په اسلام کې د طب تاریخ څخه..ابوالقاسم الزهراوي

 

د ځلانده تاریخ یو ريښتونی تصویر او د جراحي آلاتو په اړه یوه مستنده مخطوطه.. هغه چې (ابوالقاسم الزهراوي) اندلسي مسلمان ډاکټر د (۹۳۶ – ۱۰۱۳) زېږيز کال په دننه کې لیکلې.

ابو القاسم الزهراوي د منځني پیړیو مشهور او وتلی جراح شمېرل کېږي.. د نوموړي تالیفات په اروپا کې د جراحي طب اساس ګڼل کېږي.. نوموړی پرته د کومې مبالغې څخه د (ابوالجراحة) یعنې د جراحي طب پلار نومول شوی.

د بشري ترقۍ او خدمت په تکل کې يې تر ټولو لویه ونډه په (التصریف لمن عجز عن التألیف) نومي کتاب کې تر سترګو کېږي، یاد کتاب کې (۳۰) لیکنې لري، چې هره لیکنه يې د طب په فروعو کې لیکلې. د یاد کتاب دېرشمه لیکنه (یعنې آخرنۍ لیکنه) د جراحي طب لپاره ځانګړي شوې.

یاد کتاب د سلهاوو جراحي آلاتو د انځورو لرونکی دی. چې اکثره انځورونه د ابوالقاسم الزهراوي خپل ابتکار دی.

د (التصریف لمن عجز عن التألیف) مخطوطې څخه په تصرف.

عمر الخراساني

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب