73 اسلامي‌ ډلې: کومه ژغورل شوې ده؟

پوښتنه: هیله ده چې د پیغمبر(ص) د هغه حدیث په هکله چې د مسلمانانو د ډلو په هکله دی معلومات راکړی،‎ ځکه چې نن سبا هره ډله ځانته ژغورل شوی ډله وایې او نور په هلاکت باندی محکوموی.

هغه حدیث شریف چې د امت د جداوالی او اختلاف او له دوزخ نه د لری والی په هکله ویل شوی په صحت کې یې اختلاف دی، او که چیری هغه صحیح هم وی نو د هغه موخه له اختلاف نه د لری والی ده، او ددی مانا نه ورکوی چې ګڼې نوری ډلی کافری او په دوزخ کې به همیش اوسی، ځکه هره ګناه چې ورڅخه توبه ونه شی د دوزخ لامل ګرځی، او اختلاف هم یوه ګناه ده نه کفر.

بله داچې حدیث شریف دا نده په ګوته کړی چې کومه ډله ژغورل شوی ده او کومه نه ده، ځکه نو هیڅ یوی ته هم پکار نه دی چې خپل ځان ژغورونکې وبلی او بله نه، الله تعالی چې هر چاته وغواړی هغه ته بښنه کوی.

دا دی په ده اړه د پلټنو او فتواګانو د اروپایې مجلس فتوی:

د ژغورل شوی ډلې د حدیث نه مقصد د معاویه بن سفیان حدیث دی چې رسول الله (ص) وفرمایل: (إن أهل الكتاب افترقوا في دينهم على اثنتين وسبعين ملة وإن هذه الأمة ستفترق على ثلاث وسبعين ملة ، كلها في النار إلا واحدة وهي الجماعة ). اهل کتاب د خپل دین په هکله په دوه اویا ډلو و ویشل شول، او دا امت به په دری اویا ډلو ویشل کیږی، چې پرته له یوی نه نوری ټولی به په دوزخ کې وی او دا هغه ډله ده چې په هغه لار روانه وی په کومه چې رسول الله او دهغه اصحاب وه.

او په ځینو روایتونو کې د (فرقه) په ځای ( ملة) ذکر شوی ده او په ځینو کې د :(کلها فی النار الا واحده) جمله نشته، او حدیث پوهانو هم د دی حدیث په صحت کې اختلاف کړی دی.

زمونږ ځواب د دی حدیث د صحت په صورت کې دا دی:

په دی حدیث کې د ډلو شمیر یاد شوی او ځانګړی ډله نه ده یاده شوی، او پیغمبر(ص) ټولې دغه ډلې له خپل امت نه شمیرلی دی، او دهغه موخه همدا وه چې  دهغه له رحلت نه وروسته امت کې اختلاف پیدا نشی، او یوه ډله اوسی، نو ځکه د (کلها فی النار) ټولی به په دوزخ کې وی: وعید یې ورکړ.

او کله چې یو مسلمان کس کومه ګناه کوی د دې معنی نه ورکوی چې هغه به د همیش لپاره په دوزخ کې وی، بلکه لکه د الله دنورو ګناهکارو بنده ګانو په شان به جهنم ته ځی، او کیدای شی چې کوم پیغمبریا ملایکی او یا الله ته نژدی مسلمان یې شفاعت وکړی، او یا د هغه نیکۍ زیاتی وی یا هم زیاتی ستونزی یې په ژوند کې لیدلی وی چې دهغو په وسیله دهغه ګناوی پاکې شی، او یا هم الله تعالی په خپل فضل او رحمت سره ورته بښنه وکړی، په ځانګړی توګه کله چی حق ته درسیدو کوښښ یې کړی وی خو خطا شوی وی، ځکه چې الله تعالی د خپلو بنده ګانو اشتباهات او تیروتنی معافوی.

دا باید ښکاره وویل شی چې هیڅ یوه مسلمانه ډله باید جهنمی یا دوزخی ونه ګڼل شی، ځکه چې حدیث شریف هیڅ یوه ډله نه ده په ګوته ګړی چې هغه به دوزخ ته ځی، او لکه څنګه چې دا نه ده په ګوته شوی نو هیڅ کومی ډلی ته مناسبه نه چې ځان دی ژغورل شوی ډله وګڼی.

مسلمانانو ته پکار ده چې د اختلاف او بیلوالی نه ځان لری وساتی، اولکه څنګه چې الله تعالی او دهغه رسول هغوی په دوستۍ او ورورګلوی امر کوی پکار دی چې همهغسی ورونه اوسی، او حق ته درسیدو لپاره یواځی د قرآنکریم او د رسول الله (‎ص) د احادیثو نه مطابعت وکړی او یوبل ته نصیحت وکړی.

او هیڅ چاته دا نه ده پکار چې دغه حدیث د مسلمانانو په مینځ کې د ستونزو د راپورته کولو لپاره وکاروی، ځکه چې د مسلمانانو تر مینځ د ورورګلوی، دوستی، صدق او نصیحت په هکله پریکنده آیتونو او احادیث شتون لری.


سيد هاشم سادات

سرچینه: اسلام انلاین /اصلاح انلاین

ژباړه: سید هاشم سادات

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب