د الله د بندګۍ حقیقی مفهوم

د الله  جل جلاله د بندګۍ لور ته د بلنې نه هدف یوازې دا ندی چې ځان د الله بنده ووایې خو وروسته په اخلاقي، عملي او ټولنیز ژوند کې هماغسې اوسې لکه د الله د نه منلو او د هغه بندګۍ ته د نه تسلیمیدلو پر مهال چې وې!

د الله جل جلاله د بندګۍ معنا دا هم نده چې الله جل جلاله په فطري توګه خپل خالق، رازق او معبود ګڼې خو په عملي ژوند کې واکمني او حاکمیت بل چاته وسپارې!

د الله جل جلاله د بندګۍ معنا دا هم نده چې ژوند په دوو (دیني او دنیوي) برخو وویشې، یوازې په دینې برخه کې چې له عقایدو، عباداتو او د حرامو او حلالو له ځینو حدودو او بندیزونو سره تړاو لري د الله بندګي کوې اما په نورو دنیوي معاملاتو کې چې له تمدن، ټولنې، سیاست، اقتصاد،علومو، فنونو، ادب او نورو برخو سره تړاو لري له الله جل جلاله نه ازاد واوسې، یا ورته په خپله نظام جوړ کړې او یا خو د نورو جوړ شوی نظام ورته غوره کړې!

د الله جل جلاله د بندګۍ دغه ټولې معناګانې مونږ غلطې ګڼو، ختمول یې غواړو او له کفری نظامونو سره چې څومره کلکه مبارزه کوو په هماغه کچه بلکې تر هغې هم زیات موږ د الله د بندګۍ له دغه ډول تصور سره مخالف یو ځکه چې د دین تصور یې نیمګړی کړی دی .

زمونږ په اند قرآن او ترهغه وړاندې ټول نازل شوي آسماني کتابونه او محمد صلی الله علیه وسلم او ترهغه وړاندې ټول بیغمبران چې د نړۍ بیلابیلو برخو ته راغلي وو د الله بندګۍ ته د هغوی ټولو اتفاقي بلنه پدې ډول وه چې انسان په خپل ټول ژوند کې الله جل جلاله د اله، رب، معبود، واکمن، بادار، مالک، لارښود، قانون جوړوونکي، حساب کوونکي، او بدله ورکوونکي په توګه ومني او خپل ټول فردي، اجتماعي، اخلاقی، دیني، تمدني، سیاسي، اقتصادي، عملي او نظري ژوند یوازې د هغه بندګي ته وسپاري.

همدغه غوښتنه د قرآن کریم په بقره سورت ۲۰۸ آیت کې د (ادخلوا فی السلم کافة) یعنې(یعنې پوره اسلام ته ننوزئ) په ټکو سره شوې ده. معنا دا چې د ژوند یو اړخ هم د الله له بندګۍ نه بهر مه ساته، له خپل ټول وجود سره، له خپلې ټولې شتمنۍ سره د الله جل جلاله غلام او تابع شه، د ژوند په یوه معامله کې هم باید ستا چلند داسې نه وي چې ځان د الله جل جلاله له بندګۍ نه آزاد او د هغه له هدایت او لارښوونې نه بې پروا وګڼې، د هغه په وړاندې ځان سریله او خپلواک کړې او یا خو د کوم بل سریله بنده پیرو او تابع شې او په داسې لار روان شې چې الله ج پرې د تللو امر ندی کړی.

مونږ د الله جل جلاله د بندګۍ نه دغه ډول مفهوم او معنا اخلو او ټولو انسانانو ته بلنه ورکوو چې همدغه بندګي غوره کړي.

مودودی رحمه الله

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب