ولې ادبیات؟

لـه وړوکوالي مي له شعر او شاعرۍ په ټوله کي له ادبياتو سره مينه وه. لـه هـغې  زمانې تـر اوسه پـوري چي څومره وخـت تېر شوی هغومره مي له ادبياتو سره مينه زياته شوې او دې ميني مجبور کړم چي ادبيات ولولم.زما په نظر دادبياتو داسي لېونۍ مينه ده که موږ ادبيات پرېږدو ادبيات موږ نه پرېږدي مجبور يو چي دا مينه د زړه په وينـو وپالـو.

ارواښاد الفت صاحب وايي:«هغه کسان چي د شعر و ادب تر اغېزې لاندي نه دي راغلي او دغه حلال سحر پرې تاثير نه کوي بايد پر خپل ځان ووېريږي او پوه شي چي انساني احساس ئې ډېر کمزوری دی او له ذوق څخه لږه برخه لري. د ذوق تربيه او پالنه د عالي ادب او شعر کار دی.»

ادبيات د احساساتو او عواطفو هغه چينه ده چي زمـوږ  ادبي ذوق خړوبوي او ادبي تنده پرې ماتوو. د تخيل هغه هينداره ده چي خپل ارمانونه پکي وينو هغه هنري ژبه ده چي زموږ د زړه خبري کوي،هغه خبري چي په خوله ئې نشو کولای. زه چي په کوم خوند پسي ګرځم هغه خوند په ادبياتو کي دی، زماطبيعت چي څه غواړي هغه ادبيات راکولای شي، زه چي په کومه ورکـه پسي ګرځم په ادبياتوکي ئې موندلای شم او داسي نور.

استاد اجمل ښکـلی وايـي:« ادبـيات لـه مـوږ سره د ژوند په پېژندلو کي مرسته کوي. موږ يـوازي په فزيکي نړۍ کي ژوند نه کوو بلکي تر نيم زيات ژونـد مو د خيـال پـه دنيا کي تـېريږي. لـيکوال او شـاعر د خپل تـخيل پـه مرسته ځان ته د شعر يا کيسې شيش محل جوړوي خو دا يوازي د ليکوال يا شاعر نه وي بلکي لوستونکي ته هم اجازه ورکوي چي پکي واوسي.»

شاعر اوليکوال چي کومه خيالي دنيا ابـادوي هغـه يـوازي د  ده نـه ده مــوږ هـم لـه دې مقيـدي او له شوره ډکي دنيـا نـه هلتـه ځو د شاعر او ليـکوال پـه خيالي نړۍ کي اوسو   او دلته خپل ستړي خيالونـه دمـه کوو.

د استاد غضنفر پـه وينا:« «… هنر او ادب تـه پـناه وروړو، دلتـه دزړه پـه خوښه خبري کوو، اجتماعي قيدونـه پکي کم وي.»

د بېلګي په توګه

موږکه د وصال خواږه او د هجران تراخه نه وي ليدلي شاعر راسره خپله تجربه شريکوي چي د وصال خونـد څومره دی او د جدايي درد څومره زور لري او څه لېونی درد دی؟

لحظه- لحظه دي په ما کال تېر شي
خو چي په  تمـه  د وصال تـېره شي

ډېر شاعران رقيب غندي موږ عملاً د رقيب رول نـه دی ليدلی چي څوک دی،څه کوي؟ خو شاعر وار له مخه راته وايي چي په مينه کي رقيب څومره سـر خوږی دی او کردار ئې څـه دی؟ هغو چي په مينه کي د رقيب کردار ليدلی د دروېش دراني لـه دې بيـت سره به زر ځله امين وايي.

رقيبه تا لره له خدايه مرګی نه غواړو  موږ
تا لره سر وکال خواري د زنکدن پکـار  ده

زه چي د تـللي او بـېغـمه جانـان لـه غمه زورېږم او درد و غـم مي زندګي مقيده کړې ده د اجمل ښکلي د ابيت به څنګـه ماته خوږ  نه وي، څنګه به ترې خوند نه اخلم چي وايي

د ازادۍ له زندګۍ واخله  مزې اجمله
د هغې غم لکه کوتره کړه هوا تـه خوشي

کـه څه هم شاعرځان ته وايي خو په دې خبره کي زموږ او شاعر تر منځ د وېـش کومـه پـولـه نشتـه پـه دې خبـره کي هـر څوک هـم مـتکلم دی هم مخاطـب.

هغـه څوک چي نه مو لاسته راځي، نه مو هيريږي او نه مو له زړه وزي. زموږد زړه اواز او فرياد به بې له دې بل څه وي چي ممتـاز اورکزی ئې وايي.

خدايـه چي نه خپليږي نه ئې غواړم
خدايـه چي نـه  هيريږي څه وکـړمـه

د تـللي يـار تـصوير زمـوږ لويـه تکيـه ده کله چي د يار د نشتون زورونکی احساس او د بېلتانـه لېونی درد له حده واوړي او تـصويرته په کتو هم سود  نه کيږي، زه به څه وايم؟ همدا  به وايم، همدا فرياد به کوم چي نسيم ايثار د شعر په ژبه ښه ويلي دي.

شپه ده او مخ ته مي پراتـه ستـا د الـبـم تصويران
نـن له کتلو  کيـسه تللې نن دي خـورم تصـويران

لـه پورتـه بـېلګو وروستـه ويـلای شو چي شاعر او ليکوال د خپل تخليق (نثـر او نـظم) پـه مټ موږ تـه هغـه لار ښيـي چي موږ نه يو پرې تللي. هغه منزلونه راته ښيي چي چېرته ګلونـه، چېرته اغزي دي، چېرتـه ياراو چېرته رقيب مخي ته راځي. خپلي هغه تجربې راسره شريکوي چي پر دوی تيري شوي  او موږ له دې وروستـه کېدای شي ورسره مـخ شو که ورسره مخ کيږو له وړاندي به ورته چمتو يو.

دا ټول د ادب برکت دی چي په خيالي نړۍ کي هغه څه وينو، اورو چي په حقيقي دنيا کي ئې موږته اورېدل او ليدل ممکن نـه وي. ترشعر ها خوا چي نثرته راشو لنډي کيسې، ناولونه او نورنثري ژانرونه دي چي دلته خپل ذوق خړوبولای او دمـه کولای شو، دلته هـغـه خوند موندلای شو چي زموږ ذهن او طبيعت ئې غواړي.

کـه ادبـيـات نـه وای  زمـوږ ادبي تـنـده بـه چيـري، څنګـه او پـه بـل څـه ماتېـده؟دښکلاتږی ذوق به موبه څه خړوبوه؟ هغه خوند چي زموږ طبيعت او ذهن ئې غواړي بې له ادبيـاتو بـه نورو علومو راکړی وای؟

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب