس نه کار اخیستل زیانونه

او د جماع کولو رغبت مړاوې کیږي،کله چې په انساني ژوند کې دغه ډول پیښې رامنځته شي، نو بیا ځوان په واده کولو سره خوند نشي اخیستۍ، همغه ناروا کار ورته ښه ښکاري.کیدای شي دغه کمزورتیا د ځوانۍ په لمړیو کې کمه تر سترګوشي، خو ورو ورو یې ځوانان په خپلو ځانو کې ویني، او له بد برخلیک سره یې مخ کولی شي. ډیر خلک به مو لیدلي وي چې په دې اړه له تریخ ژوند سره لاس او ګریوان دي، هره ورځ په ډاکټرانو ګرځي راګرځي، تر څو د دوی دغه ستونزه هواره شي، دردوونکې خو لا دا چې ډیری د ځوانۍ په دوران کې په دغه مریضۍ اخته شوي، چې عمرونه یې په دیرشو او څلویښتو کې دي، لویو لویو شرکتونو دا خبره منلې، چې ډیر ځوانان د جنسي کمزورۍ لپاره دارو درمل کاروي، په لوړه کچه پیسې د همدې موخې لپاره مصرفوي، دغه مرض ډیری په نارینه وو کې دی، خو بدبختانه چې یاد شوي دارو درمل د دې رنځ نه یوازې درملنه نشي کولی، بلکې له نورو ناوړه ستونزو سره یې مخ کوي، نور مرضونه ورته پیدا کوي، او دا لړۍ به ترهغې روانه وي تر څو په ډیره کمه موده کې له زړخ سره مخ شي، ټول ژوند یې نه د ځان په ګټه او نه هم دټولنې په ګټه وکارولی شو، لامل یې خپله همدوی وو، په لوی لاس یېپه همغه بت عادت ځان د هلاکت ترکندې ورساوه.
2. دغه کرغیړن عادت جسم له ډول ډول دردونو سره مخ کوي،عصبي ریښې کمزوزې کوي، د عضلو خوږ پیدا کوي، د ملا، بندونو، ګونډو دردونه را برسیره کوي، د سترګو د کمزورۍ لامل ګرځي، چې کیدای شي د پنځلسو شلو کالو په عمر خلک ځینې خلاص وي، خو وروسته له شلو ورو ورو یاد شوي مرضونه راښکاره کیږي، جسمي ځواک مخ په ځوړ په تدریجي توګه کمزورۍ کیږي.

3 د عقل کمزورتیا:

بت عادت یا په لاس د شهوت ماتول، عقلي ځواک کمزوری کوي، ذهني ځیرکتیا له منځه وړي، یاد او پوهه را کموي، چې په پایله کې ذهني تیتوالی، ویره، په راکړه ورکړه نه ورتلل،

په کارونو نه پوهیدل رامنځته کیږي، ډیری ځوانان چې د لوړې پوهې او استعداد خاوندان وو دهمدغه مرض له امله بې علمه پاتې شول، لوړه پوهه او خدای ورکړی لوی ذهن یې له خاورو سره خاورې شول، علمي درجه یې را ټیټه شوه، چې په خپلو همزولو کې یې لوړ شان نن په سپکهتله تلل کیږي.

 

4 نفسي مرضونه:

بت عادت تل د هغو خلکو سره چې پرې روږدي دي، یو ډول پیښماني او نه لیدونکی درد پیدا کوي، ډیری دا ډول ځوانان ټینګار کوي او وایي چې اګر که دغه کار یو لنډغوندې خوند له ځانه سره لري، چې دهمدې لپاره ځوانان نا خبره ورته لیواله دي، خو داسې پیښماني ورسره مل ده چې انسان ټول وخت د ځان سره غمجن مایوس ښکاري، په خپل ځان باور له لاسه ورکوي، عصبي ټیکاو یې له منځه ځي، او پر دې ښه پوهیږي چې په ناسمه لار روان دی… خو د پریښودو عزم اوتصمیم نشي نیولی، په خدای توکل نشي کولی، ځان لاپسې په غمونو لاهو کوي او د هلاکت په لوري یې بیایي.

5 قوت او ځواک له منځه وړي:

کوم خلک چې په دغه عادت روږدي دي، تل ورسرهد خوب کولو لیوالتیا او رغبت موجود وي، ډیری وخت د سستۍ په حالت کې نیم خوبه غیرمنظم کله ویده کله ویښ سرګردانه په ناوړه خیالونو وسوسو کې ورک تیروي، تل کوښښ کوي له نورو ځان ګوښه کړي، د ځانه سره خپل غمونه لاندې باندې کړي، په مجلسو او ناستو که ونډه نه اخلي او نه ورسره علاقه لري، په ټولو کارونوکې شاته شاته کیږي، په کار باندې د اقدام کولوتوان او جرأت له لاسه ورکوي ځکه په ځان باورنلري.امام مسلم د ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: قوي او پیاوړۍ مؤمن له ضعیف اوکمزوي مؤمنڅخه غوره دی، اګر چې خیر په دواړو کې د ایمان له وجې شته…ورپسې وایي)احرص علی ماینفعک واستعن بالله ولاتعجز( ،) په خپله ګټه حریص اوسه، د خدای څخه مرسته وغواړه، او کمزوري مه کوه(.یعنې د خدای په اطاعت او عبادت حریص اوسه، له همغه لوی خدای څخه د مرستې غوښتنه کوه، تل خپلو حلالو ګټوته پام کوه، په اړه یې عاجزي مه اختیاروه، سستي او ټنبلي مه کوه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب