په افغانستان کې د تبشیر نوې پراخه څپه

تبشیري پالیسي د اسلامي نړۍ د مسیحي کولو او یا له اسلام څخه د بېلولو هغه پالیسي ده چې اروپایانو له (۱۵) مې پېړۍ راپدې خوا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کار پرې کوي، خو په (۱۹) او (۲۰) میلادي پېړۍ کې تبشیر د اسلام دښمنۍ یوه ښه وسیله شوه چې د لویدیځ د کلیسا واکمنو د نورو اسلام دښمنه کړیو په ملګرتیا د اسلام سره د مقابلې او له منځه وړلو په موخه، په مختلفو بڼو په روانه ساتلې وه، د دې پالیسۍ موخه دا وه چې مسلمانان په لومړۍ مرحله کې د اسلام ددین د حقانیت په برخه کې شکمن او متردد کړي بیا ترې داسې څوک جوړ کړي چې له اسلام سره یې تړاو وشلېږي

د کار څرنګوالی

په تېرو پیړیو کې دا کار د عیسوي مبشرینو لپاره ډېر ستونزمن ؤ، دوی به لومړی ځانونه د مسلمانانو په بڼه جوړول، د هغو ژبه به یې زده کوله، د دین ډېر مسائل به یې زده کول، او تر ټولو دا چې په پښو به کلي په کلي، ښار په ښار، او مدرسه په مدرسه ګرځېدل، له همدې امله دوی ن به له ستونزو سره مخ وو، خو په مستعمرو سیمو ن کې یې بیا کار ښه پرمختګ کاوه.

د همدې تبشیر په مټو، د افریقا لویه وچه، هندوستان، جنوبي آسیا، تر دې چې تر فلیپین او کوریا پورې عیسویت خپور شو، او په اسلامي هېوادونو کې یې ارتداد ګڼې لاسته راوړنې درلودې.
په افغانستان کې د مبشرینو فعالیتونه دانګریزي استعمار د راتګ سره سم پیل شول، داچې متأسفانه افغانستان په تېرو دوو پېړیو کې د کورنیو اغتشاشونو او د انګریزي استعمار سره لاس او ګرېوان ؤ حکومتونه او لیکوالان ندي توانیدلي په دې اړوند کره لیکنې ولري، خو موږ ته ډېر داسې حکایتونه را روایت شوي چې ځینو انګریزانو ( مبشرینو ) به د ملایانو، پیرانو او مجاورانو په جامو کې په ځینو سیمو کې د خلکو تر منځ کار او ژوند کاوه …

نوی تبشیر

خو د علمي پرمختګونو او د وسائلو د آسانتیاوو په برکت د تبشیر کار آسانه شو، او مبشرین پرته له دې چې د پخوا په شان د ملایانو او پیرانو په جامو کې په کلیو او مدرسو وګرځي د مؤسساتو، پروژو، سیمینارونو او ورکشاپونو له لاري . په تېره بیا د فیسبوک، ټویټر، انټرنټ او رسنیو په واسطه یې فعالیت پیل کړی دی .

دوی په لومړي سر کې هغو کسانو ته د اسلام په هکله شکونه پیدا کوي چې د اسلام څخه کافي معلومات نه لري، هغوی ته له یوې مرحلې وروسته په همدې برخه کې روزنه ورکوي، تر څو دوی په خپله د افغانانو تر منځ دا کار په غاړه واخلي ..چې همدا اوس په مختلفو بڼو دا فعالیتونه د ځینو مؤسساتو او ټولنو له لوري په مخ روان دي ..

په افغانستان کې د تبشیریانو د جګړې ډګرونه
د تېرو او روانو بې ثباتیو او جګړو څخه په ګټه اخیستنه په افغانستان کې د کلیسا تبشیري لویې ډلې د خپلو لویدیځوالو فوځونو او پراخو مؤسسو په مټو توانیدلي چې ګڼ کسان د خپلو موخو ښکار کړي، چې ځینې خو یې په تېرو کلونو کې د مسیحیت تر اعلان پورې هم ورسېدل، چې اوس بیا همدا افغاني مینځل شوي مفکرین د پیسو په مقابل کې د انجمنونو، مدني ټولنو، او نورو خیریه مؤسسو په نوم همغه کار کوي چې تبشیري مؤسسې او ډلې ورته لارښوونه کوي.

په افغانستان کې مبشرین په لاندې ډګرونو کې زموږ په خلاف خپله جګړه په مخ بیاییي:

۱- د حجاب په خلاف جګړه،

دوی دا جګړه له چادري راپیل کړې، او د افغاني ښځې تر پوره بې بربنډولو به یې پرمخ بیایي چې تېرو دوو میاشتو کې د چادري په سر کولو، او د نقابونو په مسخره کولو کوڅو او بازارونو ته راووتل .تر څو د حجاب اهمیت راکم او افغاني ښځې له خپل کلتور څخه را وباسي ..

۲- په دیني مدرسو او دیني مرکزونو بریدونه
ددې لپاره چې دینې مراکز، مدرسې او دار الحفاظونه له منځه ویسي، او یا یې په ټولنه کې رول راکم کړي، نو دا مرکزونه د ترورزم په نوم، د بد اخلاقۍ په نوم او داسې نورو نومونو تورن کوي، تر څو یې اهمیت راکم، په خلکو کې منفور او بیا یې له منځه یوسي.

۳- د دیني علماؤ بدنامول

د دین علماء د دیني پوهې له امله په ټولنه کې د دین د رسولو، بیانولو او خلک پرې پوهولو اساسي مراجع دي، دوی دیني علوم لوستي او دنده لري تر څو همدا دیني علوم خلکو ته ورسوي، او خلک ددین په احکامو اوامرو او نواهیو پوه کړي، خو ددې لپاره چې د عام اولس له دین سره فاصله پیدا شي، له دین څخه ناخبره واوسي، دوی هڅه کوي دیني او مذهبي مشران د خلکو په وړاندي بدنام، او ناوړه معرفی کړي، خبرې یې دروغ او وینا یې بي ګټې وښېې.

دیني او مذهبي مشران او علماء د ترورزم په ملاتړ بدنام کړي، داسې یې خلکو ته معرفي کوي چې همدا علماء د ترورزم په ترویج کې لاس لری.

۴- دیني مقدسات او مذهبي ورځې بي اهمیته ښول

ددوی جګړه په پاسنیو ډګرونو کې نه تم کېږي، دوی په دیني مراسمو، لکه: حج کول، روژه نیول، زکات ورکول، د اخترونو قربانیو هم نیوکې کوي، او خلکو ته داسې فکر ورکوي چې ګواکې دا ملایانو د خپلو ګټو په موخه رامنځ ته کړي او کومه ګټه نه لري، له همدې امله هڅه کوی خلک د حج او عمرې له اداء کولو را وګرځوي، د روژې نیول ورته بي اهمیته کړي، د اختر ‌‌ذبحه ورته ظلم معرفی کوي.

۵- له اسلامي امت او اسلامي تاریخ څخه بېلول
تبشیري ډلې د خپلو سیکولر ډلو په ملاتړ غواړي افغانان له نور اسلامي امت څخه را بېل کړي تر څو کمزوري او د اسلام سره یې تړاو وشلېږي، بیا یې په خپلو منځونو کې یې به قومي او ژبنیو اختلافاتو کې راګیر کړي د اسلام سره تړاو ورته یو بهرنی تړاو معرفی کوي، هڅه کوي چې دوی ته دا وښیي چې اسلام خو عربو راوړی او دا یو پردی او د عربو دین او کلتور دی، اسلامي تاریخ ورته بهرنی کلتور معرفی کوي له همدې امله کله ورته د آریایانو جشنونه جوړوي، او کله هم د زردشتیانو ..

۶- د اسلام په ځینو لارښوونو ملنډې وهل
ددې لپاره چې اسلام د خلکو په اذهانو کې بد او کمزوری معرفی کړي، د اسلام په ځینو احکامو او قوانیو نیوکې کوي او ملنډې پرې وهي، له دې جملي څخه د جهاد په هکله ناوړه تبلیغات کوي، او جهاد یو ناروا، د وینو تویولو، او ورانۍ عمل معرفی کوي تر څو په دې ډول د جهاد موضوع د خلکو په وړاندې بي اهمیته، او استعمارګران وکولای شي په آسانۍ په افغانانو خپل واک ټینګ او د تل لپاره مستعمره کړي، همدا شان د قصاص، او حدودو په اړوند هم خلکو ته شکونه پیدا کوي.

۷- د متشابهاتو او عقیدوي مساېلو راوړاندې کول
په قرآنکریم کې ځینې آیتونه صریح بیان لري او په آسانۍ یې مطلب اخیستل کېدای شي خو ځینې بیا داسې آیتونه شته چې د معنی په هکله یې مفسرین یوه خوله ندي، چې دې ته متشابهات وایي، دوی دا آیتونه د عامو مسلمانانو په وړاندې چې اصلا له اسلام څخه کامل معلومات نه لري د بحث لپاره وړاندې کوي بیا پکې خپل د خوښې تعبیرونه او تفسیرونه کوي چې کله هم د اسلام احکام خلکو ته غلط معرفي کوي، همدا شان ځینې عقیدوي مسائل چې په پنځو حواسو نه لمس کېږي، د شک اچولو په موخه د بحث لپاره راوړاندي کوي لکه د جنت او دوزخ، د قبر عذاب .. ملائکې او داسې نور بیا پکې خپل تأویلات کوي ..

دا او داسې نور فعالیتونه همدا اوس د تبشیري ډلو له لوري روان دي، کېدای شي، افغانان ددې خلکو اصلي څېرو او موخو ته متوجه او ددوی په اصلي موخو پوه شي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب