د زلزلې پر وخت باید څه وشي؟

په زلزله کې صحيح چال چلند، فاصله ساتل دي

ښه يقينې يا حفاظتي ځای بيرون د ودانۍ څخه آزاده ځای کې ودرېدل دي، تر هغه وخته چې د زلزلې قوت کم شوی نه وي. په دې چې د ودانۍ څخه لېرې، د سرک څراغونو، ونو يا د برق لېنونو څخه د شيانو لوېدلو په وجه انسانانوته کوم خطر جوړ نه کړي، او سړی د ودانۍ خوا ته ځای ټاکي، نو دلته بايد سړی خپل سر او مخ د کړکۍ ګانو ماتې شوو ښيښو څخه وساتي.

که چېرته سړی د سمندر ساحل خوا ته ولاړ وي، نو بايد سړی څومره چې ژر کولای شي يوې کلي دننه ولاړ شې او يا يوې لوړې ساحې ته ځان ورسوي. ځکه کومه زلزله چې په سمندر کې کيږي، د هغې په وجه سونامي (Tsunami) منځ ته راځي. کله چې د سونامي (Tsunami) د خطر خبر ورکول کيږي، بايد ژر تر ژره د دغې ساحې څخه پښې سپکې شي.

د زلزلې په وخت کې بايد سړی په موټر کې پاتې شي؟

که چېرته سړی د زلزلې په وخت کې موټړ کې وي، نو بايد موټر د ودانېو، ونو او د استفاده کوونکو لينونو(لکه د برق لينونو) څخه ليرې فاصله کې د سرک په ډډه يا څنډه کې ودرول شي. د ناڅاپي غورځېدو خطر په وجه بايد سړی د پولونو او تونلونو څخه ډډه وکړي. د ټولو نه به ښه دا وي، تر هغه وخته چې د زلزلې ټکان نه وي ودرېدلی، بايد سړی په موټر کې پاتې شي. سړی بايد دې ته هم پاملرنه وکړي، چې موټر داسې ځای کې ودرول شي تر څو د پوليس او د ژغورنې وسايلو لاره بنده نه شي.

د زلزلې په وخت کې بايد سړی د کور زينې او ليفت څخه دې کار نه اخلي (استفاده ونه کړي)

که چېرته سړی د زلزلې په وخت کې کور کې وي، بايد سړی په هيڅ وجه د کور زينې او ليفت څخه دې کار نه اخلي. فقط که چېرته سړی د بيروني دروازې خوا ته ولاړ وي، نو بايد ژر تر ژره د ودانۍ څخه بهر شي. که دروازې ته نږدې نه وي، نو دا مشوره ورکول کيږي، چې څومره ژر کولای شي، خپل ځان د کلکو فرنيچرونو لکه مېزونو لاندې او يا د دروازو چوکاټونو په منځ وساتي. برسېره پر دی بايد سړې د کمزوره تاخچو او کړکۍ ګانو څخه فاصله وساتي او خپل سر په قاط شوو څنګلونو سره د ښيښو پترو او د راولېدونکي شيانو څخه وژغوري.

د زلزلې څخه وروسته هم پاملرنه

که شا و خوا ته کوم ټپي او يا د خاورو لاندې انسان موجود وي، بايد کوښښ وشي چې د هغو د پاره ژر تر ژره لومړنۍ مرسته وغوښتل شي. سخت ټپيان بايد ونه خوځول شي. سړی بايد دی ته هم پاملرنه وکړي، چې زيان رسېدلي ودانۍ ته دننه نه شي.
په کور کې بايد د برق، غاز (ګاز)، مرکزګرمي او برقي داشونو سوچونه مړه شي او کنترول شي، چې د برق لينونو او د غازونو (ګازونو) نلکو (نلونو) ته خو زيان به نه وي رسېدلی. ددې علايم، سپرغۍ، پرې شوي کېبلونه او د غاز بوی دی. برسېره پردی بايد سړی معلوم کړي، چې د زلزلې په وجه د څکلو اوبه خو ناولي شوي نه دي.
که د زلزلې په وجه استوګنځای زيانمن شوی وي او د اوسېدو وړ نه وي او سړي په يو عاجل استوګنځای کې سرپناه اخستی وي، کوم چې هغه د نظافت له لحاظه وړ نه دی، نو داسې د يو احتمالي وبا د خطر مخنيوي د پاره نظافت ته زښت ډېر امکانات برابر شي.

اسدالله ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب