هغه خواړه چې د خیټې د پړسوب او ګیس لامل ګرځي

له اندازې زیات او یا هم په ډیره چټکۍ سره خواړه خوړل په خیټې کې د پړسوب او ګیس لامل ګرځي. یو شمیر خواړه شتون لري چې خوړل يي دغه ستونزه زیاتوي او انسان له خنډ سره مخ کوي. دلته مو له هغو خوړو سره چې د دغې ستونزې لامل ګرځي اشنا کوو.

مصنوعي خواږه:

هغه کسان چې له مصنوعي خواږه یا ساړه مشروبات سره مینه لري باید دغې ستونزې لپاره تیار وي. دغه ډول خواږه په وړو کولمو کې نه جذبیږي او لویو کولمو ته رسیږي چیرې چې د بکتریا د شتون له امله خپریږي او په خیټه کې د ګیس د پیدا کیدو لامل ګرځي. همداراز زیاته اندازه بوره هم په معدې کې مضر بکتریا زیاتوي چې د ګیس د پیدا کیدو لامل ګرځي.

ګلپي او ډولونه يي:

ګلپي، کرم او یو شمیر نور سبزیجات د سرطان په وړاندې مقاومت پیدا کوونکو موادو له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي خو په دغو سبزیجاتو کې شته نشایستې هضم ډیر ستونزمن دی او په غټو کولمو کې د میتین ګیس شکل غوره کوي. خو د دې مطلب دا نه دی چې دغه سبزیجات به ونه خوړل شي بلکه باید کوښښ وشي په ټاکلی اندازه وخوړل شي. د لیمو اوبه د دغو سبزیجاتو په چټک هضم کې ډیره زیاته مرسته کولی شي.

ځانګړی درمل:

د پړسوب ضد درمل لکه د پښتورګو د درد کموونکي ګولۍ کولمې له یو شمیر ستونزو سره مخ کوي چې په پایله کې د خیټې د پړسوب لامل ګرځي. که چیرې ستونزه دا وي نو له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ تر څو ستاسې درمل بدل کړي.

انرژي یا ورزشي مشروبات:

ځینې خلک له ورزش څخه وروسته ورزشي او یا انرژي لروونکي مشروبات استعمالوي چې په دغو مشروباتو کې شته بوره او خواږه مواد د خیټې د پړسوب لامل ګرځي. د دغو مشروبات پر ځای له ورزش څخه وروسته کیله او یا اوبه استعمال کړئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب