په اسلامي كار كې حرکي نيمګړتياوې
په انساني نفسونو کې ځينې نيمګړتياوې داسې دي چې په بشپړه توګه خو اسلامي خوځښت له منځه نشي وړى خو په کار او فعاليت يې ډيرې ناوړه اغيزې کولاى شي او که په پرله پسې توګه ورسره له تساهل او غفلت څخه کار واخيستل شي او د ودې زمينه ورته برابره شي نو ممکن دي چې حرکت په مکمله توګه له پښو وغورځوي او له سقوط سره يې مخامخ کړي .
شيطان د هماغو نفسي ناروغيو په وسيله د خير پر هره لاره چاره ډاکه اچوي او د انسان کوښښونه او هلې ځلې له خير او نيکۍ څخه اړوي او په ټولنه کې ورڅخه د فساد د خپرولو کار اخلي، نو له همدې امله د ټولنې د سلامتيا لپاره د دغو ناروغيو، رنځونو او عيبونو مخنيوى اړين دى.
البته هغه وګړي او ډلې چې د ټولنې د اصلاح او د دين د اقامې ستر هدف يې په مخ کې پروت وي په ځانګړې توګه بايد د دې امراضو او عيبونو څخه پاک وي.
که دې ډول عيبونو او امراضو ته په ځير وکتل شي نو معلومه به شي چې د دې سرچينه په حقيقت کې د انسان ځينې ځانګړې نيمګړتياوې او کمزورۍ دي چې هره يوه يې په جلا توګه د عيبونو او امراضو بشپړه کورنۍ زيږوي.د ښه وضاحت او پوهې لپاره مناسبه لار دا ده چې مونږ لومړى يوه نيمګړتيا راواخلو د هغې په حقيقت او ماهيت ځان ښه پوه کړو او بيا وګورو چې هغه په څه ډول او په کوم تدريجي تګ سره نور عيبونه او کمزورۍ زيږوي، او د ودې او نمو په حالت کې د خرابيو او فساد لامل ګرځي، او په دې توګه به د هرې خرابۍ اصل حقيقت مونږ ته څرګند شي او په دې به پوه شو چې د سمون او اصلاح لپاره يې څه تدابير په لاره واچوو او اصلاح له کوم ځاى څخه پيل کړو.
لومړى: انانيت، ځان غوښتنه او نفس پالنه:
په انساني کمزوريو او عيبونو کې تر ټولو ستره او د فساد زيږونکې کمزوري، ځان غوښتنه او نفس پالنه ده، د دې کمزورۍ بنسټ خو د حب نفس هغه فطري جذبه ده چې په خپل ځاى کوم ناوړه څيز نه دى بلکې په خپل معقول حد کې يې وجود ضروري او گټور دى، الله تعالى دا جذبه د انسان په فطرت کې د خير او ښيګڼې لپاره ايښې ده تر څو د خپل حفاظت، کاميابۍ او پرمختګ لپاره هڅه وکړي، خو کله چې همدغه فطري جذبه د شيطان په لمسه په عشق نفس، پرستش نفس او انانيت باندې بدله شي نو د خير د مصدر پرځاى د شر سرچينه جوړه شي او بيا د پرمختګ په هر پړاو کې ورڅخه د عيبونو يوه نوې لړۍ منځ ته راځي.
د بدۍ په لور د دې جذبې تګ داسې پيل کيږي چې انسان ته خپل ځان د ټولو عيبونو څخه پاک او د محاسنو (نيکيو او ښيګڼو) ټولګه ښکاري د خپلو خاميو او کمزوريو څخه سترګې پټوي د خپل هر نقص او عيب په تاويل کولو سره ځان مطمئن او ډاډه کوي او ګمان کوي چې زه له هر لحاظه ډير ښه سړى يم، همدغه ځان غوښتنه او ځان ستاينه په لومړي قدم کې د هغه د اصلاح او پرمختګ هره دروازه د هغه په خپلو لاسونو تړي.
کله چې انسان د (زه څومره ښه سړى يم) د احساس په درلودلو سره په ټولنيز ژوند کې قدم ږدي نو غوښتنه يې دا وي چې د ټولنې هر وګړى دې ده ته په همغه سترګه وګوري، په کوم چې دى ځان ته ګوري. هغه يوازې ستاينه او تحسين اوريدل غواړي، د تنقيد اونيوکې اوريدل نشي زغملى، آن تر دې چې خيرخواهانه نصيحت هم د هغه (انانيت) ته زيان رسوي، په دې توګه دا سړى د خپلې اصلاح د داخلي وسائلو تر څنګ د اصلاح د خارجي وسائلو مخه هم نيسي . او دا يو کوټلى حقيقت دى چې په دنيا کې هيڅ داسې فرد نشته چې په ټولنيز ژوند کې ټول حالات او ماحول د هغه د نفسي غوښتنو او خوښې سره سم په لاس ورشي. په خاصه توګه ځان غوښتونکى او ځان پالونکى سړى خو په ټولنه کې له هر لوري د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کيږي، ځکه چې د هغه خودخواهي په خپل ذات کې دا عوامل لري چې د ټولنې د بې شميره ښيګڼو سره د هغه ټکر حتمي کوي، او د ټولنې مجموعي حالات هم د هغه د غوښتنو او توقعاتو سره خامخا په ټکر او تصادم کې واقع کيږي. دغسې حالت، بيا دا شخص په دې حد کې نه پريږدي چې يوازې د خپلې اصلاح د داخلي او خارجي وسايلو څخه ځان محروم کړي، بلکې د نورو سره د ټکر تاوانونه او د توقعاتو او غوښتنو د نه پوره کيدو صدمې د هغه مجروح انانيت په مسلسله توګه په سترو بديو اخته کوي. په ژوند کې هغه ډير خلک د ځْان څخه ښه ويني، د ډيرو خلکو په اړه احساسوي چې ټولنه هغوى ته د ده په نسبت ډير ارزښت او اهميت ورکوي، ډير خلک هغه ته په هغه ارزښت او مقام قائل نه دي چې دې يې غوښتونکى دى، ډير خلک هغه پوړيو ته د هغه د رسيدو په لاره کې خنډ واقع کيږي چې دې يې ځان وړ او مستحق بولي، ډير خلک په هغه تنقيد بلکې د هغه تنقيص او سپکاوى کوي، دغه مختلف حالات او احوال د ده په زړه کې د نورو پر خلاف د بغض او کينې اور بلوي .
کله چې د الله تعالى مرسته او کومک راشي او ستره فتحه مو نصيب شي او تاسې خلک وليدل چې ډلې ډلې د الله په دين کې داخليږي، دخپل رب حمد او تسبيح بيان کړه او له هغه څخه بخښنه او مغفرت وغواړه، يقينا الله تعالى ستر توبه قبلونکى دى.
امام بخاري د حضرت عايشې رضي الله عنها څخه دا روايت رانقل کړى دى:(کان رسول الله صلى الله عليه وسلم يکثر ان يقول قبل موته، سبحان الله و بحمده استغفرالله و اتوب اليه)
رسول الله صلى الله عليه وسلم به له وفات څخه مخکې په کثرت سره دا فرمايل: د الله پاکې ده الله لره سره د حمده او زه د الله تعالى څخه مغفرت غواړم او توبه کوم.
توبه او استغفار د رسول الله صلى الله عليه وسلم ورځنى معمول و.
که څوک د دې لارښوونو او تعليماتو روح په ځان کې جذب کړي، نو د هغه په ذهن کې د ځان غوښتنې او خودخواهۍ هغه تخم هيڅکله نشي زرغون کيداى چې د پاڼو او خاښونو د کولو سره د فتنې او فساد ميوه نيسي. که د دې سره سره بيا هم په انساني نفس کې دا ناروغتيا او خرابي پيدا شي نو اسلام د اخلاقو او عملي رويي له لارې د هغې د ظهور او ودې مخه نيسي او د هغې په اړه سخت احکام جاري کوي. د مثال په توګه د دې د ظهور او ښکاره کيدو لومړى صورت دا دى چې سړى ځان د تنقيد څخه لوړ گڼي او هڅه کوي چې په خلکو ځان همداسې ومني او هيڅکله دا نه تحمل کوي چې څوک يې په غلطۍ ملامت کړي، د دې برخلاف الهي شريعت په ټولو مومنانو امربالمعروف او نهي عن المنکر لازمي کړي دي، او په خاصه توګه يې د ظالمو حاکمانو په مقابل کې د حق کلمه ويل تر ټولو ښه او افضل جهاد بللى دى، تر څو په اسلامي ټولنه کې په بدې د ملامت کولو او د نيکۍ په تشويقولو داسې چاپيريال رامنځ ته شي چې خودخواهي، نفس پرستي، انانيت او ځان غوښتنې ته په کې د ودې او نمو زمينه په لاس ورنشي . د ځان غوښتنې او نفس پالنې دوهم ظهور د هغه حسد او کينې په صورت کې ښکاره کيږي چې انسان يې د هر هغه سړي پر خلاف په زړه کې پالي چې د هغه انانيت او خودخواهي ته ترې صدمه رسيدلي وي چې په نتيجه کې يې د هغه سره د اړيکو خرابوالي پيل کيږي. الهي شريعت دا ناوړه رويه او عمل ګناه بولي او مرتکب يې مجرم ګڼې
د قافلې مياشتۍ مجلې څخه په مننې سره