د زم زم اوبو روغتيايي ځانګړتیاوې!

د مصر د اسکندریه پوهنتون یوې علمي څیړنې ثابته کړې چې د زم زم اوبه د ځمکې د سر تر ټولو ښې او پاکې اوبه دي .

د فارس خبري آژانس له راپور سره سم د سکندریه پوهنتون یوه څیړاند حمدي سیف وویل زموږ علمي څیړنو وښوده چې د زم زم اوبه له نورو ټولو اوبو سره توپیر لري او حتې دومره پاکې دي چې د کلورینو له استعمال پرته حتې یو میکروب هم نه لري .

هغه زیاته کړه زم زم اوبه د مالګو، او بدن ته د اړینو عناصر ډیره مناسبه اندازه لري چې د انسان د وجود د سالم ساتلو لپاره بیخي جوړي دي او د جوړښت له نظره نادرې ځانګړتیاوې لري .

هغه زیاته کړه د طبي اصولو له مخې دا اوبه د پښتورګو، زړه او سترګو د سختو ناروغیو او نیم سري لپاره ډیره ګټه لري او ښايي له همدې امله وي چې په میلیونو حاجیان له هغو ګټه اخلي خو یو هم نه مریضیږي .

په دې څیړنه کې ثابته شوې چې د زم زم اوبه د مکې مکرمې له نورو ټولو اوبو سره روښانه توپیرونه لري همداراز دا اوبه د نړی د بیلابیلو سیمو له اوبو سره مقایسه شوې خو د ټولو اوبو په پرتله پاکي او طبي اوبه ثابتې شوې دي .

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب