د اسلام له دښمن څخه کرکه هم جهاد دى

ګرانه وروره! په اسلام کې دا هم له جهاد څخه دی چې: غښتلی او ژوندی احساس ولری، د اسلام  برم او عزت ته لیواله اوسئ، داسلام د قوت او برلاسې هیله ولرئ او د مسلمانانو په شته حالت،کمزورۍ او ذلت د غم او درد اوښکی تویې کړئ.

ګرانه وروره! داهم له جهاد څخه دی چې: د خپل لږ وخت، څه مال او شتمنۍ او د نفس له ځینو غوښتنو څخه د اسلام د خیر او مصلحت لپاره تیر شی،که چیری قاید یی، نو د قیادت په چارو کې یې ولګوی، او که سپاهی یی نو د نورو داعیانو په مرسته کی یې مصرف کړی. په دې ټولو کې خیر پروت دی، او د هر یوه سره الله تعالی د نیکې بدلې وعده کړی ده.

امام حسن البنا

ګرانه وروره: له جهاد څخه داهم دی چې: په معروف امر وکړی، له منکر څخه منع وکړی، د الله تعالۍ، رسول الله صلی الله علیه وسلم، د الله د کتابونو او د مسلمانانو د مشرانواو عامو مسلمانانو په اړه خیرخواه او ناصح اوسی.د الله تعالی لاری ته په حکمت او نیکې موعظی سره بلنه وکړی، هیڅ قوم یو تربله نصیحت نه دې پرې ایښې مګر دا چې الله تعالی هغه ذلیل او خوار کړی دی،او هیڅ قوم امربالمعروف او نهی عن المنکر نه دی پرې ایښی مګر دا چې الله تعالې ورسره مرسته پری ایښی ده, {لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرائيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُدَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ, كَانُوا لا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ}

ګرانه وروره: له جهاد څخه داهم دی: څوک چې ستا له دین څخه کرکه لری، ته هم ترې کرکه وکړې، څوک چې د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دښمنی کوی، دهغه سره اړیکی پرې کړی، ستا او د هغه تر منځ بايد هیڅ ډول تړاو،ناسته ولاړه او معامله نه وی.

داهم جهاد دی چې : د الله تعالی سپاهی اوسی، خپل نفس او مال  دهغه لپاره وقف  كړی، کله چې د اسلام مجد او برم وګواښل شی، او داسلامی پاڅون نعره پورته شی، تر ټولو ته ورمخکی شی او د جهاد بیرغ پورته کړی. {إِنَّ اللهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ}

دا هم جهاد  دی چې: دعدالت د رامنځ ته کیدو او د انسانانو د چارو د سمون او اصلاح لپاره، او د مظلوم د مرستی او د ظالم د مخنیوی په خاطر راپورته شی.خوږ نبي فرمايي: : (أفضل الجهاد كلمة حق عند سلطان أو أمير جائر).

له میاشتنې مجلې قافلې څخه به مننه

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب