اسلامي سیاست او دولتسیاست او دولتنړۍ

بیلابیل سیاسي نظامونه

تیره برخه 

بېلابېل سياسي نظامونه

زموږ بله موضوع پردې خبرو راڅرخي چې د سياست د پورتنيو فلسفوي نظرونو قطع نظر،  په نړۍ کې کوم ډول نظامونه  په عملي بڼه منځ ته راغلي؟ او حکومت بايد شخصي وي او که ټولنيز؟ ددې له پاره کوم ډول ځانګړنې اړيني دي؟  همدا ځانګړنې څنګه منځ ته راتلای شي؟ په دي اړه څه ډول تګلاره بايد وکارول شي؟ د دغو بنسټيزو پوښتنو په اړه چې په کوم نظام کې څېړني کيږي هغه ته سياسي نظام “Political System” وايي. ترننه چې په نړۍ کې کوم نظامونه پلي شوي دي هغه پر درې لويو برخو وېشل کيږي:

۱ شاهي

۲ اشراف واکي

۳ جمهوريت (ولسواکي)

دادرې لوی نظامونه بياپه بېلابيلو څانګو وېشل شوي دي ، چې دلته يې څه ناڅه پېژندنه اړينه ده.

۱ـ شاهي نظام

دتاريخ له پاڼو څرګنديږي چې د نړۍ په سياسي نظامونو کې ټولواکي (شاهي نظام) د نورو په پرتله زيات نافذ شوی دی چې له پېل نه تر اوسه پورې د نړۍ پر مخ په يوه يا بله بڼه راروان دی ،او د تاريخ په ډېرو پېښو کې ځانګړی ځای لري.

په ظاهري بڼه “ټولواکي” يو ويوکی دی چې د دولت مشر ټول واک (پاچا) ته کارول کيږي ،دی شخصي واکمن وي او په خپل سر د حکومت چارې پرمخ بيايي؛ خو د دې نظام شکلونه په بېلابېلو زمانو او هيوادونو کې يو تر بله توپير لري ، مانا دا چې  دا نظام پرټوله نړۍ يو ډول نه دی راغلی، په هر پېر کې په مختلفو بڼو رامنځ ته شوی دی چې دلته يې موږ په لنډه توګه را اخلو:

(۱) مطلق العنان ټولواکي :

ددې واکمني بنسټيزې ځانګړنې دادي چې په داسې نظام کې پاچا د قانون يادستور په منلو مکلف نه وي ،بلکې د ده ژبه قانون وي ، دی چې څه وايي هغه به دقانون يوه برخه ګرځي او د چارو په پلي کولو کې به هم  له چاسره په مشوره کولو پابند نه وي ، او که دی په خپله خوښه له چاسره مشوره کوي هغه به د ده يوه لورينه وي اوکه مشوره نه کوي ؛ نو څوک ترې پوښتنه نشې کولای ، هغه به پخپله دچارو واګي پرمخ بيايي ، قانون به پخپله جوړوي او دجګړو پرېکړې به هم دی کوي ، دقضا پرېکړه به هم بالاخره ترده پورې رسيږي او د ده پرېکړه به وروستۍ او منونکې پرېکړه وي، که هغه په قضايي چاروکې وي اوکه پوځي چارو کې، لکه نن چې دپوځ په قانون کې کوم قوانين پلي کيږي چې د پلاني جرم به څنګه او څومره جزاوي؟ د دواړو ترمنځ يوازې دومره تو پېردی چې مطلق العنان پاچا په هيڅ قانون منلو مکلف نه وي ، که له چا يې بد راشي او پرېکړه وکړي چې پلانی دې د خره څرمن وخوري يا دې په دېوال کې ووډل شي ؛ نو ددې شخص په اړه همداقانون ګرځي ، دېته مطلق العنان پاچاهي وايي او همداسې نظام دفرعون او نمرود په څېر انسانان وزېږول  چې آن دخدايي دعوې يې هم وکړې.

(۲) پاچايي شورا:

د شاهي نظام دوهم ډول “پاچايي شورا” ده چې په انګريزي ژبه کې ورته ” Counseling  monarchy” وايي ، ددې لنډه پېژندنه داسې ده چې په دې نظام کې به پاچا قانون په خپله جوړوي او دچارو پرېکړي به هم دی کوي؛ خوله دې سره سره به له ځان سره يوه شورا هم ساتي او دقوانينو او احکامو په پلي کولو او اجرائيه چارو پرمخ بېولو کې به ورسره مشورې کوي ، بيا همدا شورا هم بېلابېل ډولونه لرې: ځيني يې دکونسل “council” ځينې د سنا مجلس او ځينې يې بياپه نورو نومونو ياديږي ، دغه راز مشورې هم يوله بل سره توپېرلري ، په ځينو ځايونو کې داسې شوي وي چې پاچا له شوراسره مشوره شرېکه  کړې ؛ خو دهغوی په مشورو منلو مکلف نه وي ، که د مشورې پر خلاف عمل وکړي بيا يې هم څوک له خپلې پرېکړي نشې په شا کولای، او کله داسې هم شوي دي چې پاچا اړ  وي چې دشورا پرېکړه به مني ، شورا چې کومه پرېکړه وکړي ياکوم قانون تصويب کړي پاچا به دهغو په منلو مکلف وي .

په تېر تاريخ کې ديونان رياستونه ترټولو مهذب او منظم رياستونه شمېرل کيږي ، هغه مهال هلته دښاري رياستونو “city states ” نظام و ، په هرښار کې به يوه ځانګړې واکمني وه او هغه به يو مستقل هيواد و ، او په هره کلا کې هستوګن خلک به ديوه رياست افراد يادېدل ، د يونان هرښار به ځانګړی واکمن او ځانګړی نظام درلود، دښاري رياستونو همدانظام ترډېرې مودې روان و ، ټول يونان په يو شمېر واکمنيو وېشل شوی و ، دهمدې رياستونو پاچايان په لو مړي سرکې مطلق العنان پاچايان ول؛ خو وروسته دوی دپاچاهي شورا نظام غوره کړ او ځينو يې دځان له پاره ځانګړي شوراګانې جوړي کړې چې په بېلابېلو معاملاتو کې به يې پاچاته مشورې ورکولې، په زياتره رياستونوکې به پاچايان د مشورو منلو پابند ول؛ خو په ځينو رياستونو کې به  پاچايان په دې مکلف نه ول چې دشورا مشورې ومني او په ځينو نورو کې بيا پاچايانو ته خپل حدود ټاکل شوي وو چې په ځينو معاملاتو کې به دشورا د پرېکړو په منلو مکلف وو، او په ځينو نوروکې بيادوی خپل واکه ول.  همدا واکمنۍ په يونان کې دعيسی عليه السلام نه ۳۰۰/۴۰۰ کاله دمخه وې.

(۳) مذهبي ټولواکي :

دريم ډول مذهبي يا “Religious monarchy” پاچايي ده، دا داسې واکمني وه چې د پاچا د واک اصلي سرچينه به مذهب و ، پاچابه له مذهبي مراسمو سره سم دمذهبي مشرانو له خوا ټاکل کېده ، پاچاته به دوی لوړه ورکوله او ويل به يې چې پلانی زموږ له خوا پاچا وټاکل شو، پاچابه په خپله واکمني کې دمذهبي مشرانو تابع و او د دوی له پرېکړو سره سم به يې حکومتي چاري پرمخ بېولي، دامذهبي پاچاياني ترډېرې مودې په عيسايانو کې دود وې، چې د دې پېل دعيسی عليه السلام اسمان ته له خېژولو شاوخوا ۳۰۰کاله وروسته شوی دی .

پرعيسايانو درې سوه کاله داسې تېرشوي دي چې دوی به تل دخپلو مخالفينو له خوا دظلم او شکنجې ښکار ول ، دوی دنړۍ پرمخ داسې ځای نه  درلود چې سره راټول شي، او دخپل دين تبليغ به يې په پټه تر زمکې لاندې په سمڅو کې تر سره کاوه چې دالړۍ تردرې سوه کاله همداسې روانه وه، په همدې موده کې د دوی په دين کې تحريف شوی دی او تر اوسه په هغه ډول را روان دی .

په پيل کې د عيسی عليه السلام  لارويان موحدين ول او عيسی عليه السلام به يې يوازې د الله تعالی استازی او رسول مانه ؛ خو چې کله يهود د دوی منځ ته ورننوتل؛ نو د دوی په دين کې يې لاس وهنه وکړه.

 پو لوس “Saint Paul ” چې لومړی يهودي و او دعيسايانو تر ټولو مخ کښ دښمن و ، عيسايان تر ټولو زيات د ده له لاسه کړېدلي دي، په پای کې ده  عيسائيت ومانه او بيايې د عيسايانو په مذهب کې تحريف وکړ ، دتثليث عقيده ، دکفارې عقيده او نور خرافات په عيسايانو کې همده دود کړل، چې بالاخره د عيسايي مذهب رښتوني لارويان ګوم نامه شول ، يا ختم شول او ياډېر لږ پاتي شول او دا نوی دين چې “پولوس” له ځان نه جوړ کړی و، د عيسائيت په نو م مشهور شو .

د عيسی عليه السلام له اسمان ته ختلو درې پېړۍ وروسته د روم پاچا قسطنطين  (چې لوی قسطنطين هم ورته وايي ) دعيسائيت دين ومانه ، تردې مخکې به دروم پاچايانو دبوتانو عبادت کاوه؛ خو په درېيمه پېړۍ کې همدې پاچا د”پولوس” عيسايي مذهب ومانه. دا هغه قسطنطين دی چې قسطنطنيه ښار د ده په نوم جوړ شوی دی چې اوس ورته استنبول وايي او بيا همدا ښار دعيسايانو پلازمينه ونومول شوه ، په همدې توګه د لومړي قسطنطين ترعيسائي کېدو وروسته په روم کې دعيسايانو واکمني پېل شوه ، هغه مهال د”پوليس” عيسائيت مذهبي مشر “اتاناسيوس” (Athanasius) و، نوموړي په لومړي ځل “قسطنطين” پاچا په مذهبې توګه لو مړی مستند پاچا وګرځاوه او په روم کې مذهبي پاچايي له همده څخه پېل شوه.

د دې مذهبي پاچايي ځانګړتيا داوه چې په مذهبي چارو کې به دکليسا مشر “پاپ” پرېکړه وروستۍ پرېکړه وه ، د دولت مشر پاچا به يوازې سياسي دندې پرمخ بېولي او د کليسا مشربه دا واک هم درلود چې مالومه کړې کومه معامله مذهبي ده او کومه غير مذهبي ؛ نو ځکه به پاچا ترډېره بريده دکليسا مشر دپرېکړو په منلو مکلف و ، که دکليسا مشرانو به  پاچاته  دکومې خبري امر کاوه؛ نو هغه به يې په منلو مجبور و ځکه چې په يوه واکمني کې دوه پاچايان نشي پاتي کېدلی ، له همدې امله به د روم په تاريخ کې دپاپ او پاچا دواکمني حدود يوه ستونزمنه مسئله وه چې په دوی کې به دهمدې مسئلې پرسرډېري جګړې کېدلې. په پای کې دامسئله نوره هم پسې توده شوه او يوه نه هوارېدونکې ستونزه وګرځېده تر دې چې دسيکولر (پرمذهب نه ولاړ ) حکومت تر ولکې لاندې په “واتيکان” کې دپوپ بېل رياست جوړ شو.

(۴) دستوري پاچايي (Constitutional monarchy)

دستوري پاچايي دېته وايي چې پاچا به هرومرو دستور ياقانون ته ژمن وي ، داسې نه چې څه د ده له خولې وځي هغه به قانون وي ، چې څه ډول غواړي هغسې پرېکړه به کوي او چې څنګه د ده خوښه وي هماغسې اقدام به کوي ، بلکې د ده هرډول ګام به له يو دستور سره سم اخيستل کيږي، د همدې دستور په دائره کې به ژوند تېروي او له قانون څخه به هيڅ  ډول سرغړونه نشي کولای .

د ستوري پاچايې هم د نورو نظامونو په څېر په بېلابېلو زمانو کې منځ ته راغلې ده ، په خپله په يونان کې هم داسې پاچايي شوې ده ، د روم په تاريخ کې هم داسې شوي دي چې پاچابه يو دستور ته ژمن و ، په ځانګړي ډول په منځنيو پېړيو کې زياتره  واکمنۍ او پاچاياني دستوري وې. داسې پاچايي يو ډول هغه دستوري پاچايي هم ده چې په نننۍ نړۍ کې د پارلمان يوه برخه شمېرل کيږي ،لکه په برتانيه کې ، هلته اوس مهال پاچا ملکه ” اليزابېت اليګزاندرا مېري” (Elizabeth Alexandra Mary) ده او په هغه هېواد کې دستوري پاچا يي نظام دی، خو دا پاچايي يوازې سمبوليکه بڼه لري ، پاچا هيڅ واک نه لري، اختيارات ټول له کابينې  او يا له پارلمان سره دي، يوازې د نوم له پاره يې يو پاچا کښېنولی دی چې رول يې تر ډېره ځايه مراسمي او سمبوليک دی.

تاسو ولوستل چې پاچايي يو داسې کلّي مشکک دی چې له مطلق العنان پاچايي څخه تريوازې په نوم پاچايي پورې بېلا بېل ډولونه لري ، مانا دا چې په نړۍ کې داسې پاچاهم تېر شوی چې يوازې وينا به يې قانون و او داسې پاچا هم شته چې هيڅ واک نه لري سره له دې چې داهم د پاچايي يو ډول دی او ها بل هم د پاچايي يو ډول دی، لنډه دا چې  شاهي نظام همدا څلور يا پنځه ډولونه لري .

او له دې څخه داڅرګنديږی چې له کوم  وخت نه په نړۍ کې دجمهوريت غوغا پېل شوې ده له هغه وخت نه دپاچا کلمه يا د پاچايي او ملوکيت نوم هم بدنام شوی دی ، او د دې بدنامې پايله دا شوه چې اوس شاهي نظام محض يو شر ګڼل کيږي او خلک دا ګومان کوي چې شاهي او ملوکيت تل بد نظام دی او بدې پايلي لري ، ځينې داسې خلک هم ليدل کيږي چې وايي په اسلام کې ملوکيت نشته ، شاهی نظام نشته او داسې نور .

په حقيقت کې داخلک دهغو تبليغاتو تر اغيز لاندې راغلي دي چې دجمهوريت غوغا يې را پېداکړې ده، کنه نو ملوکيت؛ خو يو عنوان دی او ددې عنوان معنون ښه هم کېد لی  شي او بدهم .

که تاسو قرآنکريم وګورئ؛ نو الله تعالی طالوت ((ملک)) يعني خپل قوم ته دپاچاپه توګه راليږلی و او دا کار يې له خپلو نعمتونو څخه شمېرلی دی ، هغه جل جلاله بني اسرايلو ته وايي: “موږ پرتاسو احسان وکړ چې طالوت مو دپاچا په توګه دروليږی” .

او دغه راز الله تعالی بني اسرائيلو ته خپلي نيکۍ بيان کړي ده، هغوی ته وايي : (وجعلکم ملوکا) او الله تاسو پاچايان کړي وی، او داؤد عليه السلام او سليمان عليه السلام ته يې هم پاچايي ورکړې وه ، اوس چې کله جمهوريت پاله خلک دې اياتونو ته راورسيږی؛ نو ډول ډول تاويلات اوتوجيهات پکې کوي، دوی وايي چې له دېنه مراد پلانی ملک دی او په اسلام کې دملوکيت نظام نشته  او داسې نور …

خوحقيقت دادی چې ملوکيت ، پاچاهي ، ټول واکي ياهرډول نوم چې وي په دې کې اصل دادی چې ددې نظام واک څومره دی؟ او د کومو اصولو لاندې دوی حکومت کوي؟  که همدااصول سم وي؛ نوکه پاچايي ورته وايي ، که ملوکيت ورته وايي او که خلافت ورته وايي هرډول نوم چې پرې اږدي هيڅ پروانه لري او دېته بدنظام نه ويل کيږي ؛ نو داخبره بايد له پامه ونه غورځول شي چې دا ډول تصورات چې ملوکيت يا پاچايي محض يو شردی ، دا د هغو روڼ اندو تبلغات دي چې زموږ په زمانه کې راپورته شوي دي ، او د دوی پوره تفصيلات به په خپل ځای کې درته وړاندې کړو . د پاچا په کلمه کې په خپل ذات کې هيڅ نيمګړتيا نشته، سهي هم کېدلی شي  او غلط هم کېدلی شي ، دغه راز ښه هم وي او بد هم وي؛ خو اسلام په دې اړه هيڅ بنديز نه لري چې د مشر نوم “ملک” ، که “خليفه” او يا “پاچا” او که “ولسمشر” وی، دنوم له امله په واکمني کې هيڅ ډول بدلون نه راځي ، بنسټيزه خبر داده چې واکمني دکومو اوصولو لاندې ، دکومو قواعدو په رڼا کې او دڅه ډول نظام ترسيوري لاندي چاري پرمخ بيايي. ددي پوره تفصيل به ان شاءالله دکتاب په پای کې درته وړاندې کړو.

۲ــ اشراف واکي

دويم سياسي نظام چې مخکې يې موږ يادونه وکړه، اشراف واکي يا د اشرافو حکومت دی چې په انګريزي ژبه کې ورته “Aristocracy” وايي .

اشراف واکي يوه تخريب کړل شوې کلمه ده چې له اشراف څخه اخيستل شو ی دی، اشراف نېکانو خلکو ته وايي ، کوم خلک چې په ټولنه کې دقدر وړ خلک وي هغو ته اشراف ويل کيږي . ددې نظام لنډه پېژندنه ياددې ترشا نظريه داسې ده چې وايي حکومت کول دهرچاکارنه دی او نه هرانسان د واکمني کولو حق لري بلکې حکومت کول يوازې دځېنو ځانګړو خلکو حق دی چې ديو ځانګړي نسب او حسب څښتنان وي او يادځينو ځانګړو صفتونو څښتنان وي چې د اشرافو طبقه ورته وايي ، هر څوک ددې حق نه لري چې واکمني وکړي او نه هم داحق لري چې دواکمني غوښتنه وکړي بلکې دا يوازې ديوې ځانګړې طبقې حق دی چې دوی يې په اشرافو سره تعبير کوي .

اوس پو ښتنه داده چې د دې طبقې خلک څوک دي ؟ په دې اړه خلک بېلا بېل نظرونه لري. ځينی وايي د غوره نسب او حسب څښتنان اشراف دي، او ځيني وايي چې کوم خلک په مذهبې توګه غوره ګڼل کيږي هماغه داشرافو طبقه ده ، او ځيني نوربيا وايي چې د اشرافو طبقه هغه خلک دي چې ځيني ځانګړي صلاحيتونه او نيک خويونه ولري او ډېر زړور او هوښياروي ؛ نو همدوی بايدواکمن شي .

خلکو داشرافو بېلابېل تعبيرونه کړي دي . دهمدې تعبيرونو له امله په خپله اشراف واکي هم پر بېلو بېلو څانګو وېشل شوې ده ؛ خو په ټوليزه توګه دټولو تصورهمدادی چې واکمني کول دهرچاکارنه دی، يوازې يوه ځانګړې طبقه دې واکمنه وي او بايد ټول خلک يې اطاعت وکړي .

ددي تصور پيل دارسطو او افلاطون څخه شوی دی او دا اصطلاح هم په خپله هغوی اختراع کړې ده ، هغوی داتصور وړاندې کړ چې واکمني د هغه چا حق دی چې دپوهي له پلوه ترنورو لوړوي؛ نو داسې به ووايو چې هغوی دعلمي اشراف واکي تصور وړاندې کړ؛ خو همدا تصور چې دپوهي پربنست دې خلک واکمن وګرځول شي يوازې دهغوی دماغي تخيلات ، هېله او ارمان و، په عمل کې کله هم داسې نظام نه دی رامنځ ته شوي چې خالص پرعلمي بنسټ حکومت وټاکي .

دلته دايادونه هم اړينه بولم چې د اشراف واکي اصلي غوښتنه داوه چې د ځينو ځانګړو صفاتو لرونکې طبقه دې واکمنه کړل شي ، خو دا اصطلاح هغه مهال هم کارول کيږي چې داسې طبقه مخامخ حاکمه نه وي؛ خو پرحکومت د ډېر اغيزله امله دپردې ترشا ټوله واکمني د دوی وي، که څه هم په ښکاره واکمن نور خلک وي ، په داسې وخت کې هم ويل کيږي چې دا اشراف واکي (Aristocracy) ده، او د داسې مفهوم له پاره په نننۍ نړۍ کې د “بيوروکريسۍ” کلمه ډېره کارول کيږي ، ددې مانا داده چې په ښکاره که هر څوک واکمن وي؛ خو اصلي واکمنان پردوی دومره اغيز لري چې مهمې پرېکړي او پاليسي د هغوی له خوښي سره سم پلي کيږي ، هغوی چې څنګه غواړي واکمن په خپله ولکه کې ساتي او پر هغه دخپلې خوښي پرېکړي مني.  “بيو” رسمي چارواکو ته وايي او “روکريسي”  حاکميت (واکمني ) ته وايي ؛نو د بيوروکريسي معناداده چې اصلي واکمني درسمي چارواکو په لاس کې ده ، چې ددې ترجمه په شاهي افسر او شاهي مزدورسره هم کيږي .

 لکه مخکې چې مو وويل اشراف واکي يوې ځانګړې طبقې ته د واک حق ورکوي، اوس ددې طبقې ټاکلو له پلوه اشراف واکي هم بېلابېل ډولونه لري ، يو خو علمي اشراف واکي  ده چې دهغې تصور ارسطو او افلاطون وړاندې کړی و؛خومخکې مو وويل چې دا محض يو ارمان و چې کله هم په وجودکې نه دی پلي شوی د دې پرته په  عامه توګه اشراف واکي ډېر ډولونه لري:

نژادي اشراف واکي

دويم ډول ته نژادي اشراف واکي (Racial aristocracy) وايي ، ددې مانا داده چې دواکمني کولو لپاره به يوزاې ديوې کورنۍ ياقوم غړي ټاکل کيږي، چې هر واکمن راځي؛ نو دهمدې يوې کورنۍ څخه به وي او همدوی د واکمنۍ اهليت لري ، دا ډول واکمني په ډېرو قومونو کې عملي شوې ده ، په ځانګړي ډول په هندو تهذيبونو کې ددې ځانګړی تصور و چې واکمني کول د “برهمن” ، يا “راچپوت” او يا “کشترمي” نسلونو حق دی.

مذهبي اشرافي يا تيوکراسي

دريم ډول مذهبي اشراف واکي ده چې تيوکراسي (Theocracy) هم ورته وايي ، تيوکراسي په اصل کې  يوه  يوناني کلمه ده ،په يوناني ژبه کې ” Theo ” خدای ته وايي (له همدې نه تيولو جې هم اخېستل شوې ده، او تيولوجې علم الهيات ته وايي ) او “Cracy”  حاکميت (واکمني ) ته وايي؛ نود “Theocracy ” مانا دا شوه چې دخدای واکمني .

ددې نظام اصل تصور ډېر مبارک دی ، هغه دا چې په حقيقت کې د کائناتو رښتونی واکمن الله تعالی دی ، دنړۍ پرمخ چې څه ډول نظام رامنځ ته کيږي بايد دالله تعالی له احکامو سره برابر نظام وي. خو اوس پوښتنه دا ده چې د الله تعالی د حکمونو تعين به څوک کوي؟ په عيسايي نړۍ کې ددې عملي ځواب دا و چې دکليسا مشر “پاپ” دا اختيار لري چې د الله تعالی د احکامو تعين  وکړي او بيا يې پاچا ته ووايي؛ نو کوم امر چې “پاپ” د الله تعالی امر وګڼي واکمن به دهغه په عملي کولو مکلف وي. ددې پايله داشوه چې تيوکراسي (د خدای حاکميت) دمذهبي پاپانو په واکمني بدله شوه. نن چې د تيوکراسي ترجمه کيږي نو زياتره وخت د “خدايي حاکميت” پرځای د “مذهبي مشرانو حاکميت” ترې اخېستل کيږي.

عيسايي تيوکراسي

 لکه موږ چې ورته مخکې هم اشاره وکړه ، د روم په عيسائي حکومتونو کې دايوه ستونزمنه مسئله وه چې د چارو  واګي به د پاچا په لاس کې وي؛ خو نوموړی به په مذهبي چارو او احکاماتو کې دپاپ دامرتابع و ، پايله يې دا شوه چې له يوې خوا به دپاپ او پاچا ترمنځ تل شخړي او ناندرۍ روانې وې اوله بلې خوا مذهبي مشر داحکامو په ټاکلو کې دبل چا له مشورې پرته کامل اختيار درلود ، هيڅ چا به يې مخه نشوه نېولی ؛نوله همدې امله به پاپ په ډېرو مواردو کې له خپل واک څخه نارواګټه پورته کوله ، په تېره بياهغه وخت دا ستونزه لاپسې زياته شوه چې کله داسې پاپان مشران شول چې تل به دخپلو خواهشاتو په زولنو کې بند ول ، هغوی داسې پاليسۍ غوره کړې چې ټول ولس يې په ډېره بې رحمانه توګه په سلګونه کاله دجبر او ظلم په تورو تيارو کې وساته ، دهمدې حلاتو په پايله کې د ولس په منځ کې دمذهب پرخلاف بغاوت را وټوکېده چې په نتيجه کې دوی مذهب له حکومت څخه بېل کړ اوسيکولر (پرمذهب نه ولاړ) حکومت يې جوړکړ . نو ځکه دتيوکراسي (خدايي حاکميت) ويوکی يوه ناوړه خبره وګرځېدله، اوس چې څوک د تيوکراسي نوم واوري؛ نو په ذهن کې يې ټولې هغه ناوړه کړنې راوګرځي چې دپاپ ادارې له خوا راپېدا شوي وې .

اوس چې دتيوکراسي نوم ډېر بدنام شو؛ نو زموږ په اسلامي ټولنه کې هم خلک زياتره وخت دا غږ پورته کوي چې اسلام دتيوکراسي پلوي نه دی او تيوکراسي داسلام ضد نظام دی ؛ خو څوک چې دا خبري کوي هغوی دتيوکراسي د اصل تصور او په عيسائي نړۍ کې دهغې عملي اطلاق تر منځ توپېرنه کوي ، همدا لامل دی چې کله په پاکستان کې داسلام غږ پورته کيږي يا د علماوو له خوا داسلامي نظام راوستلو غږ پورته کيږي او يا علماء په سياست کې ونډه اخلي ؛ نو سمدستي دځينو نوښت پاله اداروله خوا داغږ پورته کيږي چې دا خلک په هيواد کې “Theocracy” نظام پلي کول غواړي او موږ په پاکستان کې داسې نظام نه غواړو ؛ خو دا خلک يو هم د تيوکراسي په مانا نه پوهيږي، نه هغه څوک پرې پوهيږي چې داپوښتنه راولاړوي اونه هم هغه خلک پرې پوهيږي چې ځواب ورکوي .

نو پايله يې داشي چې خلک دتيوکراسي په عيبونو او ښېګڼو  له پوهيدلو پرته دا ناره پورته کوي چې په اسلام کې تيوکراسي نشته او د تيوکراسي اصل تصور او هغه څه ترمنځ چې دهمدې ويوکي کارولو ترنامه لاندې په اروپاکې وشول هيڅ توپېر نه کوي.

او حقيقت هغه دی چې مخکې موږ وړاندې کړ، دتيوکراسي خپله مانا داده چې د (خدای حاکميت) او داهغه حقيقت دی چې قران کريم د (ان الحکم الا لله ) په لنډه جمله کې بيان کړی دی ، اوس تاسو فکر وکړئ چې کله وويل شي چې په اسلام کې تيوکراسي نشته؛ نو ددې مانا به داوي چې په اسلام کې دخدای حاکميت نشته؟ نوکوم خلک چې له سوچ او فکر پرته داخبره کوي چې په اسلام کې تيوکراسي نشته دوی څومره له خطره ډکه خبرکوي !؟

حقيقت دادی چې تيوکراسي دخپلې لغوي مانا او اصلي تصور له پلوه بالکل سهي ده  چې په کائناتو کې دحاکميت حق په حقيقت کې دالله جل جلاله په واک کې دی ، او انسان چې هرحکم صادروي هغه بايد دالله تعالی داحکامو تابع وي ؛ خوکله چې “Theocracy” د ځمکې پرمخ په عملي بڼه پلې شوه ؛ نو دبېلابېلو مذهبونو له خوا پکې ډول ډول نيمګړتياوي راپيداشوي چې په پايله کې يې دا ويوکی بدنام کړ.

له يهودو وروسته عيسائيت منځ ته راغی ، دعيسائيت په اړه لومړی داخبره زده کړئ چې  عيسی عليه السلام يوازې بنی اسرائيلو ته پيغمبر رالېږل شوی و، او د ده رالېږلو اصلي موخه دشرک او ځينو نو رو بدو خويونو له منځه وړل و ؛ نو ځکه دهغه شريعت په بنسټېزه توګه دځينو ځانګړو احکاماتو څخه پرته نور ټول دتورات له حکمونو سره برابرو ، دځينو حکمونو استثنا يې هم زه داسلامي عقيدي له مخې کوم ، کنه نو دبا ئبل دتصور له مخې عيسی عليه السلام يوازې دتورات حکمونو دپلي کولو له پاره رالېږل شوی و او نه يې غوښتل چې په هغه کي کوم بدلون راولي ، دبائبل وېنا داسې ده چې عيسی عليه السلام دنوې دين سره نه و رالېږل شوی. په بائبل کې دعيسی عليه السلام بې شمېره وېناوي په دې مانا دي چې زه دتورات منسوخ کولوله پاره نه يم رالېږل شوی، بلکې زه دتورات نافذولو له پاره رالېږل شوی يم.

دا وېناوي په هغو څلور ګونې انجيلونو ( اناجيل اربعه ) کې هم شته چې اوس يې هم عيسايان مني ، له همدې کبله دعيسايانو په رښتوني مذهب کې دعيسی عليه السلام شريعت دموسی عليه السلام له شريعت څخه بېل نه و .

خو “پولوس” يا “سينټ پال”  چې کوم عيسايت له ځانه جوړ کړی دی په هغه کې دا دعوه هم شوې ده چې دعيسی عليه السلام په راتلو سره دتورات ټول حکمونه منسوخ شوي دي .

د “سينټ پال” يادونه موږ مخکې هم وکړه ، ده ته “پولوس” هم وايي ، نوموړی دعېسی عليه السلام په زمانه کې و ، د هغه خپل نوم “ساؤل”  او په خټه يهودي و ، د عيسی عليه السلام له اسمان ته ختلو وروسته چې کله دهغه حوارينو (لارويانو) دخپل دين تبليغ پيل کړ؛ نو دوی ته تر ټولو ستر ګواښ يهودان ول، يهودو نه غوښتل چې حوارين د خپل دين تبليغ وکړي ، هرځای چې به حوارينو سر راپورته کړ؛ نو د يهودو له لاسه به سخت شکنجه کېدل  او ډول ډول تعذيبونه به يې ورکول چې په دې کار کې  “پولوس” تر ټولو وړاندې و ؛ خو ده پر عيسائي حوارينو تراوږدې مودې ظلم کولو وروسته يوځل ناڅاپه اعلان وکړ چې زه له دمشق څخه را روان وم ، په لاره کې زما دسرله پاسه په اسمان کې يوه رڼا را ښکاره شوه اوله هغې رڼاڅخه ماته داسې غږ و شو : ((اې ساؤله ! ته پر ماولي ظلم کوي ؟ نو موړي وويل: “دا دعيسی عليه السلام غږ و او موخه يې داوه چې زما پر لارويانو او حوارينو تېری ولي کوي”؟ هغه ويل “له دې پېښي وروسته ما خپل ژوند بدل کړ او له پخوانيو کارونو څخه مې توبه وو ېستله ، يهودي دين مې پرېښود او پرعيسی عليه السلام مې ايمان راوړ او اوس زه عيسايي شوم “.

 خو “پولوس” له عيسائيت منلو وروسته په دې دين کې لاس وهنه وکړه اوله ځان نه يې بېخي بل ډول نوی دين جوړ کړ چې د څلور ګونې انجيلونو له مذهب سره يې هيڅ تړاو نشته . تثليث ، کفاره او نوري عقېدې ده له ځان نه جوړي کړې چې په انجيلونو کې د دې هيڅ يادونه نده شوې ، اوس هم څوک په څلور ګونې انجيلونو کې دتثليث کلمه نشې پېداکولای ، په يوه انجيل کې به هم څوک داسې جمله پېدانه کړي چې په هغې کې داسې وي چې خدايان درې دي، ياخدای له درې “اقانيمو” : پلار، زوی او روح القدس څخه عبارت دی ، داخبره په يوه انجيل کې هم څوک نشې وړاندې کولای او نه هم په هغوکې دکفارې عقېدې په اړه څه شته ، کومې خبري چې نن دعيسايي دين بنسټ دی هغه يوه هم په انجيلونو کې نشته، دا ټولې خبرې “پولوس” له ځا ن نه جوړې کړي دي .

“پولوس” په ډېرو شيانو کې ترميم وکړ ،  او تر ټولو لويه لاس وهنه خو دا وه چې ده دتورات قانون لعنت وګرځاوه او ويل يې چې زه دېته رالېږل شوی يم چې خلک ددې لعنت څخه خلاص کړم .

دا يو اوږد داستان دی چې “پولوس” څه  ډول په عيسايي نړۍ کې  دحوارينو اغيز له منځه يووړ او په هغوی کې يې خپله مينه او اغيز پېداکړ .

زماپه کتاب “عيسائيت کياهی” (عيسائيت څه شی دی ) کې په دې اړه بشپړ تفصيل شته .

لنډه داچې “پولوس” دتورات حکمونه منسوخ وبلل او اوس په عيسائيت کې  يوازې هغه خبري د منلو وړ دي چې په څلور ګونې انجيلونو کې راغلي دي . که تاسې څلور واړه انجيلونه ولولی ؛ نو ډېره ګرانه به وي چې تاسو دکوم تمدن ياسياسي نظام په اړه پکې څه پېداکړی، په هغو کې يوازې داجملې راغلي دي چې: “که څوک تاسو پرمخ په څاپېړه ووهي ؛ نو دا بل مخ هم ورواړوئ، اوکه څوک درنه کورتۍ اخلي ؛ نو تاسې خپله چوپانه هم ورکړئ “

ماناداچې په انجيلونو کې دنيک چلند ، صبر اوښه حوصلې او نورو اخلاقي خبرو په اړه ډېر څه شته ، خو د احکامو او قوانينو په اړه پکې هيڅ نشته . تاسو فکر وکړئ چې په يو مذهب کې له پېله نه کوم قانون موجود نه وي ؛نو  څنګه به هغه د قانون ډانچه وګرځول شي؟ اوس که چېرې يو حکومت دعيسائي مذهب پربنسټ جوړېږي؛ نو ددې اړيکه به له څلور واړو انجيلونو سره ناشونې وي ، ځکه چې په انجيلونو کې دحکومت په اړه له سره څه شته نه .

همدا لامل و چې کله په څلورمه پېړۍ کې د روم پاچا لومړی “قسطنطين” عيسايی شو، او عيسائيت يې رسمي مذهب اعلان کړ؛ نو داپوښتنه راولاړه شوه چې دمذهب پر بنسټ بايد څه ډول قانون جوړکړل شي، سره له دې چې په څلورو انجيلونو کې د قانون هيڅ يادونه نده شوې ، ياني دومره يادونه هم نه ده شوې څومره چې په تورات کې و ، په تورات کې خو د تعزيراتو او قضا په اړه څه ناڅه قوانين وو، خو له دې سره سره بياهم د حکومت چلولو د پاره د مذهبي مشرانو دمراقبې اړتياوه ، او په انجيلونو کې خو دومره څه هم نه و چې دحکومت دقانون له پاره بنسټ وګرځول شي چې له همدې امله يوه بله فلسفه رامنځ ته شوه، هغه داچې دوی دقوانينو جوړولو ټول واک کليساته وسپاره.

دلته دا يادونه هم اړينه بولم چې په عيسايي کاتو ليک مذهب کې کليساچې په انګريزي ژبه کې ورته “چرچ” وايي يوازې دعبادت ځای نه دی بلکې هغه يوه ځانګړې اداره ده.

زموږ په اسلامي ټولنه کې جومات يوازې دعبادت له پاره دی ؛ خو په عيسايي مذهب کې کليسايوه پېچلې اداره ده ، او د دوی په عقيده دا د عيسی عليه السلام ترټولو نږدې او پاک حواري “پطرس” نائبه اداره ده.

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: