د اوریدو حس او غوږ

د اوریدو حس:

غوږ صوتي موجونه پر عصبي پیغامونو بدلوي او د مغزو د اوریدلو مرکز ته یې لیږدوي. برسیره پر دي د غوږ ځنې برخې د بدن د تعادل په ساتنه کې رول لري.

غوږ له دریو برخو یعنې بهرنۍ، منځنئ او داخلۍ بر خو څخه جوړ شوی دی.

بهرنی غوږ: په بهرني غوږ کې د غوږ پکې او د هغې مجراوې شامل دي صوتي موجونه اخلي او منځني غوږ ته یي لیږدوي. د غوږ د مجرا په دننه کې نري ویښتان شته چې هوا پاکوي. همدارنګه د مجرا د نننۍ غدې موم ډوله توکې ترشح کوي چې غوږ ته د بهرنیو توکو د ننوتلو مخنیوی کوي. د صماخ برده،بهرنی غوږله منځني غوږ څخه بیلوي. صوتي موجونه د صماخ برده لګیږي او هغه په اهتزاز راولي.

منځنی غوږ: د صماخ تر پردې ښاته منځنی غوږ موقعیت لري چې په هغه کې د څټک،سندان او رکاب په نامه درې کوچني هدوکي شته. دغه هډوکې صوتي موجونه پیاوړي کوي او داخلي غوږته یې لیږدوي.یوستاشین تیوپ منځني غوږ له کومي سره نښلوي چې د صماخ د پردې د دواړو خواووفشار یو برابر شي.

داخلي غوږ: داخلي غوږ دوې برخې لري. یوه برخه یې حلزوني او بله یې نیم دایروي سوري دي. د غوږ حلزون د کانال په منځ کې د باڼه لرونکې حجرو به نامه یو ډول میخانیکي آخذې دي چې شاوخوایې له یو مایع څخه ډکي دي. دا مایع د منځني غوږ د هډوکو له خړځېدو سره په رپیدو)اهتزاز( راځي. دا مایع رپېدل د مژک لرونکو حجرو تحریک المل کیږي. دا تحرک د عصبي پیغامونو په ډول د اوریدو عصب له لاري مغزو ته رسیږي.

your ads

برسیره پر اوریدلو غوږ د بدن د تعادل په ساتنه کې هم اهمیت لري. په داخلي غوږ کې دري نیم دایروي سوري شته دي چې یو پر بل باندې عمود دي. د هغې د داخلي میخانیکي أخذې د سر د موقعیت د بدلون له امله تحریکیږي. کله چې ښخص خاي پرځاي کیږي ددې سوریو مایع خوځیږي او ددي حجرو باڼه کږیږي، عصبي پیغامونه تولید او مغز ته رسیږي، نو ځکه ماغزه کوالي شي چې د بدن د موقعیت خواوې وټاکي. ددي لپاره چې له غوږ د بدن اوریدو او تعادل حس دي، هغه عصب چې غوږ د بدن اوریدو او تعادل حس دی، هغه عصب چې له غوږو او مغز سره اړیکه لري، هم د اوریدو او هم تعادل له دوو ډولونو څخه جوړ شوی دی.

د غوږ بي نظمۍ:

کله چې د صماخ پردې ته دروند او ناڅاپې غږ، لکه د چاودنې غږ یا درنې ضربې غږ، ورسیږي په اوریدو ګې ګډوډي ) بي نځمي( منځ ته راځي. همدارنګه د غوږ د سوري موم ډوله ترشحات ښایي کلک او وچ شي او د صماخ د پردې مخ وپوخوي چې په اوریدو کې ګډوډي راولې. بل ډول اختالل د حسی عصب له امله دۍ. په دي حالت کې د صوتي د زنګ غږ اوریدل کیږي. ددي ګډوډي اصلي علت تر اوسه معلوم نه دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب