توحید سوال او ځواب په شکل

پوښتنه: توحيد څه ته وايي؟

ځواب: په زړه کې الله پاک يو ګڼل اوپه ژبه دهمدې خبرې اقرار ته، (توحيد) وايي ؟

پوښتنه: دالله تعالى يو والى خلكو ته څه ډول معلوم شوى ؟

ځواب:لومړى:پخپله دانسان عقل دالله پاک په شتون(وجود) او يووالي (وحدانيت) باور لري؛خوپه دې شرط چې روغ وي ، له همدې امله ده چې په نړۍ كې څومره لوى پوهان، ستر حكيمان اونوميالي فلسفيان تېر شويدي هغوى ټولو دالله پاک پر يووالي اقراركاوه . دوهم:داچې دالله پاک ټولو پيغمبرانوu خلكوته د توحيد لارښوونه كړې ده اودايې فرمايلي چې: (الله پاک يو دى، سيال نه لري).

پوښتنه: آيا په قرآنكريم كې د توحيد ښوونه (تعليم)شوې؟

ځواب: هو ! په قرآنكريم كې دتوحيد ښوونه په بشپړ اوښه ډول سره شوې؛بلكې نن په نړۍ كې يواځې قران كريم داسې كتاب دى چې دتوحيدښوونه كوي ، په مخكنيو اسماني كتابونو كې كه څه هم د توحيد ښوونه وه؛ خو په هغو ټولو كتابونو كې خلكو ګوتې وهلې (تحريف كړى) اودتوحيد خلاف خبرې يې ورننوېستې دي، اودالله پاک راليږلي اسماني ښوونې يي بدلې كړې، دهغو دسمون او ددې لپاره اودغه راز چې نور ريښتينى توحيد خپور شي، الله پاک حضرت محمد صلی الله عليه وسلم راولېږه اوخپل ځانګړى كتاب قرآنكريم يې پرې نازل كړ اوپه هغه كې يې د سوچه، رښتيني اونګه توحيد ښوونه وكړه .

پوښتنه: دقران كريم له كومو اياتو توحيد څرګنديږي ؟

ځواب: ټول قراّن كريم له سره ترپايه د توحيد له لارښوونو ډك دى يو څو اياتونه يې دادي: { وَإِلَـهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ } [سوره بقره 163 ايت]

ژباړه: ستاسو معبود يو الله دى دهغه څخه پرته بل معبود نشته هغه خورا لوروونكى اوښه مهربانه دى دوهم اّيت دادى:{شَهِدَ‏ ‏اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ‏ ‏لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ} [آل عمران ۱۸ايت ].

ژباړه: الله پاک ددې خبرې شاهدي وركوي چې له هغه پرته بل معبود نشته، ملائكو اودعلم څښتنانو هم په همدې خبره ګواهي وركړې ده ،دالله پاک واکمني په عدل اوانصاف ولاړه ده له هغه پرته بل معبود نشته هغه زوروراود حكمت څښتن دى .دغه راز نور ګڼ اياتونه دالله پاک د يووالي ښوونه كوي لكه: { قُلْ هُوَ اللّٰهُ اَحَدٌ}

ژباړه : اى پيغمبره ! ووايه چى الله يو دى) اوداسې نورايتونه.

پوښتنه: دخداى پاک ذاتي نوم څه دى ؟

ځواب: دخداى تعالى ذاتي نوم (اللهجل جلاله ) دى چې (اسم ذات) او (ذاتي اسم) هم ورته وايي .

پوښتنه: د الله جل جلاله له نامه پرته د خداى پاک نور نومونه لكه خالق، رازق اوداسې نورو ته څه وايي ؟

ځواب:دالله تعالى دغه ډول نومونو ته صفاتي نومونه وايي.

پوښتنه: دصفاتي نوم معنا څه ده ؟

ځواب :څرنګه چې الله پاک ګڼ شمېرصفتونه لري،لكه:(قديم)تل پاته، (عالم) : په هر شي خبر، (قادر) :په هر څه ځواکمن، (حى): ژوندى ، اوداسي نور، كله چې يو صفت له دې صفاتو ښكاره كړي هغه ته (صفاتي نوم) وايي. مثال يې داسې دی:ديو سړي نوم (جميل) دى چې يواځې دنوموړي د پېژندنې لپاره پرې اېښودل شوى دى ، په دې نوم كې هيڅ صفت ته پاملرنه نده شوې ، خو كه چېرته نوموړی ليك لوست زده كړى وي اوديني علوم يې لوستلي وي ،قران كريم يي هم ياد كړى وي، ددې صفتونو له امله: (عالم) ، (ليکوال) او (قاري) هم بلل كيږي؛ نو جميل يې ذاتي نوم ، عالم، ليکوال اوقاري يې صفاتي نومونه دي، ځكه دانومونه دديني علومو د زده كړې اوقرانكريم ديادولو د ستاينې له پلوه پرې اېښودل شوي . همداڅېر (الله جل جلاله ) خو دخداى پاک ذاتي نوم يا (اسم ذات) دى او(خالق)، (قادر)، (عالم)، (مالك) او نور يې صفاتي نومونه دي.[irp][irp][irp]

پوښتنه: داللهجل جلاله ذاتي نوم خو يو دى صفاتي نومونه يې څو دي ؟

ځواب: په قرآنكريم كې الله پاک فرمايي:{ وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا} [اعراف 180ايت]

ژباړه: (الله پاک ګڼ شمېر ښه نومونه لري؛ نو تاسو يې په هغو نومو نو سره يادكړئ) په حديث شريف كي دي (ان لله تـعالی تسـعة وتسعـين ا سـماً، مـائة الا واحـداً) [ بـخـاري].

ژباړه: بيشكه چې الله پاک نهه نوي (99) نومونه لري .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب