د عبرت ګذر ګاه | شعر

له ســترګو مې د اوښکو دریابونه ، لـــکه باران ځي
چې وینمه له مخي مې، څه خواږه خواږه یاران ځي

د عبرت نښـــي به نور څـــه وي ، ګذر ګاه کې د دنیا
یو په یو چې مو لــه مخي ، هره ورځې آشـنایان ځي

پښــیمانه د هفــتو ، مـیاشتي ورځـو او د کــلَویم
ځکه هر لمحه د خولې نه مې، آهـونه او افغان ځي

بې قدرۍ او بې ارزۍ کې، ښه وخــتونه رانه تیر شول
چې د عمر په بازار کـې ، اوس هر څه رانه ارزان ځي

په ویره ویره درومومم ، په هـــر ګرزونې ، او پیچومو
چې دیوان په قـــافلو کې ، په څیره کـې د انسان ځي

چې په لاره تیریدل ، ښایسته ښـــایسته ، مخونه
اوس د وهم دې کـوڅو کې ، اهرمن او شیطانان ځي

د عزلت په ګوټ کې ناست یم ، له هر څه نه بی پروا یم
خو قدرت د هنـــګامو پســې ، څــو تنه نادانان ځي

هر مشرب د سر بازۍ ، د خــــود فروشو ، خاصه نه ده
د وطن په میــنه مست هم ،څو بیـخوده ، عاشقان ځي

لا به ډیری جـنازې ، د معرفت دلـته کې وشي
که تیارو کــې مو د جـهل، د علم طـالبان ځي

دښمـنانو په خپل پوهه ، ښـه وختونه مــهار کړي
هر لمحه زمونږ له مــخي ، فرصـتونه د دوران ځي

دا آرمـان به مــو دسولي ، په هیڅــــکله پوره نشي
چې د اَمن فیصــلي ته ، بیســواده شــوده ګان ځي

د ضمیر او د وجـدان له محکمې نه به ، خلاص نه شو
که نا هیلي مـو له دَر څخه ، بی وزلي او خواران ځي

د ګلـــونو په اســرارو پوهیـدل هم ، کـــرامت دی
پوهـیدو د دغي رمــز ته ، تل تر تله بلـبلان ځي

دا چـا راته وژلي ، دا د دي لارې مشـعلونه
چې په تورو تروږمو کې مو د هــــیلي کـــاروان ځي

خاوندان د علــــم وفـن یي راته ټـــوله زندۍ کړي
خامخـا به د قسمت و فیصــــلي ته ،لیونــیان ځي

څوک مــعراج د انسـانیت هم، معرفت په رڼا غـواړي
څوک له خپل جهل او جها لـته ، په لاره د حــــیوان ځي

سید عبید الله نادر 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب