“منځلارې، په افغانستان کې د ستونزو حل لاره”

افغانستان، چې حکومتي ودانۍ، بازارونه، لویې لارې، د لوبو مېدانونه او آن جوماتونه، د واده  او جنازې مراسم یې تر برېدونو لاندې راځي.

ټول افغانان په یوه خوله وایې: افغان وژنه بس کړﺉ، په کومه ګناه موژونۍ؟

خو ویل کیږي چې ددې وژنو بس کېدو له پاره یواځې یوه لار شته چې هغه منځلارېتوب دی.

که منځلارېتوب وي، بیا به مور د اولاد درد نه ګوري، تنکي ماشومان به د مور پلار له مینې نه بې برخې کیږي.

آیا ددې ناخوالو د مخنیوي له پاره حکومت او اړندوه ادارو څه کړي؟

افغانستان کې د منځلارېتوب بنسټېز کېدو په موخه حکومت شاوخوا یو کال وړاندې د اعتدال په نوم یو مرکز جوړ کړی، چې په ټولنه کې د اسلامي اصولو په رڼا کې د منځلاری اندونو پراخولو په برخه کې کار کوي او ترڅنګ یې د شمیر د يني عالمانو هم په بیلابیل ډول ددې ناخوالو مخنیوي له پاره هلې ځلې کړې دي.

 

په اسلام کې “زیاتوالی او کموالی“ ګناه ده نو ددغه دواړو پدیدو ( افراط او تفریط) ترمنځ اسلام یو منځلاری د ین دی، چې پکې سوله او آرامي نغښتې ده.

نن سبار په نړۍ کې بیلابیلې افراطي جګړې رو انې دي او عاملین یې هڅه کوي اسلام په نوې بڼه خلکو ته ور وپیژني، خو دا کوم نوی د ین نه دی.

 

 غربي نړۍ ته افراط او تفریط یوه وسیله ګرځيدلې څو له دې لارې خپلو موخوته ځان ورسوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب