انسانانو ته د هغوی د خپل بدن له وازګو پزه او غوږونه جوړېدلی شي

د دې تخنیک له مخې ډاکټران غواړي له وازګې څخه حجرې ترلاسه کړي او بیا په لابراتور کې ترېنه د انسان د مخ نورې برخې ورغوي .
ډاکټران وار دمخه توانېدلي چې له دې لارې انساني نرم هډوکی جوړ کړي .
د دې نوي تخنیک په اړه جزییات د ماشومانو د روغتیا په یوه مجله کې چاپ شوي .
ډاکټران وایي که په خپلو هڅو کې بریالي شي نو دا به د روغتیا په برخه کې یو انقلاب وي .
د دې نوي تخنیک په مرسته به ممکنه شي چې د مایکروشیا په څېر ناروغیو درملنه وشي .
په دې حالت کې د انسان غوږونه د بدن د نورو برخو په تناسب سمه وده نه کوي .
کله بیخي کوچني وي، او یا هم ډېر لوی .
داسې هم کېدای شي چې یو کس هېڅ غوږونه ونه لري .
اوس مهال د دې ناروغۍ د درملنې لپاره جراحان د ماشوم له پښتیو نرم هډوکی رابېلوي .
بیا یې د پزې یا غوږ په شکل تراشي او د یوې اوږدې جراحۍ له لارې یې د هغه پر مخ لګوي .
دا یوه اږوده او ستومانوونکې لاره ده، او تر جراحۍ وروسته د ماشوم پر سینه د زخمونو نښې هم پاتې کېږي .
د پښتیو هغه برخه هم په اسانه نه رغېږي چې نرم هډوکی ترې رابېل شوی وي .
خو له دې نوې لارې کېدای شي چې د ماشوم د بدن له وازګې حجرې را واخېستل شي .
دا حجرې بیا په یوه داسې قالب کې ځای پر ځای کېږي چې د غوږ یا پزې شکل ولري .
یعنی که غوږ مو پکار وي نو د غوږ په قالب کې یې کېږدئ او که پزه مو پکار وي نو د پزې .
ستاسې خوښه ده چې جګه نرۍ پزه غواړی او که چیته پزه .
حجرې په همدې قالب کې وده کوي، او د کیمیاوي موادو په مرسته په نرم هډوکي/کارټیلېج بدلېږي .
تر ټاکل شوې مودې وروسته راخېستل کېږي او په اسانۍ سره په خپل ځای لګول کېږي .
دا ډول پزه او غوږونه دوه ګټې لري .
یوه خو دا چې ستاسې د خپل بدن برخه ده، له چا مو په پور نه ده راخیستې .
بله ګټه یې دا ده چې د ماشوم له لویېدو سره سم دا نرم هډوکی هم وده کوي . یعنی داسې نه ده چې تاسې څلوېښت کلنۍ ته ورسېږی او پزه مو د څلور کلن ماشوم وي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب