لاورين بوت: خویندو حجاب بنديخانه نه بلکې د ښادۍ وسيله ده

انګليسي ژورناليسټه لاورين بوت له هارون يحی سره پر هغو بدلونو خبرې کوي چې له مسلمانیدو وروسته يې په ژوند کې ويني. د ويډيو کنفرانس له لارې په دې مکالمه کې لاورين بوت دا هم وويل چې ټوني بلير یې اسلام ته رابللی دی او انشاءالله چې ډير ژر به اسلام ومني. موږ يې دې خبرې ته د آمین په ويلو د دې مکالمې يوې برخې ته ستاسې پام را اړؤ.

عدنان اقطار: السلام علیکم!

لاورين بوت: وعلیکم السلام وروره. خوشحاله يم چې څو کاله وروسته دې يو ځل بيا وينم. ستاسې به په ياد وي چې موږ سره ليدلي ول، هغه وخت چې زه د مرکې لپاره درغلې وم، ښايي پنځه کاله به کيږي.

عدنان اقطار: ماشاءالله، ماشاءالله. الله دې ستا نور، نور هم زیات کړي. الله دې پر تا خپل برکتونه ووروي. حجاب پر تا ډير ښه بريښي، ماشاءالله.

لاورين بوت: الحمد الله. تاسې پوهيږئ، چې له اسلام تلويزيوني کانال سره کار، له غزې څخه ليدنې، د لمانځه پر سر د مسلمانانو ليدلو، دې ټولو زه اسلام ته راويښه کړم، تاسې پوهيږئ چې دعوت د مسلمانانو د چلند يوه برخه ده، نو الحمد الله، زه ځکه اسلام ته راغلم.

عدنان اقطار: ماشاءالله، ماشاءالله، ستا ایمان نور هم ژور شوی دی. په تا کې ډير ښه والی راغلی دی. الله دې ستا جدیت او ليوالتیا نوره هم زیاته کړي.. الله دې ستا جهاد د پوهې، علم، مينې او ښکلا په ورزیاتولو سره نور هم سپيڅلی کړي.

لاورين بوت: ما غوښتل چې له تاسې سره څو خبرې شريکې کړم، د يو نوي مسلمان په توګه چې کله سړی اسلام مني، داسې وي لکه چې جنتونه ښه راغلاست ورته وايي؛ لومړنۍ میاشتې له خوځښته ډکې وي، او ته د يوه نوي مسلمان په توګه، لکه د زما، درک کوې چې د سړي ښه چلند، په ټاکلي وخت د سهار د لمونځ ادا کول او که ممکنه وي تل په اوداسه ګرځيدل، په ژوند کې ځانګړي بدلونونه رامنځته کوي، او زه غواړم چې دا ټول له مسلمانانو سره شریک کړم او هغوی د سنتو پيروۍ ته راوبولم.

عدنان اقطار: ماشاءالله، زه وينم چې ته کلک هوډ، او ټینګه اراده لرې. ته د تقوا او ټینګ عزم کچې ته رسيدلې يې، ستا جدیت او ليوالتيا د ستاينې وړ ده. الله دې موږ ټول په جنت کې وروڼه او خوندې کړي، انشاءالله.

لاورين بوت: زه دا ټول پر ښځو د يوه اټکل له مخې نه وايم، بلکې د یوې داسې ښځې په توګه دا اقرار کوم چې الکول يې څښل، یوه داسې ښځه چې له سړيانو سره يې په سيکولر لويدیځ دود نيټې کيښودلې، خو کله چې زه په حجاب کې پټه شوم، کله چې الله سبحانه و تعالی حجاب پر ما پيرزو کړ، زه اوس بشپړه کنټرول شوې يم، تواضع را کې پيدا شوې ده، او په خپل چلند کې د وقار احساس کوم، او دا ټول (زما په څير) نورو ښځو ته هم انتقاليدلی شي. لطفا خويندو! حجاب بندي خانه نه ده، دا د ښادۍ وسيله ده.

عدنان اقطار: ستا اخلاقي ارزښتونه د هغو سپيڅلو ښځو د اخلاقو په څير منلي دي چې د اصحابو کرامو، حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د نورو پيغمبرانو په پير کې تيرې شوي دي. ماشاءالله، موږ تا ته ډير درناوی لرو.

لاورین بوت: موږ مکلف يو، دا زموږ دنده ده؛ موږ باید خلک دې ته قانع کړو چې اسلام ومني، او زموږ د دين له خوا رامنځته شوی له ښکلا ډک سوله ييز چاپيریال څخه خوند واخلي، او د اسلام پر ضد جګړه نوره بس کړي.

عدنان اقطا: ماشاءالله، الحمد الله.

A9 تلويزيوني کانال، د جنوري ۷مه ۲۰۱۲م

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب