بيت الخلاء ته په موبايل كې د قرآنکريم سره تلل (فتوى)

پوښتنه:

اوس وخت د تکنالوژۍ د پرمختګ سره خلک کولاي شې چې په ځينو آلاتو کې قرانکريم وساتي او هر ځاي ته يې له ځآن سره يوسي، خو د اسلام حکم  د هغه چا په اړه څه دي چې په ځينو آلاتو لكه موبايل، ام پي تري، كمره، فلش…. کې قرانکريم له ځان سره تشنابونو او بيت الخلاء ته وړي؟
ځواب:
الحمد لله نحمده ونصلي على رسول الله.
ګرانه پوښتونکيه ستاسي له پوښتني څخه او پر مونږ له باور کولو څخه ډيره مننه او د الله څخه غواړو چې زمونږ اعمال د خپلي رضا له پاره وګرځوي.
قرانکريم د الله کلام دي. دا يو مقدس ديني کتاب دي. مسلمانان بايد خامخا د دې عزتمند کتاب درناوي وکړي. زمونږ ظاهري اعمال د داخلي اعمالو څرګندونه کوي لکه مينه، محبت، جذبات، عبادت، درناوي او دالله ج کلام ته غاړه ايښودنه.
دا کومه غلطي نه ده که چيري په موبايل تيليفون کې کوم قراني ايات ذخيره وي او تاسي يې تشناب ته يوسۍ.
تشناب ته د موبايل او يا بلي کومي آلې وړل چې قرانکريم په کې ذخيره شوي وي حرام کار نه دى ځکه چې په دې باندي هغه اصول او قواعد نه مرتب کيږي کوم چې په مصحف (ليکل شوي کتاب) باندې مرتب کيږي ځکه چې دا اواز دى او په داخل د آلې کې دى او هغه ډول ليکل نه دي چې په سترګو وليدل شي او په لاس سره لمس شي.

سرچينه: اسلام آنلاين
فتوا: محمد صالح منجد
ژباړه: زيارت ګل راحل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب