په زړه پوری لنډۍ

لا وړوکىيه دې پلو راواوړه

جانان زما دگلو ونه
له هرې څانګې يې ځولۍ گلونه وړمه
زما ديار په شان ښايسته يې
گلابه ځکه دې په جيب کې گر ځومه
لا وړوکى دې پلو راواوړه
ستا د وصال باران دې وشي
چې پرې تازه شي دهجران سوي باغونه
که آشنا تو ردی څه پیغوردی
تور خو بورا دى چې گلونه بو يوينه
مبارکي راکړئ عالمه
دتهمتونو سره يار قبوله کړمه
زمادننه زړۀ سوری دی
خلک مې کاندي دظاهرصورت پوښتنه
زماديارپۀ شان دې رنګ دی
ګالبه ځکه دې پۀ سرکې ګرځومه
زماديارحجرې له ورشه
چلودسرو نلۍ دسپينوجوړوينه
زماديارسترګې دزرکې
کاږۀ باڼۀ يې دزړۀ سرسوری کوينه
زماديارداسې خنداده
چې پۀ خندايې دزړۀ غم لرې کومه
زماديارشونډې خرمادي
خوږې ترې دادي هره ورځ يې ښکلومه
زماديارکوکۍ مڼې دي
رڼې رڼې دچالاس پۀ نۀ پرېږدمه
زماديارسترګې نرګس دي
چاته پۀ ترڅ دي پۀ چاکېنج مکېزکوينه
زماديارداسې خنداده
دسلوکالو مرورپخلاکوينه
زمادياروصال محال دی
زۀ لېونی دهرمحال طمع لرمه
زمادياردراتلوغږ دی
لکه ريدي پياله پۀ لاس ولاړه يمه
زماديارلۀ لورې باده
ملهم زماشې چې پۀ خوړين زړګي دې ږدمه
زماديارمينه زړه شوه
ډېره خوږه شوه پۀ مزه يې اوس پوه شومه
زماديارعمردې ډېرشي
لکه دبېرې پاڼه اوړی ژمی وينه
زماديارمثال دګل دی
زۀ پۀ خندادګل ويساکله کومه
زمادې بيا تمه پيداکړه
چې پۀ کاږۀ مغزي دې مخ راواړونه
زمادې بياتمه پيداکړه
چې پۀ سرکوشونډو دې وخندل مينه
زمادې بياتمه پيداکړه
چې پۀ کاږۀ اوربل دې بېرته وکاتنه
زمادې ټول عمرپۀ دارکړ
لکه هوسۍ پۀ مېږتون شپې تېرومه
زمادې دتش ديدن بس نۀ دی
خولګۍ دې هم راله ساته چې ياردې يمه
زمادې پۍ وريژې ګنډېرشي
زماجانان بۀ ددوهۍ ککوړی خورينه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
چې پخلاکړې ليلا خولۀ نۀ راکوينه
زمادې څۀ نصيب کړ خدايه
پۀ ظاهرروغ پۀ زړۀ رنځورله غمه يمه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
چې ددياب پۀ غاړې ځم لۀ تندې مرمه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
نۀ مې ديدن شي نۀ يې دغمه خلاصه شومه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
ګل مې کرلي مارکونډۍ ترې ټولومه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
عالم خنداکړي زمااوښکې پۀ مخ ځينه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
اورمې سېځي اوبۀ مې لامخ ښکته وړينه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
چې لاس پۀ زېړوګلوږدم اغزي پرې ځينه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
يومسافرشوم بل دياره جلاشومه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
چې پۀ جوړېږم هغه سترګې نۀ وينمه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
دسين پۀ غاړه غاړه ځم لۀ تندې مرمه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
چې لعل ګوهر مې پۀ کودۍ نۀ چلېدنه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
همزولې ګل شوې زۀ غوټۍ ولاړه يمه
زمادې څۀ نصيب کړخدايه
لکه هوسۍ پۀ مېږتون شپې تېرومه
زمادې څۀ وکړ چې ولاړې
ځان دې پۀ خپله بې ديدنه کړمينه
زمادې څۀ وکړ چې لاړې
نری نری زړګی بۀ ستاراپسې چوينه
زمادې ځای پربرتيراکړ
تۀ پۀ خيبرکې ښوروې سپين مړوندونه
زمادې دوې سترګې څلورکړې
تۀ پرېښودای نۀ شې دنورومجلسونه
زمادې زړۀ ټوټې ټوټې کړ
نۀ دې خولۀ راکړه نۀ دې وخندل پۀ مينه
زمادې رنګ دزردالوکړ
تۀ دغاټول ترګل تازه ګرځې مينه
زمادې رنګ لکه نارنج کړ
تۀ دګلاب پۀ شان تازه ګرځې مينه
زمادې زړۀ قلم قلم کړ
رب دې پۀ داسې يارۍ اورولکوينه
زمادې زړۀ سراسر خوړين کړ
تاته دبنګوپيالې چادرکړي دينه
زمادې زړۀ ذرې ذرې کړ
ذرې ذرې شې چې دې بادراپسې وړينه
زمادې زړۀ ذرې ذرې کړ
تاله پۀ خولۀ کې اماس چادرکړي دينه
زمادې زړۀ ټوټې ټوټې کړ
مادې خدای خواره کړي چې تاسې کره تلمه
زمادې ژبه کړي خدای وچه
چې بې لۀ تازۀ دبل صفت کومه
زمادې ستاپۀ سرسوګندوي
چې بې لۀ تانه شپې پۀ اورکې تېرومه
زمادې ستاپۀ سرقسم وي
دبېلتون عمرستاپۀ يادوتېرومه
زمادې سرپۀ کاردی ياره
دنيادې دروزه شه چې اورپرې لګومه
زمادسرومال تالا شي
دجانان زړۀ دې رانه بد نۀ شي مينه
زمادې سرستادې قدم وي
ستادې قسم وي چې مې هېرنۀ کړې مينه
زمادېسل سمنده زيان شي
رب دې ديارزړګی لۀ مانۀ بدوينه
زمادې سوي زړۀ ته ګوره
نورمې دحال پوښتنه مه پرېږده مينه
زمادې غاښ پۀ انبورمات شي
کۀ بۀ دې مازنې ته زورورکړې مينه
زمادکوم کبرسبب کړ
چې نوردې ګل کړۀ زۀ غوټۍ ورژېدمه
زمازړګی ترې نۀ صبرېږي
جانان ته چاکړي دصبرتاويزونه
زمازړګی دشګوورخ دی
دشګوورخ چې ټينګوې اوبۀ يې وړينه
زمازړګی درنګرېز خم دی
پۀ کې رنګېږي دښو پېغلوکميسونه
زمازړګي ته نژدې ياره
مه ځه لۀ مانه چې رنځوردرپسې يمه
زمازړګی دغم پټی دی
تخم يې نۀ شته اندېښنې پۀ کې کرمه
زمازړګی دغم ډګردی
بېلتون بۀ اس پۀ کې پۀ منډه ځغلوينه
زمازړګی دغم نهال دی
خزان پرې  راغی زېړې پاڼې تويوينه
زمازړګی دغموډڼډدی
جانانه خلاص يې که نري نري ورخونه
زمازړګی دغموپل دی
پاس پرې تېرېږي دبېلتون دراڼۀ بارونه
زمازړګی درپسې وچاود
کۀ ته جفاکړې زۀ وفادرسره کړمه
زمازړګی دتيرا غردی
مدام پرې اوري دغمونوبارانونه
زمازړګی دشيبرغردی
پۀ نورولمردی پۀ ماواورې اوروينه
زمازړګی دې پۀ ناروکړ
لکه دچړاوبۀ چې ځي نارې وهينه
زمازړګی ورانه بانډه دی
اشنالۀ ورانوبانډو غواړي قلنګونه
زمازړګی ورانه بانډه دی
رب دې پۀ ورانوبانډوراوله مينه
زمازړګيه پۀ ښادۍ شې
چې مين تۀ شوې روغ دې زۀ لېونی کړمه
زمازړګيه لېونيه
تۀ پۀ روانوکډوغواړوديدنونه
زمازړګيه لېونيه
تۀ دې پردي عالمه غواړې عزتونه
زمازړګيه لېونيه
دلېونۍ اوبۀ دې چېرته څکلي دينه
زماړاندۀ کسي بۀ جوړشي
کۀ ېې دپل لاندې رانجۀ دسترګوکړمه
زماسرتورلېونی ياردی
کۀ شهزادګان پۀ لارې ځي څۀ يې کومه
زماسلام پۀ قلم وايه
چې يارته کښل کړي دزخمي زړګي حالونه
زماسلام پۀ هغه چادی
چې دماښام ډوډۍ داوښکوسره خورينه
زماسوګندپۀ لوی خاونددی
چې بې لۀ تانه بل خاوندنۀ پېژنمه
زماشامته ملامته
پۀ شنوتوتيانو کې زاغانوماته کړمه
زماشيرين جانان راپرېږده
بېلتونه سوال دعاجزۍ درته کومه
زماصنمه پسرلی دی
زۀ ستالۀ باغه خالي لاس راغلی يمه
زماصورت بۀ څۀ ښادي کړي
چې زۀ ولاړيم پۀ تاخاورې اړوينه
زماقسم دی کۀ بۀ روغ شم
اشنادسترګوپۀ خنجروهلی يمه
زماقلمه پرماګرمه
زمادزړۀ احوال دې ښکل نۀ کړ چې مرمه
زماکلدلرې روپۍ زانګي
عمردې ډېرشه ياره ستادلاسه دينه
زمالالی کۀ بټياری دی
جانان دې بټ کړي زۀ بۀ اوروراچومه
زمالالی چې پۀ کې اوسي
هغه وطن دې مولاګل وګلزارکړينه
زمالۀ چلمه سره څۀ ؤ
ليلالونګ راکړ چلم کې روږد يې کړمه
زمالۀ دښمنه وېره نۀ شي
کۀ يوټټوورپسې بارپۀ چړووينه
زمالۀ زړۀ نه وينې څاڅي
دبېلتانۀ خنجرپرې اېښي پرهارونه
زمالۀ زړۀ نه ماشوم ښۀ دی
چې پۀ ژړاشي موريې غېږکې ونيسينه
زمالۀ سترګو ويني درومي
تۀ رانه لاړې زۀ پۀ غم کې ياتې شومه
زمالۀ غمه زکندن دی
مخ راڅرګندکړه چې خوشال قبرته ځمه
زمالۀ غمه زکندن دی
جانان لۀ چاوکړل دصبرتاويزونه
زمالۀ هېچاګيله نۀ شته
ماته خپل بخت کرلي دي خروارغمونه
زمالېورونه زېړګلونه
کۀ زۀ ستوره پۀ کې يم پټه بۀ يمه
زمامثال دمجاوردی
اشنازيارت زۀ ورته عمرتېرومه
زمامرض دعاشقۍ دی
دارودې مه عبثوه طبيبه مرمه
زمامرګی پۀ خپل وطن کړې
چې دلالي لونګۍ کفن پۀ غاړه وړمه
زمامغروره ناپوه ياره
نۀ دې خولۀ راکړه نۀ دې موړ پۀ دیدن شومه
زمامقصودپۀ دنياتۀيې
کۀ بې تانه زۀ پاچا يم څۀ يې کړمه
زمنتکۍ داټک پل دی
چې پرې تېرېږي پښتانۀ کاږۀ کريچونه
زمانصيبه ملامته
ولې دې نۀ کړۀ دازل پۀ ورځ عرضونه
زمانه پاتې يې وطنه
کۀ چنارونه دې لونګ شي څۀ يې کړمه
زمانه بل کم عقل نۀ شته
چې بې وفا جانان ته ناست پۀ تمه يمه
زمانه ولې مروريې
کم عقله ياره پۀ پردي اختيارکې يمه
زمانېکي دې درپسې وي
کۀ تۀ جفاکړې زۀ وفادرسره کړمه
زمانېکي دې لېمۀ سپين کړل
چې مې ملاله خولۀ پۀ خپله درکوله
زمادې سروسترګوته ګوره
چې دزخمي زړۀ درته ووايي حالونه
زماوصال دهغه چادی
چې مخامخ ددښمن مات کړي مرچلونه
زماهردم تاته سلام دی
دامې پيغام دی چې قبول کړې سلامونه
زماهغه ساعت يادېږي
چې دې کړکۍ شمال پۀ دواړولګېدنه
زماهغه ساعت يادېږي
چې پۀ ورو ورو وې راته ګډسبابۀ شونه
زماهغه ساعت يادېږې
چې دجانان پۀ درکې خاورې ايرې شمه
زماهغه ساعت يادېږي
چې سرمې پروت ؤ ستاپرسپينومړوندونه
زماهغه ساعت يادېږې
چې چيغې ګډې وي وهي ځلمي ډولونه
زماهغه ساعت يادېږې
چې دې ليلالږه وعده ډېر قسمونه
زماهغه ځلمی اشنادی
چې دبرچې څوکه يې لۀ ورايه پړک وهينه
زماهغه غښتلی ياردی
چې پۀ پټکي کې کشمالي شمله وهينه
زماهمزولي دې ټول نشت کړل
خوارشې مرګيه ګيله من درڅخه يمه
زماهمزولي ملايان شول
زۀ دجانان مينې دعلم ويستمه
زماياري چې چېرته وشي
بېلتون ظالم چاړۀ پۀ لاس يې پرې کوينه
زمری پيدازمری بۀ لوی شم
زمری بۀ مړ زمری بۀ تورې خاورې شمه
زمونږ پينځه وخته دعاده
رب دې بری پۀ هردښمن درکړي مينه
زمايې تش ديدن پۀ کاردی
زوی دخپل پلاردی رب دې روغ ورته لرينه
زموږ دباغ مالياري واخله
چې هرسبا دې پۀ سروشونډومړومه
زموږ دملک ښۀ پسرليه
پرسپېرۀ دښت دې وپاشل زېړګلونه
زموږ مرکه ترسپيده داغ ده
څوک چې دغېږې خوب کوي کورته دې ځينه
زنګون مې نۀ دی لګولی
دزړۀ پۀ سريې پۀ ګوليووويشتمه
زنه دې ماته خولۀ  کې راکړه
خلک توتيانوته شکر ې ورکوينه
زنه مڼه مې دکابل ده
چې يارمې نۀ شته مړغونې يې ګڼمه
زنه مې مه تړه مورکې
روح مې ايساردی دجانان پۀ رخصت ځينه
زوال دکبررامعلوم شو
دجانان مينې تومتي دخلکوکړمه
زوراوقوت مې پۀ کارنۀ دی
بخت مې پۀ کاردی چې مې تل مددګاروينه
زورمې پۀ زنه مه کړه ياره
دزنې خال مې لباسي دی وران بۀ شينه
زورمې پۀ مخ ونۀ کړې ياره
مورمې ميرۀ ده زمامخ سهي کوينه
زۀ ارمانجن پۀ غم غمجن يم
خفه پۀ ژوند يم چې بې تايې تېرومه
زۀ اوسېلی کولی نۀ شم
کۀ اوسېلی کړم زړۀ مې خولې لره راځينه
زۀ بۀ ترې څنګه نۀ ځارېږم
چې اوږۍ زنې ته اړم کړي وخاندينه
زۀ بۀ ترې ولې نۀ ځارېږم
زماپۀ سريې جېلخانې منلې دينه
زۀ بۀ دفقهې طالب يارکړم
چې زۀ شبهې کړم دی دليل پرې تېروينه
زۀ بۀ دې مورته زارۍ وکړم
پلاردې ظالم دی دولورتمه کوينه
زۀ بۀ چشمان ورلره فرش کړم
کۀ مې جانان ورباندې کېږدي قدمونه
زۀ بۀ کولال ته زارۍ وکړم
چې مې ديارلپاره ووړ منګی جوړکړينه
زۀ بۀ له سروماله تېرشم
کۀ شاليلا زمادژوند ملګرې شينه
زۀ بۀ لۀ هېچاګيله نۀ کړم
نصيب مې خپل دی هرساعت مې ژړوينه
زۀ بۀ داستادسينې ګل شم
دبېلتانۀ خزان کۀ راغی وچ بۀ شينه
زۀ بۀ ديارترسترګوځارشم
چې پۀ خماروسترګويې زۀ ويشتلی يمه
زۀ بۀ دې سرسلامت غواړم
کۀ سرې ګولۍ لکه باران اوري مينه
زۀ بېګانه وطن ته راغلم
نيازمن ويدۀ بې نيازوځای نۀ راکاونه
زۀ دبېلتون دجګړې نۀ يم
پخې مرچې ورته پرېږدم پۀ ماتې ځمه
زۀ بېلتانۀ درنه بندي کړم
ځکه سلام پۀ کاغذونودرلېږمه
زۀ پۀ بورجل يمه ولاړه
توان مې تمام شويارمې رانغی مينه
زۀ پرهغه جمال مين يم
چې بوراګان يې پۀ باغوکې نۀ مومينه
زۀ پرې لۀ سروماله تېريم
پۀ جانان ګرانه ده دتشې خولې پوښتنه
زۀ پۀ بلۍ ورته ولاړه
داکبرجن اشنامې نۀ کوي سيلونه
زۀ پۀ زوال دکبرپوه شوم
اوس مې دغېږې اشنالاس نۀ راکوينه
زۀ پۀ جانان هسې نازېږم
لکه پۀ قام کې مېړني چې دچاوينه
زۀ پۀ تومت کې داسې خوښ يم
لکه ماهي چې پۀ اوبوخوشاله وينه
زۀ پۀ مين سړي پوهېږم
ددروازې پۀ ځنځير ځان مشغولوينه
زۀ پۀ مين سړي پوهېږم
رنګ يې زېړی وي سترګې ورو ورو اړوينه
زۀ پۀ نيستۍ ملامت نۀ يم
زۀ خپل جانان ته پۀ خپل سرملامت يمه
زۀ پۀ هغه نګارشيدايم
چې ملايک يې پۀ اسمان صفت کوينه
زۀ پۀ مرض ناروغه نۀ يم
تاوکړي غشي مې پۀ زړۀ خوړلي دينه
زۀ ترسبا پورې زګيروی کړم
ناترسه ياره تاته خوب څنګه درځينه
زۀ چې پۀ برېتو کې مسکی شوم
بېګامې ستاپۀ سينه کړي دي خوبونه
زۀ چې پيداشوم پۀ ژړاشوم
پۀ وطن خپورنصيب بۀ چېرته لټومه
زۀ چې تراوسه ژوندی ګرځم
پۀ زړۀ کې کلک دوصال امېدلرمه
زۀ چې داستاسترګوته ګورم
لکه نرګس دفکرټال مې زنګوينه
زۀ چې کتاب پۀ لاس راواخلم
ستاخمارې سترګې مې درس ته نۀ پرېږدينه
زۀ چې ماښام پرځای پرېوځم
ېوه شېبه ژړاپۀ تاپسې کومه
زۀ چې ديارپۀ کورتېرېږم
ديدن لپاره پۀ ورو،ورو ږدم قدمونه
زۀ چې داستاسترګوته ګورم
ماپۀ کې نښې ديارۍ ليدلې دينه
زۀ چې دازېړزبېښلی ګرځم
دبېلتانۀ دباز لۀ پښوخلاص شوی يمه
زۀ چې وړه وم لېونۍ وم
دسپينې خولې ل ۀقدره څۀ خبرومه
زۀ خپل نصيب لۀ کوره بوتلم
عالمه ولې مې پريارکړې تومتونه
زۀ خورشتياپرتامين يم
دګودرغاړه اجاره اخله مينه
زۀ خوبۀ بيامنګی ډک نۀ کړم
منګی چې ډک کړم نرۍ ملامې خوږوينه
زۀ خودې ځارشم غنم رنګې
زلفانې چنګې ګرځوې رنځوردې کړمه
زۀ خودې وينمه ولاړيې
دتومت ډکه دروتی نۀ شم مينه
زۀ خوهغه مسته ليلايم
چې رنګ مې زېړدی لۀ همزولوبېله يمه
زۀ خويې ستاپۀ توربندي کړم
شرنګايې خېژي زولنې راله راوړينه
زۀ داشنانه ګيله نۀ کړم
غمازه ستالۀ لاسه سرتندی وهمه
زۀ داشنادمخ پۀ شمعه
لکه پتنګ غوندې پرې ځان ستي کومه
زۀ دجانان پۀ مينه مست يم
خلک ګمان دلېوني راباندې کړينه
زۀ دجانان جانان زمادی
دنورو خلکوبۀ زۀ څۀ پرواکومه
زۀ دجانان پۀ ننداره شوم
منګی مې مات شوکورته تشه غړۍ وړمه
زۀ درته ښکته پورته نۀ شوم
ستادپېزوان شغلې مې سترګې برېښوينه
زۀ دشيرين اشناپۀ غېږ کې
لۀ خوشالۍ نه ترسهاره رېږدېدمه
زۀ دکابل لاروته ګورم
چې مې پردېس لالی پۀ کومه لارراځينه
زۀ دګلاب پۀ شان تازه وم
اوس مې ديارپۀ غېږ کې زېړه پاڼه شومه
زۀ دګلاب دګل لپاره
دپاچالوريم دباغوان سلام کومه
زۀ دګلاب دګل نه سره وم
ستاپۀ يارۍ کې لۀ نارنجه زېړه شومه
زۀ دګلاب لۀ ګل تازه وم
ستاپۀ فراق کې ترپلالې زېړه شومه
زۀ دګناه پۀ رنځ رنځوريم
کۀ پاک رسول مې شفاعت کړي روغ بۀ شمه
زۀ دوصال پۀ انتظار کې
لکه نرګس تش جام پۀ لاس کې ګرځومه
زۀ دليلا باغ کې باغوان يم
پۀ زېړوګلوکې يې شپې سباکومه
زۀ دوصال پۀ تمه تمه
دياربېلتون کې شپې اوورځې تېرومه
زۀ دهجران پۀ تبه پروت يم
ماته دارودخپل وصال راکړه مينه
زۀ دې پرتوروجامونۀ يم
کږه وږه پرلاره ځې مين دې کړمه
زۀ دې پۀ ګوتومين نۀ يم
دسورچارګل رڼادې زۀ لېونی کړمه
زۀ دې داخپله ځواني وخورم
چې بۀ داستامينه پربل باندې کومه
زۀ دې پۀ ديدن پسې ړنده شوم
لکه حافظ همساپۀ لاس کې ګرځومه
زۀ دې خالونولېونی کړم
پۀ لاره ځم لکه قصاب ګوتې شمېرمه
زۀ دې لۀ هجره لېونی يم
تاسرفراز پۀ يوسلام نۀ کړم مينه
زۀ سرسرتور پړی پۀغاړه
دناورکړې نجلۍ مخې ته ورځمه
زۀ قلندروی درپۀ در وی
اشنامې مل وی ګرځېدی پۀ وطنونه
زۀ ګل پۀ لاس درته ولاړه
يامې ګل واخله يارخصت راکړه چې ځمه
زۀ لاکمکی پۀ زړۀ زخمي شوم
ږيره مې راغله جوړمې نۀ شول پرهارونه
زۀ مخامخ خلکوته خاندم
دننه زړۀ کې مې داورسکروټې دينه
زۀ مړاوی ګل پۀ لارکې پروت وم
ليلاپۀ سرومنګلوجګ کړم تازه شومه
زۀ مسافردرته ولاړ يم
ماته خيرات دسپينې خولې راکړه چې ځمه
زهربۀ وخورم ځان بۀ مړکړم
دډېروخلکومنت کله قبلومه
زهرقاتل لاځنې ښۀ دي
چې بې لۀ تاشکرترې پۀ لپوخورمه
زهرشربت کړه ماته يې راکړه
زۀ دفراق دژوندون نۀ لرم تابونه
زۀ يې پۀ توروسپينو نۀ يم
کږه وږه پۀ لاره تله رنځوريې کړمه
زيارت دټول عالم قبول کړي
اول زما چ ېپردېس راغلی يمه
زيارت کوم نۀ رارسېږي
ياټګه زۀ يم ياويدۀ دی زيارتونه
زيارت کوم نۀ رارسېږي
خدايه کۀ ګډ کړې دادکاڼوزيارتونه
زيارت وتاته نۀ رسېږي
ترتادمخه پرې مااېښي لاسونه
زيارت هغه ته نۀ رسېږي
څوک چې  اخلاص ورته پۀ زړۀ کې نۀ لرينه
زېړی مرض مې عشق کې واخېست
يارمې طبيب دی پۀ وصال يې روغوينه
زخم دزړۀ بۀ هېڅ جوړنۀ شي
مګردياردناز خندا يې دواشينه
زړۀ مې پۀ دې خبره ښۀ دی
چې داښايسته بدرنګې ټولې خاوروله ځينه
زړۀ مې پۀ دوه ځايه مين دی
يو پۀ ميلن دی بل دزرمل پۀ ډاګونه
زړۀ مې ترګل هم ډېرنازک دی
يارچې خنداراته کوي ژړاراځينه
زړۀ مې دزلفوپۀ دام ګيرشو
نۀ ترې خلاصېږي نۀ ترې رپ وهلی شينه
زمابۀ تل درته سلام وي
کۀ درپۀ يادشوم زمااخله سلامونه
زماپۀ مرګ مه خوشالېږه
مرګی شمال دی هره ونه ښوروينه
زړۀ مې ناسورديارغموکړ
رقيب پرې مالګه دوړوي ماپرې سېزينه
زلفې مې دوه دي ماڅلورکړې
دوه مې دخيال دوه مې دلوی اخترټالونه
زماخواشينی زړګی راکړه
پۀ ناپوهی مې درکاوۀ نۀ پوهېدمه
زمادزړۀ صبرېدۀ ګران دي
ناصح ته وايه چې نور نۀ کوي پندونه
زمادقبرخواته راشه
کۀ ديدن نۀ وي راته پورته که لاسونه
زماوصال دهغه چادی
چې پۀ مېړانه يې ميدان ګټلی وينه
زيارته ولې نۀ رارسې
پښې مې تڼاکې شوې منګولې لګومه
زېړ مازيګرشغلې شغلې دی
پۀ زړۀ ظالمه ياره زۀ ولاړه يمه
زېړه نتکۍ سوريې چارګل دی
پۀ کې پراتۀ دي دسروزرو ځنځيرونه
زمادې زړۀ راپۀ کې خوړين کړ
تاته دبنګوپيالې چادرکړي دينه

+ نوشته شده در  ساعت 12  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ژ
ژ پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ژ

ژاړم لۀ خپل نصيبه ژاړم
چې مې پۀ برخه کې بېلتون ورسېدنه
ژبه دې غونډه خولۀ کې راکړه
بياکۀ مې سردرباندې ځي خوشاله يمه
ژبۀ قلم خولۀ مشواڼۍ کړه
زمادزړۀ پۀ تخته وليکه غمونه
ژبه قلم سينه تخته ده
ديارناخوالې پرې ليکم ژړاراځينه
ژربۀ ګرېوان کړم خلکه څيرې
زۀ جدايۍ دجانان ډېر بې تابه کړمه
ژړازماپۀ اختيارنۀ ده
چې ياررايادشي بې اختياره اوښکې ځينه
ژړامې نۀ ده پرچاګرانه
کۀ زۀ داوښکو پرځای وينې تويومه
ژړامې نۀ ده پرچاګرانه
خوشې ګرېوان پۀ اوښکوڅله بدلومه
ژوندون دې وي مرګی دې نۀ وي
چې ژوندباقي وي بيابۀ وشي ديدنونه
ژوندون زماپۀ درد وغم دی
بېلتون ميرې پۀ شان غاښ راته چيچينه

+ نوشته شده در  ساعت 12  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ږ
ږ پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک

ږلۍ ديارلۀ لورې راغله
خلک ترې تښتي زۀ يې مخې ته ورځمه
ږلۍ دې ستاپۀ فصل راشي
زماجانان لۀ نرۍ ملاکړي فريادونه

+ نوشته شده در  ساعت 12  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
س
س پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ساتلی باز مې رانه لاړۀ
پۀ مارګله بۀ ورته دام دزلفو ږدمه
سادرکې وه وتلې نۀ وه
څنګه دې زمالۀ يارۍ واخستل لاسونه
ساړۀ ساړۀ اوسېلي راشي
کله چې زورراباندې راوړي ستاغمونه
سامې پۀ لنډه لنډه خېژي
دتوراوربل لړم پۀ زړۀ خوړلې يمه
سامې پۀ لنډه لنډه خېژي
راشه اشنازماپۀ زړۀ کېږده لاسونه
سامې ديارپۀ غېږ کې خېژي
ځکه مې سلګۍ پۀ خنداخولې ته راځينه
سبااختردی خوشالي ده
زۀ بۀ بې ياره خوشالي څۀ کړم مينه
سبااختردی يارمې نۀ شته
دګاڼې ډکه بۀ دچاغېږې ته ورځمه
سبابۀ بياژاړې مينه
دخپل اشناپۀ ديدن کاږه ارمانونه
سبابۀ بياکډې بارېږي
ددښت ګلان بۀ دې لمنې بويوينه
سبابۀ لوړباموته خېژم
کۀ دې جانان احوال مې بادراوړی وينه
سبابۀ ټولې باغچې غواړم
کۀ چېرې ګل ديارپۀ څېرزۀ پيداکړمه
سبابۀ جنګ پۀ سپين ميدان وي
ځوانان بۀ وينې تويوي جنګ بۀ ګټينه
سبابۀ څنګه شرمندګي وي
چې بې توښې دخپل پېشوا سلام ته ځمه
سبابۀ دامهال اختروي
زمازړګي ته بۀ دغم جرګې راځينه
سبابۀ دامهال سفروي
سمنده کېږده پۀ راستۍ راستۍ ګامونه
سبابۀ سختې نندارې وي
سره بۀ ډولۍ وي هلکان بۀ پسې ځينه
سبابۀ کاڼي بوټي ژاړي
چې يواشنالۀ بله غواړي رخصتونه
سبابۀ کډې روانېږي
پۀ سربۀ پېټي پۀ زړۀ وړم ديارغمونه
سبا بۀ لوړچنارته خېژم
بادبۀ پوښتمه چې يارڅۀ ويلي دينه
سبابۀ لويه تماشه وي
چې شاليلاپۀ ګودرمخ ښکاره کوينه
سباپرسپين ميدان غزاده
ترخدای مې ځارکړې پښتانۀ غزا ته ځينه
سباته بيادجنګ وعده ده
ځوانان څنګلې لګوي جنګ له ورځينه
سباته بيادجنګ وعده ده
ځلميان بۀ سپينې سينې ږدي پۀ کونداغونه
سباته بيادجنګ وعده ده
موزيانووتړل پۀ شنولتوسرونه
سبادورځې غرمه راشه
دنيموشپودروازه څوک درخلاصوينه
سبازموږ کوڅې له راشه
دخيرات غږکړه چې دې موړپۀ ديدن کړمه
سباکابل ته روانېږم
ترخدای مې ځارکړې بيابۀ وکړم ديدنونه
سبالالمرنۀ وي ختلی
زماجانان سنګرته ځي اتڼ کوينه
سبامې بياتکيه پۀ خدای ده
بېګالۀ تانه راضي مند راغلی يمه
سبا مې ستاپۀ تومت وژني
ځای دراستۍ دي چې منکرنۀ شې مينه
سپوږمۍ پرغرۀ راپورته کېږه
چې مسافرپۀ سين ګډېږي غرق بۀ شينه
سپوږمۍ پرمادې څۀ احسان دی
دکوکۍ غل يم دبلۍ پۀ سيوري ځمه
سپوږمۍ پرمنځ داسمان راغله
بې ياره خوب نۀ شته کۀ ماله نۀ راځينه
سپوږمۍ پرمنځ داسمان راغله
زۀ خواره ناسته مرور پخلاکومه
سپوږمۍ دخدای روی مې دروړی
ددوو مينو ترمنځ مه وړه مشالونه
سپوږمۍ دغرۀ پ ۀڅوکه راغله
دچټۍ يارلکه شاهين غوټۍ وهينه
سپوږمۍ دې هلته خوشالي کا
چې دوه مين دبابوزوبه پۀ ډاګ کې ځينه
سپوږمۍ سلام بۀ درته وکړم
جانان مې مه رسواکو ه ماته راځينه
سپوږمۍ شوه بياورکه اوروکې
زۀ ځم جانان پسې کۀ توره تيارۀ وينه
سپوږميه تاته مې سلام دی
زماجانان بۀ تاته ډېر کتلي وينه
سپوږميه تاوکړۀ سيلونه
درته پرتې دي سپينې خولې توروربلونه
سپوږميه تاوکړل سيلونه
چټې پرتې دي سپينې خولې زېړ پېزوانونه
سپوږميه سروهه راخېژه
جانان دګلولو کوي ګوتې رېبينه
سپوږميه سروهه رالوېږه
کاروان باشي جانان مې کډې باروينه
سپوږميه سروهه راخېژه
دګړندي جانان مې هيله رابۀ شينه
سپين ګبينی مې پۀ کې بياموند
چې مې دتوروزلفوبندولټاونه
سپينوپايڅودې لېونی کړم
توروکوڅودې لۀ سبقه ويستمه
سپينه خولګۍ دې راته کېږده
کۀ دنيزو پۀ څوکولاروي دربۀ شمه
سپينه دې خولۀ سپين دې ځنځيردی
پلاردې اميردی نجلۍ نۀ دې راکوينه
سپينه خولګۍزۀ درسره يم
دبې ننګۍ ځلميه خوب دې زنګوينه
سپينه سپوږمۍ مې ده دښمنه
نوی مين يم دکلا سيوري ته ځمه
سپينه سينه مې لاله زارشوه
ځکه دسرواوښکوباران پرې تل کومه
سپينه مې خولۀ سپين مې ځنځيردی
چې ورته ګورې لېونی بۀ شې مينه
سپينې خولګۍ له مې راخېژه
بيابۀ دې کوزکړم دپاولوپۀ کتارونه
سپيني خولګۍ له مې رادرومه
کۀ چاپرې مړکړې ځوانان تل پۀ تورومرينه
سپينې خولکۍ له بۀ دردرومم
يابۀ پرې مړشم يابۀ وکړم ديدنونه
سپينې چړې درپسې راغلې
چې مې لۀ يارۍ توبه ګارنۀ شې مينه
سپينې دپښې سپينې دې بانکې
دپلارپۀ غولي ګرځېدې رنځوردې کړمه
سپينې سپوږمۍ کۀ خولګۍ راکه
پۀ تروږمۍ کې دې نتکۍ خولې ته راځينه
سپينې سپوږميه بختورې
درته پرتې سپينې سينې پربامونه
سپينې سينې ته مې راخېژه
کۀ چاپرې مړکړې ځوانان تل پۀ تورومرينه
سپينې سپوږمۍ ته شه خولۀ واخله
چې تورپېکی مې پرمخ کوږ نۀ کړې مينه
سپينې سپوږمۍ ترتاځارېږم
زماجانان بۀ تاته ډېرکتلي وينه
سپينې سپوږمۍ حال راته وايه
چې مې جانان پروطن څۀ روزګارلرينه
سپينې سپوږمۍ حال راته وايه
چې نن دچاسره مجلس جانان کوينه
سپينې سپوږميه کبرجنې
سپينې سينې درته پرتې دي پربامونه
سپينې سپوږمۍ ته شه خولۀ واخله
دکلاسيوري ته مې مه بيايه ډارنه
سپينې کوټې دې کنډوالې شه
زمايادېږي دکېږديۍښۀشمالونه
سپېدې راوچاودې رڼاشوه
دګرېوانۀ څخه مې لاس وکاږه مينه
ستاشنايي دشګوورخ دی
کۀ چنارونه پۀ کې ږدم اوبۀ يې وړينه
ستااشنايي دپروړې اوردی
توده دې نۀ کړم لوغړنه شوم مينه
ستااشنايي دونوسيوری
کله پۀ ماکله پۀ نورو خلکووينه
ستابۀ دحسن دوران تېرشي
مدام بۀ نۀ وي ستاځواني زماسوالونه
ستابۀ دښوڅۀ نصيب نۀ ؤ
خلک اوس وايي پۀ سروشونډوتومتونه
ستابۀ زۀ هېرکۀ بۀ پۀ ياديم
زۀ چې قدم پر قدم ږدم تايادومه
ستابۀ ګيله لۀ مانه کېږي
پرماپيرې دبېلتانۀ ولاړې دينه
ستاپرديدن مې لمونځ قضاشو
پۀ اخرت بۀ خدای ته څۀ ځواب کومه
ستاپرجفانۀ يم چې ژاړم
ماژړوي درقيبانوپېغورونه
ستاپۀ وربل کې نرۍ لارده
لکه پۀ باغ کې نرۍ لار ماليارپرې ځينه
ستاپۀ بشره چې زۀ شيداشوم
اوس نوکفن ترملاتړلی ګرځومه
ستاپۀ تندي کې سورکی خال دی
کۀ پۀ اسمان کې زېړی لمررڼا کوينه
ستاپۀ تومت مې جامې رنګ کړې
اوس بۀ رنګ کړې جامې چېرته ګرځومه
ستاپۀ تومت مې جامې رنګ شوې
پۀ تومت رنګ جامې بۀ چېرته زړومه
ستاپۀ تومت کې هسې خوښ يم
لکه ماهي چې پۀ اوبوخوشاله وينه
ستاپۀ جمال مې دې قسم وي
چې ډېرکړاودې پۀ ديدن پسې کومه
ستاپۀ دالان کې اثري شوم
اوس راته دودکړه دغونچوڅڼوسرونه
ستاپۀ ديدن پسې جانانه
سترګومې وکړل دچينوپۀ شان ډنډونه
ستاپۀ ديدن پسې جانانه
پۀ نم دسترګوباغ دزړۀ اوبۀ کومه
ستاپۀ ديدن پسې جانانه
لکه يعقوب پيغمبرړونددرپسې شومه
ستاپۀ ديدن بۀ مړه نۀ شم
کۀ تمامي وجود مې سترګې شي مينه
ستاپۀ ديدن مې دونه ښۀ شي
لکه رنځور چې امساواخلي وګرځينه
ستاپۀ ديدن کله مړېږم
زۀ يم پردېس دبل وطن څوورځې يمه
ستاپۀدښمن دې خاورې واوړي
ته مې بورا زۀ دې دګلوغنچه يمه
ستاپۀ راتلوبۀ څۀ ونۀ شي
پرمابۀ کېږدې دعمرونواحسانونه
ستاپۀ راتلوموزي قارېږي
زۀ بۀ خولګۍ پۀ دروازه کې درکومه
ستاپۀ رضا زمارضاده
تۀ مې پاچازۀ دې پۀ درکې ګدايمه
ستاپۀ روضه مې ځان داخل کړ
يامې حلال کړه يامې سرکه حاجتونه
ستاپۀ فراق مې زړۀ ژړېږي
عالم ژړېږي پۀ ما اوښکې تويوينه
ستاپۀ کتوخاورې زرکېږي
ماته دې وکتل نوخاورې ايرې شومه
ستاپۀ کتوخاورې زرکېږي
کۀ راته وګورې دسروزروبۀ شمه
ستاپۀ ليدومې زړګی وچاود
لکه دېوال چې زلزلې چولی وينه
ستاپۀ مړوند مې دی سراېښی
اوس درقيب دې وي لاس خلاص چې هرڅۀ کوينه
ستاپۀ نتکۍ کې شيطان ناست دی
چې پۀ ورو،ورو يې رپوې راوړي غمونه
ستاپۀ نتکۍ کې ريبارناست دی
هره شېبه مې ستاخولګۍ ته لمسوينه
ستاپۀ نيستي مې پروانۀ شته
نيستي وسله ده هلکان يې ګرځوينه
ستاپۀ يارۍ کې داسې وچ شوم
لکه چې غزپه نری بادکړي فريادونه
ستاپۀ يارۍ کې سودايي شوم
لکه ميزوب پۀ لارې ځم ګوتې شمېرمه
ستاپۀ يارۍ کې مې رنګ زېړشو
دواوې خورمه رنګ مې ځای نۀ راکوينه
ستاپۀ يارۍ کې مې حال داشو
خپل مې پردي شول پردي ځای نۀ راکوينه
ستاپۀ يوۀ تومت رنګ زېړ شو
زۀ دتومت ځنځيرپۀ غاړه ګرځومه
ستاپۀ يوۀ تومت رنګ زېړشو
زۀ دتومت جامې پۀ غاړه ګرځومه
ستاترخماروسترګوځارشم
کاږۀ باڼۀ دې دزړۀ سرزخمي کوينه
ستاترخماروسترګوځارشم
چې پۀ کتو زړۀ لۀ کوګل راڅخه وړينه
ستاتردې ښکلي بوړي ځارشم
پۀ اوږه ستادی کږه زه درسره ځمه
ستاتصورچې خوب کې راشي
نيمه شپه پاڅم ترسبا سلګۍ وهمه
ستاتورباڼۀ مې پۀ زړګي خښ دي
پۀ اننګومې وينې ډنډولاړې دينه
ستاجدايي داسې ستي کړم
لکه دښکارغوښه چې اورکې وريته شينه
ستاخوابدي مې خوابدی دی
رب دې خوشاله که چې زۀ خوشاله شمه
ستاخوبۀ تمه دديدن شي
پرماپرتې دي تورې خاورې انبارونه
ستاداوربل نه ډزې کېږي
دسينوخټکوته دې ځان پناه کومه
ستادبڼوپۀ غشوخوږ شوم
سړې سړې وينې مې ځي پرګرېوانونه
ستادبېلتون پۀ داغ ستي شوم
څوچې وصال پۀ لاس راځي قيامت بۀ شينه
ستادپوټي چارګل لپاره
زۀ دزرګرپۀ دکان ورځې تېرومه
ستادتومته نۀ خلاصېږم
کۀ زۀ هرڅوهرچاته وخورم قسمونه
ستادټګۍ تسپې پۀ لاس دي
زۀ پۀ درکړې شکرانه پېښمانه يمه
ستادچارګل پۀ پروغوڅ شوم
وړوکی لوی شوم جوړمې نۀ شول پرهارونه
ستادچارګل پۀ پروغوڅ شوم
سړې سړې وينې مې ځي لۀ پرهارونه
ستالۀ خماروسترګوځارشم
چې تازه کېږي پرې زمازړۀ ګلونه
ستادخولګۍ داسې مزه ده
مسری نبات مې پۀ خولۀ تريخ ولګېدنه
ستادديدن باران دې وشي
چې دغه تږي مينان پرې اوبۀ شينه
ستادديدن باران دې وشي
کۀ ځمکه خټه شوه امسابۀ لګومه
ستادديدن پۀ تمه تمه
پۀ توره ږيره کې مې سپين ولګېدنه
ستادديدن پۀ تمه تمه
کچکول پۀ غاړه ګرځوم ملنګ دې کړمه
ستادديدن پۀ تمه تمه
لکه اوبړۍ پۀ چړکې وچه پاتې شومه
ستادديدن پۀ تمه تمه
لکه فقيرچې دخيرات پۀ تمه وينه
ستادديدن پۀ تمه تمه
سترګومې وکړۀ دچينوپۀ شان زيمونه
ستادديدن پۀ تمه تمه
لکه ريدي پۀ دامانوورژېدمه
ستادديدن پۀ تمه تمه
لۀ ډېره غمه لکه دروې وچه شومه
ستادديدن پۀ انتظارکې
پۀ سترګوړوندشوم اوس پۀ زړۀ ديدن کومه
ستادديدن څونه قېمت دی
کۀ سرپۀ درکړم باقيدار بۀ څومره شمه
ستاديدن سېلاب رانغی
لکه اوبړۍ پۀ خوړکې وچه پاتې شومه
ستادديدن کاختي دې نۀ وي
کۀ دبل هرشي کاختي وي تېره بۀ شينه
ستادراتلوپۀ انتظارکې
دديدن وږيه پۀ ژړاوخت تېرومه
ستادراتلوپۀ انتظارکې
سپوږمۍ ته ګورم شپه سباراباندې شينه
ستادزخمونوعلاج دادی
چې زۀ پرې کېږدمه دوصل ملهمونه
ستادسروشونډوشربت راکه
شونډان مې وچ دي چې سېراب ورباندې شمه
ستادسروشونډوغلاشوه ګرانه
پۀ لنډه زنه دې شين خال پيره کوينه
ستادسفرملګري راغلل
تادې ميرات کابل کې څۀ ليدلي دينه
ستادسينې انارپاخۀ شوۀ
ماپرې باغوان کړه چې هرڅوک ترېنه شړمه
ستادسينې پرکلا جنګ دی
يابۀ ځان بايلم يابۀ ونيسم برجونه
ستادشين خال پۀ تصورکې
زړۀ مې شوشين ديدارمې ونۀ کړمينه
ستادښايست دوران بۀ تېرشي
زماپۀ زړۀ بۀ پاتې شي نوي داغونه
ستادعزت لاپې مې وکړې
مادهمزولوشرمنده نۀ کړې مينه
ستادغاښوپۀ ننداره شوم
تاورته واچول دسروشونډوکلپونه
ستادګيلاس پۀ شان غړۍ ده
زماشړۍ ده ستابۀ کله خوښه شينه
ستادقامت فکرمې يوسي
زړۀ مې زخمي ارام مې نۀ کېږي مينه
ستادقامت پۀ خيال کې تل وی
صبرلمبه شي ځنې پورته شي دودونه
ستادمجلس نه مې زړۀ نه شي
بېلتون دې خوارشي مااوتاجداکوينه
ستادنيستۍ پېغوريې راکړ
مينه ملاتړه چې بل هېوادته ځونه
ستادوصال باران کۀ نۀ وی
ستادبېلتون لمبوبۀ سوي وی ګلونه
ستادوصال پۀ بدله کې
قبول زمادي ددنياټول زحمتونه
ستادوصال پۀ تمه تمه
ماقبول کړي تمامي عمرغمونه
ستادوصال دستاخان راغی
څوک بۀ ماړۀ شي څوک بۀ وچې شونډې ځينه
ستادوصال زمانه لرې
زۀ بۀ دهجرعمرچېرته تېرومه
ستادوصال پۀ تمه پايم
کۀ لۀ بېلتونه دې خبرشوم مړبۀ شمه
ستادوصال پۀ کوڅه راغلم
دبېلتانۀ پوليس مې وتړل لاسونه
ستادهجران پۀ جېلخانه کې
زۀ دوصال پۀ تمه شپې سباکومه
ستادهجران لۀ تاب وتبه
لکه ماهي چې بې اوبوشي زړۀ مې چوينه
ستادهجران دغم لښکرته
وارمې خطاکلادصبرجوړومه
ستادهجران شتۍ زخمي کړم
خدايږولاليه خون بۀ ستاپۀ غاړه وينه
ستادهجران خزان پرې راغی
زمادزړۀ دباغچې ګل ورژېدنه
ستادهجران پۀ لمبووسوم
تۀ دوصال شربت راولېږه مينه
ستالۀ يارۍ بۀ لاس وانخلم
کۀ مې دزړۀ کترې دتوروسره ځينه
ستاديارۍ پېغوريې راکړ
مينه ملاتړه چې دواړه سره ځونه
ستاديارۍ نه توبه ګارشوم
درسوايۍ پۀ رنګ دې زۀ وشرمېدمه
ستاديارۍ نه بۀ وانۀ وړم
زۀ پاړوګر يم ښاماران اوده کومه
ستادې پۀ خپل حسن قسم وي
چې دديدن پۀ وخت کې وروږده قدمونه
ستادې پۀ خپل حسن قسم وي
پرطبيبانوبۀ جوړه ګرځومينه
ستادې قسم پۀ پاک الله وي
مادغماز پۀ خنجرمه وژنه مينه
ستادې قسم پۀ ذوالجلال وي
کۀ مې داحال وي نورخصت راکړه چې ځمه
ستادقسم پۀ ذوالجلال وي
چې مخ ته راشې مخ ته مه نيسه لاسونه
ستادقسم پۀ ذوالجلال وي
سلام دبادپۀ لاس راولېږه چې مرمه
ستادقسم وي چې زرګرشه
زماخيالي اوربل ته جوړکړه تاويزونه
ستادې قسم وي خپله ياره
دعاکوه چې ستاديدن مې نصيب شينه
ستادې قسم وي مرګه راشه
ياربې وفاشونورژوندون چاته کومه
ستادقسم وي خولګۍ راکړه
لکه مېږی پۀ دېوالوراغلی يمه
ستادې قسم وي مرګه راشه
زۀ دبېلتون پۀ عمرډېرستومانه شومه
ستادې قسم وي خولګۍ راکړه
نورمې دغم پۀ اورکې مه سوځه مينه
ستادقسم وي يووارراشه
دسهارباده خزان مړاوي کړل ګلونه
ستادې قسم وي پۀ خنداشه
زۀ مسافريم سوی زړۀ پرې سړومه
ستادې قسم وي خوبه راشه
چې دشيرين جانان ديدن درکې وکمه
ستادې قسم وي مرګه راشه
دبېلتانۀ پۀ تبه ډېرناجوړه شومه
ستادې قسم وي يووارراشه
دزړۀ کښتۍ مې دغم بادنسکوروينه
ستادقسم پۀ ذواجلال وي
پلوکه لرې مخ ته مه نيسه لاسونه
ستاديوۀ ديدن لپاره
اورمې بانه کړکورپۀ کور وګرځېدمه
ستاديوۀ ګلاب لپاره
زۀ دباغوان پښوته سرتوره ولوېدمه
ستالوپټه مې دې کفن شي
چې تورلحد راباندې زېړ ګلونه شينه
ستاديوۀ ديدن لپاره
زۀ خوشامندې دټول ټبرکومه
ستالۀ بېلتونه هسې تنګ يم
لکه بلبل چې پۀ قفس کې بندي وينه
ستالۀ دې سروشونډوقربان شم
کله غوټۍ شي کله وسپړي ګلونه
ستالۀ وطنه مې زړۀ نۀ ځي
نصيب روان دی زۀ بندي ورسره ځمه
ستالۀ يارۍ بۀ توبه نۀ کړم
کۀ جلاتان مې سرلۀ توروسره وړينه
ستالۀ يارۍ مې تمه پرې شوه
اوس دې دغمه لېونی ګرځم مينه
ستايارانه خولوی افت دی
مالۀ افته ځان ساتۀ پرې اخته شومه
ستايارانه دکمرۀ ګل دی
ګل مې بوی نۀ کړلۀ کمره ولوېدمه
ستايارانه ډوبه جاله ده
زۀ دې جالې ته وارخطاولاړه يمه
ستايارانه مې سودګڼله
سودمې ونۀ کړزيان مې راوړ امبارونه
ستايارانه دشمکي ده
شمکی تريخ دی لۀ ناکامه يې تېرومه
ستايارانه مې کړې نۀ وی
ځان مې دسين پۀ څپووړی وی مينه
ستايارانه دکاچل ټال دی
کاچل ولاړوي ټال يې ځي پۀ ګړنګونه
ستايارانه دشوي ټال دی
دشوي ټال مې خېژاوۀ رنځوريې کړمه
ستايارانه دونيمې ورځې
زمادې رنځ دسلوکالوکړمينه
ستايارانه کې مې زړۀ بايلود
زۀ پۀ بايللي زړګي څۀ تکيه کومه
ستايارانه دشګوبنددی
ماچې دشګوبندتاړۀ ستومانه شومه
ستايارانې ته مې زړۀ کېږي
پۀ څۀ خبره بۀ اشنادرسره شمه
سترګواوزړۀ مصلحت وکړ
دمينې غم دی پۀ تقسيم بۀ يې ګالونه
سترګوپسات راباندې وکړ
نوربۀ يې دباز پۀ شان ګنډلې ګرځومه
سترګوترسترګوپورې فرق دی
دجانان سرې سترګې اصيل غلاموينه
سترګوته رنګ درنجوورکړه
خولې ته رنګ ددنداسې ورکړه مينه
سترګوته رش درنجوورکړه
دمسافرووخت نژدې دی رابۀ شينه
سترګودې بياناغې پيداکړې
دناغه داروسترګوڅوک طاقت لرينه
سترګودې جنګ راسره وکړ
باڼۀ دې تللي دي لښکرې ټولوينه
سترګودې زخم پۀ زړۀ راکړ
وړه خندادې لاپرې مالګې دوړوينه
سترګومې زړۀ ته ضررپېښ کړ
نوريې دبازپۀ شانتې پټې ګرځومه
سترګومې زړۀ ته ځواب ورکړ
چې مين تۀ يې اوښکې موږه تويونه
سترګونه کومه ګناه شوې
چې زړۀ مين شي سترګې تل کاتۀ کوينه
سترګووزړۀ ته ګيله وکړه
چې مين ته شوې اوښکې موږه بهونه
سترګه دلمرتندي ته راغله
ورځ مې ښۀ نۀ شوه ليلا خولۀ نۀ راکوينه
سترګې بۀ ولې اوښکې نۀ کړي
چې پۀ موسم دخوشالۍ راغله غمونه
سترګې دې بياراښکاره نۀ کړې
ګوره چې مړدې دراتلوپۀ ارمان شومه
سترګې پۀ چل غړوه ياره
دلالان ګرځي غټې سترکې خوښوينه
سترګې خوتراکړې خدايه
ظالم موزي مې لۀ کتومنع کوينه
سترګې خوتاورکړي خدايه
کۀ يې راواړوي نسکور بۀ شم مينه
سترګې دبازپۀ شان غورځنګ کا
پۀ منګل نيسي دمينوځګرونه
سترګې دستا ستګې زما دي
ماتاته کله ديارۍ ويلي وونه
سترګې ديارچې پۀ کې نۀ وي
کۀ وطن ټول شي سرۀ ګلونه وران دې شينه
سترګې دې بيا تورول غواړي
لکه دللمې پټی غواړي بارانونه
سترګې دې بيادګل غوټۍ کړې
باڼۀ دې پورته که چې وسپړي ګلونه
سترګې دې بياخونکارې سرې دي
ګمان مې کېږي عاشقان درباندې مرينه
سترګې دې بياراښکاره نۀ کړې
پرېږده چې مړه دې دراتلوپۀ تمه شمه
سترګې دې بې اثره نۀ دي
لکه دکوډومرۍ برګې برګې دينه
سترګې دې بې تاثيره نۀ دي
چې بې محصوله منګی وړې پۀ ګودرونه
سترګې دې بې تاثيره نۀ دي
راته دې وکتل دځان غلام دې کړمه
سترګې يې تورې پۀ څنګ ګوري
دنجلۍ سترګې مې دملکه ورکوينه
سترګې دتورې پۀ څنګ ګوري
دسپوږمۍ خورې لۀ ژوندون دې وويستمه
سترګې دې تورې پۀ څنګ ګوري
دسپوږمۍ خورې پۀ شغلودې واخستمه
سترګې دې تورې پۀ څنګ ګوري
دپاچالورې مخ راواړوه چې مرمه
سترګې دې تورې پۀ رنجوکړه
دمسافراشنادې غږ دی رابۀ شينه
سترګې دې تورې راته ګورې
دکاکالورې مابۀ ورک کړې لۀ وطنه
سترګې دې تورې اورراپورې
دجنت حورې پۀ خالودې مين کړمه
سترګې دې ډېرې اثردارې
چې يې کړې تورې روغ سړی رنځوروينه
سترګې دې ډکې تمانچې دي
زۀ دې پۀ ډکوتمانچوويشتلی يمه
سترګې دې ډکې تمانچې دي
پۀ برج پرتې دي وارلۀ واره ډزې کړينه
سترګې ډولۍ باڼۀ لرګي دي
دجانان مينه پۀ کې ناوې ګرځومه
سترګې دې جګې کړه ابدارې
دوينودارې مې لۀ زړۀ درپسې ځينه
سترګې دې زرکې نه ښايسته وې
پۀ شوګيرونودې خرابې کړې مينه
سترګې دې سرې راواړولې
داصله سرې دي کۀ دې ډېرژړلي دينه
سترګې دې سرې باڼۀ دې توردي
لکه لونګ چې پۀ مڼه ټومبلي وينه
سترګې دې سرې زلفې دې تورې
ماته چې ګورې لېونی دې کړم مينه
سترګې دې سرې ردې ردې دي
ردې ردې دښامارانوسترګې وينه
سترګ ېدې سرې لکه دزرکې
ترې ګرزېدلي درنجوتوردېوالونه
سترګې دې ماته راکږې کړه
ستاپۀ کتوپسې مې ډېرکړي مزلونه
سترګې دې مړې راواړولې
ګمان مې کېږي لۀ يارۍ اخلې لاسونه
سترګې دې نرمې کړه راپورته
ستادبڼولاندې مې زړۀ دی خوږ بۀ شينه
سترګې دې ولې تورولې
پۀ زخمي زړۀ دې زمااورولګاونه
سترګې دې ووزه راته ګوره
ترسالولاندې لکه ګل ولاړه يمه
سترګې دې ووځه راته ګوره
پۀ تش کاتۀ بۀ دې څوک سرنۀ پرېکوينه
سترګې دې وې وتلې نۀ وې
پۀ ايروپټ اوردې لېدۀ پرې ودې سومه
سترګې دې وې وتلې نۀ وې
چې پۀ مالت دې لوېدم نۀ دې ليدمه
سترګې راواړوه سردارې
دوينودارې مې دزړۀ لۀ سره ځينه
سترګې راواړوه خمارې
زۀ مسافرشوم بيابۀ نۀ وي ديدنونه
سترګې راواړوه جانانه
وژنې مې څۀ لاغم پخواوژلی يمه
سترګې زماپۀ واک کې نۀ دي
چې هرې خواته يې اړوم مين مې کينه
سترګې زماپۀ ژړاسرې دي
دمين يار ديدن مې نورخلک کوينه
سترګې کچکول که ديدن واخله
ملنګه ياره پۀ بانه راغلې يمه
سترګې لۀ خوبه کړه راپورته
ګل مې پۀ لاس کې سلامي ولاړه يمه
سترګې لۀ سترګونه شرمېږي
اشنالۀ مانه شرمېدۀ نۀ يې ليدمه
سترګې مې تاته تورولې
چې تۀ را نۀ غلې پۀ سالو يې پاکومه
سترګې مې تورې پۀ رنجوشي
چې تورکاکل تورې دې زلفې ووينمه
سترګې مې تورې پۀ رنجوکړې
دمسافرجانان مې غږ دی رابۀ شينه
سترګې مې خپلې دي پرې ژاړم
خولۀ داشنا ده اوښکې نۀ پرې تويومه
سترګې مې خوږ لاس مې پرې اېښی
داشنا غم پۀ کې غړېږي ړوندبۀ شمه
سترګې مې دواړه تکې سرې دي
زۀ تل ژړا پۀ خپل جانان پسې کومه
سترګې مې ډېرې وليدلې
زماديارسترګې شغلې وهلې دينه
سترګې مې ډېرې وليدلې
دښاروسترګې دچنارغومبسې دينه
سترګې مې ډېرې وليدلې
دنجلۍ سترګې مې ټټر سوری کوينه
سترګې مې ډېرې وليدلې
زماديارسترګې منګولې لګوينه
سترګې مې ډېرې وليدلې
چې پرې رغېږم هغه سترګې نۀ وينمه
سترګې مې ډکې لۀ ژړاوې
چې يارمې راغی ورته شنه لۀ خنداشومه
سترګې مې زړۀ ته شوې راښکته
ستاديدن غواړې تامې زړۀ کې لټوينه
سترګې مې زړۀ ته رانژدې کړه
چې پۀ کې ووينې دسرووينوډنډونه
سترګې مې ستاپرلورکږې شوې
لکه جنډه دشهيدانوپرقبرونه
سترګې مې ستاپرلورڅلورشوې
چې تۀ رانغلې سودايي دجهان شومه
سترګې مې ستاپۀ غم کې سرې دي
خلک بۀ وايي چې شراب يې څکلي دينه
سترګې مې تاپسې خوږېږي
دمورلۀ ډاره پۀ رنجويې تورومه
سترګې مې ستالورې ته اوړي
خدای مهربان دی ګوندې وشي ديدنونه
سترګې مې سرې ګرېوان مې لوند دی
ماداشنالۀ غمه ډېرژړلي دينه
سترګې مې سرې لاس مې پرې ايښی
دجانان غم  پۀ کې رغړېږي ړوند يې کړمه
سترګې مې سرې دوينوډکې
پۀ کې اغزي ستادجفاختلي دينه
سترګې مې سرې ګرېوان مې لوند دی
ديارپېغور يې راکاوۀ پۀ ژړاشومه
سترګې مې مه پټوئ خلکو
روح مې معطل دی داشناديدن کوينه
سترګې مې يارپسې خوږېږي
دمورلۀ ډاره تورداروپورې کومه
سترګې نرۍ تورې مزه کا
داګډې وډې سترګې ډمې توروينه
سترګې وړې ښې دي کۀ غټې
وړې لا ښې دي غټې اوررالګوينه
سترګې وهي باڼۀ پرېباسي
زۀ پرې پوهېږم مسافرپرې غولوينه
سترګې ياقوت غاښ دې الماس دي
زلفې سنبل دې پرګوګل مز ه کوينه
سترګې يې بازغوندې کړې غټې
ګمان مې کېږي چې زړۀ راڅخه وړينه
سترګې يې تورې پۀ کجل کړې
ګمان مې کېږي چې بۀ بياکوي قتلونه
ستړی خومه شې پۀ خيرراغلې
ستړې خوزۀ يم چې مې لارې ته کاتنه
ستم دې مه کړه ستمګره
دستمګرو پۀ دوزخ ځايونه وينه
ستن دې باڼۀ کړه تاردزلفو
زمادزړۀ پرهارپرې وګنډه مينه
ستن دبڼوته حاجت نۀ شته
مخ ته مې ګوره چې دې روغ شي پرهارونه
سخته رنځوره خدای دې جوړکړه
درتګ مې نۀ شي تشه دعادرته کومه
سختې نارې دزړۀ پۀ زورشي
زۀ دې دسختونارووويستم مينه
سختۍ مې ډېرې وليدلې
لۀ سختوسخته جدايي ستاده مينه
سربۀ لۀ خپل وطن نه ځارکړم
بيابۀ سيالي زۀ دهمزولوسره کړمه
سربۀ دخدای پۀ نامۀ کېږدم
کۀ مرور اشنا پخلاراسره شينه
سرپربالښت پۀ اوارۍ ږده
ستاتربالښت لاندې مې زړۀ دی وران بۀ شينه
سرپرکږه څنګله کېږدم
خوب دکږې څنګلې ډېرمزه کوينه
سرپۀ پنجرووهل اسان دي
فرهاده ګران دي دهجران سوي داغونه
سرپۀ کږه څنګله کېږده
مخ مې راستون کړه ښکلوه شينکي خالونه
سرپۀ نرۍ څنګلې کېږده
تادنرۍ څنګلې ډېرکړل ارماندونه
سرخومې هلته درښکاره کړ
چې پۀ نارومې غاړې وچې شوې مينه
سرددېواله رااوچت کړه
نامردې ياردې ستاپۀ سرزندان ته ځينه
سردښيښونه رابېرون که
ستاپۀ ديدن پسې سيلۍ راوړی يمه
سردکړکۍ نه رابهرکړه
پرچلم زانګي تورې زلفې شنۀ خالونه
سردې اسمان څڼې دې ورېځې
غاښ دې برېښنااوخولۀ دې پرخې اوروينه
سردې پۀ سرولستوڼو کېږده
تابۀ دسرولستوڼوډېرکړل ارمانونه
سردې پۀ غټه تيږه کېږده
پردی وطن دی ياره نۀ شته بالښتونه
سردې پۀ لوړه تيږه کېږده
شيرينه ياره دلته نۀ شته بالښتونه
سردې دخدای پۀ امان اوسه
خولګۍ مې ستاده زۀ بۀ يې تالره ساتمه
سردې دتورلحد نه هسک کړه
زۀ پۀ اوربل ټومبلی ګل راغلې يمه
سردې دقبرنه راهسک کړه
زۀ دې دشناختې خواکې غلې ناسته يمه
سردې راپورته کړه جانانه
دګلوډکه دې پرسرولاړه يمه
سردې زماپۀ څنګل کېږده
چې لونګين دې بويوم تازه پرې شمه
سردې زماپۀ ورانۀ کېږده
پردی وطن دی ياره نۀ شته بالښتونه
سردې زماپۀ غېږکې رېږدي
هلته بۀ څۀ کړې چې باران دګولو وينه
سردې تر هرې ونې  لوړ دی
چناره ولې نۀ راوړې دخيال ګلونه
سرکړه راپورته لۀ کتابه
ستادکتاب لۀ ټکوډېر دي زماخالونه
سرګړی نۀ يم چې لمبه شم
زۀ بۀ داخپلې غوښې ورو ورو وريتومه
سرمې پۀ ښۍ څنګلې کېږده
پرکيڼه لېچه مې بنګړي دي مات بۀ شينه
سرمې تاته قرباني دی
ځان بۀ قربان کړم کۀ وصال مې نصيب شينه
سرمې دخپلې پېغلې ځاردی
پټی بۀ ګروکړم مرکې بۀ ورلېږمه
سرمې خوږېږي جوړه نۀ يم
پرمامين جانانه وکړه خيراتونه
سرمې دخدای مال مې دکلي
کۀ تورپېکۍ راپسې واخلي قدمونه
سرمې دخدای مال مې دکلي
اشناکۀ دوه سترګې ښکاره کړې خون بښمه
سرمې دخپل اشنانه ځاردی
دا مې پۀ کاردی چې همېش ديدن کومه
سرمې دغم پربالښت کېښود
اول مې خوب دبېلتانۀ پرې وليدنه
سرمې دغم پربالښت کېښود
پۀ تصورکې دجانان پرکاله ومه
سرمې ديارترسرځارکړی
داميراثي خولګۍ بۀ چاته ورکومه
سرمې ديارپۀ غېږ کې غوڅ کړئ
چې زرزري لمن يې سره پۀ وينوشينه
سرمې دې ځارترخپل وطن شي
چې دمېوند پۀ شهيدانوحساب شمه
سرمې سرتورقران پۀ غېږ کې
دوفاداريارننواتې ته ورځمه
سرمې لۀ تن څخۀ جلاکړئ
کۀ مې پګړئ دبې ننګي تړلې وينه
سرمې نری نری خوږېږي
دمينانوکمبختي ده وبۀ مرمه
سرمې وړې وړې کوڅۍ کړه
وړۍ کوڅۍ مې يارپۀ تول تللې دينه
سرمې وهه مال مې تالا کړه
که مې داستالۀ يارۍ واخستل لاسونه
سرمې وهئ مال مې تالا کړئ
چې مې ياري دې بې وفاوکړه مينه
سړی ژوندی خاوروته بيايي
چې يونېستي بل جدايي پۀ سړې شينه
سفرپرځای دسقرګورم
داهم سقردی چې لۀ تانه جدا يمه
سلام پۀ سروشونډومزه کا
دمسافروسلام ځي پۀ کاغذونه
سلام ديارلۀ لورې راغی
زۀ نامراده بۀ يې پۀ سترګوباندې ږدمه
سلام دې راغی تۀ رانغلې
پۀ کارمې نۀ دي بې ديدنه سلامونه
سلام سلام اشناسلام دی
پس لۀ سلامه دديدن ارزولرمه
سلام سلام پۀ تاسلام دی
عجب اسلام دی چې مې نۀ کوې پوښتنه
سلام سلام ياره سلام دی
پس لۀ سلامه ژروطن لره رادرومه
سلام سلام دی درنه لاړم
زمادناستي پرځای ګل کره مينه
سلام سلام دی خپله ياره
پس لۀ سلامه پۀ ديدن پسې دې مرمه
سلام سلام زۀ درنه ولاړم
پيونددې نۀ کړل پۀ خنجروهلي زړونه
سلام سلام سپينې سپوږميه
سلام مې يوسه دهمزولوتروطنه
سلام سلام کلام کلام دی
عذرتمام دی ياري نۀ درسره کړمه
سلام سلام دی زماياره
پۀ سپين کفن کې فوارې داوښکوکړمه
سلام سلام پسې مې عرض دی
عرض خومې دادی چې مين درباندې يمه
سلام عليکم درنه لاړو
ورستی ديدن بۀ دقيامت پۀ ورځ کوونه
سلام سلام بياپۀ چاريارو
پۀ دې باقي يارانوهم ډېرسلامونه
سلګۍ وهم وارمې خطادی
داجدايي ده کۀ اسمان ونړېدنه
سندليکی بۀ ترې واخلم
داوسنۍ زمانې ياردی ټګ بۀ وينه
سنګردځان پۀ وينوسورکه
چې شااوخواپرتاغاټول زرغونۀ شينه
سوال بۀ درب پۀ دربار کاندم
بيابۀ عرضونه نيازمنوباندې کړمه
سوال بۀ درب پۀ درباروکړم
بيابۀ ځولۍ پۀ نازولو ګرځومه
سوال بۀ يې ولې نۀ قبلېږي
چې توراوربل پۀ باباږدي ژړاکوينه
سوال دې پۀ کوم زيارت قبول شو
چې پۀ سپين مخ مې اوښکې ځي خولۀ درکومه
سوال دې پۀ کوم زيارت قبول شو
اوس يې راښيه چې لنګريې تودومه
سوال دې پۀ کوم زيارت قبول شو
چې ړنګه بنګه دې پۀ غېږ کې پرېوتمه
سوال دې پۀ کوم زيارت قبول شو
ماته يې ښيه چې ستوره ورته ځمه
سودا دزړۀ واخيستم خلکو
خلک پرمادکبرجن ګمان کوينه
سودادوصل پۀ کې کېږي
خدای دې ابادلري دحسن بازارونه
سوداګري دسترګوګورئ
ديدن کوي زړۀ پۀ بدل کې ورکوينه
سودمې پۀ صبرکې ونۀ کړ
باقي بۀ لاس پۀ بې صبرۍ پورې کومه
سودمې ديارورباندې نۀ شي
کۀ تمامي خوبان امېل دغاړې کړمه
سورپسرلی مې نيمه خواشو
زمادشناختې ترسرتاو کړئ زېړګلونه
سورت ياسين راباندې وايه
پۀ ماخولې دځکندن راغلې دينه
سورت ياسين راباندې وايه
زماورانېږي دغونډۍ زنې خالونه
سورخۍ دمخ دې شغلې وکړې
لکه سورخي دماښام سرۀ کاوطنونه
سوړاوسېلی دې ځان  پسې شه
زماپۀ زړۀ باندې دې اورولګاونه
سوی بۀ يم سوی بۀ ګرځم
سوې ښېرې بۀ نجلۍ ستاپلارته کومه
سوی پۀ اوريم پرې رغېږم
کۀ دې دسروشونډوملهم راکړمينه
سوی زۀ سوې مې برخه
سوی بازارسوې سودا پۀ کې کومه
سوی لړمون درپسې ګرځم
شيرينه ياره بې پرواګرځې مينه
سهاردوخته خلک پاڅي
زۀ دليلا لۀ غېږې څنګه وپاڅمه
سباسهارباغچوته مه ځه
ګلان شرمېږي مخ پۀ پاڼوپټوينه
سهارسبا دی سوال مې دادی
جانانه خلاص شې دبېلتون دجنجالونه
سهارسبا دی سوال قبلېږي
خلکوزماپۀ حق کې پورته کړئ لاسونه
سهارسبا دی ژړاخېژي
چاويل مين دی چې ناکام لۀ ملکه ځينه
سهارسباساړۀ مې شينه
راباندې واچوه لونګۍ دواړه لاسونه
سهارسباشبنم ورېږي
بې خوبه يارپۀ بسترپروت سرزنګوينه
سيال خولۀ سيال سره جوړېږي
چې پۀ سيالانوکبرکړي زوال بۀ شينه
سيال مې يې مخی مې نۀ يې
ځان دې مخی کړه بياسيالي کوه مينه
سېرخوشالي دسړي بس ده
چټاکۍ غم سړی لۀ ملکه ورکوينه
سينه توده پاولی دې يخ دی
چې درنژدې شم زړۀ مې يخ لاندې کوينه
سينه دې باغ مخ دې ډېوه دی
زۀ دې حیران کړم چې پتنګ کۀ بوراشمه
سينه دې تخت زماپرې بخت دی
پلاردې کم بخت دی مالۀ تخته کوزوينه
سينه دې تخت دپاچاهۍ دی
دادواړه تي دې شاهزادګان حکم کوينه
سينه مې فرش زلفې بالښت دی
کۀ مرورجانان پرې سرولګوينه
سينه مې تخت بالښت مې زلفې
کۀ بې پروااشنامې سرولګوينه
سينه مې دېګ زړګی مې غوښې
اوښکې اوبۀ بېلتون مې اور پسې کوينه
سينې ته غټ لونګين جوړکړه
ډول بۀ يې ستاوي بوی بۀ يې مالره راځينه
سالو مې ؤپۀ سرمې نۀ کړ
اوس يې ګودرکې ارمانونه زۀ کومه
سبا بۀ پيربابا له ځمه
هلته به ستادوصل وکړم درخواستونه
ستابۀ دحسن دوران تېرشي
زمابۀ پاتې شي پۀ زړۀ سوي داغونه
سپوږميه سروهه راخېژه
زماجانان دتوروغرومزل کوينه
سپوږمۍ ته ولې يې ولاړه
زۀ کۀ ولاړه يارمې خړې لګوينه
سپېدې وچاودې سباشو
چټه ديارلۀ غېږې څڼې ټولوينه
ستاپۀ اوربل مې دې قسم وي
کۀ سرمې لاړشي غونډوکله دې پرېږدمه
ستاپۀ يارۍ کې تومتي شوم
پۀ اورستي شوم څوک مې خواله نۀ راځينه
ستادهيلۍ پۀ شان غړۍ ده
زماشړۍ ده ستابۀ چېرته خوښه شينه
ستادې قسم وي کتاب خوانه
چې دکاتب پۀ حق کې پورته که لاسونه
سترګې دې باز زړۀ مې تومه ده
هرمازيګر يې پۀ سرونوکو شکوينه
سترګې دې دواړه رانژدې کړه
چې پۀ ژړاشي مرغلرې تويوينه
سترګې دې ډکې تومانچې دي
چې لۀ ګودره راختم ودې ويشتمه
سترګې دې ډنډدپېښاور دی
بل ترې چاپېر دتورو زلفودېوالونه
سترګې دې تورې پۀ رنجوکړه
شونډوته رش ددنداسې ورکړه مينه
سترګې کرارې کړه راپورته
ستاتربڼولاندې مې زړۀ دی خوږ بۀ شينه
سترګې مې سرې دوينو غړپ شوې
ماداشنالۀ غمه ډېرژړلي دينه
سترګې مې مه پاکوه ژاړم
چې يارلۀ دره بېنواشړلی يمه
سوال دې پۀ کوم زيارت قبول شو
اوښکې مې لپې لپې ځي خولۀ درکومه
سينرېږی نۀ يم چې اورواخلم
دعاشقۍ غوښې پۀ ورو ورو تويومه
سينه دې تخت دپاچاهي دی
کۀ مې نصيب شي دجهان سرداربۀ شمه
سينه دې ډاګ دکمبېري دی
مخ دې چارباغ دی زۀ غرمه پې تېرومه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ش
ش پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ش

شاخودې راته کړه رهي شوې
داوښکوډکې سترګې څوک راپاکې کړينه
شادګودرلۀ لورې راغله
لکه پاچاورته پيرې ولاړېدينه
شاړې بنجرې شوې ودانې
اوس ليلاغواګانې چېرته څروينه
شالونګين پۀ ژړاراغی
ماته هيکل پرسينه ځای نۀ راکوينه
شامت زما کۀ مې دياردی
پۀ اوردې وسوزي ددواړو شامتونه
شبنم بۀ داسې پۀ ګل نۀ وي
لکه خولې چې داشناپۀ مخ راځينه
شبنم دګل کره مېلمه دی
نرګس لۀ شرمه سترګې نۀ پورته کوينه
شپه داختروه کۀ دقدر
چې داشناسره مې وشوۀ ديدنونه
شپه دجمعې وخت دماښام دی
څۀ مې ناکام دی چې ياري درسره کړمه
شپه دجمعې وخت دماښام دی
پرماتورتم دی چې دې نۀ وينم مينه
شپه دهجران پۀ ماسباشوه
چې داشنامې راته راغلل سلامونه
شپېلکی وهي بټيری غواړې
بټيری نۀ شته ژڼي زۀ ليدلې يمه
شربت دشونډوراله راکړه
زۀ دفراق پۀ مېره ځم تږی بۀ شمه
شرمنده يارمخې ته راغی
لۀ خپلوبدوشرمېدوټيټ يې کاتنه
شش خو مې شش ګوتې مې ګوتې
زرګره ټوله ديارۍ ته جوړه کړمه
شفق يې مه بولئ عالمه
اسمان زما پۀ ژړاوينې تويوينه
شکر چې ته لۀ خيره راغلې
دغمازانوپرکورو پرېواتۀ ويرونه
شکرچې يارزما پخلا شو
کۀ نه پۀ کوم ملا او ميابۀ ګرځېدمه
شکردی ورونه مې جوړه دي
دواړه چې غبرګې ملاتړي دښمن بۀ مرينه
شکرکوه ناشکري مه کړه
چې سپين مړونددې زۀ ترسرلاندې کومه
شمال دښکې دی کۀ دپاسه
پرمايې بوی دخپل جانان ولګاونه
شمس تابان جانانه راشه
چې ماهرويان دې نوکران پۀ مخ کې ځينه
شمس الضحی جانانه راشه
پرماتيارۀ ده چې رڼاراباندې شينه
شمه بلېږي پتنګ نۀ شته
رامعلومېږي بېلتون بندپۀ لومه کنه
شمه بلېږي پتنګ نۀ شته
دابدنصيب بۀ بېلتانۀ بندکړی وينه
شمه زماپۀ حال پوهېږي
چې زۀ ديارپۀ غم کې سوم ويې ليدمه
شمه زماپۀ حال پوهېږي
زۀ چې داوښکوپرځای وينې تويومه
شناخته مې جوړه کئ دزرو
چې دې مين پۀ مينه زۀ شهيده شومه
شوتالوګل باران ورېږي
زمالاندۀ شول دلنډۍ زنې خالونه
شوروفريادمې لۀ خولې خېژي
زۀ مې اشناپۀ زړۀ ويشتلی يم مينه
شوله دزړۀ کرکه دې وشه
زۀ درته ژاړم ستاخنداراپورې شينه
شونډې بۀ يې ولې پستې نۀ وي
چې دپېزوان دسيوري لاندې مدام وينه
شونډې شربت کړه ماته يې راکړه
ماترخۀ زهردهجران خوړلي دينه
شونډې شربت که ماته يې راکه
زۀ دجګړې پۀ لورې ځم تږی بۀ شمه
شونډې شربت که ماته يې راکه
دګمبيري پۀ دښت کې جل وهلی يمه
شونډې دې سرې پۀ دنداسه دي
کۀ دې دچالۀ زړۀ کپونه کړي دينه
شونډې دې سرې پۀ دنداسه دي
کۀ دې پرې پان دهندوستان وهلي دينه
شونډې دې مزي دورېښمو
مرواري غاښ دې پرې ښايسته رڼاکوينه
شونډې دې لال غاښ دې مرجان دي
تورې پۀ لاس دې عاشقان زخمي کوينه
شونډې مې سرې پۀ دنداسه کړې
بېګارانۀ غلې بې نصيبه شوې مينه
شونډې مې وچې وچې کېږي
ماته ريبارديار ګيلې راوړې دينه
شه پۀ ولاړې راترغاړه
پۀ کېناستوخولګۍ مزه نۀ راکوينه
شهيده تالره بۀ درشم
مرادمې حاصل کړه سوربيرغ درته راوړمه
شيرين اشنامې مسافرشو
ترګلاب سره وم ترنارنجه زېړه شومه
شيرين جانان مې بری راووړ
دسرټيکری بۀ دشهيدانوجنډۍ کړمه
شين خال دې اېښی پۀ جبين دی
پاچادچين دی اېلوي ياغي ملکونه
شين خال دې ستوری دعقرب دی
دلوړوغرو پۀ سريې مړاوې کړه ګلونه
شين خالۍ ټيټه شه خوله راکه
بلاپسې کۀ پاچاواخستل جرمونه
شيرين اشنابۀ څوک خبرکا
چې ماسلان مې دمرګي راغلي دينه
شمع زماپۀ حال خبره ده
ځکه زمالۀ غمه اوښکې تويوينه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ښ
ښ پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ښ

ښادي ددواړومبارک شه
اول زموږ چې مېلمانۀ راغلي يونه
ښاروپرتګ دې خدای مين کړم
ماته پۀ لويه لارکې کېږده قدمونه
ښاغلی يوځلې پرځای مري
موزيګي هرساعت پرځای بې ځايه مرينه
ښايست دې ډېر دی کم خو نۀ دی
دنازخندا دې پۀ لمبووسوم مينه
ښايست خودې ډېر دی کم خونۀ دی
زۀ دې مين پۀ ناغه داروسترګويمه
ښايست دې ډېر لۀ حده تېردی
دجنت حورې زۀ دې روغ لېونی کړمه
ښايست مې خپل راپورې بد شو
اشنامې وچې شونډې ګرځي وبۀ مرمه
ښايست مې ډېرپۀ سترګووليد
مګرداستاسيا مې هېچېرې ونۀ ليدنه
ښايسته دګل غوندې جانانه
لکه بلبل مدام فرياددرپسې کومه
ښکاره پۀ خولۀ ويلی نۀ شم
دمينې رازدی لۀ غمازه يې ساتمه
ښکاريې زماغريب صورت کړ
دمينې بازدې پۀ منګول کې ونيومه
ښۀ پۀ دنيا کې معلومېږي
مرګ دهرچاقبرپۀ تيږو پټوينه
ښۀ دی چې بيامې وليدلې
لکه يعقوب پۀ سترګوړوند درپسې يمه
ښۀ دی چې مرګ موسره يوشو
ترڅوبۀ ورک دبېلتانۀ دلاسه يمه
ښۀ دی چې تۀ لۀ خيره راغلې
ماپرکچکول پترې وهلې درپسې تلمه
ښۀ دی چې حال دې رامعلوم شو
زۀ خبرنۀ وم پۀ ظاهردې نازېدمه
ښۀ دی چې حال دې رامعلوم شو
ماسرومال پۀ تاښاندۀ هوښياره شومه
ښۀ دی چې حال دې رامعلوم شو
سپلمۍ ملخه پۀ ظاهردې نازېدمه
ښۀ دی چې دواړه پۀ دنيايو
کۀ نن جدايوبيابۀ وکړوديدنونه
ښه ده چې ستالۀ يارۍ خلاص شوم
دبنګړوياره پۀ يارۍ دې شرمېدمه
ښه ده چې ستالۀ لورې بس شوه
چې ملامته درته زۀ نۀ شوم مينه
ښۀ دی چې ستاديدن مې وکړ
دخپله ژونده ماپرېولي وو لاسونه
ښۀ دی چې ستالۀ غمه خلاص شوم
مدام بۀ سرې سترګې راتلم پۀ بورجلونه
ښۀ دی چې غم دې راسره دی
زۀ پۀ سفرکې دځان مل پيداکومه
ښۀ دی چې لاړې مسافرشوې
زۀ بۀ دځمکې خوب کوم چې زېړه شومه
ښۀ شودغم دسمال دې راکړ
دفراق اوښکې بۀ زۀ تل پرې پاکومه
ښۀ مخامخ شه راته ګوره
مادې دسترګوارمانونه کړي دينه
ښۀ ملاتړلی يارمې ورک دی
چې ملاتړلی ووينم ژړاراځينه
ښيښه دزړۀ مې ماته نۀ شوه
بېلتانۀ ډېرپرې دګولووکړۀ وارونه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ص پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ص

صبربۀ کړم ښېرابۀ نۀ کړم
صبرسروردی ځواني مرګ بۀ شې مينه
صبربۀ کړم ښېرابۀ نۀ کړم
کۀ مې دصبرتوره وکړي ګوزارونه
صبربۀ کړم ښېرابۀ نۀ کړم
صبرډېرښۀ دی بيالی بۀ شم مينه
صبربۀ کړم ښېرابۀ نۀ کړم
ګوندې زمالۀ صبره اورواخلي ملکونه
صبرپۀ هرڅۀ کې پۀ کاردی
پۀ عاشقۍ کې بې صبري مزه کوينه
صبردرياب زړۀ مې ماهی دی
بېلتون دصبردرياب وچ کړماهی مرينه
صبردزړۀ راکړې خاونده
چې نور ونۀ ګرځم پۀ ورانوبرجلونه
صبردزړۀ راکړې خاونده
چې بې وفااشناپۀ خولۀ نۀ يادومه
صبرکوه خدای بۀ مې درکړي
پۀ بې صبرۍ معشوقې چاموندلې دينه
صبرکوه خدای بۀ مې درکړي
اخربۀ وزانګې دزلفوپۀ ټالونه
صبرکوه خدای بۀ مې درکړې
خدای پۀ قران کې فاصبروويلي دينه
صبرکۀ هرڅوزړۀ ته ورکړم
لۀ نازنين اشنايه نۀ اخلي لاسونه
صبرکوه صبرډېرښۀ دی
پۀ صابرانو وي دخدای ډېررحمتونه
صبرکومطاقت مې نۀ شي
زړۀ مې ديارلۀ غمه شين لۀ ژړاشينه
صبرمې ډېرورپسې وکړ
نورمې دصبرجام لبرېزدی وابۀ وړينه
صبرنه ماګټه ونۀ کړه
کۀ نوروخلکوکړې وي څۀ يې کومه
صحراته ووځم غم غلط کړم
پۀ غم لړلي کوردئ بياورله راځمه
صدف دندان بلوري غاړه
زماشیدازړګی يې کله هېروينه
صورت داستالکه دباغ دی
چې زړۀ مې داغ دی سودايي ګرځم مينه
صورت دې خوب کې راته راشي
دشپې مې ويښ کړي ترسبامې ژړوينه
صورت دې ټول دښاپېرودی
ځکه دې هڅه پۀ يارۍ پسې کومه
صورت دسپين کميس دې شين دی
لکه نرګس چې شين يې نارسپين يې ګلونه
صورت دې ونه خولۀ دې ګل دی
کله غوټۍ شې کله وسپړې ګلونه
صورت زماواک يې دنورو
خدايه تۀ واخلې دابې واکه صورتونه
صورت قفس زړۀ مې ققنس دی
ترخولۀ بۀ وباسم شين دودلمبه بۀ شمه
صورت مې اس زلفې مې لومې
بېلتون پرې سپوردی پۀ ملکويې ګرځوينه
صورت مې ټول پۀ وينورنګ دی
دتوروجنګ کې مې ګولۍ خوړلې دينه
صورت مې ټول ذرې ذرې دی
ياره قدم راباندې ږده چې کوشيرشمه
صورت مې ټول کوبۍ کوبۍ دی
ستادبڼوغشووژلې يم مينه
صورت مې ټول موړې موړې دی
تادبڼوپۀ اشارووهلی يمه
صورت مې ټول دزهروډک دی
زۀ منګري موزي پر زړۀ خوړلې يمه
صورت مې ټول پۀ وينورنګ دی
دزړۀ پۀ سرمې کارګان ناست غوښې يې خورينه
صورت مې ټوله درته رېږدي
چې پۀ رنجودې سترګې تورې ووينمه
صورت مې ټول لعل وجوهر دی
سنګ پارس پۀ غېږ کې ونيومه
صورت مې ټول پۀ غم زهيردی
غوڅ مې ضمیردی خود بۀ مړلۀ درده شمه
صورت مې ټوکی داطلس دی
يارمې ناکس دی پۀ خوارۍ مې زړوينه
صورت مې خپل پۀ کټ ويدۀ دی
اروامې ستاپۀ کټ منګولې لګوينه
صورت مې خپل واک مې پردی دی
صورته خاورې شې چې نوردې واک کوينه
صورت مې زرغماززرګر دی
پۀ پولادي بياتي مې غوښې پرې کوينه
صورت مې زريار مې زرګردی
مادهجران پۀ لمبوځکه توروينه
صورت مې ستاهجررنځورکړ
کۀ دوصال دارورانۀ کړې مړبۀ شمه
صورت مې وچ لکه رباب دی
زړۀ مې شهبازدی اندېښنې پرې غږومه
صورت مې وچ لکه رباب دی
دبېلتانۀ سازګريې کاږي فريادونه
صورت مې وچ غموزبېښلی
لکه چې وزبېښې ژوره دچاوينه
صياده لاس دې بند کې مات شه
شيرين بلبل دې پۀ زړۀ ولې وويشتنه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ص پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ص

صبربۀ کړم ښېرابۀ نۀ کړم
صبرسروردی ځواني مرګ بۀ شې مينه
صبربۀ کړم ښېرابۀ نۀ کړم
کۀ مې دصبرتوره وکړي ګوزارونه
صبربۀ کړم ښېرابۀ نۀ کړم
صبرډېرښۀ دی بيالی بۀ شم مينه
صبربۀ کړم ښېرابۀ نۀ کړم
ګوندې زمالۀ صبره اورواخلي ملکونه
صبرپۀ هرڅۀ کې پۀ کاردی
پۀ عاشقۍ کې بې صبري مزه کوينه
صبردرياب زړۀ مې ماهی دی
بېلتون دصبردرياب وچ کړماهی مرينه
صبردزړۀ راکړې خاونده
چې نور ونۀ ګرځم پۀ ورانوبرجلونه
صبردزړۀ راکړې خاونده
چې بې وفااشناپۀ خولۀ نۀ يادومه
صبرکوه خدای بۀ مې درکړي
پۀ بې صبرۍ معشوقې چاموندلې دينه
صبرکوه خدای بۀ مې درکړي
اخربۀ وزانګې دزلفوپۀ ټالونه
صبرکوه خدای بۀ مې درکړې
خدای پۀ قران کې فاصبروويلي دينه
صبرکۀ هرڅوزړۀ ته ورکړم
لۀ نازنين اشنايه نۀ اخلي لاسونه
صبرکوه صبرډېرښۀ دی
پۀ صابرانو وي دخدای ډېررحمتونه
صبرکومطاقت مې نۀ شي
زړۀ مې ديارلۀ غمه شين لۀ ژړاشينه
صبرمې ډېرورپسې وکړ
نورمې دصبرجام لبرېزدی وابۀ وړينه
صبرنه ماګټه ونۀ کړه
کۀ نوروخلکوکړې وي څۀ يې کومه
صحراته ووځم غم غلط کړم
پۀ غم لړلي کوردئ بياورله راځمه
صدف دندان بلوري غاړه
زماشیدازړګی يې کله هېروينه
صورت داستالکه دباغ دی
چې زړۀ مې داغ دی سودايي ګرځم مينه
صورت دې خوب کې راته راشي
دشپې مې ويښ کړي ترسبامې ژړوينه
صورت دې ټول دښاپېرودی
ځکه دې هڅه پۀ يارۍ پسې کومه
صورت دسپين کميس دې شين دی
لکه نرګس چې شين يې نارسپين يې ګلونه
صورت دې ونه خولۀ دې ګل دی
کله غوټۍ شې کله وسپړې ګلونه
صورت زماواک يې دنورو
خدايه تۀ واخلې دابې واکه صورتونه
صورت قفس زړۀ مې ققنس دی
ترخولۀ بۀ وباسم شين دودلمبه بۀ شمه
صورت مې اس زلفې مې لومې
بېلتون پرې سپوردی پۀ ملکويې ګرځوينه
صورت مې ټول پۀ وينورنګ دی
دتوروجنګ کې مې ګولۍ خوړلې دينه
صورت مې ټول ذرې ذرې دی
ياره قدم راباندې ږده چې کوشيرشمه
صورت مې ټول کوبۍ کوبۍ دی
ستادبڼوغشووژلې يم مينه
صورت مې ټول موړې موړې دی
تادبڼوپۀ اشارووهلی يمه
صورت مې ټول دزهروډک دی
زۀ منګري موزي پر زړۀ خوړلې يمه
صورت مې ټول پۀ وينورنګ دی
دزړۀ پۀ سرمې کارګان ناست غوښې يې خورينه
صورت مې ټوله درته رېږدي
چې پۀ رنجودې سترګې تورې ووينمه
صورت مې ټول لعل وجوهر دی
سنګ پارس پۀ غېږ کې ونيومه
صورت مې ټول پۀ غم زهيردی
غوڅ مې ضمیردی خود بۀ مړلۀ درده شمه
صورت مې ټوکی داطلس دی
يارمې ناکس دی پۀ خوارۍ مې زړوينه
صورت مې خپل پۀ کټ ويدۀ دی
اروامې ستاپۀ کټ منګولې لګوينه
صورت مې خپل واک مې پردی دی
صورته خاورې شې چې نوردې واک کوينه
صورت مې زرغماززرګر دی
پۀ پولادي بياتي مې غوښې پرې کوينه
صورت مې زريار مې زرګردی
مادهجران پۀ لمبوځکه توروينه
صورت مې ستاهجررنځورکړ
کۀ دوصال دارورانۀ کړې مړبۀ شمه
صورت مې وچ لکه رباب دی
زړۀ مې شهبازدی اندېښنې پرې غږومه
صورت مې وچ لکه رباب دی
دبېلتانۀ سازګريې کاږي فريادونه
صورت مې وچ غموزبېښلی
لکه چې وزبېښې ژوره دچاوينه
صياده لاس دې بند کې مات شه
شيرين بلبل دې پۀ زړۀ ولې وويشتنه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ط پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ط

طاقت دزړۀ فکراوصبر
جانان زمنه پۀ غمزوکې وړي دينه
طالبان راغلل ډلې ډلې
زمادزړۀ طالب رانۀ غی وبۀ مرمه
طالبان مه کړې مين خدايه
يوغم دعشق وي بل دعلم کړي مينه
طالبان واړه ملايان کړې
عبث يې مه کړې دټول عمرزحمتونه
طالبان واړه ملايان شول
هسې زماپرکتاب پرېوتل ګردونه
طالبان وختل وطن ته
زۀ دجانان سترګورنځورکړم مينه
طالبان وختل وطن ته
زۀ داشناسترګونيولی پاتې شومه
طالب پۀ قبرکې نارې کړې
قلم مې کور ګوتې مې تورې خاورې خورينه
طالبه بس که ژړامه کړه
څوک خودې نۀ شته چې دې اوښکې پاکې کړينه
طالبه خدايږوکۀ ملاشې
پرکتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه
طالبه ړوندشې کتاب کت کړه
ستادکتاب ترحاشوډېر دي زماخالونه
طالبه زېری مې درباندې
ددېرې خواته سيلانۍ راغلې يمه
طبيبان ټول دمخې راغلل
زمادرنځ طبيب رانۀ غی وبۀ مرمه
طبيبه پوه نۀ شوې پۀ نبض
ماته پۀ کاردي دسروشونډوشربتونه
طبيبه پوه نۀ شوې پۀ نبض
ماله پۀ کاردياردوصل ملهمونه
طبيبه ځه پۀ مخ دې ښۀ شه
ناروغه نۀ يم ديارغم مې ژړوينه
طبيبه واوره حال مې ګوره
تورې بلا دعاشقۍ خوړلې يمه
طبيبه رنځ مې لاعلاج دی
خوشې خواري دې پۀ مانۀ کړي اثرونه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ظ پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ظ

ظالمه راشه راته ګوره
بېړۍ شوه غرقه پرتخته ولاړه يمه
ظالم ياره خبرواخله
ماستا لپاره پر ځان وړي زحمتونه
ظاهردخلکوسره خاندم
دننه زړۀ مې دبېلتون ژړاکوينه
ظاهرمې خلک روغ جوړ بولي
باطن مې زړۀ دوينوډنډ دی وبۀ مرمه
ظاهرمې خلک ګدابولي
باطن ددرست جهان پاچاپاچهي کړمه
ظاهرعالم ته روغ ښکارېږم
پۀ زړۀ سوری لکه بادام درپسې يمه
ظلم دې ډېرراباندې وکړ
اوس دې لۀ مينې دانصاف تمه لرمه
ظالمه داظلم دې بس دی
چې يودې خوارکړم بل دې ورک کړم لۀ وطنه
ظالمه نوربنديان دې ډېردي
بوډاراخلاص کړه خلک يې ډېرډېريادوينه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ع
ع پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ع

عاشقان ټول سوي سکارۀ دي
ليلا پۀ توروسکرو مه ږده قدمونه
عاشقان واړه جنتيان دي
غمازان ولې جنتيان ازاروينه
عاشق پاچامعشوقه تاج دی
تاجونه تل دپاچاهانوپۀ سروينه
عاشق چې ورشي معشوقې له
اول يې ښکل کړې بياپرې واچوي لاسونه
عاشق دخدای ملامت نۀ دی
پۀ ښايسته ؤدهرچامينه راځينه
عاشق سړی نۀ غلطېږي
پۀ لارې ځي دفکرټال يې زنګوينه
عاشق سړی نۀ غلطېږي
رنګ يې زېړی وي سترګې تورې ګرځوينه
عاشق سړی درنګه توروي
سوی پۀ اوروي معشوقې رټلی وينه
عاشق ګلاب معشوقه بوټی
ګل چې لۀ بوټې شکوې مړاوی بۀ شينه
عاشق ماهی مينه يې ډنډ دی
چې ډنډوچېږي ماهی کله ژوندکوينه
عاشقه حال دې راته وايه
چې پۀ زخمي زړګي دې څۀ تېرشوي دينه
عاشقي لوی ژورکوهي دی
زۀ يې پۀ غاړه ګرزېدم ورولوېدمه
عاشقي تېغ ځنې پيداده
څوک چې پۀ تېغ لوبې کوي زخمي بۀ شينه
عاشقي ټوله محتاجي ده
کۀ څوک پاچاوي دريباراحتياج بۀ وينه
عاشقي درددلړمانۀ دی
دلړمانۀ لۀ درده ډېرمړۀ شوي وينه
عاشقي روغ سړی رنځورکړي
پرمايې وکړل دپولادوګوزارونه
عاشقي روغ سړی رنځورکړي
څۀ دي ضرورچې روغ صورت رنځورومه
عاشقي غم دی ښادي نۀ ده
څوک چې دغم طاقت لري مين دې شينه
عاشقي لال بېلتون ښاماردی
څوک چې دلعل تمه لري ښاماربۀ يې خورينه
عاشقي مه کوه روغ ګرځه
بس که چې زماپۀ ځوانۍ اورولګېدنه
عاشقي مه کړه عاشق خواروي
کۀ دی سرداروي دريبارموتازبۀ وينه
عاشقي نيمه پاچاهي ده
څوک چې پوهېږي پۀ هنر يې چلوينه
عاشقي ورکه کړې خاونده
اصیل سړی بۀ دکم اصلو غلام کړينه
عاشقي ورکه کړې خاونده
چې سيال سړی بۀ دناسيالومحتاج کړينه
عالم بۀ ټول پرتامين شي
کۀ دې زماپۀ سترګووويني مينه
عالم تومت راباندې وايي
زۀ تومتي اشناپۀ سترګونۀ وينمه
عالم خوډېرراته ګواښېږي
خدای زده چې مرګ بۀ مې دچالۀ لاسه وينه
عالم خوډېرپرماچاپېر دی
پۀ سترګوبده شوم خپل يارنۀ پېژنمه
عالم دغمه پناغواړي
زۀ داشناپۀ غم کې ډوب خوشاله يمه
عالم دې ټول پۀ انتظاردی
مخ دې ښکاره کړه چې عالم خوشاله شينه
عالم مې ټول ټپوس ته راغی
هغه رانغی چې يې پروت لۀ غمه يمه
عالمه بل دستورمې وليد
پۀ خولګۍ موړدی دسروشونډوکړي سيلونه
عالمه تاسې ورته ګورئ
نجلۍ پۀ لاس کې سرې مڼې نيولي دينه
عالمه تاسې ورته ګورئ
ترپښويې غبرګې زولنې ترسرشالونه
عالمه تاسې ورته ګورئ
ويشتلی مادی پۀ ديدن يې روغومه
عالمه تاسې ورته ګورئ
نجلۍ ده ښکلې کۀ رب زۀ پرې مين کړمه
عالمه ټګه زمانه ده
يارته لستوڼی ورکوي منګول ساتينه
عاله ټول شئ جرګه وکړئ
ليلاپټی غواړي لونګ پۀ کې کرينه
عالمه حال مې دققنس شو
پۀ مېره بوټې ټولوم ځان پرې سېزمه
عالمه خاصه شهيدګۍ ده
چې مې عاشق سره جوړه حلالوينه
عالمه خاورې مې پۀ سرشوې
پۀ زېړوګلوکې خزان ولګېدنه
عالمه څنګه بۀ پسې نۀ مرم
يوبې نظير دی بل زمارضاکوينه
عالمه څوک ملامت نۀ دي
چې يوبېلتون شي بل يې يارملامت شينه
عالمه څۀ کانې راوشوې
عمل مې نۀ شته پۀ ارمان لۀ دنياځمه
عالمه څۀ کانې راوشوې
جانان زما لۀ غېږې ځي ماژړوينه
عالمه ځان بۀ ترې قربان کړم
کۀ مسافراشنامېلمه راباندې شينه
عالمه دوه چارې راوشوې
يومې ياربايلود بل مې کورلۀ کلي ځينه
عالمه راشئ تماشې له
شمعه دنازخنداکوي پتنګ سېزينه
عالمه راشئ سيل وکئ
نن پۀ باغوکې کشمالې چپې وهينه
عالمه راشی تماشوله
سهاروختي بۀ مې ياردارته خېژوينه
عالمه راشئ تماشوله
دياربېلتون مې لکه ناوې ژړوينه
عالمه راشئ پناکېږي
دکشمالوپنډ يې نوکرورسره وړينه
عالمه راشئ مخ مې تورکړئ
دغېږې يارمې لباسي وخوت مينه
عالمه راشئ ماسنګسارکړئ
اولاددبل غم يې مالره راځينه
عالمه راشئ مخ مې تورکړئ
مادبې ننګوياري کړه وشرمېدمه
عالمه روغ يې لېونی کړم
دجانان سترګې روغ سړی لېونی کړينه
عالمه روغ يې لېونی کړم
پۀ مايې کړي دي دمينې تاويزونه
عالمه روغ ئې لېونی کړم
پۀ توروربل کې يې ټومبلي سرۀ ګلونه
عالمه سترګوته يې ګورئ
چې پۀ ژړاشي مرغلرې تويوينه
عالمه سترګوته يې ګورئ
داکج باڼۀ يې ترسالوختلي دينه
عالمه سورکفن راجوړکړئ
داسپين کفن مې دزړۀ وينې رنګوينه
عالمه ښۀ بۀ راته ګورئ
دځوانۍ تاج مې پرسردملکه ځمه
عالمه لارددکن فرش کړئ
يارمې پادشاه دی ددکن پۀ لورې ځينه
عالمه لرې شئ لۀ مخې
دديدن وږی پۀ ديدن زۀ مړومه
عالمه لرې شئ لۀ مخې
ويشتلی مادی پۀ ديدن يې روغومه
عالمه ماته دعاوکئ
دزړۀ کښتۍ مې دغم بادنسکوروينه
عالمه ماته دعاوکئ
چې ناکرارزړګی زماپۀ کرارشينه
عالمه ماته ګناه نۀ شته
بخت چې کوټه شي پاچاهان ټکرې خورينه
عالمه نن مې زړګی ښۀ دی
ترکجاوې لاندې جانان راسره ځينه
عالمه نن مې زړګی ښۀ دی
يارمې جامې دمينتوب اغوستې دينه
عالمه ورشئ حال يې راوړئ
ماته وعده دوصال کله راکوينه
عالمه وګورئ تالاشوم
زماپۀ نوې يارۍ لوټ ولګېدنه
عالمه يارمې بازاري شو
دخولې خنداپرماپۀ بيه خرڅوينه
عالمه يوتربل ځارېږئ
دنيافاني ده مېلمانۀ دي صورتونه
عالمه يوتربل ځارېږئ
دنيادغم ټالۍ وهي ورانه بۀ شينه
عالمه يوتربل ځارېږئ
مادمخلس ياران ليدۀ چې خاورې شونه
عرض خومې تۀ واخله خاونده
جانان مې نۀ اوري پۀ مينه کې عرضونه
عرض خومې تۀ واخله خاونده
زخمي زړګی دبېلتانۀ پۀ تورو يمه
عزرائيل هسې ځان بدنام کړ
زۀ لاپخوادياربېلتون وژلې ومه
عزرائيل راغی روح مې اخلي
مادجانان ترغولی ژريوسه مينه
عسکرولاړټوپک پۀ لاس کې
غزاله ځي پۀ خپل وطن سرورکوينه
عشق جامه مايې بدن کړې
چې خپل بدن کې ترعمره ګرځومه
عشق دخدای زارۍ زمادي
قسمت ته ګورم چې بۀ څۀ راپېښوينه
عشق کچکول پۀ لاس کې راکړ
اوس بۀ لۀ کوروکلي غواړمه نذرونه
عشق کچکول پۀ لاس کې راکړ
ځکه پۀ مينه زۀ ديارغولي ته ځمه
عشق مې زړۀ قلم قلم کړ
ځکه ناچارديارپۀ در کې ولاړيمه
عقل دسرفکردزړۀ وی
ديداردسترګودخولې ښې خبرې وينه
علم درياب طالب ماهي دی
بېلتون جال ګير پۀ غاړه غاړه راسره ځينه
علم درياب عمل کښتۍ دی
کبرطوفان دی چېرې غرق نۀ شې مينه
علم درياب طالب اوبازدی
يابۀ ځان ډوب کړي يابۀ وباسي ګوهرونه
علم مې کولپ دی دپولادو
فکرکلۍ ده پۀ ورو ورو يې خلاصومه
عمربربادراباندې تېرشو
داپاتې عمرزۀ پۀ مرګ حسابومه
عمربربادراباندې تېرشو
نصيب مې نۀ شول دليلا سپين مړوندونه
عمربربادراباندې تېر شو
لکه بربادچې پۀ صحراتېرشي بادونه
عمربربادراباندې تېرشو
زۀ دجانان پۀ ديدن موړنۀ شوم مينه
عمربربادراباندې تېرشو
لکه پۀ لويوغروچې تېرشي بارانونه
عمرچې تېرشي اشناهېرشي
ستادې قسم وي چې ماهېرنۀ کړې مينه
عمردبادپۀ شان تېرېږي
کۀ مې يارسل کاله بندي وي خلاص بۀ شينه
عمردنوح بۀ مې نصيب شي
کۀ دوصال شراب پۀ شونډوووهمه
عمردې ټول پۀ خوب کې تېرکړ
راشه اوس ويښ شه دخپل ځان وخوره غمونه
عمردې ډېرشه خپله ياره
زمدزړۀ ستنې پۀ تاولاړې دينه
عمردې ډېرشه خپله ياره
لکه چې بېرې پاڼې اوړی ژمی وينه
عمرعبث راباندې تېرشو
لکه رېدي پربيابان ورژېدمه
عمرمې تېرشوغم مې ډېرشو
نۀ مې يارهېرشونۀ مې زړۀ صبرکوينه
عمرمې ټول پۀ غم کې تېرشو
تردې ژوندونه اوس پۀ مرګ خوشاله يمه
عمرمې ډېردرسره تېرشو
ستاديارۍ پۀ بندهېڅ پوه نۀ شوم مينه
عمرمې ټول پۀ غم کې تېرشو
زړګی ټپوس دخوشالۍ رانه کوينه
عمرمې ټول پۀ غم کې تېرشو
قادره خدايه خوشالي بۀ کله وينه
عمرمې ټول پۀ شواخون دی
غمونه خورم دمينې ګوټ پسې کومه
عمل مې خپل دی رارسېږی
پۀ ياربۀ ولې دظالم حکم کومه
عالم ګل بوټي ته شپې کړي
ماله سمسوره باغه واخستل لاسونه
عاشقي لال قېمت بهادی
څويې قېمت پوره کوم قيامت بۀ شينه
عشق مې پۀ زړۀ کې سورانګاردی
ديارګوزاردی چې زماپۀ زړۀ يې کړينه
عمردبادپۀ شان تېرېږي
زړۀ مې لړزېږي چې خزان نژدې راځينه
عمردې تېرپۀ اېل بندوکړ
پۀ مني راغلې اوس تازه غواړې ګلونه
غباردغم مې پۀ زړۀ پروت دی
دنياتورتم شوه جانان چېرته وګورمه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
غ
غ پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
غاټول بۀ ټول امېل بۀ جوړکړم
ديارلپاره بۀ يې پۀ غاړه ګرځومه
غاټول پۀ يادستادرخسارکې
پردامان سرې پيالې دميونوشوينه
غاړه غړۍ بۀ درقربان شم
کۀ دې دجنګ پۀ ډګر وکړل يرغلونه
غازي پرلوړه غونډۍ کېږدئ
چې يې زيارت کړي دګيلان ملالې نجونه
غاښ دې پۀ خولۀ کې هسې ښکاري
لکه صدف چې پۀ الوان ټومبلي وينه
غاښ دې کنډوږېره دې سپينه
پۀ يارانه پسې ملنګ ګرځې مينه
غرونه بۀ ولې نۀ غټېږي
چې پښتانۀ پرې دغيرت چيغې وهينه
غريق پۀ بحردعصيان يم
ستادغفران کښتۍ ته زۀ هيله لرمه
غزاته ځې نۀ پاتې کېږې
ددين غزاته عاشقان پرسرورځينه
غزاته لاړشه چې غازي شې
دنغري غاړه کې خونۀ شته جنتونه
غشی دې ټينګ پۀ ګورت کې نيسه
ديارۍ نښه دې خطانۀ شي مينه
غل دصحرابيتی لۀ کوره
زمادزړۀ سندوخ يې دړې وړې کنه
غلی زمالۀ څنګه پرېوزه
زۀ خپل مين ترخپل وزرلاندې ساتمه
غماز بۀ څنګه ماجلاکړي
دمينې ټال کې زۀ ديارسره زانګمه
غمازدې خاورې کورته يوسي
زۀ دګلوغنچه لاس کې ګرځومه
غماز کۀ سل ځله ځان دوست کړي
هېربۀ مې نۀ شي دهجران ترخۀ غمونه
غمازه اور دې کورګی واخله
زموږ پۀ خوږه ياري دې اورولګاونه
غمازه خوارشې موږ دې خوارکړو
شړۍ دلنګ شه چې شلوې پردي شالونه
غمازه غبرګ زامن دې ومره
چې يوخښېږي بل دمرګ سلګۍ وهينه
غمازه مخ بۀ دې خدای تورکړي
زمااشناته زياتي مه کړه غيبتونه
غم اوبېلتون ظلم يوشان کړي
چې چاته يې مخ شي ترقيامته ويرکوينه
غم بۀ دې کله رانه هېرشي
غم مې خوراک شواندېښنې بۀ دې کومه
غم پسې شاګرزه جانانه
کۀ غم دروړاندې شوځواني خاورې کوينه
غم پۀ کنډه راسره نيم کړه
ګوښې مې سرولمبوته مه نيسه مينه
غم پۀ قسمت راسره نيم کړه
مناسب نۀ دی چې تنهايې تېرومه
غم ته پيداپۀ غم کې لوی شوم
وړکوټی مړوی چې مې نۀ ليدی غمونه
غم ته پيداپۀ غم کې لوی شوم
پۀ غم بۀ مړ پۀ غم بۀ تورې خاورې شمه
غم ته پيداپۀ غم کې لوی شوم
پۀ غم لړلې يارنې ستړی دې کړمه
غم تېروه ښادي بۀ راشي
اخربۀ وزانګې دزلفوپۀ ټالونه
غمجنه زه غمجن مې ياردی
غمجن بۀ دواړه پۀ غمجنه لاره ځونه
غمجنه ياره چېرې لاړې
زۀ ددادا انګړ کې ګوښې ناسته يمه
غم چې پۀ غم باندې افزون شي
سړی مجنون شي لۀ دنياواخلي لاسونه
غم داشنادی نورڅۀ نۀ دي
چې مې پۀ مخ داوښکودرومي سېلابونه
غم دجانان مې پۀ زړۀ ګرځي
ځکه مې رنګ دمړغونې پۀ شان شونه
غم دجانان لکه هلال کړم
تن مې اوبۀ شوټول لۀ سترګونه توی شومه
غم دې پرماباندې چاپېردی
دسروباړخودې غمازان کوي سېلونه
غم دې پۀ غم باندې زياتېږي
نوربۀ دې غم پۀ غم کې نۀ حسابومه
غم دې پۀ مانۀ دی چې ژاړم
غم دې شمال دی هره پاڼه ښوروينه
غم دې تالابېلتون ايرې کړم
رضادې بادده چې مې هرلورې ته وړينه
غم دې چاړۀ زۀ يې ونډۍ کړم
رضاديارده چې مې هرلورې ته وړينه
غم دې درياب زۀ پۀ کې ډوب شوم
لاس دې رانۀ کړدماهي خوراک دې کړمه
غم دې زمالۀ تندي خېژي
پۀ نارنجي سينه دې نورکوي خوبونه
غم دې دغم سره سم نۀ دی
مينه دې لاپرپرهارمالګه دوړوينه
غم دې زماترزړۀ چاپېردی
لکه پېروتې چې ترګل منجل وهينه
غم دې زماترزړۀ چاپېر دی
پۀ توروزلفوبۀ دې څوک وهي لاسونه
غم دې زمادتن جامه شوه
دتن جامه بۀ زۀ پۀ صبرزړومه
غم دې زماکره بندي دی
سباکۀ ووت کلی کوربۀ ورانوينه
غم دې سبق غم دې کتاب دی
غم دې استادراته دغم تقريرکوينه
غم دې غمخوراشناته راغی
جانانه ته دبېغمۍ کوه خوبونه
غم دې لۀ تانه وفاداردی
تۀ کله کله غم دې تل راسره وينه
غم دې لۀ ځانه سره يوسه
ماته يې مه پرېږده ړنده کڼه بۀ شمه
غم دې يواځې راته پرېښود
راځه پۀ ګډه سره وګالوغمونه
غم شويواځې زماپۀ برخه
خپل اوپردي راسره نۀ ګالي غمونه
غم کې لۀ تانه کمه نۀ يم
کم عقله نۀ يم چې بۀ کلي خبرومه
غم مې دزړۀ پۀ سرغوټۍ شوه
هله بۀ ګل شي چې جانان مې ووينمه
غم مې دزړۀ نه راچاپېرشو
ترخولې مې وينې ځي دسل مرض مې شونه
غم مې لۀ غم سره زياتېږي
نوربۀ دغم پۀ غم کې نۀ شمېرم مينه
غم مې لۀ زړۀ نه راچاپېرشو
لکه چنارپۀ تن مې اورولګېدنه
غم مې لۀ غمه نۀ شرمېږي
ځکه جوړه جوړه راځي پرماغمونه
غمودې هسې لېونی کړم
څيرې ګرېوان پربيابان ګرځم مينه
غمودې هسې چارې وکړې
چې دسفرپۀ لورې ځم ژړاراځينه
غمونه ټول پرماانبارشه
تۀ دې دګل پۀ شان تازه اوسې مينه
غمونه ټول لۀ ماچاپېر دي
داشناغم مې لکه وازګه ويلوينه
غمونه ټول راباندې راغلل
پۀ بيابان ګرځم خپل پردي نۀ پېژنمه
غمونه ټول پۀ ماانبارشوۀ
بېړۍ خونۀ يم چې پۀ سرداوبوځمه
غمونه ډېررانه چاپېرشول
جانانه ستاغم يې پاچانوريې فوځونه
غمونه خپل راسره ډېرؤ
ستاراسره شو هواګيريې واخستمه
غمونه خورم غمخور مې نۀ شته
لکه وچ خس پۀ تن مې اورولګېدنه
غمونه خورم غمخور مې نۀ شته
پريکتنهاصورت زمارغلل غمونه
غمونه خورم دوينوغوړپ کړم
ځکه مې سرۀ دي دسرکوشونډو سرونه
غمونه خورم غمخورمې نۀ شته
لکه رېدي پردامانوورژېدمه
غمونه خورم غمخور مې نۀ شته
لکه چنارپۀ ډډ مې اورولګېدنه
غمونه راغلل څټې څټې
انډې زما انډی ديارکره لېږمه
غمونه شاته که جانانه
غم چې پۀ مخکې وي ځوانان خرابوينه
غمونه واړه برابردي
دجانان غم مې پۀ ځوانۍ کې زړوينه
غمونه يوتربل تېری کړي
جانانه تادې خدای لري نۀ شته غمونه
غمونوستاتالاوالاکړم
يقين مې نۀ شته چې بۀ بياخوشاله شمه
غمونوستازۀ ځګرخون کړم
لکه مجنون زۀ درپۀ درګرځم مينه
غنچه پۀ باغ کې پۀ خنداشوه
بلبل سينه پراغزوږدي ورله ورځينه
غنچه پۀ باغ کې پۀ خنداشوه
بورادصبردروازې ورته ساتينه
غنچه دګلومې پۀ لاس ده
بوراته پټ وايه چې ځان رارسوينه
غنچه دګلومې پۀ لاس ده
کۀ څوک ګلونه بويوي ژردې راځينه
غندل دې غاړه خولۀ دې ګل ده
زۀ دې ګلشن ته درغلم ګل بويومه
غوټۍ پۀ باغ کې پۀ خنداشوه
بوراپرې شپې سباکوي چې ګل بۀ شينه
غوټۍ چې ګل شي بيارژېږي
زماجانان دګل غوټۍ ورژېدنه
غوټۍ غوټۍ وينې مې څاڅي
دجانان مينې پۀ زړګي غوڅ کړی يمه
غوښه اواورکله جوړېږي
عالمه زۀ دعشق اور زړۀ کې ساتمه
غوښه دسيخ پۀ سرورېتيږي
نامرده تاپرې سراسر نيولې يمه
غولی جاروکړه ډېوه بله
سپينې لمنې اپرېدۍ راغلې دينه
غيرت کوه غيرتي ياره
چې پۀ ټولګي دجنکو کې ميره شمه
غېږ پۀ غېږ ژرراشه جانانه
تابۀ زمادغېږې ډېرارمان کاونه
غېلې خپرې که راته ګوره
چې پۀ لمرڅرک بۀ دې ليدولره درځمه
غم دې لۀ عمره سره سم دی
تمام بۀ نۀ شي څوژوندی پۀ دنيايمه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ف
ف پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ف

فراق درياب دی پای يې نۀ شته
زۀ ورلاهو شوم دهجران غوټې وهمه
فرش بۀ دسترګوورته خپورکړم
کۀ مروراشناپرې کېږدي قدمونه
فرياددخوږو زړو راخېژي
چې پۀ زړۀ روغ وي هغه نۀ کړي فريادونه
فريادفريادنارې وهمه
دبې وفااشناجفالېونی کړمه
فريادمې يارته نۀ رسېږي
دبېلتانۀ څوکۍ پۀ لارولاړې دينه
فقيرته وخت بې وخته نۀ شته
څوک چې سخي وي هغه تل خيرورکوينه
فقيره تېرشه فقيرنۀ يې
لۀ سرايه ووزه هېڅوک خيرنۀ درکوينه
فقيره ته پروخت رانۀ غلې
پۀ نيمه شپه خيرونه چاورکړي دينه
فقيرته خيرراوړه مېرمنې
کچکول پۀ لاس فقيردعادرته کوينه
فقيره داعادت دې څۀ دی
چې تراواز دمخه سرښکاره کوينه
فقيره درکې يې هل وکړه
کۀ جانان خاورې درکوي تړه پنډونه
فقيره دوې ګټې دې وکړې
يودې خيريووړ بل دې وکړل ديدنونه
فقيره هل کړه ودرېږه
چې پۀ کچکول کې دې پېزوان درواچومه
فکرکوم نۀ رايادېږي
چې داشناديدن مې کله کړی ونه
فلک دې خوارشي دايې کار دی
چې ښۀ ياران وي دی پۀ کين ورسره وينه
فلکه نن دې کمک غواړم
چې خواپۀ خوامې خپل جانان لره وروړينه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ق
ق پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ق

قادره خدايه تۀ مې مل شې
دبېلتانۀ غم ته يواځې پاتې شومه
قاصده ځه سلام مې وايه
پرهغه يارچې مين پۀ خالووينه
قاصده بخت دې زورور دی
پۀ دواړو سترګو بۀ دياروکړې سيلونه
قبرپراخه ورته جوړکړئ
زۀ داشناسره جوړه قبرته ځمه
قبرخوسل ګزه کوهی دی
ځوانان کوزېږي دناکام پۀ تنابونه
قبرسوری شوخښتې ماتې
جانان شوخاورې دبيابان بادونه يې وړينه
قبرسوری کړه حال مې ګوره
پۀ خماروسترګو مې پرېوتل ګردونه
قبرسوری کړه حال مې ګوره
چې مې غونډۍ زنه چينجي دلحدخورينه
قبرشوزوړ تختې شوې ماتې
پرګلابي جانان مې پرېوتل ګردونه
قبر مې خواکې ورته جوړ کړئ
چې مروراشناپۀ ګورکې پخلاکړمه
قبرمې جوړپۀ لويوغروکړئ
چې دوطن شمال مې شناختې ښوروينه
قبرمې مه پټوئ خلکو
کۀ اشناراشي داوروستی ديدن کومه
قبريې ښۀ جوړکړئ عالمه
مين پردېس دی پۀ کې تېربۀ کړي کلونه
قدرکوه قدرخوښۀ وي
پۀ بې قدرۍ عالم تبالۀ دنياځينه
قددې چندړونې پۀ څېردی
هرڅۀ مې هېرښاماردزلفووخوړمه
قددې دسروې پۀ څېرلوړ دی
لکه شمشاددغمه توردرپسې شومه
قدم پۀ وروږده پښې دې ګوره
ستاترقدم لاندې مې زړۀ دی وبۀ چوينه
قرارخومه کېنئ عالمه
دتوروجنګ دی لالی سرقربانوينه
قسمت خو ښې چارې ونۀ کړې
چېرته توتيان دسردرو چېرته دامونه
قسم پۀ خدای باورپرې وکړه
چې راپۀ يادشې لۀ خولې وينې غورځومه
قسمت زما دی کۀ دياردی
پۀ اوردې وسوځي ددواړوقسمتونه
قسمت مې خپل دی رارسېږي
زۀ بۀ لۀ چانه ګيله منه شم مينه
قسم پۀ خدای باورپرې وکړه
چې بې لۀ تامې هېڅ ارام دزړۀ نۀ شينه
قسم پۀ خدای باورپرې وکړه
چې ځکندن دی پۀ ديدن پسې دې مرمه
قسم پۀ خدای باورپرې وکړه
پۀ تش ديدن پسې دې اوښکې تويومه
قسم پۀ خدای باورپۀ وکړه
دجانان غم مې خوشالۍ ته نۀ پرېږدينه
قسم پۀ خدای باورپرې وکړه
چې ودې نۀ وينم نرۍ تبه مې وينه
قسم پۀ خدای روغه بۀ نۀ شم
اشنادسترګوپۀ خنجروهلې يمه
قسم پۀ خدای هېربۀ دې نۀ کړم
کۀ داسمان ترستوريوډېرتېرشي کلونه
قسم پۀ خدای کۀ شرم نۀ وی
ګرېوان پاره بۀ پۀ عالم کې ګرځېدمه
قصابه تبربۀ دې مات شي
زماهډوکي بېلتانۀ وچ کړي دينه
قلم بۀ مات ګوتې بۀ پرې کړم
کاغذه تاکۀ اشناونۀ ژړاونه
قلم بۀ مات ګوتې بۀ پرې کړم
پۀ وينورنګ کاغذ بۀ يارلره لېږمه
قلم پۀ لاس اشنا راياد شو
لۀ نيمايي کرښې مې لاس وخوت مينه
قلم پۀ لاس غمونه کاږم
دډېره غمه پۀ قلم تکيه کومه
قلم پۀ لاس غمونه کاږم
زماپۀ لاس کې قلم دړې وړې شونه
قلم پۀ لاس کاغذ ته ګورم
اشنارايادشوزماهېرشول تقريرونه
قلم پۀ لاس کاغذ پۀ ګوتو
ستادجفاکاغذ ليکم ژړاراځينه
قلم پۀ لاس کاغذ پۀ ګوتو
اوښکې مې وارنۀ راکوي چې څۀ ليکمه
قلم پۀ لاس ګوتې مې رېږدي
ستادهجران خبرې کړم ژړاراځينه
قلم پۀ لاس ګوتې مې رېږدي
داشنانوم رانه نيمګړی پاتې شونه
قلم پۀ لاس مخې ته راغلې
دزړۀ پرسردې راته وليکل غمونه
قلم پۀ لاس کې فکريوړم
چې بې وفااشناته څۀ شی وليکمه
قلم ته ګوتې پۀ ژړاشوې
خطبۀ باقي وي موږ بۀ تورې خاورې شونه
قلم ځنځيروی مابۀ مات کړی
پرازلي قلم وهلي دي مېخونه
قلم دسرو کاغذدسپينو
دزړۀ پۀ وينويې ليکم افسوس کومه
قلم دې رب وهلی نۀ دی
ماتهپۀ لويه لارکې مه ژاړه مينه
قلم دې مات ګوتې دې پرې شه
زماخيالي اوربل ته نۀ کړې تاويزونه
قلم زماپۀ حال خبرشو
ځکه دخولې نه تورې وينې غورځوينه
قلم قلم زړۀ مې قلم شو
مل خومې غم شوچې بندي دهجران يمه
قلم قلم درپسې زۀ شوم
پۀ نارنجي سينه دې نورکوې خوبونه
قلم قلم درپسې نۀ شوم
لۀ خپله ځانه مې ګيله وشوه مينه
قلم کاغذ ته پۀ ژړاشو
چې زۀ شوم پاتې تۀ بۀ وکړې ديدنونه
قلم مې بيالۀ غرېوه ډک دی
پرکاغذ کاږم دبېلتون دغم بيتونه
قلمه بس کړه وړاندې مه ځه
نۀ پوره کېږي دزخمي زړۀ غرضونه
قلمه بس کړه وړاندې مه ځه
ماته يادېړي دغمجنوزړوغمونه
قلمه دادې مبارک شه
چې دجانان سلام پۀ تاباندې ليکمه
قلمه ډېردې احسان مند يم
زمادې حال يارته بيان کړپخلاشونه
قلمه زرشه کاغذ ليک کړه
قاصد ديارپۀ لورې ځي ناوخته شونه
قلمه ژرپۀ کاغذ ګرزه
ځواب ديارپۀ لورلېږم ناوخته شونه
قلمه مات شې بخته واوړې
تنديه مات شې پرتاڅۀ ليکلي دينه
قلمه مات شې بخت دې واوړه
صورته خوارشې چې موزيان دې زړوينه
قلمه هېڅ اثرپرې نۀ کړي
کۀ يارته تورکړې دغمونوکاغذونه
قهردخدای دې باندې وشي
چې بۀ ددوو پۀ منځ کې اچوي درځونه
قېمت دياربۀ پوره نۀ کړي
کۀ غرونه سرۀ کاڼي شي لعلونه
قېمت دې ووايه جانانه
چې روح مې ستاشي نوربۀ څومره پاتې شينه
قلم پۀ ګوتوزړۀ مې رېږدي

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ک
ک پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ک

کابل ته مه وايه چې وران شه
پۀ کې پراتۀ دي ښۀ ځوانان کاږۀ برېتونه
کابل ته مه وايه چې وران شي
پۀ کې پراتۀ دي پښتانۀ دننګ مېړونه
کابل خوښۀ مزل يې بددی
زماګل رنګ جانان يې زېړ زبېښلی کنه
کابل دښوځوانانو ځای دی
مادنېستۍ دلاسه پرېښودۀ مينه
کابل دګلو ډک دی خدايه
زمايادېږي کندهار شينکي باغونه
کابل کې څۀ غواړې نادانه
کابل کې نۀ شته سلارۍ سرۀ پلونه
کاته دګلو منع نۀ دي
اشنامې ګل ماترې پۀ څۀ منع کوينه
کارددنيا شولۀ ماپاتې
چې ستا صورت کړمه رايادژړاراځينه
کاروانه کم کوه مزلونه
يارمې نادان دی سهارخوب يې زنګوينه
کارونه ټول ازلي دي
مين بۀ صبرپرې کوي وړي بۀ غمونه
کارونه واړه دتقدير دي
عالم پۀ ماخاندي چې ولې مين شونه
کاږۀ اوربل دې لېونې کړم
يايې بياتي کړه يايې غوټه کړه سرونه
کاږۀ وري بۀ مې سم نۀ شي
زۀ دليلاروغې راستۍ وهلی يمه
کاشکی مين درباندې نۀ وی
چې اوس مين شوم بېلتون مې ژړوينه
کاغذ چې درشي غمجن مه شه
پۀ زړۀ غمجن يم وارخطانۀ شې مينه
کاغذ چې لولې ورته ژاړه
ماچې ليکلې ورته مې ډېرژړلي دينه
کاغذ دزړۀ پۀ وينوليک دی
اه مې پرې وکيښ ځکه توريې شول حرفونه
کاغذدنيم ديدن ځواب دی
پۀ ماموقوف شول ديارانوديدنونه
کاغذديار پۀ اوښکولوند ؤ
زماخوږمن زړګی پرې وينې تويوينه
کاغذ دې يوپربله راغی
دمازيګرکاغذ دې نوکې نوکې کنه
کاغذ ليکم اوښکې مې څاڅي
داوښکې رودخبرې ټولې رانه وړينه
کاغذ مې ګډوډ نوشته کړ
اوښکې مې څاڅي ليک مې بېرته ورانوينه
کاغذ مې يارته نۀ رسېږي
پۀ لارپيرې دبېلتانۀ ولاړې دينه
کاغذه بخت دې مبارک شه
نن دې قاصد دياروطن لره وروړينه
کاغذه بخت دې مبارک شه
موږ بۀ دلې يوتۀ بۀ وکړې ديدنونه
کاغذه بخت دې مبارک شه
زماجانان سره بۀ وکړې ديدنونه
کاغذه تۀ زموږ دلال يې
پربې پروااشنا مې وايه سلامونه
کاغذه ځه مخ ته دې ښۀ شه
زۀ بۀ دلې يم تۀ بۀ وکړې ديدنونه
کاغذه ډېرتلواروکړه
دسوي زړۀ مې يارته يوسه پيغامونه
کاغذه دومره نېکي وکړه
دسوي زړۀ مې يارته وکړه بيانونه
کاغذه راشه چې دې ښکل کړم
ښکلي جانان بۀ پۀ تالاس وهلی وينه
کاغذه راشه چې مشغول شوو
زماجانان بۀ تاته حال ويلی وينه
کاغذه ژرژر ترې رادرومه
چې مې جانان پۀ حق کې څۀ ويلی دينه
کاغذه ژر راپسې راشه
چې يارزماپۀ حق کې څۀ ځواب کوينه
کاغذه والوزه شاهين شه
لۀ خنداشين شه بياپرې وايه سلامونه
کاغذه ورشه حال يې راوړه
چې مې جانان مجلس دچاسره کوينه
کاغذه ورشه پۀ سلام شه
بياپۀ کلام شه چې ديارسلام کوينه
کاغذه ورشه ورته وايه
چې ستابېلتون مې لکه ناوې ژړوينه
کاغذه ورشه احوال وروړه
جانان ته وايه ياردې تورې خاورې خورينه
کاغذه ورشه پۀ تعظيم شه
اول ترې ځارشه بياپرې وايه سلامونه
کاغذه ورشه ورته وايه
پۀ غم لړلی ياردې پروت زګېروی کوينه
کاغذه ورشه ورته وايه
پۀ غم کې ډوب اشنادې ډېرډېريادوينه
کاغذه ورشه ورته وايه
ياربۀ دې تل مسافرنۀ وي رابۀ شينه
کاغذه ورشه ورته وايه
ياردې دمرګ سلګۍ وهي تايادوينه
کاغذه ورشه ورته وايه
ماچواري شونډې لېږلي دربۀ شينه
کاغذه ولاړشه بېرته راشه
زمادملک پۀ خاورووايه سلامونه
کاڼي بۀ ولې نۀ اورېږي
ددوو مينوسره بندشول ديدنونه
کاڼی راواخله ماپرې وله
داسې خومه وايه چې خولۀ نۀ درکومه
کبرمې کړزوال مې بياموند
لکه سپوږمۍ پۀ ځوانۍ تندرونيومه
کتاب تمام طالب روان شو
ترحجرې ګرده تاوېدم پۀ لمبوسومه
کتاب مې کوت جانان رايادشو
اوښکې مې لاړې دکتاب پربياضونه
کتابه ژر ژر تمامېږه
ماپۀ وطن کې رنځوران پرې اېښي دينه
کټ مې پۀ لوړه غونډۍ کېږدئ
چې داشنادملک شمال راته راځينه
کټ پولادي پوزی دزرو
نجلۍ دسرو ګلوغنچه خوب پرې کوينه
کټ مې دګورپرلورې يويسئ
غسل مې نۀ شته توروزلفو شهيدکړمه
کټ مې دګورپۀ غاړه کېږده
دنوي کورمبارکي راکړه مينه
کټه څلوردې بازوګان دي
پنځم جانان شپږمه زۀ درسره يمه
کچکول پۀ لاس شړۍ مې لنګ وی
جامې مې رنګ وی ياره ستاپۀ تومتونه
کچکول پۀ غاړه قلندريم
فقرديار دديدن کړم بېرته راځمه
کچکول دسترګومې نيولی
کۀ مې جانان دديدن واچوي خيرونه
کچکول دسترګوورته نيسم
دديدن خيريې زۀ لۀ مخه ټولومه
کچکول دسترګوورته نيسم
زړۀ مې مين خيرات دحسن ټولومه
کچکول دسترګوورته نيسم
چې پۀ کې واخلم دښۀ حسن زکاتونه
کچکوله دړې وړې مات شې
چې درپۀ در دې ګرځوم تش دې راوړمه
کډې ديارپۀ مخه راغلې
ژړامې راغله دېوالۀ ته ودرېدمه
کډې ولاړې کېږدۍ بارشوې
پرلويه لاره بۀ دې څرک باسم مينه
کرۍ شپه ماته خوب رانۀ غی
ستادقلم کرښوته اوښکې تويومه
کږې وږې وروځې دې غرونه
دوروځومنځ دې لوی کنډوشپه پرې کومه
کسي بېړۍ اوښکې درياب دی
دسمندرلۀ غولي وينم ګل کڅونه
کشکې اسمان کې ستوری زۀ وی
چې جانان خوب کړی زۀ بۀ روڼ پرې ځلېدمه
کشمالونوې غوټۍ کړي
داکشرورور دې رالېږه چې غنچې وړينه
کفن شوزوړ تختې شوې ماتې
جانان مې خاورې دصحراشوباديې وړينه
کفن مې ښۀ وکنډه مورې
دځوانی عمرپۀ کفن کې تېرومه
کلادې لوړه تربرجو کړه
کنډو يې پرېږده چې سالومې بادوهينه
کلاله غبرګ زامن دې ومره
منګی مې درونډ دی نرۍ ملامې ماتوينه
کله بۀ سودکله بۀ زيان وي
کۀ جانان دواړه قبلوي ورسره ځمه
کله بۀ يم کله بۀ نۀ يم
پۀ بورجلونومې ډاډه اوسه مينه
کله بۀ يم کله بۀ نۀ يم
زماياري پۀ ورانه مه شمېره مينه
کله بۀ يم کله بۀ نۀ يم
کۀ کله نۀ وم بيابۀ وکړې ارماندونه
کله چې ځې کله ودرېږې
تردې ختلي زړۀ دې ځارشمه مينه
کله چې راشې خوشالېږم
کله چې نۀ راځې رنځوردرپسې شمه
کله دخيال سلطنت جوړکړم
کله دفکرټال کې کېنم وزانګمه
کله دې غم راباندې زور شي
کله دې مينه پۀ درنو کاڼوتلمه
کله ښکاره کله پټېږې
لکه سورګل چې بادپۀ پاڼو کې وهينه
کله غوټۍ کله غنچه شې
کله باغچه شې دزړۀ غم لرې کوينه
کله کراره کراري شي
کله راواوړي پرسينه دغم ګرزونه
کله مې غم ليدلی نۀ ؤ
لکه دصبرونه پورته جګېدمه
کله مې يادکله مې هېرشې
کله مې خوږ دزړګي سردرپسې شينه
کله ناکله ديدن راوړه
ستادديدن بۀ ارمانجن لاړشم مينه
کلی بۀ خپل غمونه ژاړي
زماوستاپۀ يارۍ څۀ غرض لرينه
کلي پۀ کلي بدي زورشه
مازورور کلي ته تېره کړه چې ځمه
کلي ته غوټه راته وکړه
مشريې څوک دی ننواتې ته ورځمه
کمباړه غټه روپۍ واخله
دملالوپرمنګي واچوه لاسونه
کم عقل خلک پرې غولېږي
ددنياګۍ فاني بازاردی وران بۀ شينه
کمکۍ نجلۍ پۀ يارۍ پوه شوه
لکه لړم پۀ دېوالوخولې لګوينه
کمکۍ نجلۍ ګوره چې لمونځ کړي
قبول يې مه کړې تورپېکی پۀ خاورو ږدينه
کمکۍ نجاۍ ملالې سترګې
داتور پېکي يې پۀ مااورولګاونه
کمکۍ نجلۍ ملالې سترګې
داتورپېکی يې تنکي وښتي غورځوينه
کميس دې تي پۀ سرسوری دی
لکه غاټول چې لۀ پردې وتلی وينه
کميس دې تورمټې دې سپينې
لکه ښامارچې ترچندړ تاوشوی وينه
کميس مې ښۀ تورکړه رنګرېزه
زۀ دورېښموچمچمار پرې خېژومه
کميس مې لنډ ونيسه مورې
وطن پردی دی بوټې خولې رالګوينه
کميس مې لنډ ونيسه مورې
يارمې طالب دی خوښوي لنډکميسونه
کميس يې توردی ګل پرې سپوردی
دبنګړوشوردی کټ کوټې ته خېژوينه
کوتره بازوخوړه خدايه
زۀ خوارشاهين منګولې سرې پرې بدنام شومه
کوتره بازسره جوړېږي
ارمان مې دادی چې کارغه کوتره خورينه
کوچيانې بياپۀ کوچ رهي شوې
زماليلا يې ده سرداره مخکې ځينه
کوچيانوکوچ وکړکوچېږي
دليلابارشوۀ داوښانوکتارونه
کوډګروبيا کوډې تازه کړې
ورۀ ته راغلی اشنابېرته ګرځوينه
کوربۀ پۀ خوشي ډاګ ودان کړم
بېلتون بۀ څۀ کاچې پۀ خوشې ډاګ راځينه
کوردې پۀ شنوونوکې پټ دی
مړوندراهسک کړه دشنوونوترسرونه
کوردې اسمان ته پۀ کې حوره
لمروسپوږمۍ دې نوکران نيولي دينه
کوردې پۀ کلي کې معلوم دی
ددروازې پۀ سردې ګل کرلي دينه
کوردې دهسکوغرو پنادی
زۀ واوره نۀ يم چې پۀ غرودرجګه شمخ
کوردې نژدې ديدن دې لرې
دېوال دې ړنګ شه چې وړيادې وينمه
کوردې نژدې ديدن دې لرې
دکوه قاف ترغرۀ دې لوړدي دېوالونه
کوردې دغرۀ پۀ سرکې جوړکړ
نۀ درختی شم نۀ مې زړۀ صبرکوينه
کورمې لۀ ګوره هېڅ کم نۀ دی
چې بې جانانه پۀ کې شپې سباکومه
کوريې دمرګ پۀ چيغه وران کړې
چې پۀ مين دلېوني ګمان کوينه
کوشش مې ډېردرپسې وکړ
مګرافسوس دی سراسرناکامه يمه
کوشش مې ډېر درپسې وکړ
لوح محفوظ کې يې جداليکي وونه
کوکريه مه راته غپېږه
زۀ دې مېرمنې پۀ ريبار بللی يمه
کوګۍ دې خورمه نۀ مړېږم
نامردې ټوله راپۀ شاشه چې دې وړمه
کونډې کونډتون دې مبارک شه
زوی دې ځلمی دی پۀ برېتووهي لاسونه
کۀ اباسين بندشوی نۀ وي
پۀ بایګڼو کې بۀ چاڅۀ مندی ټيکونه
کۀ اباسين بند شوی نۀ وی
ترګل ښايسته نوښاربۀ ولې ورانېدنه
کۀ اشارت کړې دبڼوکړه
دسپينوغاښو برېښنامه کړه څوک بۀ وينه
کۀ اشنايي راسره نۀ کړې
پۀ مينه غږ راته کوه چې ياردې يمه
کۀ اوسېلی پۀ دنيا نۀ وی
زمادزړۀ سندوخ بۀ اوراخستی ونه
کۀ اوسېلی ترخولې وباسم
پۀ دې نژدو کليو بۀ اورولګومه
کۀ اوسېلی ورسره نۀ وی
ستااندېښنو بۀ مې زړۀ پړک چوولی ؤنه
کۀ اوسېلی کړم اوربۀ واخلې
دلونګين مېرمنې صبرمې دې وينه
کۀ اوسېلی کړم اوربۀ واخلې
کۀ غړ غړې کړم اوس بۀ رنګ پۀ وينوشېنه
کۀ اوسېلی مې نۀ کولی
پرلړمانۀ بۀ مې دېګونه پخېدنه
کۀ بريالی لۀ جنګه راغلې
داتوروربل بۀ لۀ تاځارکړمه مينه
کۀ بۀ زماپۀ دعاکېږي
رب دې بادارکړه چې سلام ته دې درځمه
کۀ بۀ زماپۀ دعاکېږي
رب خودې درکړي پۀ جنت کې ښۀ ځايونه
کۀ بۀ زماروغه راستي وي
لالی پۀ سمه لارچې ځي بودری دې خورينه
کۀ بۀ مې يوګړی هېرېږې
زمادې هېرشي داويلي کتابونه
کۀ پروخت راغلې خيربۀ يوسې
بې وخته نۀ شته فقيرانوله خيرونه
کۀ پسې ځم خلک پوهېږي
کۀ پسې نۀ ځم ليلاکړي اشارتونه
کۀ پسې مرم مرګ مې پرځای دی
زماپرسريې جېلخانې منلې دينه
کۀ پۀ پيمخو کې وفاوی
دکوتيلال خوندبۀ دقندپۀ شان ونه
کۀ پۀ ځلموکې بريالی شوې
قسم مې کړی ديارۍ لاس درکومه
کۀ پردنياهرڅوګذرکړم
هېربۀ مې نۀ شي ستادسپين مخ شنۀ خالونه
کۀ پۀ ديدن څوک مړېدلی
جاله وانانوبۀ تړلي ووبارونه
کۀ پۀ ديدن څوک مړېدلی
زماجانان بۀ ترورولې ګرځېدنه
کۀ پررښتياپرمامين يې
پرخوست ګرمي ده ماته کېږده چنارونه
کۀ پۀ ژړاجانان موندی شوی
مابۀ داوښکوپۀ مخ جوړکړۀ سېلاوونه
کۀ پۀ ژړااشناراګرځي
وچې ګياه بۀ زرغونې پۀ اوښکوکړمه
کۀ پۀ ښايست مې خپه کېږې
زۀ بۀ دځمکې خوب کوم چې زېړه شمه
کۀ پۀ سلام تۀ خوشالېږې
زۀ بۀ مې لاس پرتندي تل ولاړه يمه
کۀ پۀ ليلاباندې چامړکړم
دغه دستوردی ځوانان تل پۀ تورومرينه
کۀ پۀ منت کۀ پۀ زاري وی
مابۀ اشنالۀ بېلتانۀ خلاص کړی ؤنه
کۀ پۀ ميوند کې شهيدنۀ شوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه
کۀ پۀ وطن دې سرورنۀکړ
زۀ بۀ داپاکې شودې نۀ دروبښمه
کۀ تاوی غږراپسې کړی
مابۀ پۀ توروسترګو اېښي وی لاسونه
کۀ تږی يې رانژدې کېږه
زمادسروشونډو شربت وڅکه مينه
کۀ تږی يې اوبۀ بۀ درکړم
زماپۀ سپينه خولۀ کې ډنډ ولاړې دينه
کۀ تښتم تښتم نۀ خلاصېږم
قسمت مې بددی دصورت راسره ځينه
کۀ تښتم تښتم نۀ خلاصېږم
بېلتون مې سيوری دځان سم راسره ځينه
کۀ تښتېدلی پۀ شاراغلې
پۀ تاحرام دي دسرکوشونډوسرونه
کۀ توروربل مې مېراتېږي
دننګ غزاده جانان نۀ منع کومه
کۀ تورلحدتۀ نرۍ لاروی
مابۀ اشناته پېشکشي وړلی ګلونه
کۀ تورلحد ته نرۍ لاروی
مابۀ جاروکړی دجانان دمخ ګردونه
کۀ توره يم تابۀ رنځورکړم
دمينتوب اثرپۀ سترګوکې لرمه
کۀ توره يم تابۀ رنځورکړم
دمينتوب ستوری پۀ وروځوکې لرمه
کۀ توره يم تابۀ رنځورکړم
لۀ رنګه توره تل ځوانان رنځوروينه
کۀ توره يم تابۀ ملنګ کړم
تورخولونګ دي اميران يې بويوينه
کۀ تومتونه پرې انبارشي
څوک لۀ خواږۀ جانانه نۀ اخلي لاسونه
کۀ تومتونه چېرې نۀ وی
قسم دی ياره پۀ جوپه درسره تلمه
کۀ تۀ راځې بېګاه ته راشه
دڅورلسمې پۀ سپوږمۍ بۀ ديدن کړونه
کۀ تۀ رښتياپرمامين يې
دګودرغاړه اجاره واخله مينه
کۀ تۀ رښتياپۀ سفردرومې
دتوروزلفوکمربند بۀ درکومه
کۀ تۀ شهيدشولې جانانه
پۀ توروربل باندې بۀ دې زۀ قبرپاکومه
کۀ ټول وجودلۀ تاقربان کړم
بې نيازه يار نېکۍ نۀ منې مينه
کۀ جهان مري اکبردې نۀ مري
يوخوښۀ ځوان دی بل يې کړي جهادونه
کۀ چابېلتون ليدلی نۀ وي
ماته دې راشي چې يې کوروروښيمه
کۀ چابېلتون ليدلی نۀ وي
دسباچرګ دبېلتانۀ نارې وهينه
کۀ چاخبردجانان راووړ
سربۀ خيرات کړم مال بۀ زېری ورکومه
کۀ چاخبردجانان راووړ
کۀ مې سلګۍ دځکندن وي روغ بۀ شمه
کۀ چارباب پۀ لاس کې راکړ
زۀ بۀ دخپل اشناسرودپۀ کې وهمه
کۀ چاسپوږمۍ ليدلې نۀ وي
دشاليلا مخ دی سپوږمۍ شغلې يې ځينه
کۀ چاويل چې ياردې راغی
يوبۀ ورځارشم بل بۀ زېری ورکومه
کۀ چلم کښ يې دودمې خوښ دی
دلمرمخ ته تل ورېځې وي ګرزونه
کۀ خدای کول لالی بۀ راشي
مايې غنچې څڼې پۀ خوب ليدلي دينه
کۀ خدای کول مينه ستايم
مينه مه شلوه تڼۍ پۀ زيارتونه
کۀ خدای کول خدای بۀ دې راکړي
ترتاړومبی پرزيارت ما اېښي لاسونه
کۀ خدای کول خدای بۀ مې درکړي
مادې دسرپرزيارت اېښي لاسونه
کۀ خدای مې ښه ساتي کۀ بده
راټول بۀ نۀ کړم دسالوسرۀ پلوونه
کۀ خوابدي درباندې زورشوه
تروربل لاندې خال مې يادکړه خوښ بۀ شېنه
کۀ خولۀ مې اخلې ژريې و اخله
دکلاشاته مېلمانۀ راغلي دينه
کۀ څوک پاچادلوی وطن وي
چې مسافرشي يادوي بۀ خپل ملکونه
کۀ څوک خپه کۀ خپه نۀ وي
دخپل جانان سره جوړه سنګرته ځمه
کۀ څوک لۀ غمه خبرنۀ وي
خدای دې خبرکړي چې لۀ غمه خبرشينه
کۀ څوک لۀ ماسره سيالي کړي
حجره دې واچوي ډوډۍ دې ورکوينه
کۀ څوک ياري کړي مادې پوښتي
ديارۍ دوې شپې خوشالي نوريې غمونه
کۀ څۀ احوال وي راته وايه
سامې ترنيم بدن راغلې وبۀ مرمه
کۀ ځمکه اوړي خوبۀ واوړي
راوابۀ نۀ وړي خاورې شوي بدنونه
کۀ دادخوب ليدۀ رښتياوی
اوس بۀ ديارسره لاس ترغاړې ومه
کۀ دادنياپۀ څېردګل شي
زماپۀ ستوڼي کې اغزي راشنۀ کوينه
کۀ داخترپرشپه رانۀ غلې
نصيب دې مه شه دلنډۍ زنې خالونه
کۀ دازړګی دکتوشی وی
مابۀ اشناته پۀ لاس نيولی ؤنه
کۀ داولس بدنامي نۀ وی
شيرينه ياره تاسره بۀ ګرځېدمه
کۀ دبهلول پۀ شان داناوي
چې بخت يې خواروي څوک يې نۀ اخلي سلامونه
کۀ دبېلتون جلاددې مړکړ
سره بادرۍ بۀ دوصال دروښيمه
کۀ دجانان سره يوځای شوم
زۀ بۀ ګيلې دبدرقيب ورته کومه
کۀ دجانان غمونه نۀ وی
دپسرلي ترګل بۀ زۀ نازکه ومه
کۀ دجهان طبيبان راشي
چې مې جانان پوښتنه نۀ کړي وبۀ مرمه
کۀ دچاروغ زړګی پۀ کاروي
زمادې واوري يارانه دې نۀ کوينه
کۀ دځوانۍ دوران مې تېرشي
دومره بۀ پاتې شي چې تاپرې ځورومه
کۀ ددښمن مخ ته يې مخ کړ
سپينه خولګۍ بۀ لکه څوری پسې وړمه
کۀ ددښمن نه پۀ څټ راغلم
بيامې پښتون دتيرامه بوله مينه
کۀ دديدن باران يې نۀ وی
دبېلتانۀ ګرمۍ بۀ سوي ؤ ملکونه
کۀ دديدن محتاج دې نۀ وی
سرتوربۀ ولې ګرځېدم پۀ زيارتونه
کۀ درغلم کۀ دره نۀ غلم
زماياري پۀ ړنګه مۀ شماره مينه
کۀ دزړۀ حال درته بيان کړم
خندابۀ پرېږدې پۀ ژړابۀ شې مينه
کۀ دزړۀ سرورته پېشکش کړم
مغروردحسن سترګې نۀ پورته کوينه
کۀ دسرۀ اورپۀ سرمې شپه وی
تۀ راسره وی زۀ بۀ تل خوشاله ومه
کۀ دشودو لښتی پرې سم کړم
خزان وهلی باغ مې نۀ نيسي ګلونه
کۀ دنتکۍ خاطردې نۀ وی
تابۀ زمادغاښوزورليدلی ونه
کۀ دنيايي شرمونه نۀ وی
تابې منګی ووړ زۀ بۀ تش درسره تلمه
کۀ دنيايي شرمونه نۀ وی
قسم دی ياره پۀ جوپه درسره تلمه
کۀ دوصال امېد مې نۀ وی
قسم دی خدايه اوس بۀ خاورې ايرې ومه
کۀ دوصال پرتخت پاچاشوم
پربېلتانۀ بۀ دپانسۍ حکم کومه
کۀ دوصال زېری دې راووړ
قاصده لاس بۀ دې پۀ سترګوښکلومه
کۀ دوطن پۀ ننګ شهيدشوې
بيابۀ دې نجونې دمزارسلام کوينه
کۀ ديارغم راسره نۀ وی
دپسرلي ترګل بۀ زۀ نازکه ومه
کۀ ديارغږ راباندې وشو
دلاس بنګړي بۀ ورته زېری ورکومه
کۀ ديارغږ راباندې وشي
مال بۀ خيرات کړم سربۀ زېری ورکومه
کۀ ديارګوتې مې پۀ لاس وی
مابۀ ترټولونجونو پورته وړۀ لاسونه
کۀ دې باڼۀ قاتلان نۀ وی
پۀ دروازوکې بۀ دې چاکړل فريادونه
کۀ دې پۀ برکلي کې کاروي
پۀ لېوني باندې مې وايه سلامونه
کۀ دې پۀ خدای اعتبارکېږي
درپسې وينې غوځوم مړه بۀ شمه
کۀ دې خندلي راته نۀ وی
دکورکمن پۀ شان بۀ ولې زېړېدمه
کۀ دې خندلي راته نۀ وی
زماويدۀ زړګی بۀ ولې ويښېدنه
کۀ دې خندلي راته نۀ وی
غريب سړی وم خپل روزګاربۀ مې کاونه
کۀ دې خولۀ راکړې څۀ بۀ وشي
زړۀ بۀ مې ښۀ شي خولۀ بۀ بيادرسره وينه
کۀ دې زماپۀ سلام ښۀ شي
زۀ بۀ داسرې منګولې تل پۀ تندي ږدمه
کۀ ديدن غواړې زماياره
موږ دواړه خويندې پرکوټه څرخې کوونه
کۀ دیدن کړې تلوارپرې وکړه
دنړېدلي پاڼ پرسرولاړه يمه
کۀ ديدن کړې تلوارپرې وکړه
ملک الموت راته ولاړ دی روح مې وړينه
کۀ ديدن کړې تلوارراوکړه
دبېلتانۀ کاروان راځي قيامت بۀ شينه
کۀ ديدن کړې تلوارپرې وکړه
پرمخ مې شال دبېلتانۀ وغوړېدنه
کۀ ديدن کړې تلوارپرې وکړه
خټې يې کړي کنډونه بندوينه
کۀ دیدن کړې تلوار پرې وکړه
کښتۍ غرقېږي پرتخته ولاړه يمه
کۀ ديدن کړې تلوارپرې وکړه
دم کړې خاورې مې پرسترګو دوړوينه
کۀ ديدن رانۀ وړې جانانه
روح مې دکالبوت نه پۀ رخصت دی لاړبۀ شينه
کۀ ديدن غواړې ماته ګوره
زۀ بۀ ډوډۍ پۀ تنارۀ وځنډومه
کۀ ديدن کړې همدادې واردی
دبېلتانۀ کاروان راځي قيامت بۀ شينه
کۀ ديدن کړې تلوارپرې وکړه
سبابۀ دامهالې کاختي دديدن وينه
کۀ ديدن کړې تلوارراوکړه
لحدته يې کوز کړم تختې راباندې ږدينه
کۀ دې زماديدن پۀ کاروي
دچارشنبې حساب کوه زيارت ته ځمه
کۀ دې زمادیدن پۀ کاروي
سپوږمۍ ته ګوره زۀ پربام ولاړه يمه
کۀ دې زماديدن پۀ کاروي
اوبۀ بانه کړه پۀ ګودرناسته يمه
کۀ دې زما دیدن يادېږي
سينه جاله کړه دواړه زلفې تناوونه
کۀ دې زماديدن يادېږي
دپشکال څپوته مه ګوره مينه
کۀ دې شرابوته زړۀ کېږي
زماپرزنه خولې ډنډولاړې دينه
کۀ دې غليم ته ماتې ورکړه
زۀ بۀ دسروشونډوشربت درکړم مينه
کۀ دې کتلي راته نۀ وی
پردی سړی وم وطن پۀ لورې تلمه
کۀ دې مطلب ديارۍ نۀ وی
دبرج لۀ سره بۀ دې نۀ کول سېلونه
کۀ دې مقام راته معلوم وی
زۀ بۀ داستادکوڅې خاورې وم مينه
کۀ دې وطن راسره پرېښود
پۀ سرومنګولوبۀ دې سرچاپي کومه
کۀ دې ونۀ خوړم اوربله
پرتابۀ جوړداشرپوکړم کتارونه
کۀ دې هرڅوپۀ زړۀ رايادکړم
پردی وطن دی څوک دې نوم نۀ اخلي مينه
کۀ ډېر مې دزړۀ ورځنې بدشي
زۀ لۀ زاړۀ اشناتوبه چېرې کومه
کۀ راته ګورې درته ګورم
کۀ راته نۀ ګورې پروادې نۀ لرمه
کۀ رارسېږې نن دې واردی
شهيده ګټې دې باړوته غورځومه
کۀ زړۀ کې سل تدبېره وکړم
تقديرزمادتدبيرستنې لنډوينه
کۀ زړۀ ته سل تسلی ورکړم
سترګوليدلی جانان کله هېروينه
کۀ زړۀ ته سل تسلی ورکړم
دياردغمه راته ژرپۀ ژړاشينه
کۀ زړۀ ته سل تسلی ورکړم
سترګې مې نۀ اوړي ستالۀ ورانوبورجلونه
کۀ زړۀ مې بندپۀ زولنوکړم
ژررانه خلاص شي برابرجانان له ځينه
کۀ ځکندن ته مې رانۀعلې
بيامې پۀ شناختوباندې مه وهه لاسونه
کۀ زۀ خبروی چې بېلتون دی
مابۀ جانان ترلاس نيولی ګرځاونه
کۀ زۀ خبروی چې تۀ شلېږې
دفکرټاله زۀ بې ولې درختمه
کۀ زۀ خبروی چې بېلتون دی
مابۀ خوني غمازپۀ څۀ راخبراونه
کۀ زۀ غمازته غرېب ښکارم
زمادزړۀ پۀ خزانه کې شته لالونه
کۀ زۀ مېړۀ وم ځان بۀ ځارکړم
پښتون پېغوردبې ننګۍ نۀ قبلوينه
کۀ ژاړم ژاړم سودمې نۀ شي
پۀ زېړوګلومې تالان ولګېدنه
کۀ زۀ مين نۀ وی عالمه
لکه مجنون غوندې بۀ ولې ګرځېدمه
کۀ ژاړم ژاړم څوک مې نۀ شته
خوشې ګرېوان پۀ اوښکوولې لمدومه
کۀ سپينه خولۀ خورې مرګ قبول کړه
دسپينې خولې سره تړلي اځلونه
کۀ ستادمخ عاشقان ډېردي
زۀ ترمجنونه لرغونی پۀ عشق کې يمه
کۀ ستالۀ لورې بادراوالوت
پۀ ډکه خولۀ بۀ يې لړمانۀ ته تېرومه
کۀ سترګې ستاخمارې نۀ وی
دزړۀ پۀ سربۀ زخمي ولې ګرزېدمه
کۀ سترګې ښکته کړم کۀ پورته
پۀ دې نژدې وطن دې نۀ ګورم مينه
کۀ سراومال ورنه قربان کړې
نۀ معلومېږي معشوقوته خدمتونه
کۀ سرمې پرې کړې ډېربۀ ښۀ شي
لۀ دې ژوندونه زۀ پۀ مرګ خوشاله يمه
کۀ سرېندې ورته غږېږي
روغ بۀ پرې نۀ شي پۀ خنجروهلي زړونه
کۀ سړی پټ لۀ ملکه لاړشي
نصيب قسمت ورسره سم لۀ ملکه ځينه
کۀ سړی ډېرپۀ زړۀ محکم وي
چې داشنالۀ غېږې ځي ژړاورځينه
کۀ سل اوياکلونه تېرشي
هېربۀ مې نۀ شي ستادزلفوتنابونه
کۀ سل اوياتدبيره وکړم
تقديرزمادتدبيروشلوي بندونه
کۀ سل اوياکلونه تېرشي
هېربۀ مې نۀ شي ستادسپين تندي خالونه
کۀ شپه دزلفوپسې نۀ وی
لمربۀ يې دمخ واړه جهان سوځلی ونه
کۀ سل يا شل کلونه تېرشي
هېربۀ مې نۀ شي ستاراکړي ځوابونه
کۀ شمه ځارستاپۀ رضاکې
دامې رضاده نيکۀ ګان خوشالومه
کۀ شينکی خال مې مېراتېږي
ننګ دپښتودی جانان نۀ منعه کومه
کۀ عاشقي د اوره نۀ وی
پتنګ بۀ ولې شيرين ځان پۀ اورسېزنه
کۀ عمروي ديدن بۀ وشي
ارمان مې دادی چې مرګی نۀ وی مينه
کۀ غمازان پۀ مخ کې نۀ وی
مابۀ لۀ تاسره همېش کړی مجلسونه
کۀ غم دغمه شرمېدلی
ماته بۀ نۀ راتلل جوړه جوړه غمونه
کۀ غم يوکال وی مابۀ تېرکړی
ماته يې دغم کاغذ عمري راکړی دينه
کۀ کابل جان دچايادېږي
کونړکابل دی شنې ولې شينکي باغونه
کۀ کاتبان دجهان راشي
پوره بۀ نۀ کاستادحسن صفتونه
کۀ کبرکړمه راته ښايي
يوښايسته يم بل دلويه کوره يمه
کۀ ګرمه يم ناکاره نۀ يم
دمروراشناپوښتنې ته ورځمه
کۀ ګل پيداوی خزان نۀ وی
دځمکې مخ بۀ اماني وی زېړګلونه
کۀ ګل ګلاب ښايسته نۀ وی
بورابۀ ولې پۀ اغزوڅيرل څانګونه
کۀ ګناه ګاريمه دخدای يم
دادنبي امت مې ولې ګرموينه
کۀ ګورستان ته نرۍ لاروی
مابۀ جانان ته خولۀ پېشکش وروړې ونه
کۀ لږ څۀ فکرباندې وکړې
چې زړۀ مين شي عذرکله قبلوينه
کۀ لېونۍ شم ګرمه نۀ يم
اشناپۀ اوږدسفررهي دی نۀ راځينه
کۀ لېونی يې زماياريې
دالېوني لۀ کلي چاشړلي دينه
کۀ لۀ بکواڅخه راتېرشوې
زۀ بۀ ستوره دلارام لره درځمه
کۀ لۀ ميدانه پۀ شاراغلې
کوردې ځای نۀ شته بل وطن ته ځه مينه
کۀ لۀ راتلونه دې خبروی
مابۀ پۀ لارکې ګل سمن کرلي وونه
کۀ مرور شې ځان بۀ خوارکړې
معشوقې کله مرورپخلاکوينه
کۀ مسافرشوې بيابۀ راشې
مسافرکله هېروي خپل وطنونه
کۀ ملاقات موسره وشي
دغم کيسې بۀ ورو ورو درته کومه
کۀ موزي يووی مابۀ مړکړی
پۀ هره خونه کې موزيان دي بدمخونه
کۀ مې اځل ستاپۀ خولګۍ وي
سباکفن پۀ سرتړم تاله درځمه
کۀ مې اشنامسافرنۀ وی
ماخوبۀ نۀ کړی دلومړي کاروان پوښتنه
کۀ مې پرقبرجانان راشي
کفن پۀ غاړه بۀ يې مخې ته ورځمه
کۀ مې پۀ توره مغزی پرې شي
مالره ښۀ دی نۀ چې کورساورکومه
کۀ مې پۀ حال باند خبرشې
دګل پۀ شان بۀ ګرېوان څيرې کړې مينه
کۀ مې پۀ خپل يارکې وفاوی
زۀ بۀ کوڅه پۀ کوڅه ولې ګرځېدمه
کۀ مې تۀ روغ لېونی نۀ کړې
نومې دسترګواثرمه منه مينه
کۀ مې تۀ روغ لېونی نۀ کړې
مادتنګي ځدرانه مه بوله مينه
کۀ مې تۀ روغ لېونی نۀ کړې
بيامې دبنګوپياله مه بوله مينه
کۀ مې جانان بې وفانۀ وی
نري نري بۀ مې زړۀ نۀ کول درزونه
کۀ مې خندلي درته نۀ وی
اريان ولاړوې پۀ ايمان ووېرېدمه
کۀ مې خولۀ اخاې ژريې واخله
منګی مې ولې ښوروې لنده دې کړمه
کۀ مې څوک بدپۀ جنازه وړي
سربۀ مې ستادربارته کوږ نيولی وينه
کۀ مې داتوراوربل پرې ټيټ کړ
دځکندن رنځوربۀ روغ رمټی شينه
کۀ مې دخوب ليدۀ رښتياوی
اوس بۀ پاچاوم عدالت بۀ مې کاونه
کۀ مې دزړۀ چينې جاري شي
طوفان دنوح بۀ پۀ دنيا کې جاري شينه
کۀ مې دزړۀ ګيلې ليکلی
اوس بۀ پۀ ډېروګيلو ډک وو کتابونه
کۀ مې دښمن ته جنګ کې شاکړه
دسپېلني پۀ شان دې اورکې وسوځمه
کۀ مې ديارکالي شنۀ نۀ وی
ماخوبۀ نۀ کاتۀ دشنوونوسرونه
کۀ مې رباب وهل زده نۀ وی
ستااندېښنوبۀ مې زړۀ پړک چولی ونه
کۀ مې ديارغمونه نۀ وی
دپسرلي ترګل بۀ زۀ ښايسته ومه
کۀ مېړنی يې ځان څرګنډ کړه
ستاپۀ کوڅه مې لاس تړلی تېروينه
کۀ مې ساوخېژي لۀ تنه
ستامحبت مې لۀ زړۀ نۀ وزي مينه
کۀ مې ستاپت درخوندي نۀ کړ
بيابۀ تاوکړی پټکی نۀ پۀ سرکومه
کۀ مې طالع دبدونۀ وی
پۀ اوربۀ ولې پۀ پردي وطن کې سومه
کۀ مې لۀ حاله خبرنۀ يې
نارنج ته ګوره دنارنج پۀ شانته يمه
کۀ مې لۀ خدايه کمه نۀ وی
پرتش ميدان بۀ نيلي ولې نوک واهنه
کۀ مې نصيب دبدو نۀ وی
چېرې موزي چېرې دګلوصورتونه
کۀ مې نصيب دبدونۀ وی
زۀ بۀ دخپل جانانه ولې بېلېدمه
کۀ مې نصيب دبدونۀ وی
پۀ شنه مرغه بۀ منګی ولې ماتېدنه
کۀ مې نصيب دبدونۀ وی
ياربۀ مې ياروی مړه خوابۀ ګرځېدمه
کۀ مې نصيب دبدونۀ وی
چېرې موزي چېرې زماداباخونه
کۀ مې نصيب دبدونۀ وی
زمامحبوب جانان بۀ ولې مړکېدنه
کۀ نصيبونه کنډوالې وی
مابۀ داخپل ويشتۀ نصيب پۀ دېوالونه
کۀ نامردي دې جنګ کې وکړه
لکه دښځوبۀ ټيکری درپۀسرکړمه
کۀ نعمتونه ټول موجودوي
چې دې خمارې سترګې نۀ وي څۀ يې کړمه
کۀ نن سباچېرته رانغلې
زمابۀ کډه ادېرې ته لاړه شينه
کۀ هرڅوزۀ درپسې ځمه
تۀ غرڅنۍ يې پۀ هواوهې ټوپونه
کۀ هزارځل صبرسکوت کړم
اه فريادمې بې اختياره لۀ خولې ځينه
کۀ هندوستان ته مې ورک نۀ کړې
ترخماروسترګوبۀ وباسم سيخونه
کۀ يارزمايې رب دې روغ که
کۀ ياردې بل يې تورې خاورې شې مينه
کۀ يارلرې بې ياره مه شې
بې ياره نجونې لاس ترزنې ناستې دينه
کۀ ياري کړم مخ مې تورېږي
کۀ ياري نۀ کړم ارمانجن خاوروته ځمه
کۀ ياري کړې کوردې نژدې کړه
کۀ ياري نۀ کړې کوردې لرې وړه مينه
کۀ ياري نۀ وي روغ رمټ يم
زۀ ديارۍ پۀ غشوتاويشتلی يمه
کۀ يوړم يوړم اوبويوړم
دبېلتانۀ سېلاب پۀ تاوراغی مينه
کۀ يونظرراباندې وکړې
لکه لمربۀ سربلندپۀ جهان شمه
کاږۀ باڼۀ دې تېرۀ غشي
زمالۀ زړۀ نه الوول ختلي دينه
کاغذ پۀ لاس قلم پۀ ګوتو
دزړۀ پۀ وينوداشنامينه ليکمه
کتاب تمام طالب روان شو
لۀ حجرې ګرده تاوېدم سره لمبه شومه
کفن لۀ ځانه سره يوسه
څوک چې دنجونوچم له ځي سربۀ بايلينه
کۀ بۀ مې مړپۀ جنازه وړي
سربۀ مې ستادېرې ته کوږ نيولی وينه
کۀ تښتېدلی پۀ شاراغلې
پۀ تاحرام دي دسرکوشونډوسرونه
کله بۀ راشې دلارامه
چې پۀ ديدن پسې دې وينې تويومه
کۀ جانان مړ شونوم يې شته دی
زۀ دجانان پۀ نامۀ ځان خاورې کومه
کۀ چارباب ليدلی نۀ وي
دشاليلاسينه رباب زلفې تارونه
کۀ دې تاناز و ادانۀ وی
دبرج پۀ سرکې بۀ دې نۀ کول سيلونه
کۀ مې ديدن ته اروزمند يې
دلحدتيږې واړوه پۀ اړمونه
کۀ مې ديدن کړې رارسېږه
سلايې کړې موزي خان مې مړه کوينه
کۀ مې سرې شونډې درپۀ يادشي
ګل دغاټول پۀ لاس کې ونيسه مينه
کۀ مې نصيب درسره نۀ وي
خدای مې دې مړه کړي چې لۀ غمه خلاصه شمه
کۀ لونګين کې تاثيرنۀ وی
ښکلي ځلمي بۀ غروته ولې جګېدنه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ګ
ګ پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ګرانه دخدای لپاره راشه
پرماتيارۀ ده چې رڼاراباندې شينه
ګرېوان مې ټول پۀ اوښکولوند دی
مادجانان لۀ غمه ډېرژړلي دينه
ګرېوان مې ټول پۀ اوښکولونددی
داشناغم مې خوشالۍ ته نۀ پرېږدينه
ګرېوان نيولی يې روان کړم
کۀ لږ څۀ غم دهجران اوږدراباندې شينه
ګړی پۀ سرخولۀ رانه غواړې
مخ مې خولې دی پرې رنځوربۀ شې مينه
ګلاب پاچانرګس وزيردی
داشبوګل مې شهزاده دمخه ځينه
ګلاب پاچانرګس وزيردی
ترپاچاتېرشوم دوزيرسلام کومه
ګلاب پرسرکېږده جانانه
ښکلی بۀ تۀ شي بوی بۀ يې مالره راځينه
ګلاب پۀ باغ کې شرمنده شو
چې پۀ سروشونډواشناوخندل مينه
ګلاب پۀ ګلوکې پاچادی
نرګس وزيرخزان پۀ راوړل براتونه
ګلاب دخدای پۀ قدرت جوړدی
جانانه ستاشونډې ترګل نازکې دينه
ګلاب کۀ مخ پۀ پرخه مينځي
زۀ دګلاب يارۍ کې اوښکې تويومه
ګلاب لاګل نۀ دی غوټۍ ده
بوراپرې شپې سباکوي چې ګل بۀ شينه
ګلاب لاګل نۀ دی غوټۍ ده
بورادصبردروازې نيولي دينه
ګلابوڅوکې تاخوړلي
پۀ تش کڼګړ يې ولې ځان زۀ غولومه
ګلاب لۀ اصله شاهزاده دی
رامبېل چامبېل يې نوکران يولي دينه
ګلابه تۀ ولې خوشال يې
پرتاديارمينه لرم تابويومه
ګلابه داقدردې بس دی
چې جينکۍ دې پۀ اوربل کې ګرزوينه
ګلابه رب خودې خزان کړه
چې بلبلا دې بېنواشړلي دينه
ګلابه رنګ دې ښايسته دی
ځکه دنجونه پۀ خيالي اوربل کې ږدينه
ګلان بې خاره نۀ لوېږي
زمالالی بۀ پاتې نۀ شي بې غمونه
ګلان ترهغه سرکې نۀ ږدم
څومې جانان لۀ بنده خلاص نۀ شي مينه
ګلان خوډېر دي خدای دې ډېرکړي
ګل غاټول پسې سرتوره ووتمه
ګلان لۀ خاوروپيداکېږي
زمالالی ترګل نازک خاورولۀ ځينه
ګلان ديارلۀ مخې ټول کړه
ګل قندترې جوړکړه چې دې زړۀ خوشاله شينه
ګل خوپۀ خپل بدن عاشق ؤ
زماجانان يې وليدۀ وشرمېدنه
ګل خولۀ اصله بې وفادی
ځکه بورالۀ باغه ځي چيغې وهينه
ګل داصيل بوټي پۀ کاردی
کم اصل ګل کۀ بويوم ډک دي باغونه
ګل داوربل سره جوړېږي
راشه اوربل باندې کتارکړه سرۀ ګلونه
ګل دبوراسره جوړېږي
مناسب نۀ دی چې کارګان يې بويوينه
ګل دغاټول راڅخه ورک دی
پۀ پسرلي کې لټوم دښتي خوړونه
ګل دګلاب بوی دسنځلې
سيوری دولې څنګ دنجل مزه کوينه
ګل ګلاب بۀ څوک رانۀ کړي
دزېړوګلومې باغچې کرلي دينه
ګل ګلاب بۀ شرمنده شي
کۀ شاليلا پلولۀ مخه لرې کړي مينه
ګل دګلاب چې پۀ کې نۀ وي
دډمبرګلوډنډرڅله تاوومه
ګل دګلاب راڅخه ورک دی
باغوکې ګرځم هره ونه لټومه
ګل دګلاب مې درپېشکش کړ
لايق يې نۀ وي تارپۀ تار دې کړمينه
ګل دګلاب مې کورته دروړ
کۀ ته پوهېږې ديارۍ تمه دې کړمه
ګل دګلاب مې ډېرخوښېږي
جانان يې ځکه پۀ وربل کې راته ږدينه
ګل دلوی غرۀ پرپرښه شين دی
دغه رنګين مخ يې دلمرشغلې وهينه
ګل دليلا لۀ باغه يوسه
چې خوشبويي يې پرتمامې دېرې ځينه
ګل دې چې راکړپۀ خنداشوې
زۀ دې لۀ ګله پۀ خنداخوشاله شومه
ګل لاله ورنه شرمېږي
چې دې دسروشونډو غوټۍ ګلونه شينه
ګل مې پۀ لاس کې مړاوی کېږي
پردی وطن دی زۀ يې چاته ونيسمه
ګل مې پۀ لاس کې مړاوی کېږي
دپګړۍ ول دې سستوه پۀ کې ږدمه
ګل مې کارۀ ياراته ناست ؤ
چې ګل رالوی شوجانان تورې خاورې خورينه
ګل مې کرلی اوبويووړ
بيابۀ دسين پۀ غاړه نۀ کرم ګلونه
ګل مې کارۀ اغزي مې لوکړۀ
بيابۀ پۀ بده خاوره نۀ کرم ګلونه
ګل مې لۀ لاسه اوبويووړ
پۀ غم شريکه ياره نيسه ګودرونه
ګل مې دياره سره ښايي
مناسب نۀ دی چې موزيان يې بویوينه
ګلونه ډېردي پۀ دنياکې
ګلاب سرداردی چې يې نجونې بویوينه
ګلونه ډېردرسره راوړه
زۀ پۀ اوربل کې دګل ونې جوړومه
ګلونه ډېر دي خدای دې ډېرکړي
ګل غاټول پسې څوکۍ ته وختمه
ګلونه ژاړي مازيګردی
دباغه وځه دباغچووکړه سيلونه
ګلونه واړه بې وفادي
ځکه بلبل نارې وهي دملکه ځينه
ګلونه واړه دي دخاورو
يوپۀ چمن کې بل مې غېږ کې دی مينه
ګلونه واړه زېړګلونه
پيغمبرګل پسې ستوره ووتمه
ګلونه واړه ښۀ ګلونه
ګل غاټول پسې سيابند ته وختمه
ګلونه واړه ښايسته دي
دکجل ګل بۀ خپل اشنالره ساتمه
ګله خزان درباندې راشه
چې بېنوا دې بلبلان شړلي دينه
ګنهګاران پۀ سولۍ کېږي
مابې ګناه سولۍ ته ولې خېژوينه
ګوتې بنګړي ددنيادود دی
زۀ دنېستمنه ياره نۀ غواړم دودونه
ګوتې قلم ته پۀ ژړاشوې
خط بۀ باقي وي موږ بۀ تورې خاورې خورونه
ګوتې مې وې پۀ لاس مې نۀ کړې
دموزيګي پرخويندوراغلم تش لاسونه
ګوتې پۀ ګوته کې راووزه
لاس پۀ تندي کېږده چې ودې پېژنمه
ګودرته ځم راپسې راشه
ېوه شېبه بۀ دې پۀ ښۀ زړۀ ووينمه
ګودرته ځي پۀ مخه راغلې
ګيبي ګيبي پرتوګ دې لارنۀ راکوينه
ګودرته راغلې برابره
ياخولګۍ راکړه يا ګړی درماتومه
ګورستان سل ګزه کوهی دی
ځوانان کوزېږي دناکام پۀ تنابونه
ګوره چې ځان ته غره نۀ شې
دومره مين درباندې نۀ يم چې مړشمه
ګوره چې ځان درنه ورک نۀ شي
دونه مين درباندې نۀ يم چې مړشمه
ګوره چې ځان ته غره نۀ شې
کۀ تۀ چامبېل يې زۀ رامبېل خوشبويه يمه
ګوره چې واردې خطانۀ شي
عالم نېستۍ ته اړمونه ورکوينه
ګوره چې واردې خطانۀ شي
دګلوڅانګه دې پۀ سرولاړه يمه
ګوره دزړۀ برجونه ټينګ کړه
دزړۀ پۀ سرکې مې ګولۍ ولاړې دينه
ګورئ دوينوسېلاب راغی
مابۀ لاهوکړي دبېلتون پۀ ګردابونه
ګيله لۀ مامه کړه جانانه
ګيله لۀ خپل زړګي کوه چې ټول دکنه
ګيله دخپلو ځنې کېږي
لۀ بېګانه ؤ بۀ څوک څۀ ګيله کوينه
ګل بۀ لۀ څنګه جلانۀ کړم
ګل بۀ ريبارته پۀ لاس ورکړم
ګلان تازه پۀ پسرلي شول
بورادخپل زړۀ پۀ مطلب ورسېدنه
ګلان دياردې باغ مزه کا
دانورګلان خودشړشم پۀ شان دينه
ګلان دې ټول لۀ تاقربان شي
تۀ کشمالی يې نور سلام درته کوينه
ګل چې بلبل ته هوسېږي
بلب بۀ ولې پۀ ګل مينه نۀ کوينه
ګل مې دوصل اوبۀ غواړي
زۀ دهجران لۀ بحره څۀ برخه ورکړمه
ګل يې ټومبلی پۀ اوربل کې

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ل
ل پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ل

لاټين رڼاکړه ديدن وکړه
بياخوبۀ وايې چې ماخوب ليدلی ونه
لارې بۀ ټولې زۀ جاروکړم
دجانان لاربۀ پۀ باڼوجاروکومه
لاړم دلوړې غونډۍ سرته
سترګو مې ښکارکړ زړۀ مې غم راټولونه
لاس بۀ دې وتړم پۀ زلفو
پۀ لونګين بۀ دې وهم چې مړدې کړمه
لاس بۀ دې ځان ته پرې نۀ ږدم
دمسافراشناپرپت ولاړه يمه
لاس بۀ دې غاړې ته پرې نۀ ږدم
کۀ تش ديدن مينه کړې پرې رضايمه
لاس بۀ دې غاړې ته پرې نۀ ږدم
زۀ امانته خپل اشنا پرې اېښې يمه
لاس بۀ زۀ وانۀ خلم لۀ عشقه
کۀ ناصحان راته تمام کړي کتابونه
لاس بۀ وانۀ خلم څوژوندی يم
يابۀ دې خپل کړم يابۀ تورې خاورې خورمه
لاس پرنامۀ ورته ولاړيم
چې دې ليلاقاصد بۀ څۀ وايي حالونه
لاس پرتندي درته ولاړيم
سلام مې واخله زۀ پردېس راغلی يمه
لاس پۀ سينه درته ولاړيم
سلام مې واخله زۀ پردېس راغل يمه
لاس پرتندي درته ولاړيم
زۀ سلامي لۀ يوسف زو راغلی يمه
لاس پۀ لستوڼې کې راتېرکړه
پۀ کندهارواناروووهه لاسونه
لاس پۀ ولاړې راچاپېرکه
ترکېناستوګوره رب څۀ راپېښوينه
لاس خومې تور مخ مې پرې تورشو
اوس دې توبې دسمال پۀ لاس مخ پاکومه
لاس دې پۀ لاس رخصت دې راکړ
دالاس نيوی بۀ دې ترډېرې يادومه
لاس دې زما پۀ لاس کې کېږده
دجداي خبرې پرېږده زړۀ مې چوينه
لاس دې دزنې لاندې مه ږده
ستابۀ عادت وي مابۀ ورک کړې لۀ وطنه
لاس دې دزنې لاندې مه ږده
ستابۀ دستوروي مابۀ ورک کړې لۀ وطنه
لاس دې لستوڼي کې ښکاره شو
لکه ښامار چې خولۀ کې مارنيولی وينه
لاس دې پرسرۀ لستوڼي کېږده
تاخودسرۀ لستوڼي ډېر کړل ارمانونه
لاس مې پرغاړه راچاپېرکړه
نرۍ نرۍ خبرې کړه چې خوندکوينه
لاس مې چندړوته ورتېرشو
هرڅۀ مې هېرشوماردزلفووخوړمه
لاس مې ترشاوتړئ دواړه
پۀ خپل اشناپسې مې وشړئ چې ځمۀ
لاس مې تړي مرګ ته مې بيايي
پرې خفه نۀ يم ځکه ستاپۀ تورکې ځمه
لاس مې تړي بندي مې بيايي
خفه پرې نۀ يم خپل جانان بۀ ووينمه
لاس مې دزړۀ پۀ وينوسوردی
خلکوته وايم مانکريزې اېښي دينه
لالی پۀ خپله مينه کاندي
خلک يوازي ماپۀ مينه ګرموينه
لالی جدالۀ نوروخښ کړئ
چې هرسباسپينه سينه پرې غوړومه
لالی زمازۀ دلالي يم
کۀ مې پۀ خولۀ کې ژبه غواړي وربۀ يې کړمه
لاليه تاکې ګنانۀ شته
لېونۍ زۀ وم چې پرتامينه شومه
لاليه راشه چې خولۀ درکړم
زموږ پۀ کلي کې مرګوده مړبۀ شمه
لاليه سرپروطن کېږده
چې دهمزولولۀ پېغوره خلاصه شمه
لاليه ملاتړه غيرت کړه
پۀ کور اوکلي دښمنان راوخاتنه
لباس دې شته اخلاص دې نۀ شته
تاسره شان داشنايۍ نۀ شته مينه
لباسي ياره رنګ دې ورک شه
مااخلاصي صورت پۀ تاوشرماونه
لحد مې ټول پۀ وينوسورشو
دبېلتانۀ پۀ چاړۀ غوڅ راغلی يمه
لحد مې خودپۀ وينو سوردی
پۀ زړۀ زخمي ديار لۀ غمه تللی يمه
لحد مې سم ورسره جوړ کړئ
زۀ مروراشناپۀ مرګ پخلاکومه
لږدانصاف پۀ نظرګوره
دمينې وروره بيابۀ وکړې ارماندونه
لږ شان ته کم شه ديارغمه
داکله کله اباسين کمی کوينه
لږ مخامخ شه راته کېنه
زۀ ددنيالۀ ژونده تاوېستلی يمه
لښکر دزلفويې مخ ونيو
ياټوله وژني يادزړوتاراج کوينه
لعل وګوهر پۀ کې راوځي
ځکه درياب کې مرجوڼا غوټې وهينه
لقمان حکيم دزمانې وم
نېستۍ ناپوه کړم درپۀ در مې ګرځوينه
لکه چې زۀ پرتامين يم
داسې دې پټه ياري ستاراسره وينه
لکه چې زۀ هسې مې ياروی
زمابۀ رنګ داتشي ګلابوونه
لکه چې ن مازيګرتېرشو
داسې تېرېږي ياره ستالېونۍ مينه
لکه داپاس اسمان چې شين دی
داسې مې زړۀ درپسې شين دی وبۀ مرمه
لکه داښکته چې اوبۀ ځي
داسې مې زړۀ درپسې تلو راستون مې کنه
لکه دتوت دونې پاڼې
دومره ګيلې زماپۀ زړۀ کې درته دينه
لکه دزرکې سرې دې نوکې
دزلفوڅوکې دې پۀ جېب کې ګرځومه
لکه دګلوډکه څانګه
زۀ داشناپرلورکږه ولاړه يمه
لکه دمچ منګولې مروړم
تېرشوی وخت بۀ کله بياکله راځينه
لکه چې واوره ويلي کېږي
دجانان تن مې داسې تن اوبۀ کوينه
لکه ديارپۀ مخ کې پاڼه
هسې نېستۍ زۀ پۀ هوااخستی يمه
لکه ديار ګل رنګې سترګې
نارې مې ورته ډېرې وکړې نۀ راځينه
لکه غوټۍ پۀ خنداراغلې
دومره خوشال شوم لکه ګل پۀ پرخه وينه
لکه کاکل بۀ پرېشان شې
ډېرمې کږو زلفوته مه ګوره مينه
لکه منصورپرسردداروی
رانه جدادمينې يارنۀ وی مينه
لمده خيشته مخې ته راغله
لکه بلبله چې باران وهلې وينه
لمبې دسترګودرته نيسم
چې پۀ لمدوغوښودې اورولګومه
لمراوسپوږمۍ بۀ يوځای نۀ شي
نۀ بۀ زمادجانان وشي دیدنونه
لمرخوپۀ سرراغی غرمه شوه
ورځ مې کږه شوه ليلاخولۀ نۀ راکوينه
لمرمې دياردمخ مثال دی
سپوږمۍ دياردمخ مثال کله راوړينه
لمونځ چې قضاشي بيااداشي
نۀ اداکېږي قضاشوي ديدنونه
لمونځ چې قضاشي بيااداشي
قضايې مه کړې دمينوديدنونه
لنډ پۀ لنډوراشه جانانه
څوپۀ اوږدولارو راځې ماښام بۀ وينه
لنډۍ بۀ وارپۀ وارسره وايو
ماله بې واره لنډۍ خوندنۀ راکوينه
لنډۍ دي ډېرې څوبې وايم
هرڅوچې وايم دزړۀ غم مې زياتوينه
لوټه راواخله سرپۀ کېږده
مسافري ده دلته نۀ شته بالښتونه
لوړه دې پوزه غټې سترګې
دواړه غومبوري دې ګلاب مزه کوينه
لوړه دې پزه غټې سترګې
دجنت حورې پۀ خالودې مين يمه
لوړې بنګلې دې کنډوالې شه
زمايادېږي دکېږديوشمالونه
لوړې نارې دزړۀ پۀ زورشي
زۀ دې دلوړونارو پرې ايستم مينه
لومبړه شپه اوورځ زمری دی
دواړه دعمرغوښې خوري هډيې پرېږدينه
لومړی مې نۀ ژړل اوس ژاړم
اشنامې بازدی دکارګانوپۀ سيل ځينه
لونګۍ دې واغوسته ويدۀ شوې
پرزړۀ دې نۀ شته ديارۍ سوي داغونه
لوی اوواړۀ ښځې نر واړه
زماپۀ غم کې رڼې اوښکې تويوينه
لۀ بېلتانۀ نه دې خبرنۀوم
ماويل دنيابۀ پرماتل اباده وينه
لۀ بېلتانۀ مې ګيله نۀ شته
کۀ دې پولادو کلا تاو لۀ ځانه کړمه
لۀ پاسه خړې اوبۀ راغلې
ته پورې خواته پاتې شولې جلا شونه
لۀ پاسه دوې جنازې راغلې
زماديارجنازه پېغلې نجونې وړينه
لۀ پاسه سره لستوڼې راغله
دبام پرسرورته پېريانو ونيومه
لۀ تورو څنګ مه کړه لاليه
ځوانان پرسروتورو ورځي نجونې ګټينه
لۀ تورو غرونو راپناشوم
ديدن خوګران دی تش پۀ نوم دې يادومه
لۀ تورو غرونوراپناشوم
نااشناوطن دی څوک دې نوم نۀ اخلي مينه
لۀ خيل مين بۀ بېزارنۀ شم
مال اوسر دواړه دې قربان ترمين شينه
لۀ خپله حاله خبرنۀ يم
چې بۀ مې تن دکوم وطن خاوروله ځينه
لۀ خپله ځانه مې اورواخست
لکه نشتردسلوکالو ايره شومه
لۀ خپله لاسه مې پرې مړکړې
چې ډزې وشوې زۀ پۀ بام دروختمه
لۀ خولې مې اه ورپسې لاړشي
چې نازنين دلبرپۀ زړۀ کې رايادشينه
لۀ خولې مې روددوينوراغی
ستادهجران غشوپۀ زړۀ ويشتلی يمه
لۀ دې خبرې بۀ وانۀ وړم
کۀ دچړوپۀ سرکې نوکې نوکې شمه
لۀ ځانه زيات پۀ مامين دی
لۀ داسې ياره بۀ زۀ څنګه توبه کړمه
لۀ دې نه لاوړوکی ښۀ وم
دجينکوسره بۀ يوځای ګرځېدمه
لۀ دې بله سخته نۀ شته
چې زۀ ولاړيم اشناغواړي رخصتونه
لۀ سپينې توري نه دې ترپلود
پربېګانۍ درکړې خولۀ پېښمانه يمه
لۀ زړۀ مې وينې راجداشي
چې دې نيم کښه تېغ دسترګوووينمه
لۀ دې وطنه بۀ دې ورک کړم
زۀ پۀ يونيم سلايي سترګې تورومه
لۀ زړۀ مې وينې دارې کاندي
پۀ کريچ دوروځودلربا وهلی يمه
لۀ ډاره حال ويلی نۀ شم
لکه خولۀ پټی تنور بلې لمبې خورمه
لۀ ښکې رامه شې غنم لوه
پۀ بخملي ګوتوبۀ وږي ټولومه
لۀ ښکې نه سم پۀ چينه راشه
لکه ويشتلې زرکه ځان ته ناسته يمه
لۀ سرنه تېرشه کۀ ماغواړې
منصورته ګوره اناالحق نارې وهينه
لۀ عاشقۍ نه امان غواړئ
دزړۀ پۀ وينوسړی ټول ولمبوينه
لۀ قدرتوڅخه دې ځارشم
چې ګل پيداشي خزان سم ورسره وينه
لۀ قندخوږې راباندې لږي
چې څوک خبرې داشناراته کوينه
لۀ مانه غم اول پيداؤ
چې زۀ پيداشوم نوپۀ تامينه شومه
لۀ مانه څۀ ګناده شوې
چې راکوې دزړۀ پرسرسوي داغونه
لۀ لرې مرم لۀ نژدې سوځم
زۀ لېونی طاقت ددواړونۀ لرمه
لۀ مانه تۀ ښۀ يې منګيه
چې شاليلادې پۀ سروګوتوډکوينه
لۀ مانه ولې لرې ګرځې
مادې دمينې ګل پۀ زړۀ کرلي دينه
لۀ نژدې نۀ درځم ډارېږم
دالرې لرې نندارې بۀ دې کومه
ليک مې کاوۀ قلم مې مات شو
داشنانوم رانه نيمګړی پاتې شونه
ليلا پۀ باغ کې مسته ګرځي
ټيکری يې نۀ شته مخ پۀ پاڼوپټوينه
ليلاپۀ باغ کې کالي مينځي
سپينه سينه يې دباغوشمال وهينه
ليلاپۀ باغ کې الوچې خوري
داسورپېزوان يې نرۍ لښتې ماتوينه
ليلاپۀ جام کې اوبۀ راکړه
زۀ تږی نۀ يمه ستاحال معلومومه
ليلا خبره يې کۀ نۀ يې
ياردې ملګری لټوي پۀ سفرځينه
ليلا دباغ لۀ لورې راغله
دګلاب ګل پاڼه پۀ خولۀ شونډې ځبېښينه
ليلا دحسن پۀ خيال راغله
خاونده خيرکړې لېونی نۀ شم مينه
ليلا کوچې ده کوچ يې کړی
مايې خالي انګړته وکړل سلامونه
ليلالۀ نازه لېونۍ شوه
پۀ غاړه اخلي دمينوازارونه
لېمۀ بۀ دواړه ورته فرش کړم
کۀ مې بې نيازه اشناراوړي ديدنونه
لېونۍ لاړه کلی چول شو
څنګه بۀ پۀ چول کلي کې شپې سباکومه
لاس پۀ سلام ورته ولاړوم
پۀ ځان مغروره دچانۀ اخلي سلامونه
لرګی خونۀ يم چې لمبه شم
زۀ بنيادم يم غوښې ورو،ورو تويومه
لکه چې زۀ پۀ تامين يم
داسې دې پټه ياري ستاراسره وينه
لۀ پاسه راشې غنم لوه
چې يارمې لوکړي زۀ بۀ وږي ټولومه
لۀ تورکاکله دې خبرشوم
غوڅ پۀ ځيګرشوم چې ډمه يې بېلوينه
ليلا پلولۀ مخه واخست
داسپينې خولې ته مې شونډان ورولوېدنه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
م
م پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
م

مااټيران پۀ لاس کې واخله
پرمااټه کړه داوږدوزلفوتارونه
مااعتبارکړ ځان مې خوارکړ
بې وفايارپۀ غم کې ډوبه پرېښودمه
مابۀ پېزوان کې اوبۀ دروړی
پېزوان سوری دی اوبۀ لارې لارې ځينه
مابۀ داستاکره وژني
غولی جاروکړه چې پۀ شړک مې وينې ځينه
مابۀ داستاخولۍ چکن کړی
دموره يويې نظري بۀ شې مينه
مابۀ داستاپۀ سرحلال کړي
لکه سېرلی چې پۀ رنځورحلالوينه
مابۀ دغاړې لونګين کړی
خلک بۀ وايي يارپۀ غاړه ګرځوينه
مابۀ سيلۍ ته کاغذ ورکړ
سيلۍ پۀ کاڼوبوټوځي وبۀ يې شکوينه
مابۀ دې غم پۀ بل غلط کړی
ولې ثاني دې پۀ جهان کې نۀ وينمه
مابۀ ويل باوردې نۀ کړ
داشنايي خبرې ګرانې دي مينه
مابۀ وی غږ درپسې کړی
زۀ دې لۀ توروسترګو ډېر وشرمېدمه
مابۀ ويل چې بېلتون شته دی
کم عقل ياربۀ راته شين پۀ خنداشونه
ماپرسينه غاټول کرلي
چې ګلان وکړي ياربۀ يې هله بويوينه
ماپرسينه لونګ کرلي
کۀ وخت دلوشوتابۀ راولم مينه
ماپرګودردنجون خښ کړئ
ګوندې ملاله پرماکېږدي قدمونه
ماپۀ تدبيرکې عمرتېرکړ
تقديرراوران کړل دتدبيربسته بارونه
ماپۀتومت ګټلې ياره
تومت زماشوياردنوروشوې مينه
ما پۀ دنياښادي ونۀ کړه
پۀ اخرت بۀ درنه غواړم ديدارونه
ماپۀ نصوح توبه ترې کښلې
چې خال تازه کړې پۀ توبه وروخېژمه
ماپۀ نېستۍ کږلی نۀ يې
ځان دې پۀ خپله دبل ملک مسافرکنه
ماترخيالي مينه ځارکړې
چې کشمالې يې پاس پرڅڼواېښې دينه
ماتردې ښکلي چلم ځارکړې
چېرې بۀ ستړي لالي خولۀ پرې اېښې وينه
ماتصور دوصال وکړ
اوس مې تصديق دانفصال راغی مينه
ماتروړوکي ريبارځارکړې
پۀ ګنګوړه ژبه يې نۀ وپوهېدمه
ماته پۀ جمع دعاوکړئ
دزړۀ کښتۍ مې دغم بادنسکوروينه
ماتۀ پۀ څۀ نخروساتلې
تۀ دسهارپۀ ګړنګهارلاړې مينه
ماته پۀ خوب کې خنداراغله
چې دې نجلۍ پۀ مخ مې لاس ولګېدنه
ماته پۀ سترګواشارت کړه
دخولې خبرې غمازان راخبروينه
ماته پۀ سروزرومنظوردي
کۀ دجانان لۀ لاسه خاورې ايرې وينه
ماته پۀ غټوسترګوګوره
زۀ دنيالۀ ژونده تايستلی يمه
ماته پۀ لپه اوبۀ راکړه
زۀ تږی نۀ يمه ستانيت معلومومه
ماته پۀ لپه اوبۀ راکړه
چې پۀ پستولاسودې خولۀ ولګومه
ماته پۀ هرساعت کې ياده
دغم لۀ باده دې خدای تل ساته مينه
ماته ترې خپله برخه راکړه
تابۀ دصبرخزانه موندلې وينه
ماته چې ستاديدن رايادشي
ګلاس پۀ لاس منګي ته تږی ودرېږمه
ماته دحسن زکات راکړه
زۀ مسافرکچکول پۀ لاس راغلی يمه
ماته دزرونتکۍ راوړه
تۀ کۀ شړۍ پرسرکوې څۀ دې کومه
ماته دزړۀ لۀ سره ګران يې
کۀ وي دروغ زۀ دې مختورې خدای ته شمه
ماته دسترګوپۀ جنګ راشه
کۀ دې زۀ پړه کړم سپينه خولۀ بۀ درکومه
ماته دسترګوتاوان راکړه
چې تۀ نوکروې مابۀ لارې ته کاتنه
ماته دسوري ګلان راوړه
زۀ پۀ اوربل کې دګل بوټی جوړومه
ماته دسوري ګلان راوړه
داددامان ګلونه لمروهلي دينه
ماته دقندپۀ شانې ښکاري
کۀ مې ديارلۀ لاسه زهرګنډېروينه
ماته ديارديدن مشکل شو
ناچاره هجرتېروم وصل پرېږدمه
ماته ديارکوڅه ګلزارده
زۀ دجهان پۀ ګلزارڅۀ غرض لرمه
ماته دې دومره ديدن بس دی
چې پۀ کوڅه کې يوګړی پېښ شو مينه
ماته دګل پۀ لاس کې راکړ
زۀ بۀ ګل ساتم کۀ بۀ ستاديدن کومه
ماته دې نيمه طلاراکړه
زۀ يې چارګل کړم کۀ دټيک واړۀ مېخونه
ماته دې لږې شپې وعده کړې
مياشتې دې تېرې شوې کلونه دې شمېرمه
ماته ځولۍ ګلونه راوړه
زۀ دوربل دپاسه چترجوړومه
ماته قلم مشوڼۍ راوړه
ديارصفت دزړۀ پۀ سرووينوليکمه
ماته لاچي لونګين راوړه
زۀ بۀ پرې څۀ شم بوی بۀ يې تالره درځينه
ماته لۀ لرې پۀ خنداشه
چې خطرې مې لۀ زړۀ لرې شي مينه
ماته مې خپل نصيب معلوم دی
زۀ يې پۀ بازپسې لېږم ټپوس راوړينه
ماته نرۍ سلايي راوړه
زۀ ستالپاره نرۍ سترګې تورومه
ماته وړوکی پېزوان جوړکه
چې زۀ اوبۀ څکم دی لامبوراته وهينه
ماته يوه خبره وکړه
چې لېونی درپسې نۀ ګرځم مينه
ماته يې هېڅ ويلي نۀ دي
داستاپېغوريې راکاوۀ وژړېدمه
ماجدايي ليدلې نۀ وه
نن چې جانان راڅخه بېل شووبۀ مرمه
ماچې داستاياري کوله
مادسپين لاستوچړو مرګ پۀ خوب ليدنه
ماچې داستاياري کوله
لۀ خپله سره مې وختي دنګلي وونه
ماچې داستاياري کوله
ارزومې داوه چې لۀ غمه خلاصه شمه
ماچې داستاياري کوله
کم اصل نۀ وم چې مې ځان اصيلاونه
ماچې ويل هغه دې نۀ کړل
اوس بۀ محتاجه لی پۀ لی ګرځې مينه
ماچېرې غم لیدلی نۀ ؤ
اوس مې پټی شوکروندې پۀ کې کومه
ماخوبۀ بادته کاغذ ورکړی
باد بې وفادی دچانۀ وړي کاغذونه
ماخوبۀ تاته څوک درنۀ کړي
زړګی دې ولې ځوروې دځان دښمنه
ماخوبۀ خولۀ درکړې نۀ وی
سرتورولاړ وې دازاره دې وېرېدمه
ماخوبۀ داويلي نۀ ؤ
زۀ دې ژوندۍ يم تادې تورې خاورې خورينه
ماخوبۀ ستاپۀ غېږکې وژني
جامې دې غونډې کړه چې رنګ نۀ شي مينه
ماخوبېلتون ليدلی نۀ ؤ
لکه دسبرونه پورته لوړېدمه
ماخوترهغه مجلس ځارکړې
چې مې جانان پۀ کې خوږې کيسې کوينه
ماخودګل ياري کوله
خبرنۀ وم چې خزان بۀ يې رژوينه
ماخولا ګل بوی کړی نۀ ؤ
خزان لوټګرراته تالاکړل سرۀ ګلونه
ماخوويل چې ياري نۀ کړم
جانان جرګې راپسې کړې چې ياري کړمه
ماخوويل کابل ته مه ځه
مڼې خوږې دي مابۀ هېره کړې مينه
ماخوياري کله کوله
دسورسالولاندې دې وکړۀ سلامونه
مادازل برخې نه ځارکړې
ماته دروغ ښکاره کېدۀ خورښتياشونه
ماداسمان دمخ ورېځ کړې
چې دجانان پۀ سينه پشم اورومه
ماداسمان سپينه سپوږمۍ کړې
چې دجانان پرکېږدۍ تل ولاړه يمه
ماداشنادکټ بازوکړې
چې پۀ اړخ واوړي لاس پۀ ماراواچوينه
ماداشنادچلم نل کړې
چې هرساعت جانان خولګۍ راباندې ږدينه
ماداشنا دچلم دود کړې
چې دجانان دزړۀ پۀ حال خبره شمه
ماداشناکوڅې ته بوځئ
چې  دکوڅې خاورې رانجۀ دسترګوکړمه
مادبازانوياري کړې
داټپوسان دې راته نۀ وهي څانګونه
مادبېلتون کوڅې ته بوزئ
چې دبې ننګه جانان سترګې نۀ وينمه
مادجانان بشرونۀ ليد
کۀ زۀ هرڅوپردنياډېروګرځېدمه
مادچلم لۀ دروې ځارکړې
چې جانان اېښي پرې کاږۀ واږۀ برېتونه
مادچلم نری لوګی کړې
چې داشنالۀ لړمانۀ چاپېره شمه
مادديدن ډېوه کړه بله
دبېلتانۀ لۀ باده څۀ خبره ومه
مادديدن خېمه وهلې
دبېلتانۀ خنجريې غوڅ کړل تنابونه
مادرته نۀ ويل شرمېدمه
دسرې نتکۍ سره پېزوان مزه کوينه
مادرته ويل چې پېغله وکړه
پېغله ګنی دی بندپۀ بندمزه کوينه
مادرته ويل نۀ دې منله
خاورې ايرې شوې اوس دې بادراپسې وړينه
مادرته ويل وطن ته مه ځه
وطن شيرين دی مابۀ هېره کړې مينه
مادرته ويل څوک بۀ دې مړکا
لۀ زرزري خولۍ دې ټيټ کړه تاويزونه
مادرته ويل پوره بۀ يې نۀ کړې
ديارنې خبرې ګرانې دي مينه
مادرته وخندل تاشاکړه
بيابۀ ونۀ خاندم کۀ مړه لۀ مينې شمه
مادرته ويل نوکري مه کړه
ترخدای مې ځارکړې اوس رخصت نۀ درکوينه
مادرته ويل چې مابۀ مړه کړې
پۀ چړوپړنګه خولۀ مې وګوره مينه
مادسفرڅپلۍ پۀ پښوکړې
دزېړوګلوباغ پرخدای سپارم مينه
مادسينې ګلزارته کوزکړه
نۀ بۀ ورانی کړم نۀ بۀ ګل ترې شوکومه
مادسينې باغچې ته پرېږده
نۀ بۀ ورانی کړم نۀ بۀ څانګې ماتومه
مادشمشادلښته ګڼلې
دجرلک ځوزوې زمازړۀ دې زخمي کنه
مادعاشق دزړۀ نه ځارکړې
چې تمامي عمرپۀ صبرتېروينه
مادعلاج پوښتنه نۀ کړه
ځکه چې تامې پرزړۀ اېښي ؤداغونه
مادکوچۍ ترعمره ځارکړې
پۀ زېړوګلوکې بۀ مراندې ټينګوينه
مادګړنګ پۀ منځ کې ګل کړې
چې مال مې نۀ خوري ښۀ ځوانان مې بويوينه
مادليلادسرمنګی کړې
چې پرسينه مې کشوي سرته مې وړينه
مادميرزاجانان قلم کړې
چې شپه اوورځ مې پۀ خپل جېب کې ګرځوينه
مادميرزاجانانه ځارکړې
چې لۀ قلم نه مرغلرې تويوينه
مادمين دتن کفن کړې
چې پۀ يوۀ لحدکې دواړه خاورې شونه
مادنجلۍ دسرګلاب کړې
چې پاڼه پاڼۀ يې ګرېوان کې تويه شمه
مادنجلۍ دسرسالوکړې
چې نری بادشي ماسينې ته ټولوينه
مادنصيبه تيښته وکړه
نصيب زمادلارې مل راسره ځينه
مادوصال خېمه کړه جګه
بېلتانۀ ظالم يې پرې کړل تنابونه
مادوصال شمعه کړه بله
زۀ دهجران لۀ باده څۀ خبره ومه
مادوصال کيسې کولې
دبېلتانۀ څپېړه راغله چوپ يې کړمه
مادوطن ترخاوروځارکړې
دچنارڅانګويې لونګ نيولي دينه
مادهغوخلکونه ځارکړې
چې دماښام پۀ مړۍ اوښکې تويوينه
مادهجران تاوونه تېرکړۀ
دسروغارمودمزل څۀ پروالرمه
ماديارغم ليدلی نۀ ؤ
لکه دسبرونه پورته ختمه
ماديارغم ليدلی نۀ ؤ
لکه نښترپۀ لويوغروکې لويېدمه
ماديارهېڅ ليدلي نۀ دي
خوشې تومت يې پرسرپېټی ګرځومه
مادې اوږدې لارې څارلې
زۀ دې دلنډولارو څۀ خبره ومه
مادې رب ستاپۀ نوم زړه کړي
کۀ بۀ دبل تمه لرم خاورې دې شمه
مادې وچت کنډوله يوسئ
کۀ چېرې بادداشناوي روغه بۀ شمه
ماران دزلفودې خپارۀ کړل
دزلموزړونه ګيرچاپېرراګيروينه
مارچاپرکټ ليدلی نۀ دی
زۀ پاس پرکټ دزلفومارخوړلی يمه
مازيګرپېغلې ښې اغلې
منګی پۀ ولودګودرغاړې ته ځينه
مازيګرچېرته وې لوی مه شې
خورې ورې زلفې پربام ولاړه ومه
مازيګرښۀ دی ديدن کېږي
بده غرمه ده ليلاکور کوي خوبونه
مازيګرښۀ دی سوال قبلېږي
ورونوزماپۀ حق کې پورته کړئ لاسونه
مازيګرچېرې وې چې نۀ وې
دسپينې خولې وېش مې کاوۀ پۀ ډک جامونه
مازيګرکورماښام پرلارې
دماسخوتن پيره پرماراوړوه مينه
مازيګرمه کړې لويه خدايه
ېوه شېبه يې خوشالي بيايې غمونه
مازيګری چې پرې جوړېږي
خدايه ودان لرې دچټومالتونه
ماسيېلنی ورته لوګی کړ
يارمې دتوروپۀ ميدان کې لوبېدنه
ماسپېلني ورته لوګی کړل
خيالي ځلموپۀ تورومات کړل سنګرونه
ماسره خپل غمونه ډېردي
ماته پۀ لويه لارکې مه ژاړه مينه
ماسره خپل غمونه ډېر ؤ
ستاراسره شوهواګيريې واخستمه
ماسره سم ګودرته لاړشه
منګي مې دوه دي نرۍ ملامې ماتوينه
ماسره وکړه قسمونه
کۀ نازولې مې ساتې درسره ځمه
ماسره سرپۀ بالښت مه ږده
دتوروزلفوبۀ زندۍ درواچومه
ما يې سلام لۀ کبره نۀ اخست
اوس يې ژړاپۀ تش ديدن پسې کومه
ماشينکی خال پرزنه سورکړ
داشنالارې بۀ څارم چې رابۀ شينه
ماښام تيارۀ راباندې راغله
سپي غمازان مې دياردرته نۀ پرېږدينه
مالاګلاب بوی کړی نۀ دی
خزانه ولې رژوې سمسورګلونه
ماله خنداکې خولګۍ راکړه
غمجن زړګی مې سودپۀ بل څۀ نۀ کوينه
ماله دسته ګلونه راوړه
زۀ دوربل دپاسه چترجوړومه
ماله دشونډوشربت راکړه
دبېلتانۀ پۀ سفرځم تږی بۀ شمه
ماله دمينې وعده راکړه
پۀ شکرانه کې بۀ خولګۍ زۀ درکومه
مالۀ واړۀ ريباره ځارکړې
هره خبره دوه ځلې راته کوينه
مالۀ هغه ريباره ځارکړې
چې هرګړی راته راوړي ديارحالونه
مامې ديارتختې ته بوزئ
دزړۀ پۀ وينوورته غسل ورکومه
مامې همزولی هلک يارکړ
کۀ نېستي راغله پۀ خندابۀ يې تېرومه
مانه دې خوږ اشناجداکړ
دژبې سره پۀ چاکودې غوڅومه
مانه دې خوږ اشناجداکړ
دتناردسربرغولی شي بېلتونه
ماوفادارجانان ګڼلې
تۀ خولنډۍ وې منځ دې ډک لۀ زهروونه
ماويل خبربۀ زمااخلې
بې نيازه ياره بې وفادې هېره کړمه
ماويل زۀ بۀ درته ژاړم
ترمادمخه اوښکې ستاپرمخ راځينه
ماويل پۀ منډه بۀ ترې خلاص شم
بېلتون دسيوري پۀ شان سم راپسې ځينه
ماويل بسم الله زلزله ده
زلزله نۀ ده ديارغم مې خوځوينه
ماويل ځان ته بۀ زمايې
داخترټال يې هرسړی دې زنګوينه
ماويل دغمه بۀ دې مړه شم
مرګ پۀ نېټه دی دروغجنه شوم مينه
ماويل ويشتلی بۀ مې نۀ يې
تۀ چې ساړۀ اوسېلي کړې رښتيابۀ وينه
مايې دزنې خال ليدلی
ځکه يې مورته دودسته سلام کومه
مايې دغاښوننداره کړه
چټې ورواچول دسرو شونډوکلپونه
مايې دورورترسترګو ځارکړې
کاږۀ باڼۀ يې خپلې خورته ورته دينه
مايې لاخال ليدلی نۀ ؤ
وربل يې بېل کړخال يې شين وځلېدنه
مايې لۀ هرقدم نه ځارکړې
مادريبارمنت کاوۀ راغی پۀ خپله
مبارکي څله راکړه
زۀ زوړاشناپۀ نوي کله بدلومه
مبارکي راکړئ عالمه
دتومتوسره يارقبوله کړمه
مباکي راکړئ عالمه
جانان لۀ جنګه ډېربنديان راوستي دينه
مبارکي راکړئ عالمه
ماهغه يارچې ياداوۀ نصيب مې شونه
مبارکي راکړئ عالمه
چې پرې مين وم ترې چاپېرمې کړل لاسونه
مبارکي راکړئ عالمه
دشيرين يارقاصد مې بياراوړل حالونه
مبارکي راکړئ عالمه
پردېس جانان مې پۀ خيرراغی مينه
مبارکي راکړئ عالمه
دمسافراشنامې راغلل سلامونه
مجنون اول کې مجنون نۀ ؤ
چې پۀ ليلاباندې مين شومجنون شونه
مجنون پۀ دښت کې پۀ ژړاشو
مسته ليلا بۀ مې کوم وطن کې وينه
محبوباټوله ده بې نيازه
زماقبوله کۀ پۀ عشق مې قبلوينه
محبوباولاړه پۀ زارۍ شوم
دډېره غمه سودايي ورپسې شومه
مخامخ کېنه راته ګوره
مادې دسترګوارمانونه کړي دينه
مخامخ مه راخېژه لمره
خت مې ديارپۀ خولولونددی وچ بۀ شينه
مخامخ مه راته درېږه
زړۀ مې نری دی اوس بۀ لاس درواچومه
مخامخ مه درېږه ياره
سترګې ګولۍ دي پۀ ټټرويشتل کوينه
مخ بۀ يې دوړاړه طرف توروي
چې دقلم پۀ شان دوه ژبې لرينه
مخ پورته ځمه ښکته ګورم
مسلمانانودزړۀ سرمې پاتې شونه
مخ پۀ قبله لاړې بلبلې
پۀ څلورمه مياشت بۀ راوړې زېړګلونه
مخ پۀ قبله سرتورولاړوم
قبول مې نۀ شول دديدن سوي سوالونه
مخ پۀ لاسوکله پټېږي
بانه مې داده دوه لاسي سلام کومه
مخ پۀ مړوندکله پټېږي
زۀ پۀ شيرين اشناخپل قدرزياتومه
مخ پۀ مړوندکله پټېږي
نازمنه ياره سلامي ولاړه يمه
مخ پۀ مړوندکله پټېږي
بې نيازه ياره سلامي ولاړه يمه
مخ ته دې سم کتلی نۀ شم
ستادنتکۍ ډنډرمې سترګې برېښوينه
مخ ته دې سم کتلی نۀ شم
لکه دلمرشغلې چې سترګې برېښوينه
مخ ته دې غټ کتلی نۀ شم
دبېلتانۀ سيلۍ مۍ سترګې ړندوينه
مخ ته دې ګورم ژړاراشي
چې پرې زنګېږي دپردي وطن ګلونه
مخ ته دې ګورم ژړاراشي
تاثيريې دادی چې مين درباندې يمه
مخ ته دې ګورم ژړاراشي
پرون تازه وې نن دې مړاوي دي خالونه
مخ ته کاتۀ دې ناروادي
ماته روادي چې مين درباندې يمه
مخ ته مې مه ګوره کافرشوې
زۀ مسافراشناپۀ خدای سپارلې يمه
مخ ته مې غوړې څڼې راغله
زۀ پۀ ايستلې توبه بياپېښمانه شومه
مخ ته مې غونډه غونډه ګرځې
نۀ راته ګورې زۀ مين دسترګويمه
مخ ته مې واچول لاسونه
وربل مې وران شوبيابۀ نۀ شي ولونه ولونه
مخ خودې سپين دی مه پرې ژاړه
دبېلتانۀ اوښکې ترخې دي توربۀ يې کينه
مخ خودې سپين خال پۀ کې شين دی
خندادې سين دی عالمونه غرقوينه
مخ اسلام زلفې دې کفر
قادره خدايه زۀ دکفربندي شومه
مخ دې اسمان خالونه ستوري
سينه بخمل سترګې بادام رنځور دې کړمه
مخ دې اسمان خالونه ستوري
دادچارګل برېښنادې هښمې راولينه
مخ دې اسمان خالونه ستوري
داداسمان ستوري بۀ چاشمېرلي وينه
مخ داسمان خالونه ستوري
خندادبرق امېل دې واورې اوروينه
مخ دې اسمان زلفې دې ورېځې
لۀ توروربل څخه دې اوري بارانونه
مخ دې اسمان خالونه ستوري
اوږۍ دې مياشت پېزوان دې لمروخوت پۀ غرونه
مخ دې ايينه صورت ورېښمين دی
خندادې سين دی عالمونه غرقوينه
مخ دې بې خاله ښايسته دی
کۀ دې خال کېښودمابۀ ورک کړې لۀ وطنه
مخ دې بې خاله ښۀ ښکارېږي
پۀ غونډۍ زنه دې نورمه وهه خالونه
مخ دې پۀ اوښکوداسې لوند دی
لکه پۀ ګل وي ورېدلي شبنمونه
مخ دې پۀ سپين کې سرخي وايي
لکه پۀ سپين څادرکې پنډدګلووينه
مخ دې پۀ سپين کې سرخي وايي
لکه خاصه چې پرګلاب وغوړوينه
مخ دې پۀ سپين کې سورښکارېږي
لکه پانوس کې چې ډېوه رڼاکوينه
مخ دې پۀ توروزلفوپټ دی
داتوره شپه بۀ پۀ ماکله سباشينه
مخ دې ترتورميز راښکارېږي
لکه سپوږمۍ چې تراورووځي مينه
مخ دې تخته ده دعقيقو
خولۀ مشواڼۍ ژبه قلم ليکل کوينه
مخ دې ترګل لاتازه تر دی
ختلی لمر دی ماپۀ سترګوړندوينه
مخ دې جنت خوی دې دوزخ دی
زۀ پۀ دوزخ کې شپې جنت ته تېرومه
مخ دې څراغ پۀ شان بلېږي
زۀ دپتڼ پۀ شانې ځان پرې کړومه
مخ دې دپيربابازيارت دی
پلوکه لرې ملنګان راغلي دينه
مخ دې دپيربابازيارت دی
لۀ هرهملکه ملنګان ورته راځينه
مخ دې دپيربابازيارت دی
دسوات لۀ سره حاجتمندراغلي دينه
مخ دې دخدای لۀ نوره ډک دی
پۀ تلوراتلو دبوراستړي شول څانګونه
مخ دې دخدای لۀ نوره ډک دی
زۀ دثواب لپاره خولۀ ورباندې ږدمه
مخ دې دزېړوګلوباغ دی
ارمان مې دادی چې مې پرې نۀ کړې ګلونه
مخ دې دسروګلونوباغ دی
ماپرې بوراکه چې شبنم ترې ټولومه
مخ دې دسروګلوباغچه ده
دهروطن توتيان راځي ګل بويوينه
مخ دې دسپينوزروجام دی
زۀ بۀ اوبۀ دوصال کله پۀ کې څښمه
مخ دې دګل پۀ څېردی ښکلی
پۀ کشمالودې وربل څله ورانوينه
مخ دې راواړوه جانانه
پۀ اشارت دسترګوراکړه رخصتونه
مخ دې زيارت خال دې فقيردی
دانورې زلفې دې جنډې بادرپوينه
مخ دې سپوږمۍ ترغرۀ راهسکه
دادغم ورېځې ورته نيسي کنډوونه
مخ دې سپوږمۍ دڅوارلسمې
سترګې دې ستوري دسبارڼاکوينه
مخ دې فقط شکل رابع دی
پۀ نتيجه مې زړګی دړې وړې شونه

+ نوشته شده در  ساعت 23  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
م
م پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
مخ دقمرشغلې دلمرکا
پرچااخترکاڅوک دغم سوداکوينه
مخ دې کابل خولۀ دې خيبرده
دزنې خال دې اپرېدی داړې کوينه
مخ دې کتاب شونډې دپاڼې
داتورې زلفې دې حاشيې پرکښلې دينه
مخ دې کتاب شونډې دې پاڼې
پۀ ډېرکاتۀ مې ورته مات شوۀ زنګنونه
مخ دې کتاب شونډې دې پاڼې
دزنې سردبسم الله خولې ته راځينه
مخ دې کتاب شونډې دپاڼې
دپانشنبې پۀ ورځ شروع پۀ کې کومه
مخ دکتاب شونډې دپاڼې
دانرۍ ژبه دې قلم ليکل کوينه
مخ دې ګلاب سترګې دشمع
نۀ پرې پوهېږم چې پتڼ کۀ بورا شمه
مخ دې کعبه ديدن دې حج دی
دزنې سردې عرفات سوال پرې کومه
مخ دې ګلاب سترګې نرګس دي
ملال کتودې زۀ لۀ ژونده وايستمه
مخ دې ګلاب سترګې نرګس دي
داتوروزلفودې وربل وشرماونه
مخ دې ګلاب شونډې غوټۍ دي
دانرۍ ژبه دې پلته اورلګوينه
مخ دې ګلاب سترګې مشال دي
پۀ سردې شال دی نندارې له دې درځمه
مخ دې ګلاب خال دې څراغ دی
ځان ته حيران يم چې بلبل کۀ پتنګ شمه
مخ دې لۀ ګل نه ښايسته دی
ګلاب شرمېږي مخ پۀ پاڼوپټوينه
مخ دې ګلونه شرمنده کړل
نوردباغوګل بوټي نۀ نيسي مينه
مخ دې لۀ بامه راښکاره شو
ماويل سپوږمۍ دغرۀ پۀ سرشغلې وهينه
مخ دې ورق پۀ څۀ رونق دی
خال دې بيرغ دی دابروپرپيوندونه
مخ دې ېوه ېوه شغله کا
لکه زېړلمرچې مازيګرشغلې کوينه
مخ لۀ پلوه رابهرکړه
ستاپۀ ديدن پسې لۀ ښکې راغلی يمه
مخ لۀ نقابه راڅرګند کړه
لمرخودحسن دعوه کړي چې خجل شي مينه
مخ لۀ نقابه رابهرکړه
چې دخلوت زاهدان ټول پۀ فريادشينه
مخ مې ديارپۀ لاړولوند ؤ
ترمازيګره مخ ناولې ګرځېدمه
مخ مې کتاب زلفې حاشې ودي
يارمې طالب دی تماشې پۀ کې کوينه
مخلوقه کوم يوپۀ کې واخلم
مرګ اوبېلتون دواړه جوړه راغلي دينه
مخلوقه ماته ويسانۀ شته
اشناراغواړم چې يې موړپۀ ديدن کړمه
مخلوقه يار مې لېونی شو
زماخيالي وربل پرېږدي ډکې ته ځينه
مخې ته غوړې څڼې راغله
زۀ يې پۀ ايستلې توبه بياپېښمانه کړمه
مدام بۀ زۀ درسره نۀ يم
چې لۀ سرکوشونډودې رنګ لرې کومه
مدام دغم باران ورېږي
دخوشالۍ شېبه پۀ خوب کې نۀ وينمه
مرچل ته بې لۀ مانه مه ځه
مرچل سمه درسره ځمه مينه
مرچل ته ژرخېژه جانانه
مادې پۀ سرباندې اېښودې دي شرطونه
مرض دې ګران دی خپله ياره
مولادې مل شه طبيبان دې ستړي کړنه
مرض مې ګران دی طبيبانو
کله جوړېږم دمرګي سلګۍ وهمه
مرض مې ګران علاج اسان دی
پۀ تش ديدن دياررغېږم نۀ راځينه
مرګ مې پۀ تاباندې ليدۀ شي
ستايارانه اسانه وه ګرانه بۀ شينه
مرګ مې دخدای پۀ اراده دی
کۀ نه ستاسترګې مې هروختې قتلوينه
مرګی توپچي راپسې ګرځي
دانيمه خواصورت بۀ چېرې پټومه
مرګی خوښۀ دی پرده پوښ دی
بده نېستي ده چې ځوانان رسواکوينه
مرګی دغروپرسروراغی
دکمرۀ خواته پټېدم ويې ليدمه
مرګی دغروپۀ څوکوګرځي
دښوځوانانولويې وکړپۀ لورونه
مرګی دکوروورته راغی
ماويل سلام دی ده ويل کوردې ورانومه
مرګيه دومره صبروکه
يومې ځواني ده بل مې ډېر دي ارمانونه
مرګيه دومره صبروکړه
سړی دخپلوپردوغواړي رخصتونه
مرګی يواځې پۀ مانۀ دی
مرګی شمال دی هره ونه خوځوينه
مرورتۀ شوې ګرمه زۀ شوم
اوس دې راځي پۀ غم لړلي ځوابونه
مرورګرځم لويه خدايه
پۀ زړۀ ظالم اشنامې  نۀ پۀ خلاکوينه
مرورمه ځه بېرته راشه
کۀ ملامته يم ناغه بۀ درکومه
مروريار مې کۀ پۀ خلاشي
زۀ بۀ پۀ سروشونډوزارۍ ورته کومه
مروريارپۀ ګوتوراغی
زۀ دګلاب پشانې بياوغوړېدمه
مرهم راواخله ماله راشه
زۀ دې غوڅ کړی دهجران پۀ توره يمه
مړوند بالښت دی لويه خدايه
کۀ کبرجن اشناپرې سرولګوينه
مزې خوتاوکړې منګيه
دتوروربل مېرمن دې بياپۀ ولووړينه
مزې خوتاوکړې تاويزه
پۀ سينه پروت يې بويوې ښايسته ګلونه
مزې خوتاوکړې سپوږميه
درته پرتې دي سپينې خولې زېړپېزوانونه
مسافرته شوې ګرمه زۀ شوم
خويندودې وخوړم پۀ ډېرومنتونه
مسافرتۀ شوې خواره زۀ شوم
تاپۀ پردي وطن کې څۀ ليدلي دينه
مسافرتۀ شوې خواره زۀ شوم
خواره دې مورشه چې سفرته دې لېږينه
مسافرتلې درجګه نۀ شوم
اوس ارماني دې همېشه دديدن يمه
مسافرډلې ډلې راغلۀ
پۀ هره ډله کې ديارکوم پوښتنه
مسافرراغلۀ ډلې ډلې
زماديارډله وروستۍ ده رابۀ شينه
مسافرګله ستړی مشې
ړومبی خولۀ واخله بيابۀ ووايې حالونه
مسافرنۀ وم مسافرشوم
چې بې وفالۀ يارۍ واخستل لاسونه
مسافرمه وژنې خاونده
پرځکندن بۀ يادوي خپل وطنونه
مسافري بۀ دې يوه مياشت وه
خوږه جانانه پسې تېردې کړل کلونه
مسافر نۀ وم مسافرشوم
چې دې زماريبارته ورکړل ځوابونه
مسافرۍ مې زړۀ نری کړ
چې تش وطن رايادوم ژړاراځينه
مسافري پۀ بېغمۍ کړه
ترله دې خپله پۀ نامۀ دې ناسته يمه
مسافري پۀ جمع زړۀ کړه
خولګۍ مې ستاده کۀ زۀ خاورې شم مينه
مسافرۍ ته دې ځان جوړکړ
چاړۀ راواخله ماحلاله کړه مينه
مسافرۍ ته دې ځان جوړکړ
دناستې ځای دې شنه مرغه شه زېړ ګلونه
مسافرۍ ته دې ځان جوړکړ
پۀ چامې سپاري کۀ دې هېره کړم مينه
مسافري دې ډېره وکړه
نوردې نصيب پۀ خپل وطن وشه مينه
مسافري دې ډېره وکړه
قربان قربان دې لۀ خيرنوجاموشمه
مسافري دې ډېره وکړه
ياره راځه روزي بۀ خدای رارسوينه
مسافري دې ډېره وکړه
اوس نوپۀ توروزلفواچوه ټالونه
مسافري سخته خواري ده
باران بۀ اوري څوک بۀ ځای نۀ ورکوينه
مسافرۍ خوړلی ياره
زمازاري ده رب دې راوله مينه
مسافري خوېوه مياشت وي
پۀ زړۀ سنګينه ياره تېردې کړل کلونه
مسافري دې ډېره وکړه
اصيل زاده يې پۀ نامۀ دې ناسته يمه
مسافري دې ډېره وکړه
رنګ مې دې هېردی پۀ نامۀ دې يادومه
مسافري دې روزي مه شه
زۀ دې ملاله خولۀ ويده پرې اېښې يمه
مسافري دې کړې نۀ ده
رنګ دې زېړي خولګۍ دې ډکه لۀ ګردونه
مسافري سخته خواري ده
مسافرتل پۀ زړۀ زخمي ژړاورځينه
مسافري سخته خواري ده
زمازاري ده ياره مه ځه لۀ وطنه
مسافري پرېږده راګرځه
نورمې پۀ سپينه خولګۍ مه پرېږده ګردونه
مسافرۍ نه ستړی مشې
اول غږ درکړم کۀ دې جېب ولټومه
مسرۍ مې ډېرې وويلې
نورې مې بس دي دزړۀ غم مې زياتوينه
مسلماني بۀ دې کچه شي
ډېرمې دزنې خال ته مه راوړه لاسونه
مسلماني پۀ چاکې نۀ شته
پردی زړۀ يوسي پۀ لمبويې کړوينه
مسلماني پۀ چاکې نۀ شته
دلاس بنګړي مې خرڅوي ماژړوينه
مسلماني پۀ چاکې نۀ شته
مرورګرځم څوک مې نۀ پخلاکوينه
مشک دختن ګل دګلابو
دواړه خجله ستالۀ توروزلفودينه
مشوڼۍ وچه کاغذ خلاص شو
قلم مې اوښکې تويوي چې وچاودمه
مصري نبات نه راته خوږ وې
اوس شمکی شوې پۀ ژړادې تېرومه
معشوقه ګل عاشق بلبل دی
غمازازغی دی خواربلبل ازاروينه
معشوقه ګل عاشق بلبل دی
چې ګلان توی شي بلبلان پۀ ژړاشينه
ملا اذان ته بيړه مه کړه
زۀ داشناغېږې ته اوس ورولوېدمه
ملالۍ زېری مې درباندې
چې مروراشنادې راوړل ديدنونه
ملامت يارپۀ مخه راغی
لۀ خپلوبدوشرمېدۀ ټيټ يې کاتنه
ملامې نرۍ منګی مې غټ دی
مورمې دې مړه شي چې پۀ مااوبۀ راوړينه
ملاوې تړي پۀ بيړه بيړه
خاونده خدايه ځوانان کومې خواته ځينه
ملا ياسين راباندې وايه
دځکندن خولې پرماراغلې دينه
ملا ياسين راباندې وايه
ځواني مې لاړه دايمان تمه کومه
ملک بۀ تمام اورونه واخلي
کۀ سره لمبه دزړۀ دباندې وباسمه
ملک الموت راته ولاړدی
ستاترديدن پورې ترې غواړم مهلتونه
ملک الموته روح مې واخله
تردې نابوده ژوندپرمرګ خوشاله يمه
ملک الموته روح مې واخله
ياربې وفاشوعمرچاته تېرومه
ملک الموته روح مې مه وړه
دياردليدوارزولرم چې رابۀ شينه
ملنګه ولې دروغ وايې
څوک چې ديدن کادروېزه نۀ ټولوينه
منت پرې مه کړه زماياره
راځنې غواړي پۀ کچرودولتونه
منډې مې ډېرې پسې وکړې
مروريارزمامخ نۀ رااړوينه
منګی پۀ سرګل مې پۀ لاس کې
ستادراتګ پۀ انتظارولاړه يمه
منګی چې اخلم زړۀ مې رېږدي
پۀ زړۀ غمجن ووړکي بۀ لارنيولې وينه
منګي دې ټول پۀ اوبوډوب کړل
لکه کوتره پرې راڅوړدې کړل څنګونه
منګی دې کېږده خولګۍ راکړه
مورته دې وايه چې پۀ لارکې ولوېدمه
منګي يې ټول پۀ ډنډغوټه کړل
مټې رانغاړي اوس بۀ څوک پۀ اوبووړينه
منګيه مات شې دړې وړې
نجلۍ دې ستړې کړه منګولې لګوينه
مورکې مه راته قهرېږه
نری شمال دمازيګريم ورک بۀ شمه
مورورته خال دوينوکېښود
خوريې هم توره باټ کوي ورسره ځينه
موريې بلۍ پۀ بلۍ ګرزي
رامعلوم نۀ شو شاځلمی نري برېتونه
مورې داخپل بوړی مې راکه
پۀ سنګرخېژم پرنګيان راغلي دينه
مورې داسرې کپۍ دې راکه
دمين يارترسراوره لاندې بۀ ځمه
مورې کوچيانوته مې ورکړه
چې دکابل مڼې پۀ خلاصه خولګۍ خورمه
مورې کوچيانوکې مې ورکړه
چې توروربل مې دهلمندشمال وهينه
مورې کۀ ستاکارونه نۀ وی
ترګل نازکه مابۀ هم ګل خوښاونه
مورې لنډۍ توره مې راکړه
پردين غزاده زۀ خپل ځان شهيدومه
مورې لنډی کميس راجوړکړه
وطن پردی دی ترخې خولې رالګوينه
موريې تودې ډوډۍ سړې کړې
ځلمي دزرکوښکارته تللي رابۀ شينه
موزون قدم راشه جانانه
پۀ سرومنګولوسلامي ولاړه يمه
موزي پۀ مينه څۀ پوهېږي
پۀ نس يې موړکړه ترسباکوي خوبونه
موزي خان بنده کړه بلبله
توتي پۀ باغ کې دفراق نارې وهينه
موزي دې خوب پرپالنګ نۀ کا
حق دهغودی چې وطن پۀ توروخورينه
موسم بهاردی ملک ګلزاردی
پرماانګاردی چې لۀ ياره جلايمه
مولادې بله زېرمه وکړه
زمادغاړې اوږۍ مه کاږه مينه
مولادې تالري خوشاله
زما کۀ عمر پۀ ضروروي تېربۀ شينه
مولادې مل شه خپله ياره
مرض دې ګران دی طبيبان پرې ستړي شونه
مومن پۀ لوړه غونډۍ کېږدئ
چې غرڅنۍ بۀ يې زيارت لره ورځينه
مياشت پۀ رنګړيواورو راغله
لکه پۀ سروشونډوکې ښکاري سپين غاښونه
مېرويسه رب دې ديداردرکړي
چې موږ دې خلاص کړودپردو لۀ منتونه
مه اندېښنې کړه مه غمونه
اندېښنوخوارکړۀ ښايسته سپين بشرونه
ميمونه شنه شوه پۀ خنداشوه
دکاکازوی دې مابۀ نۀ حلالوينه
ميمونې ګورکې ارمان وکړ
دکټ غوټۍ کې مې اوږۍ ده زنګ بۀ شينه
ميم ملامته راته نۀ شوې
نون ننواتې درته زۀ درځم   مينه
مين پرتامړشونادانې
مادانارترګل نازک ساتلی ونه
مين پرلوړه غونډۍ کېږدئ
چې خواره مور يې هرسهارزيارت کوينه
مين پرلدړه غونډۍ کېږدئ
چې پسرلی شي دی بۀ ګل راوخېژينه
مين پۀ هېڅ شي نۀ وېرېږي
تېرۀ خنجرپۀ سترګوويني پرې ورځينه
مين چې ورشي معشوقې ته
اول يې ښکل کړي دسرکوشونډوسرونه
مين چې راشي مخ ښکاره کړي
دبېلتانۀ پۀ تيارۀ لمروخېژوينه
مين چې ورشي معشوقې ته
دزلزلې پۀ شان يې رېږدي اندامونه
مين داصله مين ښۀ دی
مين يې مه کړې دملاپۀ تاويزونه
مين دخدای ګناهګارنۀ دی
پۀ ښايسته ؤ دهرچامينه راځينه
مين دې کړم خولۀ دې رانۀ کړه
پۀ زړۀ مې پاتې شول دمينې ارمانونه
مين دې کړم خولۀ دې رانۀ کړه
مينې دې زېړلکه نارنج پۀ وجودکړمه
مين دې کړم خبرمې نۀ اخلې
رب دې پۀ داسې يارۍ اورولګوينه
مين دې کړم خبرمې نۀ اخلې
زۀ بۀ داستالۀ لاسه چاته وژاړمه
مين سړی نۀ غلطېږي
ددروازې پۀ ځنځيرځان مشغولوينه
مين سړی نۀ غلطېږي
پرلاره ځي دونوسوری لټوينه
مين سړی نۀ غلطېږي
پرلارې ځي لکه قصاب ګوتې شمېرينه
مين کېدۀ دخدای غصب دی
دخدای غضب چې قبلوي مين دې شينه
مين يې مه کړې مين خواروي
کۀ دی سرداروي دريبارمحتاج بۀ وينه
مينه پرداسې چاپۀ کارده
چې هم ښايسته وي هم حياشرم لرينه
مينه پۀ تګ راتګ زياتېږي
موږکره مه راځه چې زړۀ دې صبرشينه
مينه ځان راته محکم کړه
سباخيالي اوربل ته توپې خېژومه
مينه ځه الله دې مل شه
زۀ شينکی خال اوزلفې تالره ساتمه
مينه دادې بې غوري ده
کوردې پۀ کلي کې ديدن دې پۀ کلونه
مينه دخدای درسول ښۀ ده
دانورې مينې بې وفاتېرې بۀ شينه
مينه دزړۀ ليدل دسترګو
لاس اچول بۀ دکم اصلوخلکووينه
مينه دشنې لښتې ګوزاردی
رب دې جمله مسلمانان ترې وساتينه
مينه دې اور وصال دې خوب دی
ځان پرلمبووهم خپل خوب رښتياکومه
مينه دې اورراته بلېږي
دزړۀ کترې پرې وريتوم غم تېرومه
مينه دې اورزۀ دې پرې سکورکړم
پۀ تشوزور کړم غړغړې دوينو کړمه
مينه دې دم پۀ دم زياتېږي
لکه دښۀ پټي چې زيات شي حاصلونه
مينه دې اورده تاويې ډېردی
زړۀ سوی دې نۀ شته پرې سېزې دخلکوزړونه
مينه دې دېګ زړګی مې غوښې
اوښکې اوبۀ بېلتون اورپسې کوينه
مينه ساعت پۀ ساعت زياتېږي
ياشهزاده يې يا دې کوډې کړي دينه
مينه دې وارپۀ وار کمېږي
پۀ تاپوهېږم لۀ يارۍ اخلې لاسونه
مينه کوربۀ دې تالاشي
زماپۀ توروڅڼومه وهه لاسونه
مينه محبت مې دې يادېږي
ځکه مې اوښکې لۀ قلمه سره ځينه
مينه ويښ يې کۀ ويدۀ يې
ترزرغونۀ پالنګ دې وګرځم مينه
مينه يم منکره نۀ يم
کۀ څوک مې سرددېوالۀ پۀ پټ کې ږدينه
مينې ايرې زمابدن کړ
دهجرباديې پۀ ملکونه خپروينه
مينې دې موړهجردې زوړکړم
غم دې پۀ ګور کړم نورلۀ ژونده ولوېدمه
مينې دې داسې سرپۀ غروکړم
لکه ګونګی پۀ ګړنګوشپې تېرومه
مينې دې داسې لېونی کړم
چې لېوني راڅخه غواړي امانونه
مينې دې اوررالګولی
ځکه لمدې جامې لۀ ځانه تاوومه
مينې دې وسوم غم ايرې کړم
کۀ مې داوښکواوبۀ نۀ وی بادمې وړينه
مينې دې هسې لېونی کړم
پۀ لارې ځم واړه خنداراپورې کړينه
مينې دې زورراباندې وکړ
پۀ مېږي پښه نۀ ږدم چې ياربۀ يې پاتې شينه
مابۀ دتاکبرکړي خواره
چې سردې يو شملې دې دوه پرې اېښيدينه
ماته اوږۍ اوکنګړجوړکړه
کنګړمې نۀ شته تش لاسونه ګرځومه
ماته دې يخې وريژې راکړې
خلک مينوته شکرې ورکوينه
ماته لۀ لرې ګوره ياره
پۀ نزديکت کې پيداکېږي تومتونه
مادجانان دڅڼوګل کړې
چې پاڼې پاڼې يې لمن کې تويه شمه
مادرته ويل باوردې نۀ کړ
ښۀ دي چې تاپۀ خپله وليدل غمونه
مادليلا دسرسالوکړې
چې نری باديې رپوي سينې ته ځينه
مايې لۀ کبره سلام نۀ اخست
اوس يې ژړاپۀ تش ديدن پسې کومه
مادعاشق لۀ زړۀ نه ځارکړې
چې نيمايي عمر پۀ تمه تېروينه
مخ دجانان مې سوروسپين دی
ځکه پۀ مخ دګل ګلاب مينه کومه
مخ دې دلمرپۀ شان ځلېږي
سترګې دې دواړې اثرې رنځوردې کړمه
مخ دې سپوږمۍ رڼايي کاندي
خمارې سترګې دې اورونه لګوينه
مخ دې دقندوپۀ اوبووللی
داسرۀ شونډان دې دشربت مزه کوينه
مرګيه چاته دې مخ مه شه
ماته دې مخ شو لۀ سيالۍ دې ويستمه
مرورمه ځه بېرته راشه
کۀ ملامته وم ناغه بۀ درکومه
مزې دې وکړې لونګينه
دشاليلا پرسينه تل وهې ټالونه
مسافرۍ ته دې ځان جوړکړ
ترکنډوواوښتې راپرې دې ښودل غمونه
مسافري سخته خواري ده
سخته يې مه کړې زماورورمسافرځينه
مښک پۀ نافه کې پناغواړي
چې ليلازلفې پۀ سپين مخ وغوړوينه
ملاتړه جنګ ته روانېږه
دوطن جنګ دی پۀ دښمن کوه تاختونه
ملاديار خط مې روان کړه
چې بۀ يې زماپۀ حق کې څۀ ليکلي وينه
مورکې سوال بۀ درته وکړم
نورمې دخوږزړګي غم وکړه ګوندې مرمه
مورې ماڼوورته لوګی کړه
زيارت ته تللې چابۀ يې مخ ليدلی وينه
مولادې داکبرزوال کړه
پټکی دې يوشملې دې دوه پرې اېښيدينه
مين دې کړم سودمن دې نۀ کړم
سودمنه مه شې ددنياپۀ نعمتونه
مينه دې سين پۀ کې لاهوشوم
دهجران چړراباندې مات کړزنګنونه
مينه لۀ اوره کمه نۀ ده
چې پۀ لمبوشي عالمونه سوځوينه

+ نوشته شده در  ساعت 22  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ن
پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ن

ناترسې خلک دې کسکرکړل
چې نرۍ سترګې توروې وهې خالونه
ناچاره مه شې زۀ دې ځارشم
دناچارۍ پېغوربۀ ولې درکومه
نارې وهم نارې مې نۀ اورې
بيابۀ دنياراپسې ګورې نۀ بۀ يمه
نازدې زۀ وړم عالم يې نۀ وړي
قدم زماپرسترګوږده چې نازدې وړمه
نازمې کاوۀ پيازمې خوراک شو
بيابۀ هېڅ نۀ کړم پۀ بې نيازه يارنازونه
نامرده بدراسره مه کړه
ماپۀ عالم کې هيله کړه چې يارلرمه
نامرده داسې خوڅوک نۀ کا
لکه دسوال کتره دې اورته ونيومه
نامردې يوځلې وګوره
دسپيلنې پۀ دودلوګی درپسې شومه
نامردې يوځلې خولۀ راکړه
مدام بۀ نۀ وي ستاځواني زماسوالونه
ناوې بۀ ولې ژړانۀ کا
څوک چې پردي وطن ته ځي ژړاکوينه
ناوړم دياره بۀ وانۀ وړم
ګيله دې حق ده جنګ پۀ سترګوقبلومه
نبض مې مه ګوره طبيبه
زهرقاتل مې دهجران خوړلي دينه
نتکۍ دې چادپوزې وکښه
پرنتکۍ نۀ يم ستاپروچوشونډويمه
نتکۍ دې سره جلب يې شين دی
لکه شمشادباندې چې مارختلی وينه
نجليه څنګه لېونۍ شوې
ښکاره کوې تردروازې سپين مړوندونه
نجلۍ پرسپينه سينه پرېوزه
لکه بوراچې پۀ ګل مړاوي کړي وزرونه
نجلۍ پرسردې منګی مات شه
چې دې اوبۀ شي دسينې دباغ ګلونه
نجلۍ پرسردې منګی مات شه
چې پرسالودې اوبۀ ليکې ليکې ځينه
نجلۍ پۀ باغ کې سره مڼه شوه
نادان باغوان يې پۀ وربشوخرڅوينه
نجلۍ پۀ باغ کې خولګۍ ورکړه
بانه يې داکړه چې پرپوله ولوېدمه
نجلۍ پۀ باغ کې کالي مينځي
داسپين ټټريې داوبوشمال وهينه
نجلۍ پۀ باغ کې خولګۍ راکړه
بانه يې داکړه چې ګلونه ټولومه
نجلۍ پۀ باغ کې سره مڼه شوه
دباغ مالياريې پۀ چينجنوغاښوخورينه
نجلۍ پۀ باغ کې کالي مينځي
داسپينې مټې دبېدياشمال وهينه
نجلۍ پۀ باغ کې الوچې خوري
دسروپېزوان يې ورته څانګې ټيټوينه
نجلۍ پۀ باغ کې سره مڼه شوه
نۀ ورختی شم نۀ يې بادراغورځوينه
نجۍ پۀ خپله ښايسته ده
زرګره ستاپۀ ګيڼه اورپورې کوينه
نجلۍ پۀ سترګوکې دې چل دی
زمااځل دی ځان بۀ مړدرباندې کړمه
نجلۍ پۀ ګورکې ارمان وکړ
روپۍ مې کوراوربل مې خاورې زړوينه
نجلۍ دباغ لۀ لورې راغله
دشوتالوپاڼې پۀ خولۀ شونډې ځبېښينه
نجلۍ دبام پۀ سرولاړه
لکه سپوږمۍ دغرۀ پۀ سر ولاړه وينه
نجلۍ دباغ لۀ لورې راغله
سالويې نۀ شته پۀ مړوندمخ پټوينه
نجلۍ دخدای روی مې دروړی
چې پرماراشې مخ ته مه نيسه لاسونه
نجلۍ دخدای روی ته ګوره
ياخولګۍ راوړه يارخصت راکړه چې ځمه
نجلۍ دشمعې پۀ شان ژاړي
چې مسافراشنايې بل وطن ته ځينه
نجلۍ دمورترشاچې خاندې
لکه برېښناچې دهندوکش ترشاچې شينه
نجلۍ پۀ يارپسې ژړاکړي
مورته بانه کړي چې اړم خوړلې يمه
نجلۍ سپين ږېری ياردې مړشه
دورځې خوب دشپې پرتاپیره کوينه
نجلۍ کږه شوه ماته نۀ شوه
کله ماتېږي دچندړوشنۀ شاخونه
نجلۍ کږه شوه ماته نۀ شوه
ماته يې مه کړې دلاچي لونګوونه
نجلۍ کږه شوه ماته نۀ شوه
موريې دزېړې غواشودې ورکړي دينه
نجلۍ کۀ ټوکی دبخمل دی
ياريې نېستمن دی پۀ ژړالۀ ملکه ځينه
نجلۍ ولاړه پۀ لمانځۀ ده
پېرزومې نۀ شي چې وربل پرخاورو ږدينه
نجلۍ ولاړه پۀ لمانځۀ ده
دانرۍ ملايې سوداګربيه کوينه
نجلۍ وړه ديارۍ نۀ ده
ناپوهه موريې ورله سترګې توروينه
نجونوراځئ چې لنډۍ پرېږدو
لنډۍ زهري دي دزړۀ سرکړموينه
نجونوهوس کوئ دريې ته
پۀ تورلحدکې نۀ دريې شته نۀ ډولونه
نرۍ دې ملا نرۍ دې وروځې
نرۍ دې شونډې نرۍ زنه خوندکوينه
نری قامت نرۍ يې ملاده
نرۍ يې شونډې پۀ خندازړونه ځبېښينه
نری نری دودپورته کېږي
دچاپۀ نوې يارۍ اورولګېدنه
نشته دزړۀ کترې مې نۀ شته
دجانان مينې لېونی پۀ جهان کړمه
نښه دې ټيک کړه بيايې وله
چې پۀ ټولګي کې شرمنده نۀ شې مينه
نصيب تقديرته ګنانۀ شته
بخت چې کوټه شي تندی تل ټکرې خورينه
نصيب چوسارپۀ لاس کې راکړ
دياردمينې جواهرپرې رژومه
نصيب زماکۀ مې دياردی
پۀ اوردې وسوځي ددواړونصيبونه
نصيب مې بددی پرې پوهېږم
ځکه ايرې مې پۀ لمن کې شول لعلونه
نصيب مې څۀ کانې راوکړې
پۀ زېړوګلولاس وهم اغزي راځينه
نصيب مې خپل دی رارسېږي
کۀ پۀ تورات انجيل کې وګورم پالونه
نصيب مې خپل دی رارسېږي
مورې زماپۀ نصيب مه کوه جنګونه
نصيب مې خپل دی رارسېږي
زۀ بۀ دخپله ياره څۀ ګيله کومه
نصيب مې خپل دی رارسېږي
عالمه مه مې ګرموئ ميندې پلرونه
نصيب مې لوی ډنډته ارتاوکړ
يابۀ پناشي يابۀ درراوخېژينه
نصيبه څۀ درسره وکړم
زماپۀ برخه دې موزي ورساونه
نصيبه څۀ درسره وکړم
پۀ شنوتوتيانکې مې زاغ پۀ برخه شنه
نصيبه څۀ درسره وکړم
چارۍ پۀ لاس پۀ اشناخاورې اړومه
نصيبه څۀ کړې کوردې وران شه
پۀ وطنومې ګرځوې رسوادې کړمه
نصيبه وسوځې ايرې شې
تنديه مات شې پۀ تايې څۀ ليکي دينه
نصيحت مه کوه ناصحه
پرېږده چې مرګ مې دجانان دلاسه شينه
نظردمهرووفاوکړه
سنګ پارس وجود مې خاورې ايرې شونه
نظردې مه ستنوه ياره
زۀ تماشاګيره ستادتوروزلفو يمه
نفس شيطان مې دښمنان دي
ربه داستافضل ته ډېرامېد لرمه
نم مې دسترګونه بهېږي
طوفان دنوح پۀ عالم کې جاري شنه
نن بۀ دچاپۀ کور کې غم وي
بېلتون مې سرې سترګې ليدۀ پۀ قهرونه
نن بۀ مې ولې زړۀ ښۀ نۀ وي
چې دجانان خواکې حيرانه ناسته يمه
نن بۀ مې ولې زړۀ ښۀ نۀ وي
چې جانان راغی بېلتون بيامختوری شونه
نن بۀ مې ولې زړۀ ښۀ نۀ وي
چې مې جانان دي رالېږلي سلامونه
نن بۀ مې يارپۀ کوم دياروي
چاته بۀ خاندي اوپرچابۀ نازکوينه
نن پۀ خيبردځلموجنګ دی
خوشاله پاڅه چې مغل راغلي دينه
نن پۀ ملکونوکې اختردی
دشهيدانوارواحان اسمان ته ځينه
نن چې زۀ خاندم هوسېږم
جانان مې خط راته ليکلی چې درځمه
نن خودې بياسترګې لندې دي
ژرراته وايه موردې څۀ ويلي دينه
نن داسمانه کاڼي اوري
لاس دې زماپرتندي ونيسه مينه
نن داشنالۀ لورې باددی
زۀ دهجران سوې سينه پرې سړومه
نن دې بې وزلووزله کېږي
پاس پۀ اسمان کې زاڼووران کړل کتارونه
نن دکابله توتيان لاړل
پۀ غاړه يې يووړل دپردېسوکاغذونه
نن مې دياردراتلوغږ دی
پۀ ځای دې خال غنچې دګلوجوړومه
نن دنيم زالې غېږ کې لورده
لکه سپوږمۍ چې څنګ کې ستوري ګرځوينه
نن دهغې مستې وادۀ دی
چې پۀ ګودريې چاته ځای نۀ ورکاونه
نن دهغې نجۍ وادۀ دی
چې لۀ اوربله يې مچۍ ګلونه وړينه
نن دې دخيال باڼۀ لاندۀ دي
ادې پۀ ناز ساتلې څوک دې ژړوينه
نن دې دخيال باڼۀ لاندۀ دي
تاته دکورکافرې څۀ ويلي دينه
نن دې کاغذ راته راغلی
پۀ خولۀ يې لولم لېمه اوښکې تويوينه
نن لاپۀ ځيرځيرراته ګوره
سبابۀ پټه يم دګټوپۀ ګردونه
نن مې اشناليدلی نۀ دی
لکه دبنګوپياله غرقه ناسته يمه
نن مې اشنارانه خفه دی
نۀ بې پخلاکړم نۀ بې وکړمه عذرونه
نن مې اشناليدلی نۀ دی
عالمه خوږ زړګی پۀ چاخوشاله کړمه
نن مې بېلتون مخې ته راغی
ماويل سلام دی دۀ ويل کوردې ورانومه
نن مې پرکورباندې اختردی
چې پۀ نظرمې داشنانښې راځينه
نن پستې پنډۍ خوږېږي
پۀ خپل جانان پسې مې منډې کړي دينه
نن مې پۀ چول بيابان شپه ده
دتصورکلاپر ځان راګرځومه
نن مې پۀ خوب کې ؤ ليدلی
پۀ نارنجي سينه دې وو خاورې ګردونه
نن مې پۀ غېږکې اشنامړ دی
پۀ څټوکې ورته قبرجوړومه
نن مې پۀ کورباندې اختردی
چې مرورجانان رالېږي سلامونه
نن مې ترسترګوسترګو کېږې
يابۀ پرلاريې يابۀ اوس راشې مينه
نن مې جانان پۀ څنګ کې ناست دی
لکه پاچاپۀ هرهر چاحکم کوينه
نن مې جانان ليدلی نۀ دی
لکه باښه لوړې ژورې لټومه
نن مې خفه زړګی خوشال دی
چې  له ياغي اشنامې راغلل کاغذونه
نن مې خفه زړګی خوشال دی
نجلۍ پۀ سرومنګلووکړل سلامونه
نن مې خواخوږی اشنامړدی
خلکوباقي عمربۀ څنګه تېرومه
نن مې دزړۀ توتي خفه دی
يوڅوکيسې دعاشقی ورته کومه
نن مې دزړۀ توتي خفه دی
څانګونه نغاړي نااشناوطن ته ځينه
نن مې دزړۀ توتي خفه دی
وزرونه نغاړي چې بۀ کوم وطن ته ځينه
نن مې دلاس باهوشڼېږي
يااشنامړدی ياپۀ لارې رابۀ شينه
نن مې دلاس باهوشرنګېږي
دمسافروشپې پوره دي رابۀ شينه
نن مې دلاسه باز ايله شو
دهندوکش پرغرۀ بۀ ږدم ورته دامونه
ن مې ديار پرلورسفردی
خدايه کۀ لنډکړې دادمځکې تنابونه
نن مې دياردراتلوورځ ده
پۀ لويه لارکې سلامي ولاړه يمه
نن مې دياردراتلوغږ دی
پۀ ډېرخاتۀ مې پردی بام ونړاونه
نن مې ديارپرلورمزل دی
سمنده کېږده پۀ راستۍ څوقدمونه
نن مې دياردراتلوغږ دی
پرسترګوځم پربڼولارجاروکومه
نن مې ديارسره وعده ده
سترګې رپېږي ښکلی ياربۀ ووينمه
نن مې دياردراتلوورځ ده
دلاس بنګړي مې پۀ دسمال تړلي دينه
نن مې دياردراتلو غږدی
ځمکې بخمل شوې لارووسپړل ګلونه
نن مې ديارسترګې يادېږي
خدايه ماښام کړې چې يې پۀ خوب کې ووينمه
نن مې دې ټول صورت يادېږي
پۀ تېره تېره دکږووروځوسرونه
نن مې زړۀ مړاوی مړاوی کېږي
ورپۀ يادېږي دجانان ښۀ مجلسونه
نن مې شيرين اشنامړشوی
ماسره سم نن پۀ ژړادي اسمانونه
نن مې نرۍ ملاخوږېږي
پۀ شين خالۍ پسې مې منډې کړي دينه
نن مې همزولې مېلمنې دي
شولې لمدې دي چرګ نيوی نۀ راکوينه
نن مې همزولې مېلمنې دي
پۀ کلي ګرځم بالښتونه ټولومه
نن مې همزولې مېلمنې دي
شولې لندې دي تروې ژرندې ته لېږمه
نن نجلۍ پښې لاسونه سرۀ کړل
راته ښکارېږي ديارغېږې ته ورځينه
نن يې پۀ څنګ راته کتلي
پۀ دوو ګوليويې دسترګووويشتمه
نوربۀ ارمان راپاتې نۀ شي
کۀ مې داستاپۀ سينه وکول خوبونه
نوربۀ پۀ زړۀ تاوونه تېرکړم
بې درده يارته بۀ بيانۀ وايم حالونه
نوربۀ دې نوم پۀ خولۀ وانخلم
کۀ دشودودسرپېروی شې مينه
نورخويې هېڅ ويلي نۀ دي
داستاپېغوريې راکاوۀ ژړاراځينه
نورمې ارمان پۀ زړۀ کې نۀ شته
چې پرې مين وم ترې چاپېرمې کړل لاسونه
نورمې دلاسه پوره نۀ ده
چې همېشه دې پۀ جرګوپخلاکومه
نوره مې ټوله وليدلې
روپۍ دې جګې کړه چې خال دې ووينمه
نوم دې توتي زړۀ مې قفس دی
خدايږو لاليه چې ستانوم بۀ هېرومه
نوم دې پۀ خولۀ اخستی نۀ شم
پټې سلګۍ دې پۀ ديدن پسې وهمه
نوی بهاردی هم سهاردی
بالاحصاردی ګل ګلاب مزه کوينه
نۀ لۀ انځيردورځې ګل شي
نۀ بۀ زړګی زمالۀ غمه خالي شينه
نۀ بۀ دخدای خدايي شي بله
نۀ بۀ مې ستانه زړګی صبرشي مينه
نۀ بۀ خدای ډېره دنياراکړي
نۀ بۀ يې ځاردغنچې رنګې نجلۍ کړمه
نۀ بۀ زمامطلب پوره شي
نۀ بۀ عاشق دمعشوقې واخلې لاسونه
نۀ بۀ ژوندی وطن ته لاړشم
نۀ بۀ جانان پرهغه خاوره ووينمه
نۀ بۀ مې بيالاس ته راشې
دمنګول بازه چې دې سترګې ووينمه

+ نوشته شده در  ساعت 22  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
ن
ن پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک
ن

نۀ بۀ مې داغ دزړګي جوړشي
نۀ بۀ جانان پۀ سترګوووينم مينه
نۀ بۀ مې دازړګوټی بل شي
نۀ بۀ دګور مړي راپورته کړي سرونه
نۀ بۀ مې يارپۀ خنداراشي
نۀ بۀ زمادغم ژړاکراره شينه
نۀ خودې رنګ شته نۀ دې وينم
لاليه ستاپۀ کوڅه چابلده کړمه
نۀ خومې دين نۀ خودنياشوه
مل مې سوداشوه سرګردان مې ګرځوينه
نۀ څوک لرم نۀ بۀ مې يادکړي
دبڼ بلبله وم دسېله جلاشومه
نۀ دوصال پۀ خوندخبرشوم
نۀ بېلتانۀ پۀ ژوندخوشاله کړم مينه
نۀ دې پۀ خوب کې بشروينم
نۀ دې پۀ ويښه سوال اوځواب ماته راځينه
نۀ سپېلنی شوم نۀ لوګی شوم
تش لېونی شوم چې مې اوښکې پۀ مخ ځينه
نۀ ښايسته يم نۀ بدرنګه
سيالي زمادې دغه دواړه نۀ کوينه
نۀ ښورېدی نۀ پرېوتی شم
تاوکړي غشي مې ديارخوړلي دينه
نۀ ګلالۍ يم نۀ بدرنګه
زۀ غنم رنګه يم ځوانان رنځورومه
نۀ لېونی نۀ سپېلنی شوم
پۀ تشه خولۀ نارې وهم چې مين يمه
نۀ مې اميدستادوصال شته
نۀ مې طاقت شي چې زړۀ صبردرنه کړمه
نۀ مې ابۍ نۀ مې دادا شته
زۀ نېزووړی اباسين راوړې يمه
نۀ مې څوک ؤ نۀ مې پۀ کارشوۀ
پريکتنهاصورت زماراغلل غمونه
نۀ مې څوک ؤنۀ مې پۀ کارشوۀ
دغم نارې مې لۀ خولې ځي لۀ ملکه ځمه
نۀ مې دلدارشته نۀ مې يارشته
نۀ مې غمخورشته چې همراز راسره شينه
نۀ مې ديدن شونۀ مې صبر
جانان ته چاورکړل دصبرتاويزونه
نۀ مې ديدن شي نۀ مې صبر
پۀ غم لړلې يارانې ستړی دې کړمه
نۀ مې سلام يارته قبلېږي
نۀ مې دمرګ نېټه پوره ده چې مړشمه
نۀ مې غمخورشته نۀ مې يارشته
نۀ مې همرازشته چې دمسازراسره شینه
نۀ مې هېرېږې دزړۀ سره
کۀ داسمان ترستوروډېرتېر شي کلونه
نۀ يې پۀ خوب کې چېرې وينم
نۀ يې پۀ ويښه سوال وځواب راته راځينه
نېستي کچکول پۀ لاس کې راکړ
بېلتون ظالم پۀ لاره ځي سپي خبروينه
نېستي درب لۀ امره راغله
لالی پرمامنت کوي چې خواردې کړمه
نېستي پېغورنۀ ده جانانه
زۀ بۀ چرګ بانګ مېچنه ستالپاره کړمه
نېستي مې غبرګ څانګونه پرې کړل
څودهستۍ څانګونه کړم قيامت بۀوينه
نېستي خوراغله ناچاري شوه
جانان پېغوراوس راکوي اخلي لاسونه
نېشترپۀ لاس مخې ته راغله
زمادزړۀ نېلي جانان پرې کړې دينه
نېکي دهېچانۀ هېرېږي
بې لۀ هغونه چې پۀ ذات کم اصل وينه
نېلی يې سوم وهي شڼېږي
يارمې پۀ ډزوکې ايساردی رابۀ شينه
نېلی دې لنډپۀ کوڅه راغی
دزړۀ مې شرک شوچې ياربياپۀ سفرځينه
نيمه شپه وه پۀ خوب ويدۀ وم
کوم ځوانيمرګ ټپې ويشتې ويښه يې کړمه
نيمه شپه شوه تېره رانغلې
پۀ نيمايي پالنګ مې اورولګېدنه
نيمه شپه شوه يارمې رانغی
دکټ بازوراته سړی سړی کېدنه
نجلۍ پۀ اصل کې ښايسته ده
ځکه سلام ته يې ښاپېرۍ راغلې دينه
نجلۍ وړه پۀ تول پوره ده
وړې زماپۀ زړۀ چړې منډلې دينه
نجلۍ خووړه ديارۍ نۀ ده
کم عقله موريې ورته سترګې توروينه
نجونې خوډلې ډلې راغلې
دشاليلاډله وروستۍ ده رابۀ شينه
نرګس لۀ شرمه ښکته ګوري
چې نازولی مې دباغ پۀ لورې ځينه
نرۍ نرۍ بۀ درنه تاوشم
لکه چې تاوه سلارۍ لۀ ناوې شينه
نصيب مې ګل خزان پرې راغی
نرۍ نرۍ پاڼې يې بادپۀ هواوړينه
نن مې دياردراتلوغږ دی
ځمکې بخمل شه لارې وسپړه ګلونه
نن مې پۀ ځيره ځيره ګوره
سبابۀ ماپۀ انګړنۀ مومي مينه
نن مې خفه زړګی خوشال دی
چې لۀ ياغي وربله راغلۀ سلامونه
نوم دې پۀ خولۀ اخستی نۀ شم
دظلم تېغ بېلتون ويستلی ګرځوينه
نوی وادۀ دګلوباغ دی
پۀ کټ درخېژي تورې سترګې سرۀ لاسونه
نۀ شته دمينې يارمې نۀ شته
چې پۀ زخمي زړۀ مې جوړه کېږدي لاسونه
نۀ مې څوک ؤ نۀ مې څوک پۀ کارشو
دونې پاڼه وم ګړنګ ته ولوېدمه
نېکي کوه ښۀ بۀ بيامومي
ښۀ کۀ پۀ سين کې لاهوکېږي نۀ يې وړينه
نيمزالې روټه دې ډوډۍ شه
تابۀ پۀ سرومنګولوسوک ورکړی وينه

+ نوشته شده در  ساعت 22  توسط عطاالله خوږياڼى  |  آرشیو نظرات
و
و

پی ډی اف

چاپ چاري

بريښناليک

و
واربۀ دې تېرشي زېړه ګله
چېرې بۀ بياپسرلی سپړي زېړګلونه
واربۀ دې تېرشي زېړه ګله
بيابۀ بلبل پۀ ويرارمان فرياد کوينه
وارخطامه اوسه جانانه
دوارخطاپرځای دې زۀ ولاړه يمه
وارمې دتوروزلفوتېرشو
اوس مې پۀ توروزلفو نۀ نښلي بازونه
واروفرصت عنقامرغۀ دی
عنقادې نښتی دی پۀ دام اوس درڅخه ځمه
واړه تاثيردزمانې دی
ځکه مې يارپۀ ساعت دوې ژبې لرينه
واړه دروغ دي رښتيانۀ دي
بې لۀ مجنونه چې څوک دعوادعشق کوينه
والله بالله کۀ بۀ خولۀ درکړم
څودوطن ددښمن رانۀ وړې سرونه
والله بالله کۀ بۀ دې پرېږدم
څودې پرسپينه غاړه تاونۀ کړم لاسونه
والۍ دغوږ پېزوان دپوزې
دواړه خوځېږي تاته کړي اشارتونه
واوړه ديارڅخه مې واوړه
نن مې ګيله ده سباجنګ درسره کړمه
وبېلتانۀ ته مې سلام دی
مادې دخپل اشنانه نۀ جلاکوينه
وتاته چاويل مين شه
پرسپينه ږېره دې پرمخ اوښکې راځينه
وجود مې ټول موړې موړې شو
شادلستوڼي پۀ موړووهلې يمه
وجود مې ټول پۀ خاوروپټ کړئ
چې جانان نۀ شته سترګې چاته واړومه
وجود مې ټول لۀ اغزوډک شو
بيابۀ کم اصل ګل ته نۀ وروړم لاسونه
وخت دبهاروطن ګلذاردی
پرماانګاردی چې لۀ ياره جدايمه
وخت مازيګردی ښېرې مه کړه
تۀ بۀ دمينې ښېرې کړې رښتيابۀ شينه
وختنۍ مينه دې اوس نۀ شته
لکه دبڼ بلبل شوربۀ دې کاونه
ودې ليدم چې ټس مې درکړ
تۀ مې مين کړې زۀ کراره کېناستمه
ودې ويشتم پورته دې نۀ کړم
خلک ويشتلی مرغۀ خپل پورته کوينه
ودې ويشتم روغه دې نۀ کړم
څوک چې ويشتل کاداروسم ورسره وړينه
وربل زمادی چې پاچادی
ستاپۀ وربل دغڼوځالې جوړې دينه
وربل دې بياپۀ کوچوغوړکړ
لکه دوربين دپرنګي برېښناکوينه
وربل دې ونيوې ورېځي
پۀ سپنکي مخ باندې دې اوري بارانونه
ورځ بۀ پۀ ماتوره تيارۀ کړي
چې ليلابياپۀ رنجوسترګې توروينه
ورځ پۀ قيامت بۀ يې مخ توروي
چې دقلم پۀ شانې دوې ژبې لرينه
ورځ بۀ پۀ ماتپه تيارۀ کړي
چې پۀ کجلوليلاسترګې توروينه
ورځه ورځه مخ ته دې ښۀ شه
ماته ګړۍ پۀ ګړۍ مه وايه چې ځمه
ورځه ورځه تردکن تېرشه
زۀ پرمخ تورې زلفې تالره ساتمه
ورځه ورځه ښې بۀ يې خوندي کړم
داشربتي شونډې مې تاځبېښلې دينه
ورځه ورځه پۀ کارمې نۀ يې
دومره مين درباندې نۀ يم چې مړشمه
ورشه بې غم اشناته وايه
پۀ غم کې ډوب اشنادې ډېرډېريادوينه
ورشه پۀ زوره ورته وايه
هلک مين دی خون بۀ يې ستاپۀ غاړه شينه
ورشه خبريې راته راوړه
چې مې جانان ناستی دچاسره کوينه
ورشه خبرمې ورته يوسه
ملهم دسروشونډوراواستوه چې مرمه
ورشه خفه جانان ته وايه
ياردې ستالۀ غمه ډېرژړلي دينه
ورشه ديارخبردې واخله
پۀ غرموپروت دی لۀ خولې وينې تووينه
ورشه ديارخبردې واخله
چې بې ديدنه دې ساتۀ لېونی شونه
ورشه ديارخبردې واخله
پۀ ډېران ناست دی پرسرخاورې بادوينه
ورشه لۀ بلخه دنياراوړه
پۀ کورنۍ دنيامې پلارنۀ درکوينه
ورشه لۀ کوره بالښت راوړه
مړوندمې خپل دی نوريې نۀ درلاندې ږدمه
ورشئ پرموريې زېری وکړئ
کم عقله لوردې لۀ يارۍ اخلي لاسونه
ورشئ جانان راته خبرکړئ
دبېلتانۀ پۀ سفرځم پاتې بۀ شينه
ورک شې بېلتونه مخ دې تورشه
شاړشوۀ باغونه رژوې سمسورګلونه
ورک شې بېلتونه غم زرغونه
سوي داغونه راکوې ستي دې کړمه
ورکه ياري ورک يې بېلتون کړې
اول ماورک کړې چې پۀ تامينېدمه
ورورخومې شته بې وروره نۀ يم
کۀ مې ننګ نۀ ساتي خپل وروربۀ مې ساتينه
وروره ترتورټوپک دې ځارشم
دادکونداغ ځونډی دې خورجوړکړی دينه
وروريې غزاله پۀ غورځنګ ځي
خوريې چاړۀ پۀ باټ وهي ورسره ځينه
ورونه دمرګ پۀ خوب ويدۀ دي
پرنيمه شپه مې غمازان ازاروينه
وروځې لندۍ باڼۀ دې غشي
باړخودګل کجک دې وښتي غورځوينه
وروځې لندۍ باڼۀ دې غشي
زماپۀ زړۀ باندې دې وکړل ګوزارونه
وړاندې سينې ته لاس راتېرکړه
پۀ لاس بۀ درشي سرې مڼي پاستۀ سرونه
وړانګوپلومخې ته ونيو
دحسن وېش دې محبت راتويوينه
وړوکې وازګې مې اوبۀ شوې
نوره مې څله کړوې پۀ سرۀ اورونه
وړوکی نۀ يې چې شرمېږې
مورته يې وايه چې پۀ لوردې مين يمه
وړوکی ماپۀ يارۍ پوه کړې
اوس راته وايي چې زماومنه سوالونه
وړوکې صبردې پۀ خدای شه
پۀ هغه ګل چې نازېدې دنوروشونه
وړوکی ياردې چامړمه کړې
وړوکی يارسړی دبرمه غورځوينه
وړه دې ورکړم لويه نۀ شومه
زماازاردې دريبارپۀ غاړه شينه
وړه نجلۍ پۀ ياري پوه شوه
لکه لړم پۀ دېوالوخولې لګوينه
وړه نجلۍ چې شونډې سرې کړي
لکه دډداګ رېدي چې وسپړي ګلونه
وړه نجلۍ ملالې سترګې
دې تورپېکي يې پۀ مااورولګاونه
وړه وړه شې لويه مه شې
ترلوېدوپورې بۀ وران کړې مالتونه
وړې ليلوښايسته سهاردی
شمال لګېږي نرۍ پاڼې خوځوينه
وړې نجلۍ ياري شروع کړه
ځکه زېړۍ تبې پۀ اوړي مني کړينه
وس مې پۀ هېچانۀ رسېږي
ظلم پرخپل زړګوټي کړم بدرنګه شومه
وښي بنګړي ددنيادوددی
زۀ لۀ نېستمن اشنانه نۀ غواړم دودونه
وصال بۀ خونددرله درنۀ کا
څودهجران پۀ لمبووريت نۀ شې مينه
وصال بۀ نن سباپاچاشي
پۀ بېلتانۀ پسې بۀ وباسي فوځونه
وصال پاچاشوتخت ته خېژي
بېلتون زينه ورته دشګوجوړوينه
وصال جنت بېلتون دوزخ دی
زۀ ددوزخ سختي جنت له تېرومه
وصال دبرق پۀ شان تېرېږي
بېلتون دعمره سره وکړل قسمونه
وصال مې کوچ کړي روانېږي
ځکه نوبت دبېلتانۀ راغی مينه
وطن ارامه ارامي شوه
چې پښتنوځلميوکېښودل سرونه
وطن بۀ پرېږدم ترې بۀ لاړشم
نصيب پرېښوی نۀ شم سم راسره ځينه
وطن بۀ ټول پۀ وينورنګ کړم
کۀ دزخمي زړګي نه پورته کړم لاسونه
وطن بۀ ستالۀ لاسه پرېږدم
چې دې دحسن دوران تېرشي رابۀ شمه
وطن خوتاړنګ کړ ملالې
پۀ سرولاسوچې ګرځېدي پرلوړبامونه
وطن دزېړوګلوباغ دی
ماکبرجنې ورته شاکړه اوس ترې ځمه
وطن دشاتونه شيرين دی
مادنېستی لۀ لاسه پرېښودترېنه ځمه
وطن ديارپۀ سترګوخوږ دی
چې ياريې نۀ وي څۀ وطن څۀ بې وطنه
وطن دې ستاوي پۀ کې اوسه
موږ مسافردبل وطن سبابۀ ځونه
وطن دې ستاوي تۀ پرې اوسه
ستادښايست بهارچې تېرشي رابۀ شينه
وطن زمادتن جامه ده
دتن جامه بۀ لکه ګل غوندې ساتمه
وطن زمادپلارباغچه ده
چې ښې خوږې خوږې مېوې ورځنې خورمه
وطن کشميرخدای پرې اميرکړم
نېستۍ فقيرکړم پۀ ژړابۀ ځنې ځمه
وطن کشميردی نۀ پرېښودشي
مادجانان لپاره پرېښودې وطنه
وطن کشميرزۀ پۀ کې بنديم
دادځوانۍ عمرپۀ بندکې تېرومه
وطن له ژرراشه جانانه
دبېلوشويوپۀ زړۀ ډېردي ارمانونه
وطن لۀ مانه پاتې کېږي
پۀ ناکامۍ لکه مرغۍ ترې والوتمه
وطن لۀ موروپلاره ګران دی
ژوندی دپلارمړی بۀ ځمکې له ورځمه
وطن مې بڼ دی دسروګلو
زۀ يې بلبل دګل پربڼ نارې وهمه
وطن مې تاته درميراث کړ
پۀ ميراثي مېنومې ته کره ګلونه
وطن مې ستالۀ لاسه پرېښود
خلک بۀ وايي دنېستۍ لۀ لاسه ځينه
وطنه زېری مې درباتدې
ټول پښتانۀ دې پۀ نامۀ سرورکوينه
وطنه ستاپۀ مينه مست يم
کۀ ستا پۀ مينه مې سرځي لويي پرې کړمه
وطنه وران رامعلومېږې
نۀ ديارغږ شته نۀ يې بوی راله راځينه
وعده خلاف جانان رانۀ غی
وعده ېوه ورځ ږدي پۀ کې تېر کړي کلونه
وعده دې کېښوده رانغلې
وعده خلافه ياره بيابۀ سباشينه
وفادې لرې کړه جانانه
غم دې زمادلارې مل کړچې تل وينه
لاړشه پۀ پورې خواکې کېنه
دمازيګرسيوری بۀ دروړي سلامونه
ولاړه اوسه چې دې ګورم
چادې صفت راته کاوۀ راغلی يمه
ولاړه يم ولاړه بۀ نۀ شم
څودې دزړۀ پۀ رنځ اخته نۀ کړم مينه
ولاړه يم لاړه بۀ نۀ شم
تابۀ دزړۀ پۀ سرزخمي کړم بيابۀ ځمه
ولاړه يم لارې دې ګورم
کله بۀ راشې چې دې بياديدن وکړمه
ولاړېدی نۀ شم عالمه
تاوکړی غشی يې پۀ پښوويشتلی يمه
ولوی درياب ته دې لاهوکړم
لاس دې رانۀ کړدماهي خوراک دې کړمه
ولې بۀ توردکن ته نۀ ځي
دعاشقانوسفرتوردکن ته وينه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
ماته يې پۀ سپينه خولۀ جانان ويلي دينه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
چې نارنجي شال يې پرسراوبوته ځينه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
اشنازمالۀ غېږې ځي ماژړوينه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
پۀ سره غرمه مې جانان کډې باروينه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
يومې ياربايلودبل مې يووړل تومتونه
ولې بۀ نۀ ژاړم تالاشوم
چې مې جانان دبل پۀ ځای کې مېشته شونه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
ساتلی يارمې رانه نن سباته ځينه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
پريارمې خاورې اړوي ولاړه يمه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
جانان مې ګل دپسرلي خاورې بۀ شينه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
چې تور وربل مې ورانوي ژړاراځينه
ولې بۀ نۀ ژاړم تالا شوم
پۀ زېړوګلومې خزان ولګېدنه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
چې زوړ سړی مې دوصال تمه کوينه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
وړوکی يارمې لوياوۀ لېونی شونه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
ګل مې تازه ؤ اوس خزان رامړاوی کنه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
دپېښورپۀ نيمګزي يې څڼې دينه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
دهندوکښ ترواوروسپين لري غاښونه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
توريې وربل مخ يې دګل باړخولالونه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
چې زنګالي شال يې پرسراوبوته ځينه
ولې پۀ ځيرځيرراته ګورې
لکه چې نن دې پۀ ماخوارمينه راځينه
ولې دلګيرولاړ يې ياره
راشه پۀ سپينه سينه واچوه لاسونه
ولې دلګيرولاړيې ياره
دلګيره زۀ يم چې دپلارلۀ کوره ځمه
ولې دلګيرولاړيې ياره
خدای بۀ اسان کړي ددنيامشکل کارونه
ولې دې بدراسره وکړل
مادې دنازګلان پۀ نياز کرلي دينه
ولې دې بدراسره وکړل
زماپۀ دنياکې تمه وه چې يارلرمه
ولې دې بدراسره وکړل
ماپۀ نجلتوب کې پرتااېښي ؤ لاسونه
ولې دې بدراسره وکړل
زۀ پۀ ځوانانوکې پۀ تامينه ومه
ولې دې بله ډېوه مړه کړه
پرسودمينه ياره تېل بۀ ماراوړي ونه
ولې دې سرپۀ زنګنوکړ
کۀ نازولې مې ساتې درسره ځمه
ولې دې شولې نۀ کرلې
سږنی کال مې دوادۀ ؤتېربۀ شينه
ولې دې مينه شوه اوس کمه
پۀ يارانه مې اوس چاپېښمانه کړې مينه
ولې مې مخ ته رڼانيسې
نېستۍ زماپۀ ځوانۍ اورولګاونه
ولې مې نۀ وړې اباسينه
ترشودو سپينه دې پرسرروانه يمه
وماته مه قهرېږه ترورې
پرتاتېرشوي پرمااوس راغلي دينه
ويشتل کوې طبيبه نۀ يې
څوک چې ويشتل کړي ملهم جېب کې ګرځوينه
ويشتلی مايې روغ بۀ نۀ شې
کۀ تربونېره پورې وکړې زيارتونه
وېښتۀ يې اورباندې کاږۀ شول
ځکه يې زلفې پۀ رخسارتاوشوې دينه
واک دخولګۍ بۀ يارته ورکړم
چې پۀ سفرکې بياونۀ کړي ارمانونه
واورې ورېږي زړۀ مې لوېږي
چې خوږ اشنابۀ مې پۀ کومه ځمکه ځينه
وخت دځوانۍ مې نيمه خواشو
ياربې وفاشوارماني بۀ ګورته ځمه
ورځه ورځه پرليلاشپه کړه
ليلا جوړکړي داتلسوبالښتونه
ورځه ورځه مخ ته دې ښۀ شه
بيادقيامت پۀ ورځ بۀ وکړوديدنونه
وروځې لندۍ باڼۀ دې غشي
ډېريې پۀ تاوخوشې کوې زخمي دې کړمه
وروستی ديدن راسره وکړه
چې پۀ ارمان قبرته ولاړنۀ شم مينه
وطن خوتاظالمې خوارکړ
چې پۀ باموراښکاروې سپين مړوندونه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
چې کمکی يارمې لوياوۀ لېونۍ شومه
ولې لۀ مانه لرې ګرځې
مادې دمينې ګل پۀ زړۀ کرلي دينه

+ نوشته شده در  ساعت 22  توسط |  آرشیو نظرات
ه
ه

هابيل قابيل ؤسره وروڼه
نفس ظالم شو پۀ خپل منځ کې تباه شونه
هاپخوانۍ مينه دې نۀ شته
چې شيرين ځان دې غورځاوۀ ترګړنګونه
هاپخوانۍ مينه دې نۀ شته
يادې زړۀ توردی يادې کلی لمسوينه
هجران جهان پرماتورتم کړ
لۀ ښايسته مخه دې پورته کړل شالونه
هجران ظالم راپسې ګرځي
ماداشناپۀ زلفووخوړل ټالونه
هجران مې زړۀ قلم قلم کړ
ځکه لۀ سترګونه خوناب راتويوينه
هرچاته خپل وطن کشميردی
ماته کشميرشول دابې نيازه وطنونه
هرچاته خپل وطن کشميردی
ماته کشميردی ننګرهارښکلي ډاګونه
هرچاته خپل وطن کشميردی
ماته کشميردي دجانان دوطن غرونه
هرڅۀ پۀ بخت کېږي جانانه
بخت چې کوټه شي عقل هم کډه کوينه
هرڅۀ چې تېرشي هغه هېرشي
کله هېرېږي داشنابدپېغورونه
هرکله راشې ديارغمه
کۀ مې سل نوروي تابۀ پاس پۀ تندي ږدمه
هرناپسنده بۀ دې يوسم
پۀ يارانه کې دې شريک نۀ قبلومه
هره ګړۍ راباندې غم دی
جانانه راشه چې يودم بې غمه شمه
هره ګړۍ راته پۀ ياديې
دخدای دې هېره شم چې تابۀ هېرومه
هسې ناڅاپه مې پۀ زړۀ شوې
داسې ناڅاپه دې خدای راوله مينه
هغه دې هېردي کۀ پۀ ياددي
چې تۀ ولاړوې مادې لاس نيولی ونه
هغه دې هېرکۀ دې پۀ ياددي
چې دکړکۍ شمال پۀ دواړولګېدنه
هغه ساعت بۀ کله راشي
چې دجانان سره مې وشي ديدنونه
هغه ساعت بۀ کله راشي
چې داشناسره برګودرته ځمه
هغه ساعت بۀ لوی قيامت وي
چې زوړسړی پۀ چټه واچوي لاسونه
هغه ساعت داخترورځ ده
چې دڅلوروسترګووشي ديدنونه
هغه ملابۀ هم ارمان کړي
چې زمايارورته کتاب وغوړوينه
هلته بۀ زماپۀ قدرپوه شې
چې سورپالنګ درته ېواځې پاتې شينه
هلته بۀ غږ درباندې وکړم
چې دمصرۍ تورې دې ووينم وارونه
هلته بۀ حال زمامعلوم شي
چې مې لۀ قبره وټکېږي سرۀ ګلونه
هلته دې ويل چې خدای بۀ خيرکړي
اوس راته وايي چې زړۀ صبرکړه مينه
هلک بۀ ولې توره نۀ کا
ترنيمايي مورچله زۀ ورسره ځمه
هلک پۀ شنوخالومين دی
نجونې بدرنګې کړې چې نۀ وهي خالونه
هلک ته سپينې جامې ورکړئ
تورې جامې يې مردکوخوړلې دينه
هلک چې توروي ښۀ ښکارېږي
نجلۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅوينه
هلک دباغ لۀ لورې راغی
دشکرسېب پاڼه پۀ خولۀ شونډې ځبېښينه
هلک دې ولې پۀ ژړاکړ
تردربچې دې ورښکاره کړه شنۀ خالونه
هلک مين شورنګ يې زېړشو
موريې زېړی ورپرې کوي چې جوړبۀ شينه
هلک مين شورنګ يې زېړشو
موريې قسم خوري چې زېړۍ تبې کوينه
هلکه بدمې اموخته کړې
چې خولۀ درنۀ کړم مرورګرځې مينه
هلکه پاڅه روانېږه
کاروان تېرېږي تۀ بۀ پاتې شې مينه
هلکه ځان ته غره نۀ شې
کۀ تۀ چناريې زۀ دګلولښته يمه
هلکه خانده خوشالي کړه
سبامې کډې ستاانګړلره درځينه
هلکه خدای دې هلته مل شه
چې تۀ بۀ يويې درچاپېربۀ موزيان وينه
هلکه خدای دې ځوانيمرګ کړه
چې پۀ يارۍ نۀ پوهېدې رسوادې کړمه
هلکه خدای کۀ بۀ خولۀ درکړم
پرسردې نۀ شته دمصرۍ تورې وارونه
هلکه روغ بۀ لېونی شې
کۀ دڅوکۍ مازيګرووينې مينه
هلکه زمالۀ يارۍ واوړه
داتورې زلفې ښاماران وبۀ دې خورينه
هلکه ستادزړۀ لپاره
تلې مې سوځي پۀ غرموولاړه يمه
هلکه لرې راڅخه ګرځه
ستاپۀ يارۍ کې پۀ انګاروکړېدمه
هلکه لوی شې برخوردار شې
رساله دارشې چې بيرغ درپسې وړمه
هلکه مرې کۀ پاتې کېږې
دامې دستوردی نرۍ سترګې تورومه
هلکه نوره ياري بس کړه
پۀ ړنګ اوبنګ پېکي دې اېښي دي لاسونه
هلکه هرنياز بۀ دې يوسم
پۀ يارانه کې دې شريک نۀ قبلومه
هلکه هلته دخدای مل شه
چې د رخودارو ترخولې وخېژي دودونه
هله رادرومه پښې راواخله
سامې ترنيم بدن راغلې خلاصه شومه
همزولتياښۀ خوږه مېوه ده
مورمې میره ده مامېوې ته نۀ پرېږدينه
همزولوتل کړئ صحبتونه
پۀ نري ګورکې نۀ دريا شته نۀ ډولونه
همزولولاس موسره ورکړئ
بېلتون رټلی اشنابيالۀ ملکه ځينه
همزولې ټولې مې وادۀ کړې
ماوادۀ مه کړې دټولګۍ سرداره يمه
همزولې ټول راته پېغورکا
چې يارمې نۀ شته عمرخوشې تېرومه
همزولی يار دچامړمه کړې
همزولی ياردزړګي ولې پرېکوينه
همېش مې تۀ پۀ زړګي ګرځې
فکردې زۀ لۀ بله فکره وېستمه
هنداره څله مخ ته نيسي
زماپۀ ځوانۍ دې ياره اورولګاونه
هېڅ مناسب درسره نۀ دی
چې پۀ ويدومې پۀ خولګۍ وهې لاسونه
هېڅ مناسب درسره نۀ دی
چې خوږ اشنادې بېنوالۀ دره ځينه
هېڅ يې پۀ ويلوزۀ پوه نۀ کړم
لۀ تورټيکري لاندې يې وچيچل غاښونه
هېربۀ مې نۀ شې خپله ياره
کۀ داسمان ترسيوري ډېرتېرشي کلونه
هيکل خوښۀ دی پۀ نامۀ دی
بده اوږۍ ده پرسينه ږدي پرهارونه
هيکل دسرپۀ سينه کېږده
تيارۀ ماښام بۀ پرمالوړمازيګرکېنه
هلک مين دی رنګ يې زېړدی
نۀ دشپې خوب کانۀ دورځې روزګارونه
هلکه ځه ډېرپۀ نخروځه
پۀ لويوغروځه چې شملې دې بادوهينه
همزولوننګ راسره وکړئ
څوکۍ ته خېژم ښکلی يارراکوزومه

نورجهان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب