په جومات كې احتلام كيدل (فتوى)

پوښتنه:

زه يو سوال لرم چې كه چيرې يو سړى په مسجد كې ويده وي او احتلام شي نو آيا په جومات كې پاتې كيداى شي او كه څه وكړي؟
دويمه پوښتنه دا ده چې په قران پاک او د حدیثو په شپږو کتابونو قسم جایز دی او کنه او که څوک یې وکړي قسم یې تر سره شو کنه؟

سردارخان

ځواب:

قدرمنه وروره سردارخانه
عليکم السلام و رحمة الله و بركاته
روغيتا او کاميابي دې غواړم.
ستا د دې پوښتنې په ځواب کې چې که څوک په مسجد کې ويده وي او احتلام يې وشي (شيطان يې غلط کړي) بايد ووايم:
لمړى دا چې په مسجد کې بې ضرورته ويده کېدل درست کار نه دى.
دويم دا چې مسجد ته د جنوب سړي داخليدل ناروا دي، ځکه الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي:
“وَلاَ جُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىَ تَغْتَسِلُوا”
يعنې مسجد ته به نه داخليږي هغه څوک چې جنوب وي مګر که په لاره تېرېدونکى وي نو بيا پروا نلري تر دې پورې چې غسل وکړي.
دريم: له دې مبارک آيت شريف نه معلومه شوه چې څوک په لاره تېرېدونکى وي او په جنابت کې وي نو کولاى شي په مسجد کې تېر شي، د دې آيت علماؤ دوه تفسيره کړي وي
لمړى دا چې که چېرې جنب مسافر وي او لاره په مسجد کې تېره شوي وي نو کولاى شي چې په مسجد کې تېر شي او دويم دا چې د اوبو سامان لکه سطل، کوزه او داسې نور په مسجد کې وي او جنب يواځې د هغو د اخيستلو لپاره ورشي جواز لري.
نو ستاسې مسئله هم په عابري السبيل کې داخله ده، نو کله که يو کس په مسجد کې ويده وي او جنب شي نو چې کله راپاڅيږي له مسجد څخه دې راووځي.
او د دويمې پوښتنې په اړه بايد ووايم چې بې د الله تعالى له نومونو څخه په نورو شيانو قسم کول درست نه دي.

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب